د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سفيرصاحب دکوم ډول اړېکو ليوال دی ؟

حبيب الله غمخور 26.04.2013 15:27

په ډله ايزورسنيوکي مي ولوستل چي دايران سفير ابوالفضل ظهره وند دکندهاردسفرپر مهال  دکلتوری او اقتصادي اړېکو دپراختيا غوښتنه کړې .

موږ دنړۍ له ټولوهيوادونوسره دښو اوگټوروسياسي ،اقتصادي ،علمی اوفرهنگی  اړيکو لېوال يو اوددولت نه مو تل داغوښتنه کړې چې دنړيوالوسره دهراړخيزوگټورواړيکو دپراختيالپاره معينه پاليسي اوسياست خپل کښي چي پر بنياد ئي افغانستان دنړيوالواړېکودپراختياجوگه سي .

ولې ددې سره موددولتی مشرتابه نه په تکرارغوښتي دي چې زموږ دهيواد دوگاونډيانو(ايران اوپاکستان) سره په ټولومناسباتوکي دډيراحتياط نه کارواخلي چې متاسفانه دې ملي غوښتنې ته ئې هم کمه اوياهيڅ توجه نده کړې .

داچي زموږ دولس پدې ملي غوښتنه باندي چارواکو غوږ نه دی گرولی دازموږ کورنۍ ستونزه ده چي موږورسره لاس اوگريوان يو .

موږته څرگنده ده چې ايراني چارواکي دخپلو نوروافغان دښمنو موخولپاره شپه او ورځ تلاښ کوياوياپه افغانستان کي دامريکااواروپايي هيوادوسره دافغان دسرپه قيمت  دښمنې مخته وړي ،کله په يوه اوکله په بله بهانه ددې لپاره کوښښ کوی چې زموږ دهيوادپه ټولوبرخوکښي دلاس وهنې امکانات ولري .

متاسفانه دايرانی اخوندانوسياسي واک ته درسېدوله ورځې بياتر نن پوري دوي لکه پاکستاني جنرالان اوچارواکي زموږسره ښه گاونډيتوب  ته ژمن نه دي .پدې څولسيزوکي ئې داپه اثبات رسولې چې زموږ دولس په کړاونوکښي خپلې گټي لټوي .

اوس چې دنړيوالي ټولنې لخواددوي رژيم دخپلي بې ځايه سرټمبگۍ له امله داقتصادي بنديزونوسره مخامخ دي اوله همدې امله په ايران کښي دعام ولس اقتصادي حالت له دناخوالوسره مخامخ دی دوي غواړي ددې ولسی شرنه دخلاصون لپاره دافغانستان سره اقتصادي اړېکې ولري،کاشکي دوي دغواقتصادي اړېکوته وفادارواي ،هلته هم دهرې وسيلې نه دسياسي فشارپه توگه استفاده کوي .همدا اوس دايراني بې ارزښته تمن په مقابل کښي په مليونوډالردافغانستان څخه ايران ته قاچاق وړل کيږي .

 افغانستان مکلف دی دغه نړيوال تصميم ته غاړه کښېږدي چې تراوسه ئې پدې بهانه چي تيل اونور بې کيفيته توکي که له ايران څخه صادرنکړي له کومه ئې کړي؟ کله ،کله داهم ويل کيږي چې داموږ ته دا ارزانه تمامېږي ؛خوپدي ارزانی کي دايراني اخوندانوداهدف دی چي ددغه نړيوالي پرېکړي پرخلاف داڅرگنده کړي چې امريکا اواروپايي  ټولني په  شتون کي اافغان دولت زموږسره تجارتی اړيکي ساتي .

پوهېږم چې ددې مسلې څېړل ډيرلوي بحث ته اړتيالري،خوپه يوه ټکي کي خلاصه کېداي سي چي پدې ډول هڅو ايرانی اخوندان په افغان دولت کښي خپل غوښن نفوذ نندارې ته وړاندي کوي اوله همدې لاري هغه څه کوی کوم چې دوي يې غواړي .

راځوعلمی  اوکلتوري اړيکوته !

ايران زموږسره کلتوري اوعلمی اړيکوداسي ليوال نه دي لکه نور هيوادونه ،دوي پدې نامه دکلتوري تيري اويرغل لپاره زمينه برابروي .

دوي کلتورپه يوه بڼه اوموږ يې  په بله بڼه پېژنو، دوي له علمی اړيکونه يوډول اوموږ بل ډول تعبيرلرو .

ددوي تعبيردعلمی اوکلتوری اړيکواومناسباتونه  زموږ هيوادته ددوي عقيدتی اوسياسی ملحوظاتوصادرول دي .دوي غواړي چې پدې بهانه اوپلمه زموږ شعيه هيوادوال دمذهب په نوم ددوي د دروغجنو سياسي تلبيغاتوتر تاثير لاندي راولي اودری ژبه دفارسی په په نوم له منځه يوسي   .

دايران سفيرويلې ((افغانستان او ايران د تاريخ په اوږدو کي د يو بل ترمنځ د دوو ښه همسايه ګانو په توګه پاته سوي او په دې ښو اړيکو کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د ګډ دين او فرهنګ رول خورا زيات و.))

کله چې ددوي لخواداډول څرگندونې سړۍاوری  نوحيران پاتېږ ي ،چې په سياست کي څومره سپين سترگيوته ځاي ورکړه سوي .

دا لمرغوندي روښانه خبره ده چې ايراني اخوندانودخپل سياسي حاکميت په شتون کښي  دافغان ولس په پاکه خاوره کي دعجيبو اوغريبو بهانواوشعارونوترنامه لاندي ناروامداخلې کړي ،همدا دليل دی چې اوس موږ ددوي سره مسجد ته ديوځاي  تلوکي ليوال نه يو اوترينه په څنگ کېږو .

ايرانی اخوندان  اورپکی روزی اودلته ئې رالېږي،بې له محکمې افغان زلمی دخپلو موخوپه خاطر پدارځړوي ،داڅوکاله کيږې چې په سره دوبي اوژمی  دټولونړيوالو،بشري نورمونواوهمدې اسلام چي دا اسلام شرمېدلی پرې سوداگري کوي پرخلاف پر افغان دولت باندي دسياسي اوټولنيزفشاردوسيلې په توگه په ز رهاوو افغانان په زوره له خپل هيوادنه  په ډيره بې رحمانه او وحشيانه بڼه  باسي،داچې داقتصادي فشارپه توگه يې په سلگونه لاری موټران څومياشتي درولي وه ،داچي دکجکی او سلما بندونو پر خلاف دخپلو روزل سووترهگرونه استفاده کوي ترڅودغه پروژې پلي نشي،داچې په افغانستان کي قومی اومذهبی  بې اتفاقيوته لمن وهی،داچې کلتوری تيری ته ئې ملاتړلې اوپه زرهاو کتابونه په پټه توگه افغانستان ته راليږي اوداسي نوری په سلهاو افغان دښمنه مداخلې اولاسوهنوته دوي ښه گاونډيتوب  دوستی او وايي !!! داچې پدې يوه لسيزه کښي څومره دافغانستان په خاوره راننوتلي ده داخوپر خپل ځاي پرېږده چې بايد ديوه علاهده بحث  له مخې ددوي دغه مداخله بربنډه اودافغانستان پر سرحدی پلوباندي بايدله سره کتنه وشي .

موږهره ورځ دايران دکلتوری بريد نه سرټکوو اودوي رانه نوري اړېکي غواړي . په پښتوکي يومتل دی واي وايي  ((زه پور غواړم دی نورغواړي )) موږاوس ترينه په عزاب يوخوښاغلی اخوندی استازی زموږسره دنورودغو کرغېړنواړېکو دټينگولوبحث کوي .

ايراني چارواکي پدي بايد پوه وی چي موږ ددوي هر حرکت ډير جدی څارو،که څه هم دا ډول لاس وهني دکلتوري او اقتصادي اړېکوتر نامه لاندي پرمخ بېول کيږي  .

موږ دايراني اخوندانوسره دکلتوری اړېکو په هکله هيڅ ډول پروتوکول لاسليک کولوسره علاقه نلرو . دوي زموږ دولس سره دوستۍ ته وفادارنه دی . موږ يې گوروچي دوي هرشېبه زموږ دولس سره  دښمني پالي ،نوبياڅنگه کېداي شي چي موږ له دوي سره کلتوري اړيکوپه هکله داډول خبري وکړوکوم چي دوي ئې غواړي  ،که دخمينی ورځې دلته په افغانستان کي لمانځل وی اوياجادې ددوي داستخباراتودمامورينوپه نوم کول وي  خوموږترداسي کلتوری اړېکو تيريواودنفرت په سترگه ورته  گورو .

ايرانی اخوندان نه اسلام اونه گاونډېتوب ته وفاداردي دوي خپله طريقه چي په هغه کي ددوي لپاره رياضت نغښتی وي داسلام اومذهب په نوم  زموږدسپيڅلو شعيه مذهبوپه منځ کښي رواجوي،زموږلپاره دايراني چارواکو لخوا دشانه په خنجروهل کفايت کوی .

همدا اوس په ايران کي دسپاه پاسداران لخوا دپوځی روزنتونويوشمير کمپونه سته چي هلته پکښي افغانان دجگړه ايزو اواستخباراتی موخولپاره روزل کيږي . له همدي کمپوڅخه نه يوازي افغانستان بلکي بهرنيوجگړوته افغان  لېږل کيږي .

موږ دايران سره ترهغوچې  پدې هيوادکښي يو ملي حاکميت واک ته نه وي رسېدلی ،دعادي روابطولرلوليوال يو، نور دکلتورخبر ه دمذهب اوددوي په اصطلاح  ژبې اړېکې دې دوي ته مبارک وي .

 دکندهارله والي صاحب  پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نه پردې خبره گيله لروچې وايي :(( . . . د روابطو د غښتلي کولو لپاره دي علمي اړيکي پياوړي سي اود کندهار پوهنتون دي له ايراني پوهنتونونو سره وصل سي.))

مورسره سوال پيدا سوچې والی صاحب  ولي غواړي  دکندهار پوهنتون هم ددې افغان دښمنود کلتوری اوعلمی اړيکوپه لموکښي داسي بندکړي چې بيایې خلاصون نه وي .

موږ دکندهاردوالي صاحب داوړانديز نه يوازي داچې  زموږ دهيواد اودکندهاردعلمی مؤسسوپه گټه نه بولوبلکې داډول تړاوبه ايراني اخوندانواوددوي اسسختباراتی حلقوته زموږ په هيواداوپه ځانگړې توگه تاريخي کندهارکښي  چې ډير زيات سوق الجيشي ارزښت لري دپراخو تبلېغاتي اوعملي افغان دښمنوهڅولپاره قانوني امکانات پلاس ورکړي .

پدې يوه لسيزه کي دا ثابته سول هغه ځوانان چې پاکستان او ايران ته دتحصيل لپاره لېږل سوی ،دهغوي په منځ کښي دوي استخباراتي چټک کارکوی اوخپل اجنټان روزی ،ترڅوافغانستان ته په راستنېدوسره ددوي اعتمادی اوباوري کسانوپه توگه ددوي په چوپړکښي وي  .ښه بېلگه یې دايران څخه په هغه هيوادکښي يوشمير روزل سوی کسان دي چې څوک دملا اوڅوک دشيخ په نوم دلته په ايراني جاموکښي په زيات مهارت ددوي گټې ساتي اوياددوي لپاره تبليغ کوي .

يوځل مې پخواهم ليکلې  وه ، دنړيوالواړيکوپه قاموس کي به چانه وي لوستی چې ديوه هيوادسره دي پدې کچه سياسي ستونزه ولري بيادي هغه هيوادته زلمی دتحصيل لپاره ور ولېږي .داډول ناشولټه کاريوازي زموردولتی چارواکي دهغولعنتی توروخلتوپه مقابل کي کولاي سي کوم چې دويته دايران دسفارت نه ترارگ پوري رسېږې .

پدې هيله چې يوه ورځ زموږ ولس ددې افغان دښمنو گاونډيانوله تورومنگلونه خلاص اوديوه خپلواک اوپرمخ تللي هيوادپه توگه دټولونړيوالوسياليوجوگه سي .ومن الله التوفيق