د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان داوبواوبرېښنا وزيرکه دايرانی اخوندانو وياند!

حبيب الله غمخور 29.03.2013 12:53

داسي ښکاري چې ايرانی اخوندان هرځل دامريکا اونړيوالی ټولنې پر خلاف دافغان ولس دراپارولولپاره خپل افغان دښمنه پيغامونه  اوپارونکی تبليغات دتورن اسماعيل  پوسيله  زموږ تر ولسه رسوی .                              

دروان کال دوری دمياشتي پر دريمه مې د دطلوع  نيوز په دری ويب پاڼه کې ولوستل چې ددافغانستان  داوبواو برېښناوزير په هغه محفل کي چې دده دزوي  دمرگ دنهمی کاليزي په مناسبت  جوړسوی وو دموقع نه په استفادې دايرانی اخوندانوداهدايت چې افغانستان بايد دامريکااونړيوالي ټولنې سره ددښمنی  ته ملاوتړي اوددې هيوادسره هرډول روابط پرېکړي ترڅوتردې لانورهم ددې افغان دښمنو اخوندانوپه جال کښي  راکښېوزي نوی اودملی گټوپرخلاف څرگندونې کړي دي  .ددې پر ځاي چې خلک ئي سولی،ملي يووالي اودنړيوالودشتون څخه دمعقولي گټې اخيستنې ته هڅولي واي اويائي دخپل زوي دوير پر کبله يوازي دعاوي کولاي، دختم گډونوالوته  پخپله ويناکښي وايي چې  : ((  مردم نباید اجازده دهند که قرار داد امنیتی با امريکا امضا شود.))

اسماعیل خان (( په افغانستان کښي دامريکايي اوبهرنيو پوځيانوشتون دنا امنی اساسي عامل بولي اوپردې خبره ئې ټينگارکړی چې دغه  ځواکونوپدې دولس کاله کوم لاسته راوړنه نلري  .))

هغه داخبره هم کړې چې  (( افغانستان  بايد له هغو هیوادونوڅخه مرستي ترلاسه کړي چي دافغانستان داشغال خيالونه په سرکي نلري  .))

تورن صاحب په خپلو خبروکي چې څومره کولاي سول دبهرنيانو او امريکايانو پرخلاف ويناکړې اودکرزی صاحب پرقدمو یې دسيالی په بڼه پښې ايشې دي .جالبه خولادا ويلې ئې دي  ((کرزی بایدداسي کار ونکړي چي موږ مجبوره شودبهرنیانودوتلولپاره مټي راونغاړواوددوی دوتلو لپاره دجګړی ډګرته ور ودانګو .)) . 2013-03-24  لراوبر ويب پاڼه

پدې پوره باوری يم چې دخپلوخبروپه معنا اومفهوم نه پوهيږي ، هغوي (ايرانی اخوندانو) ورته ويلې اوده هم صادقانه دلته دخپل زوي دفاتحې پرکبله اظهارکړې  .

موږ ته داروښانه ده چې ايرانی اخوندان دخپلو گټولپاره دوي خپله هر ډول معاملې ته حاضر اوتيار دي ،دبېلگې په توگه څه موده پخواهمدي احمدي نژاد داخبره وکړه چې موږ پر افغانستان باندي دپوځی تيری په هکله  له امريکا سره مرسته وکړه ،موږ پر عراق باندي دامريکاديرغل سره مرسته وکړه ،اوس ئې په موږ پسې را اخيستې ده او.... اوداسي نوري پټې اوښکاره مرستي . ولې ددې تاريخي شواهدوترڅنگ بياهم ددې لپاره چې په افغانستان کي خپل لاسپوڅی وساتلاي سی اودافغانستان دسياسي اوپوځی کشالې دحل په پروسه  نه يوازي داچي خبروي،بلکي ځاي ولري دا ډول تلاښونه کوي  اوپه دولت کي خپلې مورې ساتي  .

زموږ يو شمير کسان هم داخبره کوي دافغانستان په مسله کي دايران رول زيات ارزښت لري،که څوک رانه خفه نسې داپدي معناده چې ايران په افغانستان کي ډيرنوکران اوپلويان لري چي دخپل هيوادترملي گټودايراني اخوندانوهدايت او دهغوي گټي ورته ډيري گراني دي ،دملت ځيغې نه اوری بلکې دايراني اخوندانو هدايت ته نه يوازي داچې غوږ نسي ،بلکې پلي کوي یې  .زمالپاره پدې مسله کې دپاکستان ،ترکيې،سعودی عربستان  اوبل هيوادو نو درول په هکله  ورته تعبيردي .

همدا دليل دی چې  دادی دسرپه سترگو ئي گورو ښاغلي تورن اسماعيل له يوې خوادهمدې امريکاپه مټ له لويه سره رالوي سوی اوتردې مقام پوري رارسېدلی،داچي په کومه اندازه مالي اومادي گټي ئي ترېنه ترلاسه کړې ټول هيوادوال پرې خبردی ، ولي دافغان ولس پر پاکو احساساتودايراني اخوندانولپاره سوداگري کوي .

زموږ ځوان  ليکوال ښاغلی ولي محمد نورزی ليکي : ((دیادونی وړه چي تورن اسماعیل دجهادله وخته بیا تراوسه پوري دبهرنیومرستوپه لاسته راوړولوکي پوره ونډه اخیستي اودده دشخصي پانګي لاسته راوړنې اوورځني ټوله مصارف اوخرچه یې دامریکا یې ډالروله لیارې پوره کیږی. خودی خپله دافغانستان سره ورته مرستو ته داشغال په بڼه ګوري اوله هغه نه په ښکاره کرکه لری .)) 2013-03-24  لراوبر ويب پاڼه

که پوښتنه وسي چې ښاغلې تۀ دهغه حکومت  وزير يې چې ستااوستادکور ،ستادساتونکو،هغه چې تاپه يوه اوبل ځاي کي نصب کړی اوهغه چې تا اردو،څارندوي اوامنيت ته معرفی کړي داټول دهمدې بهرنيانوپه پيسو ژوندکوی اودهمدې بهرنيانوترسيوری لاندي دنړی ترټولوپه فسادککړ اودملي شتمنيو چپاولگر معرفی سوی ياست .نه پوهېږم چې زموږ ولس ته به دده اودده پشان يوشميرنوروکسانو جواب څه وي ؟

دبلې خوا ايا؟ دا دده څرگندونې چې کله تنظيمونه جوړوي اوکله کرزی ته هدايت ورکوی چې داسي وکړه ،داسي مه کوه ،په حکومت کي دحکومتونوروښانه بېلگه نه ده ؟

 دتورن صاحب دغه گوتڅنډنه  څه معنالري ؟ چې وايي  ((کرزی بایدداسي کارونکړي چي موږ مجبوره شودبهرنیانو دوتلولپاره مټي راونغاړواوددوی دوتلو لپاره دجګړی ډګرته ور ودانګو.))  سره له دې چې وردانگل شاته پشتبانه ،مالي ،مادي اونورامکانات غواړي ،هغه پخواچې دده په اصطلاح دشورويانوپر خلاف تريوه وخت گوياوردانگل ،هغه وخت دامريکايي ډالرو ،مارکو،فونډواوعربی ريالوزوروو،اوس دايران پيسه چندان زورنلري اونه به بېله ايران څخه ستا وشاته څوک  ودرېږي .

سوال دادی،ولې يوبل وزير چې تر تورن صاحب ډيرمسلکي اودعالي پوهی خاوندان ،چې دده غوندي ديوناکام ، غيرمسلکی  اوايران پرسته وزيرپه نوم  شهرت نلري ،کرزی صاحب ته اسماعيل خان غوندي هدايت نه ورکوی اويا گوتڅنډنې نه کوي ؟

داډول خپل سری اودکرزی چوپتياد زموږ دملي گټو،ملي مصلحتونواونړيوال سياسي دريز اومناسباتوسره په ټکرکښه ده .

زموږ  يو وزير داحق نلري چې  دبل هيواد دپېژ ندل سوو مخالفو دولتی چارواکو ارزگاني اوغوښتنې ددولتی امکاناتونه په استفادې سره  زموږترخلکو وروسوی اويادلته په يوه اوبله بهانه دهغوي لپاره تبليغ وکړي  .

اميدواريم چې  زما احساس هغه  درانه لوستونکی  چې ملي گټې اودافغانستان راتلونکې ورته ارزښت لري سم درک کړي ،زه نه دامريکا ويانداونه هم ددوي مدافع وکيل،خوکله چې مې دتورن صاحب خبري واورېدې اوداموږ ټولوته معلومه ده چې تورن صاحب له کومې چينې اوبه څښی اودچالپاره په هغه هيوادکي چي له رودواودريابونه ئي نورگټې اخلي نه يوازي  داچي دبرېښنا بندونه پرې جوړه وی په مليونوجريبه ځمکي ئي پرې خړوبي کړې ،خو موږ له تندی مرو،نه اوبه سته اونه هم برېښناددې ټولوهڅومخه نسي .داځکه چې امريکايانو دايرانی اخوندانودهغه چوپړ په مقابل کښي چي خپله ايراني اخوندان  پري اقرارکوی دغه نظامي افسر چي مسلک ئي دداوبواوبرېښنانه په هکله له پوهاوی سره  لکه مځکه او آسمان ليري دی دافغانستان داوبواوبرېښنادوزير په توگه وټاکه اوکرزی صاحب بيايوبل اعزازی لقب  ((جهادی مشر)) هم ورکړ ، پداسي حال کښي چې تورن صاحب دجميعت په گوندکي هم ديوه افسردنده سرته رسول اوترپايه ديوه گوندی غړي په توگه پاته سوی،نه جهادی رهبر  .

نو اوس تورن صاحب دډيرو نورو پټو اړېکو اومجبوريتونوسره چې ترمرگ پورې ځان ترې خلاصولاي نسي ، دامسوليت  لری چې دايراني اخوندانوهدايات پلي اودهغوي گټې وساتي .

فکرکوم موږ له تورن صاحب نه ملي رهبر جوړ وو،ځکه څه موده پخوائي په همدې هرات کي دجهادي شورادجوړېدو ږغ اوچت کړاوبيائي دوسلو دويش خبره  تر ډله ايزو رسنيو راورسېدل ،هيچا هيڅ  ورته ونه ويل . يوازي ديوشمير ډله ايزو رسنيو دغښتلي ملي دريځ برکت وو چې تورن صاحب  پر خپلو يوشمير څرگندونواوکړنو منکر سوو،خوددې ترڅنگ ئي وويل  داچي پاکستان دافغانستان راتلونکی سياسي بهيرته طالبان را داخيلوی،ماته کرزی داهدايت راکړ چې دمجاهد ينو شورا جوړه کړم  . متاسفانه کرزی بيانه خپله او نه دوياندپه خوله دتورن صاحب پردې څرگندونوغوږ وگراوه .

متاسفانه دتل پشان چيري چي  ئې گټه وي هلته سمدواره رادانگی اوچيري چې تاوان وي بياهيڅ نه اوري .

په هر حال دافغانستان اوسنۍ سياسي بهير له ډير کږلېچونونه تېرېږي اوپدې روندکښي بهرنی هيوادونه په ځانگړې توگه ايران اوپاکستان په ټول قوت داپروسه څاري او دخپلو گټونه ددفاع په خاطردټولوامکاناتونه استفاده کوي .

داپاکستاني او ايراني چارواکي په ډاگه وايي چې موږ په افغان دولت کښي غوښن امکانات لرواودافغانستان دراتلونکي په اړه هرمسله چې هرچيري مطرح کيږي موږ  بايد پرې خبراوگډون  ولرو.

زما مشوره داده دهغه حکومت له داسي وزيرنه چي دانسانانوپر سروئي ددې وزارت دروازې ته لارپيدا کړي اوځان ترهرچا لوړبولي دملت لپاره دچوپړ طمع اوتوقع دځان غولول دي  .سره له دې چې  پدې ډاډه يم   زموږ ولس ترموږ ډير ددوي  په کړنو اواړيکو خبر اوسوانح  ئې ورمعلومه ده ، زموږ ليکوال اودنظر خاوندان بايد دقلم په مټ په خپلو ليکنو اوتبصرونورهم  داډول کسان دې زورېدلي ملت  ته وروپېژني  .

داچې زموږ خلک وايي که  يوڅوک غواړي کرزی صاحب خپلې خطاته متوجه کړي،دا لامحاله خبره ده،دارښتياده  .

پدې موږ ټول پوهېږو چې دکرزي صاحب همدا ډول جنگسالار پکار دي که دهغه روڼ اندي پر ولس مين خلک پکار واي موږ ته به نه دکوکنارو،نه درشوت اونه هم ددولتي فساد شرم  راپاته کېداي .پدې بايد باور ولرو چې تر راتلونکو ټاکنو کرزی صاحب  له دغوکسانو څخه  نه تېرېږي .همدا کسان  دکرزی  اوکرزی ددوي په کمزوري پوهيږي  .

زه نه غواړم دسيانس فرمول وليکم،کنه پرې پوهېږم چي څوک،جمع څوک مساوي په چاکېږي .پدې بايدموږ ټول پوره پوه اوسو چي کرزی صاحب دخپلې گټې  نه يوملي متر  هم نه تېرېږي  .چې داټوله دنياچغې ووهی دکرزی تر غوږونه رسېږي ، هغه يوه خبره اوري هغه دا چي ((ملا صاحب واخله )). نوکرزی صاحب  هم هغه خبره اوری چي اوس دده په گټه وي نورکه ملک اوبه وړي اوکه ملاصاحب (ملت) .پدې ورستيوکي  په ډله ايزورسنيوکي تبليغات کيږي چي دکرزی صاحب ورستۍ شپې او ورځې دي ،نوله هغه نه حساب ورک سي ،ځکه تبلېغات خپل تاثير لري  ،پدې خاطرپه غربي نړۍ کښي ډيري زياتي پيسې پر تبلغاتو مصروفېږي .دغو تبلېغاتوکرزی صاحب  يوڅه  له خپلې ورسپارل سوي دندي گوښه  او وارخطاکړی دئ  .ددې پر ځاي چي دخپلې اوسنۍ دندي په هکله فکر وکړي ،دخپلو وزيرانو اونورو دولتي چارواکوکړو وړوته پام وکړي چې دملي گټوسره خوبه په ټکرکښي نه وي اوياپه ملک  کې څه روان دي ،دځان اوددځان دسباپه هکله په چرتونوکي ډوب دی  .

خپله هم تر ۲۰۱۴ وروسته حوادثوپه هکله زيات فکر کوی ،چې هلته به دده ځاي چيري وي ؟دده سره ملت ته  دحساب ورکولومسله څوک راپورته نکړي . پدې خاطر ئې دسياسي سطرنج لوبې پيل کړي کله دمزار والي اوکله تورن صاحب دخپلواکی ږغ پورته کړي ،جبهې ،اپوزېسيونونه اويوشمير کسان چې ترپرون پوري  چاپه خپل کلی کي نه پېژندل اوس وايي آس مي دخان کره وتړه  ،پر خپل ځاي پرېږ ده  . موږ  دهيوادعادي وگړې  اوروڼ اندي ددې لوبوپه پايلو پوهيږي ،ځکه خو پر کرزي انتقاد کوو اوداورته په گوته کوو چي مکړه ، دخداي لپاره داملت دخپلو پټو او غوښتنو په اورکې مه سوځه ،خوتر ده پوري زموږ دا چيغې  تراوسه لا نه رسېږي اوکه ورسېږې ،نوپه جواب کي داخبره کوي چې  يوشمير بيگانه پرور ه   زموږ پر ضد تبليغات کوي .موږ زياتي لاسته راوړنې لرو،دبېلگې په توگه  دښځو ازادي اودحقوقوتظمين .سره له دې چي نه ئې دحقوقواونه ئي ازادی  رشتيانیو پايلو درک لگيږي  .موږ پر ې پوهېږو چي دا بهرنيان ووتل نه حق سته اونه هم ازادي. بيابه همدا افغانه خور دتورودېوالوپه زندان کي ناسته  اوله هرڅه نه محرومه وي  .

  خپله ليکه پدې ټکو رانغاړم چې ددولت ټول چارواکي بايدداساسی قانون له مخې  درسمی دندي پر وخت دافغانستان ملي گټواونړيوال اعتبارته درناوی ولری اودهرډول  هغو څرگندونواوتبلېغاتونه  په کلکه ډډه وکړی په کوم  کښي چې زموږ دولس زيان وي  .زموږ ولس دنړيوالي دښمنۍ ته دملاتړلوسره هيڅ ډول علاقه نلري اونه هغه  څوک خپل بولوکوم چې زموږ ولس نړيوالي دښمنۍ او بېلتون ته هڅوي .

زموږ ځوان نسل اوټول هغه کسان چې ملي گټې ورته محترمې وی بايد  دهردولتي چارواکي اوبل کوم شخص هغو څرگندونواوکړنوته جدی پاملرنه وکړي په کوم کښي چې زموږ خيرنسته  . ومن الله التوفيق