د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دېته روا ني جگړه وايي

حبيب الله غمخور 13.07.2013 21:19

ددې ليکنې لامل دامريکادمشرتابه اوښاغلي کرزی بې مسوليته څرگندونې دي .دوي داسي تبلېغات کوی چې هيڅوک پرې نه پوهيږي چې ولي اودڅه لپاره  افغان ولس ډاره وی ؟

سره له دې چې دطالبانولپاره په قطر کي ددې ښکلي دفتردپرانستلو لپاره سياسي هلې ځلي داړونده هيوادو داړونده چارواکولخوا د۲۰۱۱ کال دلمړنيو مياشتي نه گړندی سوې . ممکن ددې گړڼدي کېدو يودليل هم داوي چې دافغان ولس دغه وړانديزو چې جگړه دافغان مسلې دحل لارنده اوپه هغوپسې چې تاسو راغلي ياست دلته کم اوسېږي  ،ځالگۍ یې پاکستان دي ، ځکه نوښه داده چې  له يوې خواپر پاکستان هراړخيز فشار راوستل سي ترڅودافگان ولس اونړيوالي ټولنې معقول وژانديزته گوږ سي اودبلي خوادجگړې پرځاي دافغان ولس منلو ارزښتنوته درناوی  وسي ،دولتي اداره له جنگسالاسرواوپه فساد ککړونه پاکه  سي ،کار دکاروړ کسانو ته وسپارل سي اودمخالفينوسره ددوي دپخلايني عملي اوعيني شرايط برابرسي ، په نړيواله کچه دغه غوښتنه او وړانديزدټولوښکيلو اړخونو اوهيوادو دمشرانوترغوږ و ورسېدل متاسفانه هغوي پسله څوکلونوپرې باوري سول .

داچې معمولأ داوردولوړرتبه جنرالان وايي دهرې جگړې پاي  دسولي خبري دي،له نېکه مرغه دافغانانولخوادجگړې او انسان وژنې دپيلدونه وړاندي وړانديزداووچې راسئ دجگړې ترپايه انتظارونه باسو،دستونزي دپيل نه دسولي لپاره لاس پکارسو،خو متاسفانه دوړانديزکونکو دوړانديز  په وړاندي چي يوله هغوزه هم وم دسياسي تعصب له مخې مثبت او معقول جواب ونه ويل سو ؛پايله یې اوس ټوله نړۍ گوری اودادی اوس یې وينوچې ملکي مشرتابه اوسياستوال دجنرالانوپر قدموپښه ايږدي ،لمړی جگړه تيزه وي اوبيادسولي ناري سوري پيل کړي چې تل ناوخته اوداسوله دزرهاوو انسانودژوندپه قيمت تمامه سي ،پداسي حال کښي چې بېله دې وژنې اوجگړې دا کار کيداي سو.

متاسفانه موږ ددې ليدونکی يو چې  ديولړمعينو دلايلو اودځينو هيوادونودپټو موخوپربنيادداجگړه تريوې لسيزي اوږده سول،داچي په ميليارډونو ډالر او ايورومصرف سول ،دادومره مهمه نده ،مهمه داده چې په لسگونه زره انسانانو پدې ناورين او نامعلومه لوبه کي خپل ژوند دلاسه ورکړ .

دهغو وعدو دپوره کولولپاره چې نړيواله ټولنه په سرکي امريکاراغلې وه او افغان ولس دخپل تاريخ په اوږدوکي دلمړۍ ځل لپاره دبېگانه پوځې گام په خپله خاوره کي ومانه ،دډيري کمووعدوپايلي  یې يوازي لمس سولې اونوردرنې او اساسي دندی دادی يوځل بيادهېرېدواوبربسرې دتړلو دخيالونوپه ټال ځنگېږي .

زه خبره  نه اوږدوم ،داچي شاوخوا پدې دولسوکلنو کي  په افغانستان کي دننه اودله افغانستان نه بهرددې هيوادپه اړوندپه سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيزوبرخوکي کوم کارونه مثبت اوکوم منفي اوله کومو ناخوالواوناکاميوسره موږ اونړيواله ټولنه مخامخ سوی يو کتابونه پرلېکل سوې ،ليکنې خو پر خپل ځاي پرېږده، که يوڅوک دافغانستان په خاوره کي دبهرنيو هيوادونودهراړخيز شتون په هکله ددې دولسوکلنو پرگټو اوزيان باندي دډله ايزورسنيوله لاري ټول څرگندسوی نظريات راټول اودکاغذ پر مخ وليکی ،نودليکل سو اثارونه به چې بيلا بيل اړخونه پکښي انځور سوی دنړی يوسترکتاب تون جوړسي .

شاوخواشپږ مياشتي کيږ ي چې ((تر ۲۰۱۴ کال وروسته )) کليمه له مشره ترکشره ،له افغانه تر بهرنی  په ډير ږوږ دټولو دخولې وردگرځېدلئ . ددې کال درارسېدونه ئې داسي بلاجوړه کړې چې هرڅوک ترينه دنجات لارلټوی  اوددې کال رارسيدوته شېبې شماري . داچې  دې بې بنياده اوبري ضد تبليغ  زموږ دهيواد پر نړيوالو اړېکو سربيره دلته دننه په هيوادکي په اقتصادي ،سياسي اوپه ځانگړې توگه امنيتی حالت څومره منفي تاثير کړۍ زه ئي پدې ليکنه کښي نسم منعکسولاي .

داخوپرېږده چې زموږ په ميليونوبې دفاع اوزوريدلی ولس حيران پاته دی چې بيابه څه کيږي ؟بيابه څوک ددوي دنوکرپه نوم پردوي سقاوي چلوي ؟ .دهمدې وحم اوډارنه خو بهرته دهغوکسانوچي اقتصادي اودولتي امکانات لري دکورنيو اونږدې خپلوانودمهاجرت لړئ پيل سوې .

د۲۰۱۲ ز کال له  پيل نه امريکا اوترهغه وروسته داروپاځينو هيوادونوداخبره راپورته کړه چې خپل يوشمير پوځيان آهسته آهسته له افغانستان څخه باسي .ددې خبري دپخلی لپاره یې  دامسله راوړاندي کړل چې  امنيتي چاري افغان دولت ته سپارل کيږي اوپدې هکله یې په ډله ايزورسنيوکي تبليغ هم تردا اوسه په خرپ روان دي ،پايلي به ئي څه موده وروسته گورو  .

پدې  موده کي   به يوه هيواد ويل موږ تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم پاتېږو اوځينوبه بياويل زموږ جنگی پوځيان وزی خو دافغان امنيتي ځواک دروزلو لپاره په پوځی روزنتونوکي داشمير ،هغه شمير کسان پاتېږي .

پدغه گيرودارکي دستراتېژېکوهمکاريوتړونولوبه هم راپيل سول اود يوشمير هيوادوسره داتړون لاسليک سو،چې دهغه جملې امريکا هم داتړون لاسليک کړ .خوکله چې په ۲۰۱۳ ز کال پاکستاني جنرالانوزموږ پر خاوره دتوغديوبريدونه پيل کړه ،دلته دافغان دولت چوپتيااودنړيوالي ټولنې په ځانگړې توگه هغوچې دافغان دولت سره یې دستراتيژيکو همکاريو  تړونونه لاسليک کړي وه اودامريکاننداره کونکی دريځ دافغان ولس دحيرانتيا لامل وگرځېد .

ځکه خو هغوي دټولونړيوالو اصولوله مخي حق درلوددغه لاسليک سويو تړونوپاليسيو ته دشک په سترگه وگوري اوپردي بې باوره شي  .

 دافغان ولس ،افغان ليکوالو،مبصرينو اونظر خاوندانوتر زياتو چيغو او گوت نيونو وروسته دافغانستان امنيتي چارواکو بې مسوليته شعارونه پداسي حال کي ترغوږ و سول چې مشرانویې چوپتيا غوره کړې خومادونانو یې بې مسوليته  لافي وهلې  .

ددې ټولو ناخوالوترڅنگ کله چې په قطرکي دطالبانولپاره ددفتردپرانستلومسله دپردې شاته گړندی سول،دوه ځله خپله ښاغلي کرزی هغه هيوادته سفروکړ،همدا ډول دافغانستان اوامريکا دباندينو چارو وزيرانواونورواړونده چارواکو پټ اوښکاره سفرونه درلودل اوټولودافغانستان تش په نامه دسولي شورادمشرتابه په گډون دطالبانوسره پر خبرو اودسولي بهيرپر چټکتياباندي ټينگار کاوه . سره له دې چې دامعلومه نسول دادقطرپه ښکلې ماڼۍ کي اوسېدونکي طالبان چااودچاپه پاسپورټ اولگښت له کومه ځايه  تردغه ځايه راورسول ؟دادورځني ژونداوکاروبارلگښت یې څوک ورکوي ؟ خوددې سياسي منډوترړوترڅانگ داسي هڅې ليدل کېدلې چې دغه پورته په گوته سوی منډي ترړې ئي له شک اوشبې سره مخامخ کولې ،ځکه ديوې خوادټاکنومسله ،دبلې خواگويادمخالفينوسره دسولي خبري او جوژ جاړی اوددې ترحنگ دافغانستان دننه اوترافغانستان بيرون په ځينو محفلونوکي دا  اورېدل کېدل او اوس هم اورېدل کيږي چې ددولت داوسنی مخالفينوسره پدي ډول خبرواوسولي باندي زموږ دولتي چارواکي اودهغه ډلو مشران  چې په همدې دولتي حاکميت کي دهرڅه خاوندان سول ،سولي اوملي تفاهم ته ژمن نه دي يوازي دخپل ولس دغولولپاره داخبري کوي اوبس . داچې دانتخاباتولپاره شرايط برابرندي په کندهاراوهلمندکي دکرزی صاحب دپلويانولخواعلنې غونډي وشوې ،مکن په نوروځايوکښي هم دامکاناتوپه موندلوسره داډول غونډي وشي اوخلکوته حرگنده کړي چې دټاکنولپاره شرايطبرابرنه دي اوهمدا ډول په افگانستان کي حاسلت داسي بهراني کړي چې ددوي خبره پخه شي .

ان دکرزی صاحب  لمړی مرستيال ښاغلي فهيم  هم لکه کرزی صاحب په امريکا اونړيواله ټولنه پسي راواخيستل اودهغوي پرخلاف چې دوي ئي پردې ملت بلا استحقاق نه تپلي وه ،ددوي په منطقو چي ولس ته دمنلو وړنه دي زموږ دملي گټوپر خلاف تبلېغات پيل کړه .ښاغلي فهيم دولايانوسره دځان اوخپل دولتی موقف ددفاع په خاطرپه ډاگه وويل ((اگر سرم ظلم شود به کوه می برایم ، دست به سلاح می بریم ))په همدې خاطرپه بدخشان کي دفهيم په دفاع چي تراوسه لاهيچانه گوښه کړی نه دی  لاريون سازماندهی سو .

دده ويناپدي معناده چي که له دغه مقام اوشان څخه راټيټ سي بيانوغره پورته کيږي .  اوس خوله بده مرغه پدې پنځولسيزوکي داسي معلومه سوې هر څوک چي غره ته ختلی اوډير انسانان یې وژلې هغه بياپه راتلونکي دولتي سيستم کي چي دهغوي په خوښه به جوړېږي لوړ اوغښتلي مقامونه ترلاسه کوي . ځکه خو فهيم صاحب بايد ډير ژر غروته دډيرونوروسره پورته  کېدوخبره رابرسيره کړي اودځان په اړوند يوځل بيانړيوال ملاتړ  خپل کړي؛چي له بده مرغه  دافغان ولس پر خلاف دهغوي تل حاضر دي چې له جگړه مارواوجنگسالارونه ملاتړ وکړي  . متاسفانه داتريخ حقيقت بايد ومنل سي چي زموږ دهيواد په تاريخ کي دا دريم ځل ثابتېږي چې غروته ختل اوافغان وژنه دوطنپرستۍ اودولتی حاکميت کې ځاي پيداکولو اساسي لامل دي .

دادۍ اوس یې گوروچې جنرال صاحب دوستم غواړي يوځل بيادمرحوم نجيب الله دحاکميت  په ورستيو شپو او ورځوکي دخپل بغاوت دپيلېدوتجربه زموږ ولس  ته ورپيادکړ ي ،ځکه خو یې په رڼاورځ  والي له لايت نه وشاړه اوهيچادکرزی صاحب په گډون ترېنه پوښتنه ونکړه ،چې جنابه څه کوې ؟.

موږ یې دسرپه سترگو گوروچي تورن اسماعيل خان  چې دا هرات ته ورسېږي دامرصاحب دلقب ساتلواشتها ورولاړسي . ددولت برحال وزير په دولت پسي خوله خلاصه کړي ان تردې بريده چې دجهاديانودراژوندی کولولپاره دشورادجوړېدو اشتهاهم ورولاړه سوې وي او تراوسه هغه خوبونه ويني .ممکن دغه تورن صاحب هم ډير ژرداخبره وکړی که چاوزارت رانه واخيست ايران غروته پورته کېږم  . د بلخ والي عطا محمد نور خوهغه دچاخبره په بلخ کي غرونگ غرونه پروت دی ترځان لوړپه سترگونه ويني ،کله کله ان ښاغلي کرزی ته هم لارښودنې اوگوت څنډنې کوي  .

خوددې ترڅنگ کرزی صاحب وايي زه دحاکميت ساتونکی اودقانون پرپلې کېدوباندي دنظارت مسوليت لرم،کرزی صاحب دولتي حاکميت پدې  سياسي اوټولنيز بهران اوملوک التوايفيوبڼه ساتي ، پداسي حال کښي چې نورپدي جنايت متهموي  .

ددې ټولوبې مسوليته څرگندونوتر څنگ زموږ جمهور رئيس  هم دامريکااونړيوالي ټولنې سره دښمنی ته ملاتړلې ،وايي امريکا نه وزي اونه هم دوتلو خيال  لري ،په خپلو بې مسوليته  خبروکي داسي څرگندوی چې په هيڅ صورت امريکادوتلو خيال نلري .پداسي حال کښي چې ممکن داسي نه وي . امريکاداسل کاله خپلې گټې پدي سيمه کي څنگه وساتلې چې اوس ئي بېله په افغانستان کي پاته کېدونه  نسي ساتلاي .

خلک وايي کرزی صاحب پدي ډول اوبه خړوی تر څودټاکنو مخه ونيسي اوپدې بې مسوليته اودملي گټونه ليري احساساتي خبرودافغان ولس پر پاکو اوسپېڅلو احساساتودځان اوخپلي کورنۍ په گټه سوداگري کوي .

دبلې خوادهغوسره چي وايي زماورونه دي اوسولي خبري ورسره کوم داتبليغ پيل کړ چې طالبان اسلام دښمنان دي .

خلک وايي که دوي داسلام دښمنان دي بيانوولي پدې اسلام دښمنو پسې ځغلې ؟ کله چې دکرزی صاحب گټې پکښې وي هغوي ددوي دټولونارواکړونوسره ورونه بولي اوکله چې بيادده گټوته تاوان رسېږې هغوي داسلام دښمنان  اودپاکستان گوډاگيان بولي .

خلک وايي  داډول هڅې اوڅرگندونې او دافغان ولس دملي گټوپر وړاندي داوبو خړول ددې معنا لري چې کرزی صاحب نه غواړي خپل مقام دلاسه ورکړي اويابه دا ډار ولري چي که له امريکاسره دمخامخ کېدوپه شرايطوکي ټاکنې وسي راتلونکي مشربه هغه سمدواره دافغان ولس گوت نيونوجواب ته راوبولي .داهغه څه دی چي کرزی صاحب یې نه غواړي اودملت له هغوپوښتنوچي هرو مروبه له ده نه کېږي ډار لري .کرزی صاحب غواړي چي دخپل حاکميت تر وروستۍ شېبې هغه څه وکړي چي  دده په گټه وي اوتر هغه ورو سته لکه چي په ولسی جرگه چې یې ومنل دقانون پوښتني نه خلاص وي .

کرزی صاحب  دخپلو بې مسوليته څرگندونوپه لړ کښي وايي : (( دشپږ و مياشتوراپدې خوا یې وينوچې دطالبانو پوسيله ملک التويفي دافغانستان پر خلکو تحميل کړي .))هدف یې داچي بهرنيان غواړي، خوهغۀ دتل پشان دچادنوم اخستلونه  ياډارېږي اوياهغوي ورته ويلې چې داسي گونگي خبري کوه .

زه فکرکوم چي افغانستان پر ملوک التوايفی باندي دطالبانولخواتروېشلودمخه ويشل شوئ .

مرکزی حکومت يوازي په نوم شتون لري ،همدا اوس هم  دولتي يوشمير لوړپوړي چارواکي او يوشمير وزيران  چې په تنظيموپوري تړ لي چاته اطاعت نه کوي .ددې تر څنگ هر هغه چارواکی چي دپاټکسالارپه  زور  راغلي دپاټکسالار اراده مني او هغه ته ارادت اوبيعت لري .په پارلمان کي هريوځان خپلواک اوټولواک بولي ، نورزه نه پوهېږم چې ملوک التوايفی لکۍ لري ؟ داخويوتبليغ دی چې مرکزی حکومت حاکميت لري ، په عمل کښي  دهر محلي چارواکي حاکميت ته له کابله څوک گوته نسي وروړاي، ځکه هغه دغه گوت نيونې ته جواب لري ،او دهغه پوښتنې ته بيا هيڅ مقام ددولتي فساد دمنلی قانون له مخې  جواب نسي ويلاي . په همدې دليل دولتی فساد خپلو لوړوکنگروته رسيدلی اوقانوي بڼه یې خپله کړېده .

 اميدچې ديوشمير ډلوپټلو اوجنگسالارولخوا پر ټولوپاټک جوړونوسربيره په افغانستان کي دجمهوري رياست لپاره ټاکنې، که دټولوناخوالوسره هم وي  ترسره شي؛ کرزی صاحب اودهغه ډله په خوله وايي ټاکنې کيږي ،خوپه عمل کښي خپله دټاکنوپر وړاندي  پاټکونه جوړوي،اوبه خړوي ماهيان پکښي نسي ،دکرزی صاحب اونورو دولتي چارواکو بې مسوليته څرگندونې زماددي خبری پخلی کوي .اوس چې درښتياميدان راغلی کرزی صاحب داخبره کوي چې طالبان دپاکستان نوکران  دي اودهغوي په هدايت جنگېږي او افغانوژنې ته دوام ورکوي .

بلې!

کرزی صاحب ! موږ له هغه لمړئ ورځې ويل چې پاکستاني جنرالانو اودولتي چارواکودخپلو تورومخو اوافغان دښمنه پلانودپلي کېدولپاره دطالبانوپه نوم يوحرکت راپيل اودادی اوس ئې داسي په منگلوکي نيولی چې خپله هغه دپاکي ارادې خاوند طالب هم ځان ترېنه نسي ژغورلاي ،چې دا ښور وخوري له منځه ئې وړي،ځکه خو ډير طالبان تر اوسه ورک دی اوخپله دملاعمر دژوند اومرگ درک نسته .اوس  ترډيره بريده داټول هغه طالبان نه دي کوم چې داستادبرهان الدين رباني دحاکميت په دوران کښي  يې  ټوپک ته لاس کړ . اوس دطالب په نوم دادپاکستاني جنرالانوهغه  جنگی ځواک دی چې دافغان ولس په وړاندي یې جنگوی ،افغانان پرې وژنې ،قومی دښمنی زياتوي ،نړيوالوته پښتانه ترهگراولوټمار معرفی کوي اودنړيوالي ټولنې نه پرې امتيازات اخلي . همدا دليل دی چې خلک دکرزی صاحب په يوه خبره باورنه کوی اوهغه متاسفانه خپل اعتباردافغان ولس په منځ کي دلاسه ورکړی .

ددې ترڅنگ پاکستاني جنرالان دطالب په نوم ځانمرگی  رالېږي او ايراني اخوندان  سره له دې چې هره مياشت يااونۍ زموږافغانان په وحشيانه بڼه پدارځړوي دطالب په نوم په خپل هيوادکي روزل سوي په وسلو سمبال دخپلو گټوددفاع په موخه  رالېږي ،چې پردغوافغان دښمنه  موخويې اوس دزياتي تبصرې وخت نسته ټول پري پوهيږي .

له بده مرغه يوځل بيا زموږ دهيواد پدې دسياسي اوملي بهران په کړکېچنوشرايطوکي  دافغان ولس کورنی  اوبهرنی دښمنان خپلي گټې لټوي ،زموږ له بې وزلۍ نه دخپل ځواکمنتوب لپاره په ډيره بېړه استفاده  کوي .

په همدې خاطر هره ورځ په مېډيا ،غونډو، کنفرانسو نو اوناستوپاستوکي هغه څه اورېدل کيږي چې افغان ولس حيران پاته دی ، چي  دچا کومه خبره ومني ،سوال دادۍ  نړيوال دافغانانوسره ژمنې ترسره کوي اويا وزی ؟

داټولي ناندری   دقطردفتر ترپرانستلووروسته پداسي حال کي پيل سوې اوزوریې واخيست چې دوي ټولوويل دطالبانولپاره به دقطردفترددوي ديوه ادرس په توگه  دسولي له پروسي سره مرسته وکړي ،اوس بياهم همدا دوي دي چې وايي نه دا دفتريوه سياسي نماينده گی ده .پرهمدغوددفتردپرانستلو پر ټکودومره لوي بحث کېداي سي چې کتاب ځينې جوړ سي .

زه يوه خبره کوم نړيوالي تجربې ثابته کړېده چې  دسولي پروسه  دتړلودروازوشاته ، په بېړه اوبې پلانه ، دپرديو پرميزونو  اودخپل ولس په ناخبری اودهغوي دغوښتنو پرته  اوبېله کوم معين  اعلان سوی ملي پلاټفورم نه نشي بريالی کېداي . ددې بهيرپه کارونوکي به چي صلاحيت او مسوليت یې دبل چاپه ځانگړې توگه پاکستاني چارواکوپلاس کي دي همدا ډول نيمگړتياوي او ناخوالي وي ،زموږ په ولس کي متل دی وايي :دادپټی سردی . نوربيا