د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زرغون کلي ښوونځی او مدرسه - د طالبانو د پام وړ

نظرمحمد مطمئن 26.07.2016 14:56

زه په پخوانیو خبرو تبصره نه کوم چې ښوونځي د چا لخوا نړیدل. د هر لوري به پکې لاس وو، تر دي چې څیړنو ښودلي چې خپله په ولایتونو کې د ښوونځیو د ودانیو په نړولو کې د پي آر ټي ( امریکايې پوځیانو) لاس هم وو، د دولت پلوه کسان هم لاس په لاس ونیول شول او راپورونه يې ورکول شول، طالبان هم په دي کې ښکېل وو. خو داچې په یومخیز ډول یې پړه پر  یو لوري واچول شي، عدالت ځکه نه دي، چې د معاش تر لاسه کولو په خاطر په ځینو سېمو کې خپله د ښوونځي استادانو هم ښوونځي سوځولي.

کله چې  کرزی په واک کې وو، په لومړیو وختونو کې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالي د زرغون کلي ښوونځی چې د طالبانو په وخت کې یې ودانۍ د خټو جوړه شوې وه،  د نوي او زاړه والي د رقابتونو قرباني شوه، هغه وسوځول شوه.

دوېم ځل  د همدي کلي د ښوونځي ودانۍ په اساسي او پاخه ډول جوړه شوه، کله چې دغه سېمه د طالبانو تر کنټرول لاندي په ۲۰۰۹ ز. کال کې راغله، داځل بیا هم د کلي د مسجد خطیب او یوبل سپین ژیري لخوا د طالبانو په نوم يوې ډلې ته وویل شول چې مکتب باید ونړول شي، ځکه دلته پکې امریکایان بیا قرارګاه جوړوي، مکتب ونړول شو، او رښتیا امریکایانو په هغه نړول شوې مکتب کې بیا قرارګاه جوړه کړه، همدې نړیدلي مکتب ته شاګردان راتلل، خو د هغوی له پاره وروسته  په کرایه خټین کور ونیول شو.

په ورته وخت کې  د زرغون کلي سره نږدې شین کلي کې هم هغه  ښوونځی چې د ودانۍ د بنسټ ډبره يې د طالبانو  د واکمنۍ په وخت کې ایښودل شوې وه، هغه ښوونځی هم ونړول شو. د  مکتب مشران ولاړل د طالبانو له مشرانو سره یې ناستې وکړي، بالاخره معلومه شوه چې ښوونځی د شخصي ملحوظاتو پر بناء نړول شوی وو، او د طالبان لخوا يې د نړولو کوم ثبوت چا وړاندي نه کی.

تیر ۲۰۱۵ ز. کال کې د زرغون کلي د مدرسې ودانۍ بشپړه  شوه، او له دی مخکې د ښوونځي ودانۍ بیاځل په پاخه ډول جوړه شوه.

په روان ۲۰۱۶ ز. کال کې د مدرسې افتتاح وشوه.  د کلي خلکو غوښتل چې د مدرسې افتتاح کې یواځي د هلمند د پوهنې رئیس برخه ولري، هغه چې تر ډیره خلک پرې باور لري چې په فساد او اختلاس کې ککړ نه دی، همدا خبره د پوهني له رئیس سره شوې هم وه، ولي د پوهنې د رئیس په غیاب کې د هلمند والي د مدرسې افتتاح ته ورغلی وو، اوس نو د کلي ملایانو او خطیب صاحب ته بهانه ورجوړه شوه، چې دادی د مدرسي افتتاح خو د امریکایانو والي وکړه.

کله چې د مدرسې د بنسټ ډبره کيښودل کیده،  د زرغون کلي هغه سړی چې د مدرسي او مسجد ځمکه یې غصب کړي وه، هغه د نادعلي ولسوال او د نادعلي ولسوالۍ د امنیت مشر ته وویل چې دلته به تروریسټان پکې روزل کیږي، هغه سړي د پوهنې ریاست دهغه وخت یو مرستیال او ولسوال ته پېژندګلوي څوک پیداکړی وو، غوښتل يې چې د مدرسې او مسجد ځمکه همداسي غصب وساتي.

د ګردو نورو کلیوالو په مخ کې يې ویلي وو چې دامدرسه نه ده د تروریسټانو د روزنې مرکز به ورڅخه جوړیږي، خو داچې د پوهنې رئیس یو هوښیار کس دی، هغه د کلیوالو په مرسته داموضوع حل کړه او د ولسوال او نورو امنیتي کړیو لاسونه يې د مدرسې جوړولو د مخالفت څخه لنډ کړل.

پاتې دي نه وي چې په همدې مسجد  (مدرسې) کې د حرکت انقلاب اسلامي مشر مرحوم مولوی محمد نبي محمدي صاحب له هجرت کولو مخکې  امام وو، او همدلته یې د همدي کلي ماشومانو ته دینې درس ویلي وو.

په کلیوالو سېمو کې د مدرسو د نشتون له کبله ځینې ملایانو د پوهنې ریاست کې خپلې شخصي مدرسې ثبت کړي، او له دولت څخه امتیازات اخلي، او ځینو بیا د مدرسو په نوم له پوهنې ریاست څخه د دوه او دریو استادانو د معاش هوکړه ترلاسه کړي، په خپلو کورونو کې ماشومانو او یا هلوکانو ته دیني درس وایې او امتیازات له دولت څخه اخلي.

د  زرغون کلي ځینې ملایان هم له دي جملې څخه  مستثنی نه دي، هغوی په خپلو کورونو کې د مدرسو په نوم ځایونه جوړ کړي او له دولت سره ثبت دی، دوی هم خپل معاشونه له دولت څخه اخلي.

همدې ملایانو اوازه خپره کړه، چې دا مدرسه نه بلکې د نجونو مکتب دی، او د نجونو مکتب په هلمند کې هغه څه ده چې ځینې کلیوال ملایان یې وکاروي او د مدرسې د ودانۍ د جوړولو مخه پرې ونیسي.

داچې د همدې شخصي ګټو غوښتونکو ملایانو دې حربې کار ورنه کړ، بیا یې اوازه واچوله چې د مدرسې ودانۍ د امریکایانو لخوا جوړیږي، او د بندیدو کوشش یې وکړ. ولي په سېمه کې داسي خلک وو  چې هغوی به نورو مشرانو کلیوالو ته اطمنان ورکاوو، چې دا مدرسه ده او د مدرسې هرڅه به د کلیوالو او علماوو تر مستقیم نظارت لاندی مخکې وړل کیږي.

کله چې مدرسه جوړه شوه، بیا هم د همدې ملایانو زړونو صبر ونه کړ، ویل به يې چې دا مدرسه نه ده، د مکتب کتابونه پکې ویل کیږي، دینې کتابونه پکې لږ ویل کیږي. په داسي حال کې چې مدرسه نه له دولت او نه هم له کوم بل چا سره ثبت درلود، او په وارو وارو له همدې کلیوالو ملایانو څخه د کلي مشرانو غوښتنه وکړه چې د همدې مدرسې سرپرستې همدوی په خپله غاړه واخلي، او همدلته مدرسه کې زده کوونکو ته تدریس وکړي، ددي پرځای چې په خپلو کورونو کې ورته درس وايې

پاتې دي نه وي، چې په  همدې کلي کې یوه بله شخصي مدرسه چې تر نورو وړو کورنیو مدرسو یې زیات زده کوونکي درلودل، او د مدرسې بڼه يې درلودله، هیڅ چا پوري تړلي نه وه، هغوی دوو وروڼو خپله مدرسه وتړله او د کلي همدې غټې مدرسې ته زده کوونکو ته د درس ورکول لپاره حاضر شول.

هر څومره چې د کلي مشرانو هڅه وکړه چې همدا ملایان چې  شخصي په کور او مسجد کې تدریس کوي، همدې لویې مدرسې کې خپل د کلي ماشومانو ته تدریس وکړي، هغوی ونه منله، او له دی ها خوا به يې د مدرسې اړوند منفي وړاندیزونه کول.

بالاخره ځینې ملایانو د مدرسې منتظم کوونکي ته دا ډول اشارې هم وکړي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او طالبانو ته به ووایې چې دا مدرسه دولتي ده، افتتحاح يې والي کړي، نو مدرسه به بنده کړي.

دغه ملایان دافکر نه کوي چې دوی هم له دولت څخه معاشونه اخلي، په پوهنې ریاست کې يې د معاش او امتیازاتو ترلاسه کولو اسناد موجود دي، خپلې کورنۍ شخصي مدرسې يې په رسمې مدرسو باندی په دولت منلي، او یا خو د دوو او یا دریو ملایانو معاش رسما ترلاسه کوي، د دي له پاره چې امتیازات له لاسه ورنه کړي، په کلي کې د یوې قوي او ښې مدرسې مخالفت کوي. الله ج دي دوی ته هدایت وکړي، او بیا د طالبانو له نوم څخه سوء استفاده هم کوي.

طالبان باید دغسي خلک په نښه کړي، هغوی چې د طالب په نوم د ملا په جامه کې په سېمو کې ناوړه استفاده کوي، او هغوی چې د ښووني او روزنې مخه نیسې او بیا د طالب نوم وربد کوي.

داهم د یادوني وړ ده چې مدرسې ته یواځي کوچني ماشومان د زده کړي لپاره ورځي، ځکه که غټ طالبان ورشي بیا خو دولت ته هم بهانه جوړه ده چې دلته طالبان او ترهګر روزل کیږي.

له یوه لوري مدرسه د ترهګرو مرکز بلل کیږي او د بل لوري په نوم استفاده کوونکي کلیوال ځینې ملایان بیا د خپلو شخصي ګټو لپاره د مدرسې د بدنامولو هڅې کوي.

طالبان که په خپله په کلیو کې د ښوونځيو او مدرسو ودانۍ نشي جوړولای، دوی ته په کار ده چې کلیوال ملایان وهڅوې چې په کلیو کې د مدرسو او ښوونځیو په بډاینه او ښه والي کې مرسته وکړي. دا خپل مسؤلیت وګڼي چې د مدرسو د تنظیم او ښه والي اړوند له کلیوالو مشرانو سره لاس یو، او خپله سېمه کې د دیني او عصري تعلیم د ښې زمینې په برابرولو کې له خپلو خلکو سره ودریږي.

د طالبانو د نظام پر مهال هم د امر باالمعروف اداره کې داسي کسان وو چې هغوی اوس په کابل کې ناست دي او د ټلویزون په شیشه وایې چې هغه وخت ځکه د طالبانو د امر باالمعروف په اداره کې دوی کار کاوو تر څو طالبان بدنام کړي، ځکه یې ناوړه کارونه کول.

دا خو یواځي د زغون کلي د مدرسې او ښوونځي خبره نه ده، په لیري پرتو ډیرو سېمو کې به ورته جریان وي، دا چې د طالبانو د مشرانو لخوا په پرله پسي ډول د اختر په پېغامونو کې د دیني او عصري زده کړو اړوند ټینګار شوی او د مرستې ټټر وهل شوی، ښه داده چې په کلیوالو او لیري پرتو سېمو کې طالبان ځینې هغه ملایان چې د مدرسو او ښوونځیو اړوند ناسم فکر او یا ناسمې څرګندوني لري، هغوی پوه کړي ، چې سمه ده دوی به خپلې کوچنۍ کورنۍ مدرسې لري، او له دولت  سره به يې  مدرسې رسمیت ولري او یا هم دوه دریو تنو استادانو معاش به اخلي، مګر د لویو مدرسو په مخ کې دي خنډ نه جوړیږي.

د کلیوالو ځینو ملایانو له همدې امله ده او یا خو د پوهنې ولایتي ریاستونو د غفلت له امله ده چې د هلمند، کندهار، ارزګان او زابل نږدې ۳۵۰۰ د دیني مدرسو د استادانو بستونه خالي پاتې شوې، کله چې د مدرسو لپاره د پوهنې ریاست څخه د استادانو غوښتنه کیږي، هغوی دا پروسه مخکې نه وړي، اوس د پوهني وزیر کوشش کوي چې همدا بستونه مرکز ته را انتقال کړي، تر څو یاد ولایتونه په راتلونکي کې د دیني مدرسو د استادانو له فوق العاده کمبود سره مخ شي، اوس مهال چې له مرکز څخه یو بست ځینې ولایتو ته انتقال کیږي، متوسط قیمت يې ۲۰۰۰ دوه زره ډالر دی، بیا چې کله یادو ولایتونو ته همدا ۳۵۰۰ بستونه بیرته لیږدول کیږي نو د هر بست لپاره به مجبوره وي چې ۲۰۰۰ ډالر رشوت وزیر او د وزیر کمیشن کارانو ته ورکول شي. چې ټول ټال اوه میلیونه (۷۰۰۰۰۰۰) ډالر رشوت باید ورکول شي او اوسني بستونه بیرته ولایتونو ته انتقال شي، د انجنیري او نورو برخو باالمقطع او ځینې نور بستونه همدا اوس هم د پوهني وزارت له یادو ولایتونو څخه مرکز ته را انتقال کړي.

د نږدې ۳۵۰۰ بستونو چې د دیني زده کړو برخه کې جنوب ولایتونو (کندهار، هلمند، ارزګان او زابل) ته ورکول شوې، اوس يې د یادو ولایتونو څخه د انتقال هڅې روانې دي، په دي برخه کې په ولسې او مشرانو جرګو کې د یادو ولایتونو د وکیلانو توجه هم په کار ده.