د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل کې ګواښونه او ستونزې

نظرمحمد مطمئن 10.01.2017 20:48

که  د سولې هڅې ستاسي د ګټو ضد وي، ښکاره راته ووایاست، ولي په ګواښونو
او ستونزو جوړولو باندي مسئله کله هم نه شي حل کیدای.
که زموږ د سولې هڅې،  د جګړې  دریدو کوششونه تاسي د خپلو شخصي ګټو ضد
ګڼئ، په کابل کې مې له قلم سره نه شئ منلای، ښکاره راته ووایاست چې هیواد
پريږده.  ولي ډاډه اوسئ، تر څو چې ژوندی یم، د سولې لپاره به خپلې هڅې
ګړندۍ ساتم، او هیواد به ستاسي د شخصي ګټو لپاره پري نه ږدم.
تیرځل د عیسوي کال د پېل په لومړۍ ورځ راته د هیواد د ورانیدو پېغام
راغلی وو، او د تیر عیسوي کال په وروستۍ ورځ ډاکټر فیض محمد ځلاند صاحب
او ښاغلي اسد وحیدي صاحب ته ټلیفونونه شوې وو. وحیدي صاحب ته یې ویلي وو
چې دوه ځانمرګي بریدګر درته استوم او تاسي به یې د کابل پوهنتون ته په
ننویستلو کې مرسته وکړئ چې هلته محصلین او استادان ووژني.
موږ ته د ټلیفوني پېغامونو رسیدل په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل شوو، استاد
وحیدي صاحب په رسمي ډول سره د کابل پوهنتون مشرتابه او د افغانستان
امنیتي ادارو ته د ټلیفون اړوند خبرې او د ټلیفون شمیرې ور ولیږلي، تر څو
یادې شمیرې وپېژندل شي.
څومره چې ملګرو  د ټلیفونې ادارو له مسلکې کسانو سره اړیکې ونیولي، هغوی
یې په اړوند پټه خوله وو، ولي  په ضمن کې یې زموږ ملګري پر دي هم پوهول
چې دا ممکن ده چې کورنۍ شمیره د بهرني کوډ په لرلو سره وکارول شي.
زموږ ملګرو یاده موضوع له لوړ پوړو افغان امنیتي چارواکو سره شریکه کړه،
هغوی یو ډول ډاډ ورکړ چې راتلونکې کې به د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره په
ګډه کار کوي.
داچې موږ په کابل کې اوسیږو، د سولې هڅې کوو، او په دي برخه کې لږ تر لږه
امیدونه زیات شوې، له دې سره یوځای په هیواد کې دننه له بېلابېلو ستونزو
سره مخ شوې یو، او وروستۍ بېلګه یې داده چې یو ډول تور او تهمت پر موږ
وتړل شي.
زموږ معلومات دادي چې په یوه غونډه کې داسي خبرې هم شوې وي، چې ما
(نظرمحمد مطمئن) او ښاغلي فیض محمد ځلاند د پاکستان هیواد سره په تړاو د
پاکستان د ګټو لپاره د کار کولو باندي تورن کړي، دا ډول هڅه به کوي چې د
طالبانود نظامي ډلې او زموږ ترمنځ د تړاو دروغجن خبرونه او ذهنیت جوړ شي.
په زړه پوري ده، پېغام د طالبانود فرهنګې کمیسون د مشر په نوم راځي، هغه
چې په نظامي برخو کې کار نه لري، ولي بیا له وحیدي صاحب څخه د نظامي برید
کولو کې مرسته غواړي؟
داسي مثال لکه  د هیواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر چاته دنده سپاري چې
تاسي پر کوم ځای برید وکړئ، او د حکومت په ګټه  ځینې طالب  مشران ووژنئ ،
هغه څه چې عقل او منطق یې نه شي منلای.
زه د ټلیفون هغه شمیرې لیکم چې موږ درې واړو ته پرې پېغام او یا ټلیفون
رسیدلی دی، او د هیواد له امنیتې ادارو څخه مې غوښتنه ده چې په کابل کې د
پاکستان سفارت ته یاده شمیره وسپاري، له پاکستان څخه سپیناوی وغواړي چې
یاده شمیره د طالبانود فرهنګې کمیسون د مشر ملاامیرخان متقي په نوم کار
ول کیږي.
دا ډول د امنیتې ادارو څخه غواړو چې په کابل کې د ایران سفارت ته هم هغه
شمیره وسپاري چې د ترهګریزو کړنو او خلکو د ویرولو  لپاره ورڅخه کار
اخیستل کیږي.
په ایران او پاکستان کې سیم کارډونه پرته له پېژندپاڼې څوک نه شي ترلاسه
کولای، امنیتې ادارې دي له پاکستان او ایران سفارتونو څخه د یادو شمیرو د
کارکوونکو په اړه سپیناوي وغواړي.
موږ په بشپړ ډاډ سره وایو چې موږ ته د طالبانو لخوا نه پېغام راځي او نه
هم ټلیفون راته کوي، او نه هم کوم څوک دومره جرائت لري چې موږ ته د خپل
هیواد او یا کوم ځانګړي قوم په اړه بې ځایه لارښوونې وکړي.
د جنوري پر ۸مه ۲۰۱۷،  موږ ( د سولې هڅې او خنډونه)  تر نوم لاندي کابل
ښار د انټر کانټیننټل هوټل کې مطبوعاتي ناسته درلودله،  د سولې پر اړتیا
مو ټینګار درلود، او جګړه مو د حل لاره ونه ګڼله، د بهرنیو پوځیانو شتون
مو د افغان لانجې اصلې جرړه وګڼله، دادی دوه ورځې ورسته بیا ځل موږ ته د
سولې ضد کړیو لخوا د هیواد د بربادۍ او سولې ضد پېغامونه رسیږي، تر څو
موږ ته لومه جوړه شي.
همدا نن  ورځ د جنوري ۱۰مه، ۲۰۱۷ د ماښام پر ۵:۲۷ دقیقو د پاکستان کوډ
شمیرې څخه زما موبایل ته داسي پېغام راغی:
(اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته وروره د کوټی سه را روان وم اوس پيشور
ته راورسیدم زنګونه دی راتلل خبری می نسوای کولای اوس دی هغه شمیره بنده
ده خیریت دی هغه نفر چی کندوذ ته درغلی وو پیسی هم در وړی وی تسلم دی کړی
او ته کوشش وکړه کارونه دی لژ ګرندی کر)
ټلیفون شمیره:      +923146128292    /      ۰۰۹۲۳۱۴۶۱۲۸۲۹۲
پورته پېغام کې  ښکاري چې په ټلیفون کې د پښتو حروف شته، ځکه لیکل شوې (د
کوټی) ، ټ حرف شته، ولي په نورو ځایونو کې بیا د دري رنګ په پېغام کې
لیدل کیږي لکه (ګرندی کره)  چې دا ډول باید لیکل شوې وای (ګړندي کړه).
او  ( السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) یې هم سم نه دی لیکلي، په
راتلونکې کي يې ممکن زده کړي.
په پېغام کې لیکل شوي چې ( هغه نفر چی کندوذ ته درغلی وو پیسی هم دروړی
وی)، په داسي حال کې چې کله هم کندزو ته نه یم تللی او تر اوسه مې کندز
ښار نه دي لیدلی، ولي د کندزو لیدو لیوالتیا لرم.
لږ وروسته د ماښام ۵:۴۷ باندي یې دوېم پېغام راته ورسید:
(دتلویزونو کی دی بحص ته دوام ورکه افغان دولت باندی جدی نوکی کوه ته په
کابل  کی د ځان ملګری پيداکړه پیسی نوری هم دراستوم کارونه دی ګړندی که
لیکوالان پیداکړه چی هغوی هم د افغان کوډاکی حکومت او امریکاوغندی د
ټلویزیون د لاری او اخبارو ته هم لیکینی وراستوه پیسی موږ  نوری هم
دراستوو مولوی اغا بیا اړیکه درسره نیسی ته بیا هغه ته ډاډ ورکه الله ج
دی مل سه سلامونه می نورو دوستانو ته وایه)
د ټلیفون شمیره یې (۰۰۹۲۳۱۴۶۱۲۸۲۹۲) ده.
دلته هم که دي ځای ته په ځیر متوجه شو (چی هغوی هم د افغان کوډاکی حکومت
)، بیا هم داسي ښکاري لکه له بلې ژبې چې غیر پښتون ژباړه کړي وي.
د جنوري پر لومړۍ نیټه سهار ۶:۲۹ راته داسي پېغام د یادې شمیري پاکستاني
کوډ څخه رسیدلی وو.
[ اسلام علیکم  ملامطمین اخوند خدای ج دی وکړی چی په کورنی کی دی خیریت
وی ستاسی د مبارزی سه اسلامی امارات دیر خوشحاله دی دا تاسی یاست چی
رشتنی او په صداقت سره خدمت کوی موږ کوشش وکی چی خبری درسره وکوو ستاسی
فون بند وو بیا هم مبارزی ته دوام ورکی (ستاسی خادم د اسلامی امارات د
فرهنګی چارو مسول امیرخان متقی)]
په پورته پېغام کې یې حتی اسلامي امارت هم په غلط ډول لیکلی دی،  او
(ستاسی خادم) د ملا امیرخان متقي له نوم سره لیکل شوی. موږ د اطلاعاتو
فرهنګ وزارت  د ځینو دوستانو په مرسته د طالبانود وخت د هغو مکتوبونو
کاپي پيداکړي چې د ملا امیرخان متقي لخوا لاسلیک شوې وې، د اطلاعاتو او
فرهنګ پخوانیو کارکوونکو  وویل چې هیڅ داسي مکتوب  به ونه لیدل شي چې د
املا امیرخان متقي  له نوم او لاسلیک سره لیکل شوي وي چې (ستاسي خادم).
د ټلیفون شمیره  : ۰۰۹۲۳۱۴۶۱۲۸۲۹۲
له دي وروسته د جنوري پر لومړۍ نیټه سهار په ۶:۳۵ یو بل لنډ پېغام هم راته ورسیدی:
( کوشش وکړه چی قومونه په جنګ واچوی. په بحثونو کی مستقیمآ امریکا او
افغان دولت د سولی مخالفین  یادکړه. د بی ګنا ملکیانو وژل او د ښشونځیو
سوزول په حکومت واړوه)
د ټلیفون شمیره: (۰۰۹۲۳۱۴۶۱۲۸۲۹۲
په یاد پېغام کې افغان دولت لیکل شوي، او د طالبان کله هم افغان دولت نه
لیکي،  هغوی د کابل اداره لیکي، په راتلونکي کې دي زده کړي.
داچې ښاغلي فیض محمد ځلاند او استاد اسد وحیدي ته ټلیفون کیږي، خبرې
ورسره کوي، او ما (مطمئن ) ته ټلیفون نه کوي، بلکې يواځي پېغامونه
رالیږي، هغوی پوهیږي چې زه  لهجې پېژنم.
د کابل پوهنتون استاد ښاغلي فیض محمد ځلاند ته  د تیر میلادي کال په
وروستۍ شپه د ایران کوډ (۰۰۹۸۱۰۹۲۰۵۸۶۵) شمیرې څخه ټلیفون شوی وو او ځان
یې ورته د طالبانو نظامي  مشر ملا امیرخان حقاني معرفي کړي وو، ولي خبرې
یې برعکس سیاسي ورته کړي وي.
دا ډول د کابل پوهنتون استاد ښاغلي اسد وحیدي ته هم د ایران کوډ
(۰۰۹۸۹۱۰۹۱۷۱۷۹۵)  څخه زنګ وهل شوی وو او ورته ویلي یې وو چې زه د
طالبانو د فرهنګی کمیسون مشر ملاامیرخان متقي یم. خو خبرې یې برعکس ورته
د نظامي چارو اړوند کړي وي،  کله چې وحیدي صاحب  اړیکه پري کړي وه، بیا د
خبرو په دوام پېغام هم  د هغه کس له ادرسه د پاکستان کوډ په کارولو سره
ورته رسیدلی وو (۰۰۹۲۳۱۰۹۱۷۱۷۹۵).
دلته که وګورو  وروستي ۹ عددونه یو ډول دي، ولي کوډ  دخبرو پر مهال د
ایران او پېغام لیږلو پرمهال د پاکستان کارول شوی.
همدا نن ورځ بیا هم ښاغلي فیض محمد ځلاند او  ښاغلي اسد وحیدي ته هم د
پاکستان کوډ په کارولو سره د هیواد د وراني پېغامونه رسیدلي.
زه پوهیږم چې استخباراتي پيښې ډیرې پيچلې وي، او ځینې به ووایې چې ما ولي
دومره بې پروایې کړي، چې د ټلیفون شمیري او پېغامونه مې لیکلي.
زه هیله لرم چې د هیواد امنیتي ادارې مسئله وڅیړي، د ذکر شوو شمیرو په
اړه افغان ولس ته سپیناوی وړاندي کړي، او دهغو کسانو مخنیوی وکړې چې د
سولې مدني فعالان ګواښي.
غواړم له دي لاري خپل سپيڅلي او مظلوم ولس ته داخبره ورسوم چې د افغان
سولې دښمنان په کور دننه او بهر زیات دي، خو موږ به خپل د سولې هڅو ته
دوام ورکوو، تر څو افغان ځوانان د جګړې په ډګرونو کې له مرګ ژوبلې څخه
خوندي  او بهرني پوځیان مو له هیواده وتلو ته مجبوره شي.
د خپلواک ، بسیا او سولئیز افغانستان په هیله
وخت او نیټه: ۸:۳۰ ماښام، د جنوري ۱۰مه، ۲۰۱۷
کابل - افغانستان