د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوه ورځ زحمت، د دوو کلونو ګټه

نظرمحمد مطمئن 11.09.2016 13:31

د حج له مهمو او حتمي  رکنو څخه یو هم د عرفات په ورځ د عرفات په میدان د حاجیانو دریدل دي، الله ج حاجیانو ته ټول ګناهونه په همدې ورځ بخښي، ولي ځیني داسي لو ی ګناهونه شته چې دهغې بخښل د الله ج په نزد شرایط لري، لکه شرک، قتل، د مور او پلار څخه عاق شوی زوی او د شرابو څښل.

داچې حاجیانو ته الله ج مغفرت کوي، بخښنه ورته کوي ، عرفات په ورځ د حاجیانو دعاوي قبلوي، الله ج همدا ډول ټول امت مسلمه ته د ګناهونو د مغفرت لاره پرانستي پري ایښې ده، که د عرفات د ورځي روژه ونیول شي، الله ج د همدې یوې ورځې د قبول شوې روژې له برکته مسلمان ته یو کال مخکې او یو کال وروسته واړه ګناهونه بخښي (مَنْ صَامَ يَوْمَ عَرَفَةَ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ وَمَا تَأَخَّرَ سَنَةً) الحدیث (صِيَامُ يَوْمِ عَرَفَةَ أَحْتَسِبُ عَلَى اللَّهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ وَالسَّنَةَ الَّتِي بَعْدَهُ) الحدیث

اصل کې د ذي الحجې (رواني) میاشتي لس ورځې ډیرې برکتناکې دي، او  په دي ورځو کې صدقات او روژې نیول د عادي ورځو په نسبت زیات ثواب لري، نهم ورځ یې عرفات او لسمه ورځ یې عیدالاضحی دی، تاسي به لیدلي وي چې د ذي الحجې میاشتي له لومړۍ څخه بیا د عرفات ورځې په شمول ډیر کسان روژې نیسي، الله ج دي د دوی دغه عبادتونه قبول کړي، مګر ځينې کسان چې توانایې نه لري، او یا د بېلابېلو لاملونو له کبله د ذي الحجې  د لومړیو  څخه د عرفات ورځې په شمول د دغو ورځو پوره روژه نشي نیولای، نو ددوی لپاره به ښه وي چې د عرفات د ورځې روژه ونیسي، د الله ج څخه د ګناهونو د مغفرت غوښتنه وکړي، او د ګران هیواد افغانستان لپاره هم حاجیان په عرفات کې او هم روژتیان د روژه ماتې په وخت کې  دعاوي وکړي چې نور موږ الله ج له دي بدو حالاتو څخه ښو حالاتو ته مخ کړي، نور زموږ په هیواد کې د جګړو اور مړ شي، په هیواد کې  سوله ، سوکالي او امنیت راشي، د بهرنیانو له غلامي او جاسوسي څخه زموږ افغان وروڼه خلاص شي، د پردیو په لمسون د یو او بل افغان ورور له وژلو څخه لاس واخلو، له هیواد څخه د تيښتې پرځای د هیواد او خلکو لپاره خدمت وکړو.

زه له حاجيانو څخه هیله کوم چې زموږ مشرانو ته هم د الله ج څخه د عرفات په میدان او روژه ماتې وخت کې د هدایت غوښتنه وکړي، تر څو نور له سیاسي معاملو څخه لاس واخلي، د شخصي، ګوندي، ژبنیو، مذهبي اوسيمئیزو ګټو پرځای اسلامي، افغاني، کلتوري او ملي ګټو ته ترجیح ورکړي.

یادونه: د سپوږمې د لیدو پر بناء عرفات نهمه ورځ وی، او د ام القری تقویم له مخې عرفات ورځ د ذي الحجې لسمه ورځ ده.

پرحاجیانو د عرفات د ورځې روژه نیول نشته، ځکه هغوی د عرفات ورځ باندي ډیر زیات ستړي وي، او راتلونکې شپه هم ډیره ستړیا ورته مخکې وي.