د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان ولی په قطر کې؟!

نظرمحمد مطمئن 08.12.2016 12:27

د ۲۰۱۶، ډسمبرمیاشتې لومړۍ نیټه وه، د کابل څخه د رسنیو او ځوانانو شپږ کسیزې ډلې سره د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو ناسته درلودله، داچې د رسنیو کارکوونکي او بیا په ځانګړې ډول د سیاسي بحثونو چلونکې مختلفي پوښتنې کوي، مګر یوه داسي پوښتنه هم وه چې د کابل څخه تللي ډلې کوم یوه ورته اشاره او یا هم یادونه ونه کړه.

د طالبانو د سیاسي دفتر غړي محمد نعیم وردګ د ناستي په وروستیو وختونو کې پرته له دي چې له ده څخه دي همدا پوښتنه شوې وي، ویې ویل یوه خبره چې په ځینو رسنیو او ناستو کې ورڅخه یادونه کیږي هغه هم داده چې ځینې کسان وایې چې امریکا له طالبانو سره مرسته کوي، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مخالفت ولي امریکا نه کوي، ولي یې هلته د طالبانو شتون منلی دی، هغه هیواد چې د امریکایې پوځیانو لویه اډه پکې پرته ده، او دیته د ورته تورونو یادونه کیږي.

ښاغلي نعیم وردګ وویل چې د جګړي او ډيپلوماسي اصول یو له بله سره بېل دي، جګړه په خپل ځای کي، مګر ډيپلوماسي بیا د اسلامي او نړیوالو قوانیو په رڼاکې، او د بشر په قانون کې خپل ځانګړی ځای لري.

همدا د انسانیت اصول دي او اسلام همدا لاره غوره کړي، چې د جګړې څخه جلا د جهتونو د استازو مصؤنیت یې د هرې ډلې او بشر دنده ګرځولي ده.

د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې په حجاز کې مسلمه کذاب د پېغمبري دروغجنه دعوه وکړه، او محمد رسول الله ته یې خپل دوه استازي ابن النواحه او ابن اثال ولیږل:  رسول صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې : تاسي پر ما ګواهي ورکوئ چې زه د الله پېغمبر یم، هغوی وویل چې موږ ګواهي ورکوو چې مسلمه د الله جل جلاله پېغمبر دی. بیا محمد صلی الله علیه وسلم وفرمایل: امنت بالله ورسله، که چیرته سفیران / قاصدان وژل کیدای، ما به تاسي دواړه وژلي واست. سنن ابي داود، مسند امام احمد

(روى الإمام أحمد في مسنده أن "ابن النّوّاحة وابن آثال رسولي مسيلمة جاءا إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال لهما: أتشهدان أني رسول الله ؟ قالا: نشهد أن مسيلمة رسول الله, فقال النبي صلى الله عليه وسلم : آمنت بالله ورسله, لو كنت قاتلا رسولا لقتلتكما. قال عبد الله بن مسعود: فمضت السُنة أن الرسل لا تُقتل".)

دا ډول په پورته حدیث شریف کې راغلي چې الرسل لایقتل، قاصد نه وژل کیږي.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر یو بل غړي دکتور صالح وایې چې اسلام همدا اصل  چې قاصد مصؤن دي ژوندی وساتی، همدا اصل له اسلام څخه مخکې د جهالت په وختونو کې هم ساتل شوی وو، او تر اوسه پوري ساتل شوی.

د امام احمد مسند کې دا حدیث روایت شوی چې نعمان ابن مقرن صحابي چې د فارسیانو پاچا یزګرد ته ورغی، ترخې او سختې خبرې یې ورته وکړي، او دا پېښه د مسلمه کذاب له پيښې ډیره مخکې وه، د فارس پاچا ورته وویل چې که چیرته رسول یا قاصد وژل کیدای، ما به تاسي وژلي واست.

داچې قطر کې د امریکا اډه ده، دا ډول سعودي عربستان، اردن او ترکیه او ځینو نورو اسلامي هیوادونو کې شتون لري، هلته په امریکایانو محدودیتونه دي، بل داچې امریکایې پوځیان په زور او خپله خوښه نه بلکې د هغو هیوادونو په غوښتنه ورغلي دي.

ترکیه کې موږ ولیدل چې د امریکایې پوځیانو اډې شتون لري، مګر بیا هم هلته د رجب طیب اردغان په وړاندي د پوځ کودتاه ناکامه کیږي، او د افغانستان څخه دوه ترکې جنرالان چې په کودتاه کې د لاس لرلو شک پري کیدی، د ناټو پوځیانو په چوکاټ کې راغلي وو، د تيښتې پرمهال د دوبۍ په هوایې ډګر کې نیول کیږي او ترکيې ته سپارل کیږي (لیکوال).

قطر ته امریکایان خپله نه دي راغلی، قطریانو غوښتي، اډو کې یې پرې محدودیتونه لازم کړي، د حکومت د قانون مخالف کار نه شي کولاي، که قطر وغواړي بیرته یې شړلی شي، قطریان په خپل هیواد کې متصرف دي، ددوی له خوشي پرته هلته د قطر بازارونو ته نه شي وتلای، او نه هم د دوی له خوښې پرته د هغوی لوړ پوړي چارواکې په قطر کې د امریکایانو اډې ته ورتلای شي، او نه هم د قطر جنرالان پرته د دفاع وزارت له اجازي د امریکا اډي ته غوښتل کیدای شي.

داچې ولي قطر طالبانو د خپل سیاسي کمیسون لپاره انتخاب کړ، دوی وایې چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد مهم شرطونه په بهر کې د طالبانو د سیاسي دفتر لپاره داوو چې:

داسي هیواد چې د افغانستان ګاونډی نه وي، ځکه هغوی د ګاونډیتوب د ستونزو له کبله د سولې د خبرو په وخت کې هم د خپلو ګټو اړوند کار کوي.

داسي یو هیواد چې مسلمان وي، غیر مسلم هیواد نه وي. او داسي هیواد چې په تیرو وختونو او اوس وخت کې د افغانستان په اشغال کې ددوی برخه او مرسته نه وي. او ممکن ځینې نور هم داسي څه وي چې د طالبانو د مشر لخوا به قطر هیواد ته ترجیح ورکول شوي وي.

کله چې موږ بیرته کابل ته راغلو، له یوه ملګري څخه داپوښتنه هم شوې وه چې کله تاسي هلته له طالبانو سره خبرې کولي، هلته پاکستانیان موجود وو، کنه؟

رښتیا هم د طالبانو اړوند ډول ډول خبرې کیږي، ولي په ټوله کې فکر کيږي چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د ډیپلوماسۍ په برخه کې ډیر کار کړی، او ډیر پرمختګونه يې کړي، له هیوادونو سره یې اړیکې ښې کړي، او د منځنۍ اسیا د هیوادونو، روسیې، ځینې نږدې او لیري هیوادونو هغه انديښنې چې د طالبانو په اړه یې درلودلي، دوی وکولای شوای چې د هغوی انديښنې لیري او یا کمې کړي.

په نړیوالو کانفرانسونو کې یې برخه واخیستله، د نړۍ بیلابېلو هیوادونو ته یې سفرونه وکړل، او د افغانستان څخه دننه یې مختلف سیاستوالو ته بلنه ورکړه چې له دوی سره په قطر او یا کوم بل هیواد کې وګوري. همدغو کتنو هغه فاصلي چې ترمنځ وي، کمې کړي، تمه ده چې یوه ورځ فاصلې ختمې او سولې ته ورسیږو.