د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتکنوکراتو نظام، زندانونه یا غچ اخیستنې

نظرمحمد مطمئن 30.08.2016 13:00

تر قبل المیلاد مخکې کلونو کې د ټولنې منځ کې هغه څوک چې په جرم متهم وو ، دهغه څخه د سوال کولو اړتیا نه وه، بلکې هغه انسان چې د جرم تور به پري وو، هغه ته سختې سزاوي ورکول کیدي، د پخواني مصر او روم خلکو ګروه داوه چې جرم کول تقدیري مسئله ده، په دي عقیده وو چې مجرم یو بدذاتی او خبیثه روح یې په وجود کې حلول کړی.

۱۶ قرن څخه تر ۱۹ قرن پوري خبره دومره وه چې د مجرم په اړه سوال پیداکیدی، فکر کیدی، چې دجرم لامل به کوم څه وو،  په ۲۰ قرن کې بیا نړیوالو حقوق پوهانو په دي اړه نظریات ورکړل چې ډیر مهم یې : د درنو سزاو څخه مخنیوي، د مجرمینو د اصلاح اړوند جزایې قوانیونو کې تعدیل، بندیانو ته مشروط ازادي ورکول، د مجازاتو اجراء د انتقام څخه اصلاحې بڼې ته اړول، د درنو سزاو د علمې کولو څخه ډډه او پرځای یې امنیتې تدابیر زیاتول وو.

پخوا زمانو کې د زورواکو لخوا په ځینو مواردو کې سزاوي په یوه بشپړ قوم هم عملي شوې، او په یوه سېمه هم شوې، دا ډول د محمد ص په وخت کې هم په مکه مکرمه کې د هغه په کورنۍ د ردو کلونو لپاره د مشرکینو له خوا هر ډول راکړه ورکړه او تګ راتګ باندي بندیز و،  او شعب ابې طالب سيمه  کې ګوښې ژوند کولو ته مجبور شوې وو.

په افغانستان باندي د بېلابېلو تاړاکونو په وخت کې عام وژنه  او ډلئیزه وژنې شوې، د چنګیزیانو، مغولو، انګریزانو ، روسانو او امریکایانو د حملو په وخت کې داسي ډیری بېلګې لرو.

په ټوله نړۍ کې وضع شوې قوانین اوسمهال جرم فردي ګڼي، یواځي ستونزه د مجرم شخص سره حل کول غواړي، د مجرم فرد له کبله دهغه کورنۍ او یا د ټولنې نورو وګړو ته زیان رسول د قانون خلاف ګڼل کيږي.
اسلامي قوانین په دي برخه کې ډیر زیات وضاحت لري، د مجرم ورور، پلار او یا میرمنې په عوض کې بل څوک د جزا مستحق نشي ګڼل کیدای.

تر ګردو مهمه داده چې د جرم انګیزه او لاملونه په نښه شي، ولي په ټولنه کې خلک جرم کوي، فردي جرمونه او اجتماعي جرمونه دا فرق لري، کله چې خبره اجتماعي جرمونو ته ورسیدله بیا حکومتونه او  اولو الامر مکلف دي چې په اړه يې غور او څیړنه وکړي.

که لږ نور هم موږ په ساده اصطلاح د خپل هیواد په کچه موضوعات وڅیړو، نو یو لوري چې ځان د قانون پلي کوونکي ګڼي او حکومت دی، بل لورته د دوی مقابل کې د ولس لوی اکثریت د عدل او حقونو غوښتنه کوي، حکومت همدې خلکو ته مجرمین ، یاغیان او باغیان وایې او همدا خلک بیا وایې چې ملامت حکومت دي چې ددوی حقونه یې سلب کړي دي، دلته بیا موږ په دي برخه کې باید له احتیاط څخه کار  واخلو،  تر څو حقیقت ومومو او پوه شو چې کوم لوری مجرم  کوم لوری پر حق دی، ځکه ټولنه له وګړو څخه جوړه ده، او داجتماع اکثریت مطلق په جرمونو باندي توافق نه شي کولای.

د حکومتونو او چارواکو په خلاف  د خلکو د پاڅون لاملونه تر ډیره عقیدوي، نظریاتي، اقتصادي او کلتوري ارزښتونه، دا ډول غیر عادلانه نظامونه کیدای شي.

د روسانو او د هغوی د پلویانو سره د جهاد پر مهال د بندیانو زجر او تبادله

روس پلوه د خلقیانو او پرچمیانو   حکومتونو په زندانو کې د مسلمانو افغانانو سره له حده زیات ظلمونه وکړل، د هغوی د شکنجو اړوند ډیر څه لیکل شوې، د نوکانو ایستل، برقي شارټونه، په ژوندون تر خاورو لاندي کول او نور تعذیبونه.

ولي له یادو ظلمونو  سره سره د بندیانو تبادله په ځینو مواردو کې د کورنیو افغانانو ترمنځ او ځینې وختونه بندي مجاهدین له روسانو سره تبادله شوې دي.

هیڅکله د بندیانو تبادله په ټپه نه وه دریدلي، که په مرکزي کچه کله داسي قوانین رامنځته کیدل چې د بندیانو تبادله خنډنۍ او ځنډنۍ شي، مګر په سيمئیزه کچه دغه ډول کړنو جریان درلود.

د تره کي، حفیظ الله امین او ببرک کارمل په وختونو کې د بندیانود کورنيو د پاخه عمر خپلوانو له بندیانو څخه لیدنې کولي، او د بندیانو احوال ورکول کیدی، حفیظ الله امین، تره کی او ببرک کارمل چې ډیری مسلمان افغانان یې تر تیغ تیر کړل، کله هم داسي نه دي شوې چې بندیانو ته د ټول عمر لپاره د خپلوانو په ورتګ بندیز لګیدلی وي.

او د ډاکټر نجیب الله د حکومت پرمهال د بندیانو سره فوق العاده په رویه کې اصلاحات او ښه والي راغی، په هغه وخت کې بندیان له سختو شکنجو څخه تر ډیره مصؤن وو، دا بیا بیله خبره ده چې کله ډاکټر نجیب الله د خاد (استخباراتو) مشر وو، چې په هغه وخت کې یې ډیر افغانان شهیدان کړي.

د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو په وخت کې د بندیانو تبادله

اوه ګوني ګوندونو په بېلابېلو وختونو کې د یو او بل ګوند اړوند مجاهدین د جګړې او یا تاوتریخوالي پرمهال نیول او بندیانول یې، دغه پيښې په شمال کې د جمعیت اسلامي (شورا ی نظار) او حزب اسلامي، په جنوب کې د حرکت انقلاب اسلامي او حزب اسلامي د مجاهدینو ترمنځ ډیر ځله لیدل شوې دي.

ډیرې کمې داسي بيلګې شته چې بندیان دي په عمدي ډول سره وژل شوې وي، هڅه کیده چې د بندیانو تبادله د مخالفو جبهاتو د مجاهدینو ترمنځ صورت ونیسي، په هلمند ولایت کې یو ځل د ملامحمد نسیم ورور ملامحمد رسول اخوند د حزب اسلامي ډیری مجاهدین او قومندانان ژوندي ونیول، چې زموږ د کلي یو د ټیټې کچې قومندان هم په بندیانو کې ورسره وو، مګر د مذاکراتو او خبرو په جریان کې هغوی خوشي شول.

د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ډلو د بندیانو تبادله په سمیئیزه کچه هم کیدله، او تر ډیره له بندیانو سره له ناوړه سلوک څخه ډډه کیدله.

د طالبانو او مسعود ترمنځ د بندیانو تبادله

د طالبانو لخوا د ګوندونو له پخوانیو مجاهدینو (وسلوالو) سره د جګړو پرمهال تر ډیره کوشش کیدی چې بندیان ونه وژل شي، ممکن ځینې استثنایې موارد به وي، لکه د تورن اسماعیل خان سره د طالبانو هغه جګړه چې لومړی ځل طالبانو شکست وخوړي، درنه مرګ ژوبله یې ولیدله، او ددوی کسان د تورن اسماعیل خان د وسلوالو لخوا ډیر زیات ووژل شول، حتی په دښتو کې پاتې شوې زخمیان هم. دا ډول کله چې دوېم ځل بیا طالبانو د تورن اسماعیل خان پر وسلوالو برید وکړ، اوهغوی شکست وخوړی، ورته پيښې د طالبانو له خوا د ځینو راپورونو پر اساس شوې دي.

کله چې طالبانو کابل ونیوی، او جګړه شمال ولایتونو ته وغزیده، د شمالي ټلوالي مشرتوب د احمدشاه مسعود په غاړه وو، د بندیانو تبادله وخت په وخت کیدله، په څو میاشتو کې د بندیانو تبادلې صورت موندی، اسیران یوې او بلې خوا نه وژل.

د بندیانو د تداوې او په ځینو مواردو کې د غذاء برابرولو لپاره دواړو خواوو خپل کمیسونونه د مقابل طرف په سيمو کې درلودل، د طالبانو د بندیانو د کمیسون غړو پنجشیر ته تګ راتګ کاوو، او د خپلو بندیانو له احوال څخه یې ځان خبراوو، دا ډول د احمدشاه مسعود کسانو د طالبانو تر کنټرول لاندي سيمو کې د خپلو بندیانو څخه لیدنې کولي، د تبادلې لسټونه هم له زندانو څخه تر لیدو وروسته د دواړو لورو په موافقه صورت موندی.

زما په آند دا یو ښه کار وو، په جګړه کې د نیول شوو بندیانو ژوند مصؤن وو، ولي په ځینو خاصو مواردو کې داسي راپورونه هم  ورکول شوې چې د مخاصمو لورو لخوا د جګړې په ډګر کې زخمیان وژل شوې، چې دا ډیر کم پېښ شوې.

په مزار، جوزجان او سرپل کې چې د جنرال مالک او دوستم د کسانو لخوا په شمال کې بند پاتې تر لسو زرو زیات طالبان ووژل شول، پخوانيو کمونسټانو داکار وکړ، چې د اهل تشیع ځینې ډلې هم ورسره ملګرې وي، بیا دویم ځل چې طالبانو مزار ښار او یاد ښارونه ونیول، ویل کیږي چې دوی هم دریغ ونه کړ، ولي شمیر به یې کله هم د مالک او دوستم لخوا د وژل شوو طالبانو حد ته ونه رسیږي.

د کرزي د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله

د کرزي د حکومت په لومړیو کلونو کې دوه ډوله بندیان وو، په اصل کې د طالب په نوم د بندیانو دوسیې ګرده د امریکایې محققینو او جاسوسانو لخوا څیړل کیدی، مطلوب بندیان یې د کندهار هوایې ډګر او  باګرام زندانو کې ساتل او ځينې ډیر مطلوب یې ګوانتانامو زندان ته انتقالول، د ټیټې کچې متهم بندیان یې افغان حکومت ته سپارل.

د کرزي دحکومت په لومړیو وختونو کې سخته وه چې دهغو بندیانو له حاله چې د امریکایانو په  خپلو زندانو (باګرام، کندهار هوایې ډګر او ګوانتانامو  )کې وو، دهغوی له حال احواله دي دهغوی د کورنۍ غړي خبر شي. کلونه کلونه وروسته بیا لږ سهولتونه راغلل، د بندیانو د کورنیو غړو ته د سور صلیب د استازو په توسط یواځي پر ټلیفون او یا سکایپ د خپلو بندیانو سره د خبرو کولو سهولت مهیا کیدی، او بیا په وروسته وخت کې باګرام ته له ډیرو هلوځلو او کوششو څخه وروسته د کورني غړي ۳ او یا ۵ دقیقي له خپل بندی سره د پنجرو ترشا لیدلای شوای.

د کرزي د حکومت پرمهال د بندیانو تبادله شوې، تر ټوله مهمه تبادله د ایټالوي ډانیلي (۲۰۰۷، اپریل میاشت)  په بدل کې د  ملا دادالله منصور په شمول د ۴ نورو مهمو طالبانو له زندان  څخه خوشي کول وو. ولي اجمل نقشبندي افغان خبریال د لوبې قرباني او سر یې له تنې څخه پري شو.

یوځل خبرونه خپاره شول چې ځینې عرب بندیان له باګرام زندان څخه تښتیدلي او په تیښته بریالي شوي هم دي، ولي ویل کیږي چې په پټه تبادله او تفاهم شوی وو.

کله چې کرزي دویم ځل په ۲۰۰۹ ز.کال کې تر جنجالي ټاکنو وروسته ولسمشر اعلان شو، د بندیانو لپاره پر دي خبره روانه وه چې د بندیانو څخه د لیدنې کتنې سهولتونه برابر شي، د ملګرو ملتونو استازو هم پکې لیوالتیا درلودله، نږدې وه چې هوکړه وشي چې طالبان به په کابل کې د بندیانو د لیدنې او د هغوی له احوال څخه د خبر اخیستلو غیر رسمي کمیسون ولري، دا ډول به له طالبانو سره د دولتي بندیانو پوښتنه وخت په وخت دولتي مامورین کوي، او په ځینو مواردو کې به د تبادلې خبرې هم ممکن وي، ویل کیږي چې د تفاهم او هوکړي په وروستیو شیبو کې کرزي نټه وکړه او  موافقه ونه شوه.

د بندیانو د خلاصون اړوند یو بل لوی پرمختګ د کرزي د حکومت پر مهال دا وشو چې په زرګونو  د طالب په نوم متهم افغانان چې ډیری د جنوب ، جنوب ختیځ او ختیځو ولایتونو څخه وو،  د سولې شورا د ضمانت لیک په جوړولو سره خوشي شول.

امریکایانو هم له طالبانو سره مخامخ معامله وکړه، د امریکايې پوځي بندي بوبریګیدال په تبادله کې یې له ګوانتانامو څخه د طالبانو پنځه مهم مشران (ملاخیرالله خیرخواه، ملا محمد فاضل اخوند، ملااحمدالله وثیق، ملا نورالله نوري او حاجي محمدنبي عمري) خوشي کړل.

په وروستیو وختونو کې کرزي ویل چې باګرام د طالب جوړولو فابریکه ده، کله چې دلته بې ګناه کسان راوړل کیږي ، زجر او شکنجه ویني، د هغه د کورنۍ غړي د غچ اخیستنې په لټه کي کیږي، او تر خوشي کیدو وروسته خپله هم ډیر سخت دریځه جنګیالی جوړیږي، تر ډیره د کرزي همدا خبره پرځای وه، ځکه د زندان د مسؤلینو د ناوړه چلند له کبله ډیر وخت بندیانو د غچ اخیستلو هوډ به کړی وي.

داهم مهمه ده چې څیړنه وشي، هغه بندیان چې د طالبانو له بند څخه خوشي شوې، هغوی ولي بیرته د دولت جنګې لیکو ته نه ځي، او که تللي وي، یوه پرتله په کار ده، چې څومره سلنه خوشي شوې طالبانو او  یا دولتي کسانو بیرته جګړو ته مخه کړي، او عامل یې څه دی.

د کرزي په وروستیو وختونو کې د هیواد په جنوبي ولایتونو کې چې امنیتي حالت ډیر خراب شول، هلته د بندیانو سره ناوړه چلند پېل شو، د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو کمیسونو پري راپورونه ورکړل، تر دي حده چې کله به هم وسلوال طالبان د جګړې په ډګر کې زخمي پاتې وو، او یا به په کوم چا له جګړې وروسته د طالب شک کیدی، هغه په همهغه سېمه کې پرته له محکمې وژل کیدی.

په جګړه کې نیول شوې کسانو سره د شکنجو ، زجر او مرګ سزا  هغه وخت زیاته شوه چې اربکیان د ډیویډ پیټریوس د پلان سره سم په هیواد کې په وسلو او مهماتو تجهیز شول، بې حده زیات ظلمونه وشول او لاهم دا لړۍ روانه ده.

یوځل د کرزي د واکمنۍ پرمهال اویا کسه متهم طالبان په پټه د پلچرخې زندان کې اعدام شوو، بیا یې مړي د هغوی خپلوانو ته وسپارل شول.

ورته عکس العمل طالبانو وښود، د دولت ډیری نیول شوې کسان یې په بېلابېلو سیمو کې اعدام کړل. په لومړیو وختونو کې طالبانو چې کوم دولتي کسان نیول، ځينې یې وژل ، د بندیانو تبادله یې پري کوله او یا خو په ځینو مواردو کې يې د خلاصون لپاره د هغه له کورنۍ څخه پیسې غوښتي، طالبانو دلیل وړاندي کاوو چې ځانګړی زندان نه لري، تر ډیره وخته بندیان نشي ساتلای.

د افغان تکنوکراتانو زندانونه او مجازات

کله چې د ۲۰۱۴ ز. کال ولسمشریزو ټاکنو کمپاین وو، ډیرو افغان روشنفکرانو به ویل چې تکنوکراتان که واک ته ورسیږي، نو د فساد، اختلاس او بې عدالتیو سره به مبارزه ددوی لومړنې اهداف وي، دا ډول سوله او امنیت به له هرڅه ورته مقدم وي.

ډاکټر اشرف غني چې د تکنو کراتانو ملاتړ یې دځان سره درلود، هغوی چې ځانو ته یې روشنفکران  ویل، ورسره ملګري شول، د پخوانیو کمونسټانو ځینې مهمې ډلې هم ورسره ملاتړې شوې، د ډاکټر عبدالله سره یې سخته مقابله مخکې درلودله، داچې په لومړي ځل عبدالله د ګټونکي دعوه لري، په مناسب وخت کې به یاونه ورڅخه وکړو، ولي دویم ځل ټاکنې د اشرف غني په ګټه تمامې شوې، او له عبدالله سره یې ګډ حکومت جوړ کړ.

ډاکټر صاحب اشرف غني په ډیرو لومړیو ورځو کې د پلچرخې له زندان څخه لیدنه وکړه، طالبان یې هلته وترټل، او دمرګ د سزا ورکولو ګواښ یې ورته وکړ، له دي هاخوا د باګرام زندان چې د کرزي په وروستیو ورځو کې يې اداره افغان چارواکو ته سپارل شوې وه، تر ډیره دغه زندان له بندیانو خالي شوی وو، یواځي د باګرام تور زندان لاهم پاتې وو، غني بیاځل د باګرام زندان اداره ویل کیږي امریکایانو ته په واک کې ورکړه، او له پلچرخې څخه وخت په وخت زندانیان بیرته باګرام زندان ته انتقال او لا هم دغه لړۍ دوام لري، د غني حکومت کې له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه  ویل کیږي چې په نظام کې د پخوانیو کمونسټانو د زیات واک له امله دی.

غني نور هم مخکې ولاړ د ملي شورا غړو ته یې په وینا کې وویل چې دی به هغه قاضیان ډیر په وطن او هیواد مین وګڼي چې طالب بندیانو ته د اعدام سزا ورکړي.

غني د روان کال د مئ میاشت کې د ۶ تنو بندیانو د اعدام حکم لاسلیک کړ، هغوی اعدام شول، ویل کیږي چې د شمال ټلوالي (د احمدشاه مسعود لارویانو) لخوا فشار وو چې دوه نور کسان انس حقاني او حافظ عبدالرشید هم باید اعدام شي.

طالبانو هم عکس العمل وښود، ځينې دولتي کسان یې اعدام کړل، ولي په وروستو کلونو کې لیدل شوې چې او په ځانګړې ډول د تکنوکراتو او پخوانیو مجاهدینو د ګډ حکومت پرمهال چې جوپې جوپي دولتي تسلیم شوې د ملي اردو او پولیسو کسان د طالبانو لخوا ازاد کړل شوې. او بده پېښه د اګست میاشتې پر ۲۵مه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالي کې رامنځته شوه،  د طالبانو پرمحلي زندان د امریکا بې پیلوټه الوتکې بمبارد وکړ چې په نتیجه کې يې ۱۷ د ملي اردو عسکر، ۶ پولیس ووژل شول، او درې نور زخمیان شول.

د غزني ولایت په مقر ولسوالي کې داسي پېښه هم لیدل شوې چې له بندي کس څخه لومړی دواړه لاسونه پري شوې، بیا ورڅخه پښې پرې شوې، وروسته ورڅخه سترګې ایستل شوي او بیا وژل شوی.

په دي برخه کې دولت هیڅ ډول ځان مسؤل نه دي ګڼلی، بلکې اربکیانو ته پوره واک ورکول شوی، او اربکیان هغه څوک دي چې قانوني د پوښتنې او ګرویږنې کومه مرجع هم نشته چې هغوی له ناوړه کړنو څخه وګرځوي. پدې معنی چې موږ بیرته ۱۶ قرن ته د بندیانو د حقونو په برخه کې ګرځیدونکي یو.