د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نظرمحمد مطمئن

15.01.2017 15:11    |   نظرمحمد مطمئن په تیرو څلویښت کلونو کې د سولې د خبرو ارزونې – غونډه

زموږ ستونزه داده چې هر څه پر یو جهت ورتاوان کوو، هغه کتاب چې د ۳۲ افغان سیاستوالو سره پکې مرکې شوې، او د سولې اړوند یې مهم بحث وړاندي کړی، د بېلابېلو جهتونو د پلویانو او ناتړلو سیاستوالو سره مرکې شوې، د هغوی اندونه یې سولې ته د رسیدو او د سولې اړوند خنډونو باندي را اخیستي، په همدې موخه د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو انسټیټوټ له لوري په تیرو څلویښت کلونو کې د سولې د خبرو ارزونې تر نوم لاندي غونډه کابل کې جوړه شوې وه، د جنوري میاشتې ۱۲مه، ۲۰۰۱۷، د پنجشنبې ورځ ماسپښین دوه بجې او شل دقیقي غونډه پېل او په ۳:۴۵ ختمه شوه.

10.01.2017 20:48    |   نظرمحمد مطمئن کابل کې ګواښونه او ستونزې

که د سولې هڅې ستاسي د ګټو ضد وي، ښکاره راته ووایاست، ولي په ګواښونو او ستونزو جوړولو باندي مسئله کله هم نه شي حل کیدای. که زموږ د سولې هڅې، د جګړې دریدو کوششونه تاسي د خپلو شخصي ګټو ضد ګڼئ، په کابل کې مې له قلم سره نه شئ منلای، ښکاره راته ووایاست چې هیواد پريږده. ولي ډاډه اوسئ، تر څو چې ژوندی یم، د سولې لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ ساتم، او هیواد به ستاسي د شخصي ګټو لپاره پري نه ږدم.

29.12.2016 15:15    |   نظرمحمد مطمئن د طالب او روس اړیکې ناروا، د امریکا سره اړیکې رواه

د طالب او روس اړیکې نارواه دي، خو د امریکا او کابل اړیکې په هر کتاب رواه دي؟؟؟ د طالب سره د امریکا اړیکې ځکه نارواه دي چې د امریکا په زیان دي، خو له همدې روسانو سره بیا د نورو اسلامي هیوادونو اړیکې رواه دي؟؟؟ کله چې له روسانو سره جهاد وو،‌علماوو ویل چې په افغان نر او ښځې جهاد فرض او د نړۍ په مسلمانو فرض کفایې دی، مګر کله چې له امریکا سره طالب او افغان ولس جګړه کوي، بیا نو افغانان ترهګر دي؟؟؟

08.12.2016 12:27    |   نظرمحمد مطمئن طالبان ولی په قطر کې؟!

د ۲۰۱۶، ډسمبرمیاشتې لومړۍ نیټه وه، د کابل څخه د رسنیو او ځوانانو شپږ کسیزې ډلې سره د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو ناسته درلودله، داچې د رسنیو کارکوونکي او بیا په ځانګړې ډول د سیاسي بحثونو چلونکې مختلفي پوښتنې کوي، مګر یوه داسي پوښتنه هم وه چې د کابل څخه تللي ډلې کوم یوه ورته اشاره او یا هم یادونه ونه کړه.

18.11.2016 13:18    |   نظرمحمد مطمئن پګواش – اسلام اباد: د ولسمشر د سولې ضد څرګندونې

که پلان بدلون ونه مومي، د نومبر ۲۲مه ۲۰۱۶ به اسلام اباد د پګواش د قطر د لړۍ څلورمې ناستې کوربه وي. تر دي له مخه په قطر کې د پګواش دوې مهمې ناستي د ۲۰۱۵ مئ او ۲۰۱۶ جنورې کې شوې وي، چې ګډونوال یې له دي کبله هم خوښ وو چې هلته پکې د طالبانو رسمې استازو او دافغان حکومت استازو په غیر رسمي ډول برخه درلودله، د افغان سیاستوالو تر څنګ پکې یو شمیر میرمنو، ځوانانو او مدني فعالانو ته هم برخه ورکول شوې وه.له دي مخکې په دوبۍ کې د ۲۰۱۲ سپټمبر او ۲۰۱۳ جنوري کې هم بې نتیجې ناستې شوې وې، ځکه په یادو دوو ناستو کې د طالبانو استازو ګډون نه درلود.

21.10.2016 18:26    |   نظرمحمد مطمئن د طالب، امریکا اوحکومت د سولې پټې او ښکاره خبرې

ګارډین او رویټرز راپورونه نشر کړل چې د طالبانو، امریکا او افغان حکومت ترمنځ د سولې پټې خبرې شوې. افغان حکومت محتاط غبرګون وښود، دا خبرونه یې نه رد او نه هم تاید کړل. دا ډول د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند ښاغلی سهیل شاهین یواځي د امنیت ملي د مشر معصوم ستانکزي سره د لیدو خبرې رد کړي، له امریکا او افغان حکومت سره یې د خبرو تردید نه دی کړی.

29.09.2016 10:11    |   نظرمحمد مطمئن سپین او زرغون بیرغ

زرغون بیرغ د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي ، اسلامي حزب (مولوي خالص بابا، چې وروسته یې رنګ سپین ته واوښت) ، نجات ملي ( چې وروسته یې بدلون وکړ) ، سپین بیرغ د حرکت انقلاب اسلامي اوحرکت اسلامي (منصورصاحب)، تور بیرغ د محاذ ملي ، د اتحاد اسلامي اړ وند رنګونه او نښانونه وو.

11.09.2016 12:31    |   نظرمحمد مطمئن یوه ورځ زحمت، د دوو کلونو ګټه

د حج له مهمو او حتمي رکنو څخه یو هم د عرفات په ورځ د عرفات په میدان د حاجیانو دریدل دي، الله ج حاجیانو ته ټول ګناهونه په همدې ورځ بخښي، ولي ځیني داسي لو ی ګناهونه شته چې دهغې بخښل د الله ج په نزد شرایط لري، لکه شرک، قتل، د مور او پلار څخه عاق شوی زوی او د شرابو څښل.

10.09.2016 10:13    |   نظرمحمد مطمئن د احمدشاه مسعود پلویانو ته د سولې وړاندیز

زموږ نظر به ممکن د کومې ډلې یا یو ګروپ خلکو له نظر سره توپیر ولري، خو په دي معنی نه ده چې موږ هغوی ته درناوی نه لرو، بلکې د ټولنې د اصلاح او په هیواد کې د سولې، امنیت او اتحاد له امله کله ناکله یو څه لیکو.

30.08.2016 12:00    |   نظرمحمد مطمئن دتکنوکراتو نظام، زندانونه یا غچ اخیستنې

تر قبل المیلاد مخکې کلونو کې د ټولنې منځ کې هغه څوک چې په جرم متهم وو ، دهغه څخه د سوال کولو اړتیا نه وه، بلکې هغه انسان چې د جرم تور به پري وو، هغه ته سختې سزاوي ورکول کیدي، د پخواني مصر او روم خلکو ګروه داوه چې جرم کول تقدیري مسئله ده، په دي عقیده وو چې مجرم یو بدذاتی او خبیثه روح یې په وجود کې حلول کړی.

11.08.2016 20:29    |   نظرمحمد مطمئن د طالبانو لپاره سخت ازمایښت؛ د پنجاب چورلکه

د بریتانیا، امریکا، پاکستان ګډ پلان داوو چې نور باید طالبان په هر ډول چې وي داسي بدنام او ختم شي لکه چې مجاهدین يې د کابل تر نیولو وروسته په خپلو منځو کې سره وجنګول او بالاخره د طالبانو لخوا پسي واخیستل شول.

26.07.2016 12:56    |   نظرمحمد مطمئن د زرغون کلي ښوونځی او مدرسه - د طالبانو د پام وړ

زه په پخوانیو خبرو تبصره نه کوم چې ښوونځي د چا لخوا نړیدل. د هر لوري به پکې لاس وو، تر دي چې څیړنو ښودلي چې خپله په ولایتونو کې د ښوونځیو د ودانیو په نړولو کې د پي آر ټي ( امریکايې پوځیانو) لاس هم وو، د دولت پلوه کسان هم لاس په لاس ونیول شول او راپورونه يې ورکول شول، طالبان هم په دي کې ښکېل وو. خو داچې په یومخیز ډول یې پړه پر یو لوري واچول شي، عدالت ځکه نه دي، چې د معاش تر لاسه کولو په خاطر په ځینو سېمو کې خپله د ښوونځي استادانو هم ښوونځي سوځولي.

11.07.2016 22:03    |   نظرمحمد مطمئن مشروط سړی نه کامیاب او نه هم ناکام شو – ناټو کانفرانس

په ۱۹۷۹ز. کال کې د وارسا تړون په افغانستان د جګړې ننګه کوله، په افغانستان کې يې بشپړ ۱۰ کلونه خپل عسکر وجنګول، مړه او ژوبل یې کړل، د خپلو عسکرو کورنۍ يې د غم پر ټغر کینولي، او نږدې ۱.۵ میلیونه افغانان يې شهیدان او نږدې ۲ میلیونه معیوب او په میلیونو افغانان یې بې کوره او مهاجر کړل.

30.06.2016 10:55    |   نظرمحمد مطمئن د پاکستان انزوا، د هند او چین سیالي

کله چې له یوې جګړې څخه موږ افغانان احتمالي د وتلو لاره پیداکوو، د بلې جګړې نښې نښانې راڅرګندیږي. په تیرو ۱۵ کلونو کې په بېلابېلو وختونو کې د سولې تر نوم لاندي هڅې او اعلانونه شوي، ولي معلومیږي چې دا ټول یواځي دروغ، د افغان او امریکايې ولسونو غولول وو.

19.06.2016 13:12    |   نظرمحمد مطمئن د افغان حکومت د سولې معکوس فورمول

د امریکا دفاع وزات ومنله چې د امریکا او ناټو پوځیانو په شتون کې د افغانستان امنیت تر پخوا خراب او د طالبانو د وخت له امنیت څخه د دوی د سروې له مخې تر ۴۰ سلنه زیات افغانان خوښ دي.

17.06.2016 12:44    |   نظرمحمد مطمئن د غني اقتصاد او د کابل یولسم روژه مات

د سولې اړوند له یو مجلس څخه راووتم، وزیراکبرخان کې د یو ملګري لیدو ته د سړک په غاړه ودریدم، د ونو سیوري ته دوه تنه ځوانان له خپلو لاسي ګاډیو (کراچیو) سره ناست وو، دواړو خپلو کراچیو ته تکیه کړي وه، ممکن د بیکارۍ او خپل غربت اړوند چورتونه به يې وهل، زه او ملګری هم همدلته د ونو سیوري ته ولاړ او خبري مو کولي، موږ چې نور غوښتل له همدي ځایه ولاړ شو، د همدي دوو ځوانانو څخه يې یو راغی، په ډیر عاجزانه ډول يې وویل چې وروڼو! ګرده ورځ مو کار نه دی کړی، د روژه مات له پاره چې باید خوراک برابر کړو، موږ نن کومه دیاړي (مزدوري) نه ده کړي، که ستاسي له وسه مرسته کیږي.

03.06.2016 10:19    |   نظرمحمد مطمئن د بيان ازادي او د نه زغم نوې څپه

کله چې امریکایانو د طالبانو پر حکومت برید وکړ او کابل یې ونیو په هلمند کې وم. حامد کرزی د ۶ میاشتنۍ لنډمهالې ادارې مشر اعلان شو. د هلمند د وخت والي وغوښتم، زما یې درناوی وکړ، خلکو ورته معرفي کړی وم. یوه میاشت بیا هم په اطلاعات او کلتور کې پاتې شوم. زما وړاندیزونه یې ومنل او د راډیو نشرات زما په خوښه وو. دا چې پخواني کمونسټان پري راټول وو، ورڅخه ولاړم.

05.05.2016 11:39    |   نظرمحمد مطمئن مرورو وروڼو یوځای شئ؛ تاسي ته کار درکوو

ولسمشر، اجرایوي مشر، د کابينې ځینې وزیران، د ولسې جرګې او مشرانو جرګې ځینې غړې، والیان، د سولې شورا او تر دي له مخه ایساف او ناټو، په خپل وار او نوبت ویل چې طالبان دي راشي، خپل هیواد کې دي وسله کیږدي، هغوی ته به کار ورکول شي، کورنۍ به يې خوشاله وي.

15.03.2016 12:00    |   نظرمحمد مطمئن د مارچ ۱۵مه؛ د بهرنیو چارو وزارت چارواکي خبر دي؟

تیره میاشت د فیبروري پر ۲۳مه نیټه په کابل کې څلورمه څلور اړخیزه ناسته وشوه، د ناستې نتیجه د تیرو مخکنیو دریو غونډو په ډول داځل هم دا شوه چې پنځمه څلوراړخیزه ناسته به کیږي. افغان او پاکستاني چارواکو رسنیو ته وویل چې د مارچ میاشت په لومړۍ اونۍ کې به په اسلام اباد کې پنځمه ناسته کیږي او په ناسته کې به د طالبانو د بېلابېلو ډلو استازي ګډون کوي. دا ډول د اسلامي حزب استازي به هم ګډون کوي.

09.03.2016 11:14    |   نظرمحمد مطمئن ښه ده چې دري ژبه مې زده ده

کله چې مسجد ته د سبق ویلو له پاره د تګ شوم، له بغدادي قاعدې ، قران کریم، شروط الصلوت او قدوري زده کولو وروسته راته د کلي‌ د مسجد مولوي صاحب وویل چې پنج کتاب به وایې، له هغه وروسته ګلستان او بوستان پریړ پریړ کتابونه مې زده کړل، درې سره په دري ژبه لیکل شوې دي، ‌ په ښوونځي کې هم موږ د دري مضمون درلود،‌ زموږ په سېمه (د پنجپایې د مهاجرو کیمپ چې د کوټې ښار څخه نږدې ۷۵ کیلو مټره لیري‌ پروت وو) کې دري ژبې وروڼه نه وو مګر موږ په دري خبرې کولای شوای.

06.03.2016 13:12    |   نظرمحمد مطمئن یو سیاست؛ جنګ یا سوله د طالب دروند سیاسي ګوزار

د رسنیو د ځینو کارکوونکو او سیاسي کارپوهانو خپل تحلیل به و چې د لسو طالبانو د نومونو یادونه یې کوله او یا به د حکومت لخوا ځينې نومونه افشاء شوي وو، داخبره نوره ډیرو ته په یقین بدله شوې وه چې د مارچ میاشت په لومړیو دوو اونیو کې به د طالبانو استازي په اسلام اباد کې په څلوراړخیزه د سولې اړوند ناسته کې ګډون کوي.

19.02.2016 11:28    |   نظرمحمد مطمئن د ګډ حکومت د سقوط ځینې عوامل

نږدې یوه میاشت کیږي چې د ګډ حکومت د زوال او نړیدو خبرې په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې اوریدل کیږي،‌ دا خبرې سیاستوال، د استخباراتو کارکوونکې او خپله لوړ پوړې حکومتي چارواکې هم کوي. غواړم په لنډ ډول د حکومت د نړیدو پر ځینو عواملو بحث وکړم،‌ د حکومت کومې ناسمې تګلارې دي چې حکومت د پاڼ پر څوکه دروي.

13.02.2016 14:49    |   نظرمحمد مطمئن ډنډ غوري کې جګړه که غچ اخیستنه؟

د ملي‌ اردو لوړ رتبه جنرالانو ویل چې د ډنډ غوري‌ جګړه به په دوو ورځو کې یو طرفه کړي، د جګړې سره همهاله کابل ته د ازبکستان څخه د راتلونکې برېښنا ستن ونړول شوه، ورپسې د برېښنا دوېمه ستن اره شوه، راپورونه شته چې دوه نورې ستنې هم اره شوې دي.

04.02.2016 11:43    |   نظرمحمد مطمئن تاند پاڼه، استاد سیاف او زما لیکنه

د بیان د ازادۍ ‌له مخې د تاند پاڼې تګلارې ته زه شخصا درنښت لرم، دوی د پاڼې تګلاره د خپلو غوښتنو، موخو او خپلو مقاصدو ته د رسیدو له امله همداسي‌ ټاکلي ده. ولي حق لرم چې ګیله وکړم چې د تاند چلوونکي دي د ژورنالیزم د اصولو په مراعت کولو کې تر نورو پاتې نه وي، ځکه ځینې لیکوال ورته لیکنې کوي. په دې کابل کې هم د ژېړ ژورنالیزم کمی نه شته چې اوس یو څو پر لیکه رسنۍ هم د غیرمعیاري تولید برخه شي.

02.02.2016 11:33    |   نظرمحمد مطمئن د سولې له پاره د استاد سیاف د وژلو غوښتنه – پګواش غونډ‌ه

د پګواش غونډې لومړۍ ورځ ځینې داسي خبرې وشوې چې اړینه ده افغان ولس ورڅخه خبر شي. خبرې به ګرده مهمې وي، زما له پاره پکې درې داسي ټکي دی چې غواړم ستاسي سره یې شریک کړم.