شماري
پوهنمل محمدوارث 13.07.2016 10:21چې تنها پاتې شي غمونه شماري
په ميکده کې تش جامونه شماري
د ساقي سترګې هم تش خم ته ګوري
بيا په لاسو کې ساغرونه شماري
خمار ئې لا تر سر پرېوتی نه وي
په ګوتو د خپل زړه غمونه شماري
د عشق ناکام پړاو ته رسيدلی
لګيا دې د خپل زړه داغونه شماري
کله چې د خيال په دښتو سر شي
ګردونو کې بيا ورک پلونه شماري
نور خو د دنيا له غمه وتی دی
په خيال کې د ليلا خالونه شماري
ته پرې ای ( وارثه ) غرض مه لره
پريږده چې دا خپل دردونه شماري
خبرونه
- په پاکستان کې د سختو بارانونو له کبله ۱۴۳ تنه مړه شوي
- نېتنیاهو وایي په رفح به په هرصورت کې ضروري برید کیږي – بلنکن د ډزبندۍ په حواله عرب چارواکو سره کتلي
- سپريم کورټ: که استخباراتي ادارې څه هم کوي زمه وار یې وزيراعظم او کابينه ده
- پولیس: په بلوچستان کې د ماينونو په ساتنه مامور د اېف سي ځواک يو عسکر په برید کې وژل شوی
- ملګرو ملتونو په افغان ښځو او نجونو باندې د طالبانو د محدودیتونو د لېرې کولو غوښتنه وکړه
- بریتانیا: سږکال ۶۰۰۰ کډوال روانډو ته لیږو
- امریکا کې د فلسطینیانو طرفداره مظاهره چیانو د کولمبیا یونیورسېټۍ په ودانۍ قبضه لګولې ده
- افغان طالبان وايي په هرات کې د شيعه مسلک په جومات حمله کې شپږ کسان وژل شوي
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019