د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ليوني شول

پوهنمل محمدوارث 19.07.2016 12:12

وريځې ګردې ګرځي بارانونه ليوني شول
داسې نخښې ښکاري توپانونه ليوني شول

چا نظره کړي چې منګي پرې تل ماتيږي
راوړۍ سپيلني چې ګودرونه ليوني شول

نوم خو له پخوا نه د تروږميو وه بد شوی
ځکه تورېدلي ماښامونه ليوني شول

ګل او غوټۍ دواړه د ځوانۍ په خوب ويده دي
ولې دا بې وخته خزانونه ليوني شول

وارثه تا د شعر په ژبه ويلې ازار مه اخلۍ
ځکه دا ويده ويده وختونه ليوني شول