چيرته دی
20.07.2016 12:08هيڅ مې پيدا نکړ جانان چيرته دی
هغه ځما ستړی ارمان چيرته دی
ژوند کې مې سړې او تودې وليدې
ځم نور له دې ښاره بيابان چيرته دی
اوس لکه ملنګ هلته کوډۍ وهم
ګرځم پسې داسې مکان چيرته دی
ما خو مې له ځان سره پيدا نکړ
هغه ځما څيرې ګريوان چيرته دی
اوس ئې د ( الف ) نه تر ( ی ) ټول لولم
چيرته دی ديوان د رحمان چيرته دی
خلک مستقبل ته خوشحاليږي ډير
تير مې د نيکونو دوران چيرته دی
داسې د ناښاده ژوند معني څه ده
جوړ له ځنځيرونو زندان چېرته دی
مخه د کاروان ئې بيا نيولې ده
هغه خوبه وړی څاروان چيرته دی
بيا هم د رقيب په دوکه تيروته
هغه ساده ګلی نادان چيرته دی
مخه د وخت ډب کړه ای ( وارثه ) ژر
لاره ئې خطا کړې روان چيرته دی