د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بدليدای شي

پوهنمل محمدوارث 25.06.2016 16:43

وختونه چې بدليږي ذهنيتونه بدليدای شي
د وخت په تقاضو بيا اميدونه بدليدای شي

قحطي د مينې راغله کرکو تيغ وهل شروع کړه
دايم به داسې نه وي نفرتونه بدليدای شي

ته که په تعبير د خوب ښه کلک اوټينګ ولاړئې
د کاڼي کرښه نده تعبيرونه بدليدای شي

تيارو د جهالت اوس تسخير کړی ټول وطن دی
په قلم او په کتاب دا تورتمونه بدليدای شي

بدلون د زمانې که مستقبل ته غاړه ورکړي
( وارثه ) د انسان زاړه فکرونه بدليدای شي