د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژاړم

پوهنمل محمدوارث 17.06.2016 14:43

رژيدلی اميد هر دعا ته ژاړم
لکه شمع هره ورځ رڼا ته ژاړم

خوبه وړو هيلو پريښودم يواخې
لکه ورېځې هر سبا بيګاه ته ژاړم

د جنون سرحد ته څيرې ګريوان خمه
سوې چيغي ليونۍ دنيا ته ژاړم

چې په سترګو کې دې دومره دنيا ځاې کړه
ځما ځاې پکې و نه شو تاته ژاړم

پدې دومره بېوسۍ کې تر تا راغلم
تاخو خيال په ما و نه کړ چا ته ژاړم

تښتيدلی درد مې بيرته راستون شوی
لکه ستوری د سحر ، سبا ته ژاړم