د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

پوهنمل محمدوارث 11.02.2016 12:18

چې غم يې وارخطا کړي ميکدو ته مخه وکړي
ساقي هم کله کله بيا سجدو ته مخه وکړي

تصوير دې په شبنم کې دهندارې په څير وينم
نظر دې شوخ په منډه بيا بڼو ته مخه وکړي


د حسن له غروره چې د ستورو سره ګرځي
د وخت په تقاضا به ليونو ته مخه وکړي

چې ژبه د سپرلي بيا په رڼا ورځې ګونګۍ شي
بلبله ليونۍ هم ترانو ته مخه وکړي

پرخه د ازغو سره هم شپې رڼې کولې شي
کينه چې کله ورشي بيا دعوو ته مخه وکړي

په شمع کې تاثير دی که احساس يې پاريدلی
بورا په خپله خوښه بيا لمبو ته مخه وکړي


ناروې اسلو