د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کارپوهان او غیر مسلکي شننې

میرولي جان لکڼوال 01.06.2015 12:31

د هرې انساني ټولنې د روښانفکره او باسواده قشر دنده او مسوولیت جوړیږي چې د خپلې مسلکې پوهې پر بنسټ د ټولنې د خلکو افکار او اذهان تنویر کړي. د خلکو د فکرونو او ذهنونو تنویر او رغول په انساني ټولنه کې د ټولنیز شعور د پورته کیدو سبب ګرځي، کله چې ټولنیز شعور لوړ شي نو انسانان د خپلې ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو د خوندي کولو له پاره یو ډول د مسوولیت احساس کوي، کله چې په ټولنه کې د مسوولیت احساس پیاوړی شي نو بیا د ټولنې د نیکمرغۍ بنسټ پیاوړی کیږي. هرڅومره چې د یوې موضوع په اړه تحلیل او څیړنه پر منطق او استدلال ولاړه وي نو په همغه کچه د بشري ټولنې پر فکرونو او ذهنونو مثبت اغیز شیندي، د پېښې پر بنیاد تحلیل او ارزونه انسان یو رښتیني حقیقت ته رسوي، سالمه او مثبته شننه د فکري ويښتیا سبب ګرځي خو غیر مسلکي او غیر منطقي شننې د ټولنې پر فکرونو او ذهنونو منفي او ناوړه اغیز شیندي، ددې پرځای چې د ټولنې د خلکو فکرونه په سم لوري روان کړي هغوی منفي لوري ته سوق کوي او بالاخره په ټولنه کې د بې باورۍ او مشوشتیا سبب ګرځي. دا مهال چې هیواد مو له حساسو شیبو تیریږي زمونږ هره منفي او غیر منطقي شننه په ټولنه کې د زهرو د پاشلو په معنا دی، څومره چې زهر پاشل کیږي په همغه اندازه د خلکو فکرونه او ذهنونه وژل کیږي. دا مهال زیاتره د سیاسي چارو کارپوهان داسې شننې کوي چې د فکري رغونې پرځای د فکري تخریب سبب ګرځي، هغوی تل منفي اړخ نیولی او پر مثبت اړخ ډېر کم تماس نیسي، دوی فکر نه کوي چې د دوی شننې او تحلیل د ملت تر غوږونو رسي، هغه ملت چې د سواد او زده کړې کچه یې ټیټه ده هرومرو فکر کوي چې دا ښاغلي چې په راډیو یا تلویزون کې ناست دي زمونږ په نسبت له مسایلو ډېر اګاه او خبر دي همدا لامل دی چې ډېر ژر د دوی په خبرو باور کوي. د هیواد او خلکو پر وړاندې هر باسواده او روښانفکره انسان مکلفیت لري چې هیواد او خلک مثبت لوري ته روان کړي. یوه بله ستونزه دا ده چې مونږ تر ډېره مسایل د حقیقت موندنې پرځای د خپلو خزبي او ګوندي تمایلاتو پر بنسټ تحلیلوو، هڅه کوو چې خلکو ته داسې تحلیل وړاندې کړو چې زمونږ د شخصي او ګوندي ګټو ساتونکی وي، دا ډول تحلیلونه په حقیقت کې د ټولنې د فکرونو د وژلو سبب ګرځي. مونږ که په رښتیني معنا هیواد او خلکو ته ژمن و نو لازم دا دي چې د تحلیل او څیړنې معیار مو ملي او ولسي ګټې وي، ملي او ولسي ګټې هغه مهال خوندي کیدلی شي کله چې د خلکو په فکرونو او ذهنونو کې د حقیقي او رښتیني تحلیل پر بنسټ د ملي ګټو څراغونه روښانه شي. مونږ باید د ګوندي او فردي ګټو پرځای ملي او ولسي ګټې په پام کې ونیسو او د همدې لارې د خپل هیواد او خلکو ښه راتلونکي تضمین کړو. داسې کسان هم شته چې یوازې د شهرت په موخه د تحلیل او شننې پرمهال هوایي ډزې کوي، طبعي ده چې هوایي ډزې د همدې ملت د یو چا په سر راغورځیدونکي دي، دا چې هغوی د شهرت بې پولې لیواله دي نو دې ته نه ګوري چې زه خپلې ټولنې او خلکو ته کوم ډول تولید وړاندې کوم، شهرت غوښتنې ترې ملي او ولسي ګټې ورکې کړي او یوازې په دې فکر کې ډوب وي چې څه ډول ځان د شهرت پوړیو ته ورسوي. دوی باید په یاد ولري چې کاذب او دروغجن شهرت پایښت نه لري.