د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي ملاتړ د نظام د پایښت ستنې دي

میرولي جان لکڼوال 25.04.2015 11:33

کوم نظامونه چې په مستقیم ډول د خلکو د ارادې پر بنسټ ولاړ وي له شک پرته چې له یوې خوا یې د مشروعیت خښتې پیاوړي وي او له بلې خوا یې عمرونه زیات وي. هغه نظامونه چې ولسواک دي تل د خلکو ارادې او غوښتنو ته په جدي نظر ګوري، هغوی خپله بقا او د نظام پایښت د خلکو په ملاتړ کې ګوري او فکر کوي چې د خلکو له ملاتړ څخه پرته د هغوی د واک او قدرت ریښې او ولي ورستیږي. په نظام کې د خلکو په قوت او ارادې پلوي کسان تل هڅه کوي چې د خپلو کړنو د لارې د خلکو زړونه او فکرونه تر لاسه کړي، کله چې د خلکو زړونه او فکرونه په لاس راوړل شي نو له شک پرته چې پر هغوی په اسانۍ سره حکومت هم کیدلی شي. دا ډول خلک د حکومتونو او نظامونو د پایښت بنیادي او اساسي عناصر تشکیلوي، هغوی نه پریږدي چې د ولسونو او نظامونو ترمنځ درز ایجاد او بالاخره د باورۍ فضا رامنځ ته شي.
د نظامونو یوه بله برخه کارکوونکي او چارواکي هغه خلک دي چې په لوی لاس د خپل شته نظام ریښې له بیخې وباسي، ددې پرځای چې د خپل مسوولیت له مخې خلکو ته کار وکړي او د هغوی ستونزو ته ځواب ووایي تر ډېره د مسایلو سره غیر مسوولنه چلن کوي. دا ډول خلک ددې سبب ګرځي چې د خلکو او دولت ترمنځ واټن ایجاد کړي او خلک په خپل نظام باندې بې باوره کړي. هغه خلک چې د یو مسوولیت له مخې د خلکو ستونزو ته ځان رسوي باید تقدیر شي او هغه خلک چې په ورسپارل شویو دندو کې ناغیړي کوي باید مجازات شي ترڅو له یوې خوا پر قانون واکمنۍ او نظام د خلکو باور زیات شي او له بلې خوا په هیواد او ټولنه کې د مجازاتو کلتور پیاوړی شي. زمونږ او ستاسو د اساسي قانون د غوښتنې سره سم ملي حاکمیت د ملت په ارادې پورې تړلی دی، څومره چې په مسایلو، تصامیمو او پرېکړو کې د ملت اراده شامله وي نو په همغه اندازه پرېکړې او تصامیم قوت او ملاتړ پیدا کوي، برخلاف کله چې په تصمیمونو او پرېکړو کې د ملت د ارادې تمثیل کمزوری وي نو په همغه اندازه پرېکړې او تصمیمونه هم کمزوري او بې ملاتړه وي.
ددې له پاره چې د نظام ستنې مو پیاوړي او د قانون واکمنۍ ته زمینه برابره شوي وي نو لازمه ده چې له یوې خوا خاورې، خلکو او هیواد ته ژمن خلک د خپلې وړتیا او ژمنتیا له مخې په دندو وګمارل شي او له بلې خوا داسې خلک موقفونو ته لار پیدا کړي چې پر مټ یې د ولسونو او دولت ترمنځ د باور او ملاتړ تار غښتلی او بالاخره د یو پایښت لرونکي نظام خاوندان شو. ددې له پاره چې دولت مو د خلکو له هر اړخیزې مرستې او ملاتړ څخه برخمن شي نو ښه خبره داده چې له یوې خوا په مهمو مسایلو کې د ملت اراده په پام کې ونیول شي او له بلې خوا د ولسونو غوښتنو، ضرورتونو او اړتیاوو رفع کولو ته د اولیت حق ورکول شي.