د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملت ستونزې او د دولت بې غوري

میرولي جان لکڼوال 06.04.2015 13:48

په ولسواکو نظامونو کې دولت تل ملت ته حساب ورکوونکی اوسي، دولت د ملت د هرې رایې په مقابل کې سیاسي مسوولیت اخلي ترڅو هغه اجرا کړي. هغه دولتونه چې د ملت او خلکو پر وړاندې د مسوولیت احساس کوي نو له شک پرته چې تل ملت ته حساب ورکوونکي وي. هغه دولتونه چې نظام یې ولسواک خو قدرت یې د ملت پرځای پرځان پورې انحصار کړی وي تل ملت ته د حساب ورکولو په لړۍ کې پاتې راځي، د خلکو له سپیڅلو احساساتو د خپلو سیاسي ګټو د تر لاسه کولو له پاره ګټه اخلي. افغانستان په اوس وخت کې د بل هر څه په نسبت سالمې او مثبتې حکومتوالۍ ته اړتیا لري، ترڅو چې مونږ د سالمې حکومتوالۍ خاوندان نه شو نو تر هغې به د ملت هېڅ ډول ستونزې هوارې نه شي. اوس مهال چې د هیواد زیاتره حکومتوالي سرپرسته ده خلک د ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان کړي. سرپرست چارواکي فکر کوي چې څو ورځې واکمن دي نو له همدې امله له یوې خوا بې دریغه اداره فساد ته لار هواره وي او له بلې خوا د کوم ډول مسوولیت احساس نه کوي، په داسې حالاتو کې په ټولنه او خلکو یوازې انارشي او ګډوډي حکومت کوي. حکومتي چارواکي ددې پرځای چې د ملت ستونزو ته پام وکړي په خپلو ګټو سر دي، د قانون د تطبیق او اجرا له پاره ډېرې کمې هلې ځلي کوي ځکه ویره لري چې د قانون د تطبیق سره سم د هغوی ګټې تر پښو لاندې کیږي. مقننه قوه چې باید د حکومت د چارو د نظارت او د قوانینو د تصویب دنده ور ترغاړې ده په خپلو شخصي ګټو بوخت دي، ډېر کم د ملت کور یا پارلمان ته خاضریږي او زیات وخت یې په خارجي سفرونو تیریږي همدا لامل دی چې د خلکو او ولسونو د ښیرازۍ له پاره ډېر کم قوانین په تصویب رسیږي او د حکومت د چارو د نظارت پرځای د خپلو شخصي کارونو نظارت کوي. قضایه قوه چې د قانون د تطبیق او پلي کیدو مهم ارګان دی تر پوزې په اداري فساد کې ډوبه ده، ددې پرځای چې د قانونیت د لارې یوې مسلې ته ځان ورسوي تل د پیسو او زورواکۍ په مقابل کې د انسان حقه حق بل ته ورکوي. د دولت په درې ګونو قواوو کې د اداري فساد ستونزه او یو د بل په چارو کې مداخله ددې سبب شوي چې په ټول دولت باندې د خلکو باور او اعتماد کم شي، د خلکو او دولت ترمنځ واټن ایجاد شي او بالاخره ملت د دولت سره خپله همکاري پرې کړي. په داسې یو حالت کې دولت د لکونو امنیتي ځواکونو په شتون کې هم د امن او ثبات څراغونه نه شي روښانه کولی. مهمه مسله داده چې په هیواد کې سالم نظام او حکومتوالي رامنځ ته شي، کله چې نظام او سیستم جوړ شي نو بیا د افرادو او حکومتونو بدلون په ملت او ولس ناوړه اغیز نه شیندي ځکه چې د حکومت کولو قالب شتون لري، د مثال په توګه د امریکا متحده ایالات چې د جوړ نظام خاوندان دي د افرادو په تغیر سره یې په حکومتوالۍ او نظام چلونه کې ستونزه نه ایجادیږي په عادي او نورمال حالت خلکو ته خدمات وړاندې کوي. هغه هیوادونه چې د ناروغ نظام او سیستم لرونکي وي نو تل د افرادو په بدلون سره سیستم لا ویروسي کیږي، د بېلګې په توګه په افغانستان کې چې د ملت پرځای واک په ډلو او اخزابو ویشل شوی تل د حکومت په بدلون سره افراد بدلون کوي، په بله خبره د وړتیا او استعداد پرځای د ډلو او خزبونو فرمایشونه په پام کې نیول کیږي همدا لامل دی چې مونږ ددې پرځای چې له یوې ورځې تر بلې د ښې حکومتوالۍ خاوندان شو د بدې حکومتوالۍ خاوندان کیږو. ملت مو د اور او باروتو په تنور ناست دی خو دولت مو خپله د غفلت په ژور خوب ویده دی، دوی فکر کوي چې د دوی د بچیانو ارامي او سوکالي د ملت سوکالي ده خو خبره داسې نه ده د ملت بچیان هره ورځ د بمونو او چاودنو تر چتر لاندې ښوونځیو ته ځي خو د دوی بچیان یا په خارج کې درسونه وایي او یا هم د قوي امنیتي امکاناتو سره ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي. د ملت بچیان د یوې ډوډۍ د پیدا کولو له پاره کوڅه په کوڅه سوالونه کوي خو د دوی بچیان د زیات خوراک له امله ورزشونه کوي، ملت د ځان پټولو له پاره یو جوړ کالي نه لري خو دوی د ځان او بچیانو لباسونه له خارج را غواړي.