د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوست د هېر کړ...!

میرولي جان لکڼوال 20.05.2015 12:29

د حمل شپاړسمه نیټه وه، خلک په پخواني نظام کې د اداري فساد له امله ستړي شوو، د خلکو په زړونو او فکرونو کې د بدلون او سمون هیله وه. د بدلون او پایښت شعارونه ګرم و، همدې شعارونو خلک په فکري لحاظ یرغمل کړي و ترڅو په ډېرې مینې او علاقې سره په هیواد کې د یو غښتلي او پیاوړي نظام بنسټ او ریښې پیاوړي شي. خوست هم یو له هغې ولایتونو څخه و چې د نوي ولسمشر په ټاکل کیدو کې یې نه یوازې غوښنه برخه درلوده بلکې د ټاکنو د بریا له پاره یې بې شمیره قرباني ورکړه. جواس خان د خپلې خوږې لور د مړینې خبر له دې امله پټ وساته چې خدای ج مه کړه په کلي او سیمه کې یې د ټاکنو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخامخ نه شي او خلک په دې مهمه او برخلیک ټاکوونکي پروسه کې له ګډون پاتې نه شي. د علیشرو او تیرزیو اړوند سیمه کې په یو کور د توغندیو د لګیدلو له امله لسګونه ماشومان، ځوانان، ښځې او نارینه زخمیان او شهیدان شول. ځوان نسل چې په فکري لحاظ د یو مثبت بدلون په تمه و په ډېر لالهاندۍ سره په غرونو او دشتو کې منډې ترړې وکړې، ستونزې او سختی یې په ځان ومنلې، د ژوند د اخیستلو ګواښونه ورته وشول خو بیا هم خپل هیوادني احساس او د یو مثبت بدلون هیلې دوی له خپل ټاکلي هدف را ونه ګرځول. هغه پیغلې او میرمنې چې د ډېرو کلکو کلتوري شرایطو لاندې وې د کلتوري شرایطو پولې یې ماتې کړې، د نارینه و سره یو ځای یې د ټاکنو بهیر لا ګړندی کړ، هغه میرمنې چې د ډېرو مهمو مسایلو له پاره له کوره نه وې راوتي له کوره را ووتې، رایې وکارولې او په هیواد کې د یو مثبت بدلون له پاره یې لاسونه لپه کړل.
ټاکنې ترسره شوې، د اوسني ولسمشر د رایو ګراف لوړ شو، په ټاکنو کې د درغلیو خبرې را پورته شوې، د کشمکش په همدې جریان کې خوستیانو ته د پسونو اصطلاحات وکارول شول خو خوستوالو د تل په څیر خپل لویوالی ښکاره کړ، یوازې د غونډو او راټولیدنو په شکل یې د دوی پر وړاندې د سپکاوي د ډکو اصطلاحاتو کارول وغندل. اوسني ولسمشر په ډېر درنښت په هر ځای کې د خوستیانو د قربانیو یادونه کوله او ویل به یې چې خوستیانو زه مو تر ارګه ورسولم. د ټاکنو جنجال پای ته ورسید ډاکټر صیب غني د سیاسي واک پر ګدۍ کښیناست، په سر کې یې یو څو فرمانونه د مهمو مسایلو په اړه صادر کړل او د خلکو هیلې یې لا وغوړولې خو ډېر وخت نه و تېر چې د ولسمشر قدرت تر ارګه منحصر شوو، په ډېرو لومړنیو ژمنو کې پاتې راغلو او په قدرت کې د ډاکټر عبدالله ډلې خپل نفوذ زیات کړ. د اختلافاتو له امله کابینه وځنډول شوه او آن تر اوسه د دفاع وزارت له پاره وزیر نه لرو. په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي په یوه جلسه کې ولسمشر ته ور یاده کړه چې د خوست خلک په نظام کې خپله څیره لیدل غواړي ولسمشر ورته وویل چې څیره څه چې خوست به په دې اړه مشبوع کړم.
خوستوال په همدې تمه و چې ولسمشر به زمونږ کادرونه ځای پرځای کړي او بالاخره به د هیواد د نورو کادرونو سره یوځای د خلکو او هیواد خدمت وکړي، دا خبرې هغه مهال یو خوب او خیال شو کله چې په کابینه کې د خوستوالو یو کادر ونه لیدل شو، له وزارتونو چې خبره تېره شوه نو بیا خلکو فکر وکړ چې ممکن په سفارتونو او ولایتونو کې خوستوالو ته سهم ورکول شي دا خبره هم تر اوسه یو خوب دی ځکه چې د والیانو په اعلان شوي لیست کې له خوست هېڅ کادر په پام کې نه دی نیول شوی. زیاتره والیان د پانګوال نظام د ځانګړنو او د وکیلانو له کورنیو وټاکل شول، که همدا یې معیار و نو بیا خو باید د خوست د خلکو د استازي همایون همایون قربانی هم په پام کې نیول شوي وی، په خپل شخصي لګښت یې د لکونو ډالرو په مصارف همدې ولسمشر ته کمپاین وکړ، ژوند یې په خطر کې واچوو او آن شخصي برخوردونه یې وکړل.
مونږ ( خوستوال ) په ژوره توګه ګیله من یو، مونږ د پوره سیاسي شعور خاوندان یو او د چا په ښو او بدو حساب کوو، مونږ تل قرباني ورکړي خو بیا مو قرباني هیره شوي، دا ځل به له خېره خوستوال په پوره ویښتیا او ځیرکتیا قدم اخلي، نور به له داسې خوش باورۍ کار نه اخلي او د یو منظم ولسي تړون او هستې پر بنسټ به د ولایت د ټولو مادي او معنوي حقوقو او ارزښتونو ننګه او ملاتړ کوي.