د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رنځور سیاست او رنځور سیاسیون

میرولي جان لکڼوال 08.04.2015 12:18

سیاست دایمي دوست او دښمن نه لري، کله نه کله د سیاسي ډګر د ملګرو ترمنځ اختلافات ښه وي ځکه چې په پایله کې یې ولسونو ته د حقیقت د موندنې دروازه خلاصیږي. سیاست دومره بدرنګ نه دی لکه مونږ ته چې را پیژندل شوی، دا چې ولسونه سیاست ته په ښه نظر نه ګوري لامل یې دا ده چې تل د سیاست تر چتر لاندې ورته دروغ ویل شوي، خلک یې دوکه کړي او بالاخره یې د سیاست انځور د خلکو په منځ کې تت کړی دی. هغوی چې رښتینی سیاست کوي له شک پرته چې پرې خپلې مادي او معنوي ګټې هم ساتي او هغوی چې د دروغجن سیاست پر آس سپره دي نو تل یې د ملت مادي او معنوي ګټې د خپلو شومو سیاسي ګټو قربان کړي دي. دا چې زمونږ په ټولنه کې سیاسیون رنځور دي نو ځکه خو رنځور سیاست پرمخ وړي. سیاست د موټر سایکل سواري نه ده چې هرڅه یې په خپله ګټه را وڅرخوې بلکې سیاست د نړۍ په لوی سمندر کې داسې یوه کشتي ده چې له تاسره یوځای ټول ملت پکې سپور دی. سالم او مثبت سیاست واک درکوي ترڅو په نړۍ حکومت وکړې خو منفي او رنځور سیاست بیا نورو ته زمینه برابروي ترڅو په تا حکومت وکړي. د ژوند د بېلا بېلو ډګرونو سیاسي خطاګانې د جبران وړ دي خو د سیاسي ډګر وړه اشتباه هم د جبران له پاره لوی او پراخ امکانات غواړي. یو ډاکټر که یوه طبي اشتباه وکړي نو د یو انسان د وژنې سبب به وګرځي خو که یو سیاستمدار یوه سیاسي اشتباه وکړي نو د ملت د وژنې سبب ګرځیدلی شي. رنځور سیاست د ملتونو په غاړو کې د حقارت، ایسارت او غربت رسی ور اچوي او تل یو ملت د غربت او بدمرغۍ سره مخامخ کوي. نیلسن منډیلا کلونه کلونه سیاسي مثبته مبارزه وکړه په پایله کې خپل ملت ته نیکمرغي، ازادي، خوشالي او ښیرازي ور وبخښله. ګاندي د خپلو خلکو او هیواد له پاره د سالم سیاست پربنسټ او د تاوتریخوالي د نه شتون پر فلسفې ولاړه مبارزه وکړه هندوستان یې په داسې یو سیاسي قالب کې ځای کړ چې تر ننه یې خلک ځانونه مشکور او مدیون بولي. هغوی د فردي سیاست پرځای ملي سیاست وکړ همدا لامل دی چې ملي ګټې او ارزښتونه یې خوندي کړل، برخلاف مونږ د ملي سیاست پرځای د فردي سیاست لاره غوره کړي همدا علت دی چې د هیواد پښه او بوټ مو سره نه سمیږي. مونږ سیاست د خپلو خلکو د غولونې او تیرایستنې یوه ښه وسیله بللي، همدا لامل دی چې په ټولنه کې مو سیاست او سیاسیون بې رنګه ښکاري. هغوی چې سیاست د ملتونو د سالمې رهبرۍ او لارښوونې له پاره ترسره کړی نن د مریح له ستوري د خپلو هیوادوالو له پاره د خوشالۍ او پرمختګ زیري رالیږي. زمونږ د ملت د سیاسي شعور د ټیټې کچې څخه زمونږ سیاسیونو تل ناوړه ګټه اخیستي، د خپلو سیاسي لومو او دامونو پر بنسټ یې د ملت پاک او سپیڅلي احساسات یرغمل کړي دي، د هغوی پر احساساتو یې لوبې کړي او آن د هغوی د احساساتو پر وژنه یې سپمه نه ده کړي. په نوره نړۍ کې سیاسیون د خپلې وینې رنګ د خپلو خلکو د وینې د رنګ سره مساوي بولي خو زمونږ په ټولنه کې د سیاسیونو د وینې رنګ د ملت د وینې له رنګ څخه ځانګړی امتیاز لري، د هغوی وینه حسابیږي او وزن کیږي خو د ملت وینه د مفتو اوبو په څیر بهیږي.