د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوانان د پرمختګ محرکه قوه

میرولي جان لکڼوال 26.04.2015 12:54

په نړیواله کچه ځوانان د هر تحول او بدلون د سون خام مواد تشکیلوي، هېڅ انساني ټولنه د ځوان نسل د انرژۍ او قربانۍ څخه پرته پرمختګ نه شي کولای. مونږ د عربي نړۍ په پاڅونونو کې ولیدل چې له یوې خوا د ځوان نسل ځوانې انرژۍ د تحول او بدلون څومره زمینه برابره کړه او له بلې خوا د ځوان نسل ځوانې قربانۍ څومره مثمره او ګټوره ثابته شوه. دا هم باید په پام کې ولرو چې که ځوانان د یوې ټولنې د پرمختګ محرکه او ځواکمنه قوه ده نو له بلې خوا همدغه قوه د یو هیواد د ورانونې او ړنګونې لامل هم کیدلی شي، په بله خبره ځوان نسل تل یوې سالمې او مثبتې رهبرۍ ته اړتیا لري. ځوان څوک دی؟ په دې اړه سره د پوهانو نظرونه ویشلي دي، ځینې پوهان په دې باور دي چې هر هغه څوک چې د اتلسو او څلویښتو ترمنځ عمر ولري ځوان بلل کیږي مګر بله ډله بیا وایي چې ځوان هغه څوک دی چې ځوان فکر ولري، هغوی استدلال راوړي چې یو انسان به ۲۵ کلن وي خو هغه به معتاد وي، ټولنې ته به یې کوم خیر نه رسیږي بلکې په ټولنه به یو بار وي نو دا ډول کسانو ته ځوانان نه شو ویلی. په هر صورت څومره چې په انساني ټولنه کې د ځوانانو رول بارز او عمده دی نو په همغه کچه ځوان نسل پاملرنې ته هم اړتیا لري. د ځوانۍ مرحله له نورو مرحلو توپیر کوي، په دې مرحله کې د انسان هیلې لوړیږي ، غوښتنې او اړتیاوې یې زیاتیږي نو له همدې وجې یو ډول اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري. په انساني ټولنه کې یوه لویه بدمرغي د ځوان نسل بیکاري ده، کله چې ځوان نسل بیکاره شي نو طبعي ده چې د خپلو هیلو، غوښتنو او اړتیاوو د پوره کولو له پاره به ډول ډول غیر قانوني کارونو ته مخه کوي نو ددې نسل د بوختیا له پاره باید دولت ډېره توجه وکړي. له بلې خوا، اوس هم په دوایرو کې داسې واکمن شتون لري چې د ځوان نسل سره یو ډول کرکه او نفرت ښکاره کوي، هغوی فکر کوي چې ګواکې ځوانانو زمونږ پر موقفونو او ځایونو سترګې ښخې کړي دي، دوی دولتي چوکۍ یو ډول شخصي میراث بللی او تل هڅه کوي چې د واک پر چوکۍ پاتې شي. د ځوانانو سره په دوایرو کې د تبغیض پر بنیاد چلن کول ددې سبب ګرځي چې له یوې خوا د ځوانانو توده احساسات او د کار سره مینه ووژل شي او له بلې خوا په لوی لاس وهڅول شي ترڅو په ټولنه کې دول ډول جرایمو ته مخه کړي. جرایمو ته د ځوان نسل مخه کول ددې سبب ګرځي چې په ټولنه کې عامه نظم ګډوډ او بالاخره ټولنه د انارشۍ سره لاس او ګریوان شي. که مونږ په رښتیني معنا غواړو چې هیواد مو له شته ستونزو او بدمرغیو وژغورل شي او هیواد مو د پرمختګ په لوري ګړندي ګامونه واخلي نو اړینه ده چې د ځوان نسل په سالمه بوختیا کې د زړه له تله هڅې وکړو او ترڅنګ یې د دولت مسوولیت دی چې د ځوانانو د ځوانې انرژۍ او فکر څخه د هیواد په هر اړخیز پرمختګ کې ګټه واخلي، هغوی ته زمینه برابره کړي او دوایرو ته هدایت ورکړي ترڅو د ځوان نسل سره خپلې تجربې شریکې او په ګډه سره د بدمرغۍ په دې روان سمندر کې روانه بیړۍ تر منزله ورسوي. ځوانان د یوې ټولنې د حرکت او پرمختګ ځوانه محرکه قوه ده نو لازمه ده چې د همدې قوې څخه په مناسب ډول ګټه واخیستل شي او هیواد د پرمختګ سړک باندې د تګ له پاره تیار او چمتو شي.