د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپوهنې په وړاندې پرتې ننګونې

مجيد ژړاند 21.01.2015 11:54

لکه څنګه چې روښانه ده ، پوهنه دټولو ستونزو او خڼدو نو دحل يواځينۍ لاره ده، دپوهنې پرمټ کولی شو چې دپرمختګ له کاروان سره مله اوسو.
دستونزو له ژورو نه درواتلو يواځينۍ لار پوهنه ده ، دانسانيت ښکلا او ښايست دپوهې له برکت څخه دی.
له لنډ مهالې دورې نه راپدې خوا دپوهنې په برخه کې دپام وړ پرمختګ شوی دی، تر ننه پورې ډېر زیات شمېر ځوانان دپوهې له خواږه نعمت څخه برخمن شوي دي.
داسې هم نه ده چې په هيواد کې دپوهنې په برخه کې هيڅ ستونزه نشته، اوس هم په هغه سيمو کې چې ناامني زياته ده ،هلته دپوهنې په برخه کې ګڼ شمېر ستونزې شته .
ډېر علمي کدرونه او له پوهنتونونو نه فارغ ځوانان لرو ، تر نن ورځې پورې په خپله سيمه کې بېکاره دي.
په هغو سیمو کې اوس هم هغه خلک دښوونځي چارې پرمخ وړي چې يواځې يې ديني زده کړې کړې دي، هغوی دکېميا ، رياضي، بيولوژي او هندسې تدريس هم کوي.
يو نژدې ملګری چې دکندهار پوهنتون دښوونې اوروزنې پوهنځي دبيولوژي له ډيپارتمنت نه فارغ شوی او ښه وړتيا لري.
راته ويې ويل چې دلېسې امر ته مې وويل چې زه به دغه زده کوونکو ته کېميا تدريس کړم، دلېسې امر راباندې په قهرشو ويې ويل چې کېميا ښوونکی خو هغه پلانی کس دی .
دلېسې امر زما ملګري ته ويلي وو چې هغه کس دکېميا په برخه کې تخصص لري، خو همدغه کس تر اوسه هم لا دوولسم ټولګی لوستی نه دی.
دپوهنې وزارت او اړونده رياستونه تر يوه بريده ګرم ځکه دي ، په سیمه کې يې هغه چاته دپوهې مشالونه په لاسونو کې ورکړي دي چې دوی يې په ارزښت پوه نه دي.
دا داسې ده لکه يوه ديوه ړوند په لاس کې چې برېښنا ورکړي ، هغه تر ې کومه ګټه اخيستی نه شي.
زموږ په سیمه کې يو کس وو چې په لومړي کال ملازم وو ، خو بل کال ته ښوونکی شو، له هغه وروسته يو بل چې ډېر مسخره چي هم وو، دښوونځي ملازمت ته ملا وتړله ، يوچا ترې پوښتنه کړې وه چې عبدالله خانه ته ولې ملازم شوې؟ عبدالله خان يې په ځواب کې وويل چې کال ته مې معلمي پخه ده .
نو په داسې حالاتو کې چې له يوه لورې ناامني له بله لورې يوبل نسل بېسيواد لويېدل به بیا زموږ ټولنې ته لوی سرخوږی وي.
داچې دملي وحدت حکومت په کار پيل کړی دی، کابینه تازه اعلان شوې ده ، دپوهنې په برخه کې باید ډېر زيات کار وشي.
دازادې سيالي له لارې چې مخکې ازموينې اخيستل کېدې هم شفافې نه وې، باید په دغه برخه کې زیاتې هڅې وشي.
په هغو سیمو کې چې خلک دپوهنې له بهير نه خوښ نه دي ، باید دخلکو دغوښتنو په نظر کې نيولو سره ورته پلان جوړ شي، په ډېرو سيمو کې پوهنې بهير دڅو محدودو کسانو په لاس کې دی، تر کومه چې وړتيا په نظر کې ونه نيول شي، دپوهنې په برخه کې به ټولې هڅې بېځايه وي.
تر ټولو زيات پام باید هغو سیمو ته واړول شي، چې دپوهنې بل مشالونه نيم ژوانده يادمرګ له ګواښ سره مخ دي، هلته هم ليسانس او ښه وړ کسان شته فقط ستونزه دښوونځيو په هغو چارواکو کې ده چې ددوی ګټې له ګواښ سره مخ دي ، هغوی يې مخه نيسي.
دناامني په وجه دهغوسیمو دزده کړې حق دولت اخيستی ، هيڅ پام يې ورته کړی نه دی، که دغه سيمې همداسې پرېښودل شي، نو لرې نه ده چې يوځل بیا به دټولنې اوخلکو لپاره لوی سرخوږی وي.
دپوهنې وزارت له لورې په ولسواليو کې دعالي دارلمعليمينو جوړېدل که دپر مختک په لاره کې ښه ګام دی، خو دډېرو تبرونو لاستي هم شول .
ډېر داسې کسان پېژنم چې دپوهنې په وزارت کې هيڅ سوانح نه لري، له دوولسمو تولګيو څه چې له نهم ټولګي څخه هم فارغ شوي نه دي، هغوی ته يې دڅوارلسمو ټولګيو دفراغت تصديق پاڼې ووېښل شوې.
باید دناامنه سيمو ښوونکي ددوهم ځل لپاره ارزيابي شي، تر څو په راتلونکي مو په سیمه کې دپوهې ډېوې روښانه اوبدمرغيو ته دپای ټکی کېښودل شي.