د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ادبي ملګري ټولنې ويډيو کنفرانس اونيزه غونډه تر سره کړه

مجيد ژړاند 14.06.2015 12:58

کليوال ادبي ملګري ټولنې پر له پسې شپږ دېرشمه اونيزه ويډيو کنفرانس غونډه تر سره کړه، دغونډې دنظامت چارې دجميل وقار په غاړه وې.
شپږ دېرشمه اونيزه ناسته دروان کال دغبرګولي دمياشتې په درويشتمه نېټه په مسلم پوهنتون کې جوړه شوه، ښاغلي قدرت الله نرميول دسپېڅلي کلام ايتونه تلاوت کړل، ورپسې دتېرې غونډې راپور ولوستل شو، چې ښاغلي حبيب الرحمن تاثير په راپور نيوکه وکړه، هغه وويل (( اسدالله ځير دمېلمه په چوکۍ کېناست)) دغه غونډله که داسې ليکل شوې وای نو ښه به وه‎(( اسدالله ځير دمېلمه چوکۍ ته وبلل شو. ))
وروسته له اجندا سره سم دهيواد نامتو ليکوال، څيړونکي او مورخ ښاغلي زرين انځور دويډيو کنفرانس له لارې (پښتو معاصر داستاني ادبيات) په اړه لکچر دغونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
ښاغلي زرين انځور دلکچر په پيل کې وويل((پښتو معاصر داستاني ادبيات دپښتو معاصر ادبي تاريخ دمينه والو لپاره يو جالب بحث دی، کله چې موږ په پښتو معاصر ادبياتو باندې خبرې کوو، پښتو معاصر داستاني ادبيات پکې خپل خاص ځای لري.
دغه دڅو اړخونو څخه لومړۍ خبره داده دغه دمعاصر ادبیات ، دادبياتو په تاريخ کې لږ بحث پرې شوی دی، هغه هم دفورم له پلوه او هم دموضوعاتو دمحتوا له پلوه او هم نور موضوعات دغه بهير ته راداخليږي.
دنویو ادبي ژانرونو له کبله چې په دغه داستاني ادبياتو کې بدلون راځي، دا چې دا له کوم وخت نه شروع شوی دی ، په ټوله کې ويلی شو چې دوخت او زمان غوښتنې دي، چې نړۍ داقتصادي او تخنيکي برخه کې پرمختګونه رامنځ ته کېږي، لومړی ورو، ورو او وروسته بیا په تتفصيل سره موږ ته رارسېږي، دکتابونو دچاپ لړۍ خپل اغېز پرځای پرېږدي.
په دغه برخه کې فکري بدلونونه او همدا رنګه اقتصادي او تخنيکي بدلونونه هم په معاصرو ادبياتو کې خپل زیات اغېز پرېږدي، دکتابونو چاپ ، دمجلې چاپ خپله ددغه بدلونونو ښکارندوی دي. ))
ښاغلي انځور صیب! دخپل لچر په دوام سره وويل(( په دغه برخه کې ټولنيز نهضتونه او نوې خبرې رامنځ ته کېږي، چې خپله بدلون رامنځ ته کوي، لومړی دغه داستاني ادبيات له ګاونډيو نه راځي، وروسته بیا مستقما له غرب نه راځي، همدارنګه پښتونخوا او افغانستان دانګريز ښکيلاک راتګ لومړی دهند نيمه لویې وچې او بیا افغانستان دانګريز فرهنګي ښکېلاک راتګ په پايله کې چې په برتانوي هند کې يې خپلې کمپنۍ په کار واچولې ، چې ګواکې موږ دودې او انکشاف لپاره کار کوو ، په دغه شکل راغلله، دغه دښکېلاک لومړي څرکونه وو، چې ورسره جوخت یرغل ملګری و، دغه خپل اثرات لرل.
تر ښکيلاک وړاندې زموږ دولسونو مبارزه ده، دوسلوالې مبارزې په څنګ کې فکري، سياسي او دقلم مبارزه ډېره مهمه وه، تاسو به دډېرو شاعرانو شعرونه اورېدلي وي په هغه کلونو کې، چې فرهنګي ښکېلاک افغانستان ته راغلی دی.
په ولس کې دولسي شاعرانو په حدودو کې او روښان فکري نهضت کې دشروطیت دنهضت اغېز دی، چې دزعيم مشروطيت دی.
ادبياتو کې مخصوصا دنوې مفکورې ورداخل دازادۍ دفکر ورداخلېدل خپله په پښتو معاصر داستاني ادبياتو کې خاص ځای لري.
مشروطيت په نهضت کې زياتره زموږ ليکوالو، ديني عالمانو او ژرناليستانو هم خپله ونډه درلوده، په لومړي ځل کې دمولوي عبدالرووف پاکي کندهاري لخوا د سراج الافکار افغانستان په نوم لومړۍ ګڼه چاپ شوه، چې دغه دافغانستان دمطبوعاتو په تاريخ کې له شمس النهار نه وروسته مالومه جريده ده، چې په تاسف سره يې لومړۍ ګڼه وروستۍ هم شوه.))
همدارانګه ښاغلي زرين انځور دخپل ويډيو کنفرانس لکچر له لارې دغونډې ګډونوالو ته خورا په زړه پورې مالومات وړاندې کړل.
انځور دخپل لکچر په دوام خورا ډېرې ګټور مالومات دغونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل(( له هغه وروسته سراج الاخبار افغانيه دمحمود طرزي له لورې چاپ شوه، چې دې جريدې ډېر کلونه دوام وکړ او دغه دوره دافغانستان دمطبوعاتو په ډګر کې خورا ځلانده دوره ده او همدارنګه دفکري مبارزې لپاره هم خورا زياته ګټوره ثابته شوه.
په تېره بیا دازادۍ لپاره ازادۍ داخيستلو او همدارنګه دخپلې ژبې او فرهنګ لپاره دشاعرانو شعرونه او ادزادۍ دمفکورې اړوند مطالب پکې خپرېدل.
په ۱۲۹۸ کال کې چې غازي امان الله خان له خوا چې دمشروطیت دنهضت له ملګرو سره يو ځای ځکه چې امان الله دنهضت مشر وو، دخپل نهضت دمرام سره يو ځای يې ازادي واخيستله او له هغې نه وروسته يې انکشافي پروګرامونه ددغه مترقي باچا په وخت کې تر سره شول، پښتو مرکه جوړه شوه.
په ژورناليزم او نورو برخو کې دپام وړ کارونه تر سره شول.
کله چې دمفکورو ادبیاتو پيلامه مطالعه کوو، نو دغه عوامل ددې سبب شول چې زموږ په ادبیاتو کې هم دموضوعي پلوه او هم د فورم له مخې بدلونونه راشي. ))
ښاغلي انځور په ډېر کم وخت کې ډېر زيات مالومات له ګډونوالو سره شريک کړل، زرين انځور دپښتو نثر په اړه هم خورا خوندورې خبرې وکړې.
((کله چې موږ پښتو نثر مطالعه کوو، نو له بېلا، بېلو پړاوونو نه تېرشوی دی، کله روان دی، کله بیا نيمه کړکېچن دی، کله بیا ټول کړکېچن دی، دبېلګې په توګه داخوند دروېزه مخزن او د مياروښان خير البیان دی، چې په مقفی نثر ليکل شوی دی، خووروسته خوشال خان ددستارنامې په ليکلو سره نثر ساده کړ.
خو په معاصره دوره کې نثر دښکلا خواته ځي، ښ:لي نثرونه ليکل کېږي، چې موږ او تاسو ورته هنري نثر وايو.
په دغه دوره کې نثر له کړکېچن حالت نه راوځي، په لومړي قدم کې ادبي ټوټې ليکل کېږي، چې په سراج الاخبارکې يې هم ځينې نثرونه خپاره شويدي او هم په کندهار کې دطلوع افغان په پاڼوکې هم دغه خوندور نثرونه چاپېږي، چې ارواښاد علامه حبيبي صیب ‎! يې مشر وو.
له هغه وروسته داستاني نثر ته پاملرنه زياته شوه، لومړۍ مالومه پښتو کيسه په پښتونخواکې دراحت زاخېلي په قلم ليکل شوې دي، نه يواځي لنډه کيسه يې ليکلې ده، بلکې لومړی ناول هم دراحت زاخېلې په قلم ليکل شوېدي.
دغه کيسې په ۱۹۰۸ز په ۱۹۰۹ او ۱۹۱۷ ز کالونو کې ليکل شوې دي، چې دغه کيسو دښاغلي راخت زاخيلي تر مرګه دوام کړی دی.
چې له لنډو کيسو يې کونډه نجلۍ، شلېدلې پاڼه او ناول معروف يا نتېجه يی عشق لومړنی ناول دی.
په افغانستان کې لومړنۍ مالومه لنډه کيسه په ۱۳۱۲ ل کال کې په ډېره ښه توګه ليکل شوې ده، چې ښه پيغام لري، بشپړه اوپوره لنډه کيسه په ۱۳۱۵ ل کال کې توریالۍ پښتنه په نوم دارواښاد علامه حبيبي په قلم سره ليکل شوې ده.
له هغه وروسته داستاني او هنري نثرونو ته زيات کار شوی دی، چې په هره يوه په تفصيل سره خبرې کولی شو، پښتو هنري او داستاني ادبیاتو کې کار کړی دی، استاد الفت، استاد حبيبي،سراج الدين سعيد، عبدالقدوس پرهېز، مولانا محمد شريف عابدي، عبدلرحیم عاطف، غلام محی الدين زرملوال، نورمحمد تره کی، ننګ يوسفزی، استاد رښتين، استاد رشاد، استاد خادم او نور
همدارنګه اوسني ليکوالان غلام عبيدالله محک، نصير احمد احمدي، بريالی باجوړی، بشير دوديال، شهرت ننګيال، اجمل پسرلی، ايمل پسرلی او داسې نور..
ناول ليکنه هم موږ ته په ۱۳۱۱ ل کال کې دفرانسې مشهور ليکوال دويکتور هوګو دبېنوايان له ژباړې نه راشروع شوې ده.
چې هغه هم داستاد حبيبي له خوا شوې ده. ))
ښاغلي زرين انځور خوندور لکچر وړاندې کړل، چې ورپسې د اونيزې ناستې ګډونوالو دموضوع په اړوند پوښتنې وکړې .
دغونډې په وروستيو کې دکليوال ادبي ملګري ټولنې مشر جميل وقار له ليکوال، ژباړونکي او مورخ زرين انځور نه مننه وکړه، چې دکليوال ادبي ملګري دټولنې غوښتنه يې ومنله، دغونډې له ګډونوالو نه هم منندوی و، چې په اونيزو ناستو کې ګډون کوي.
ښاغلي قدرت الله نرميوال دلاسونو په لپه کولو سره غونډه پای ته ورسوله.
باید يادونه وکړو، چې دکليوال ادبي ملګري دټولنې له لورې دغه شپږ دېرشمه اونيزه ناسته وه، چې دویمه ويډيو کنفرانس ناسته وه، کليوالو تر دې وړاندې له ليکوال او شاعر ومان نيازي سره هم ويډيو کنفرانس غونډه تر سره کړې وه.