د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مجيد ژړاند

01.12.2016 12:26    |   مجيد ژړاند کليوال ملګري ټولنې په غزني کې خپل فعاليتونه وځنډول

کليوال ملګري ټولنه په غزني کې يوه خپلواکه، ناپېيلې او بې پرې ټولنه ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په غزني کې خپل فرهنګي، مدني او کلتوري فعالیتونه تر سره کوي او له دې لارې يې ډېر فکرونه روزلي دي. د لېندۍ میاشتې په اوومه نېټه د غزني امنيه قوماندان امين الله امرخېل په ياده ټولنه تور پورې کړ، چې کليوال ملګري ټولنه د پاکستانۍ ای، ایس، ای منحوسې استخباراتي شبکې سره اړيکې لري.

13.03.2016 11:03    |   مجيد ژړاند په لغمان کې د ښې حکومتولۍ لپاره هڅې

دا چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د هيواد په کچه خورا زيات بدلون راغلی دی، په هر ډګر کې مرکزي دولت خورا د پام وړ لاسته راوړنې لري.

03.01.2016 11:34    |   مجيد ژړاند سردې په کلي کې د افغاني سرې مياشتې کلنيک رسما افتتاح شو

د روان کال د مرغومې په دوولسمه نېټه سردې په کلي کې د افغاني سرې میاشتې کلنيک د پټۍ په پرېکولو سره افتتاح او ګټې اخيستنې ته چمتو شول. په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ريس سميع الله صديق، اداري کارکوونکي ، د رسنيو استازي د مدني او فرهنګي ټولنو غړو پکې ګډون کړی و. د پرانيستنې مراسم چې د د کلنيک په انګړ کې جوړ شوي و، دد څېرمه کليو څخه په سلګونو سپين ږيري او قومي مخور راغلي و.

28.12.2015 11:58    |   مجيد ژړاند کليوال ملګري ټولنې پرله پسې څلور شپېتمه اونيزه ناسته وکړه

د روان کال د مرغومې د مياشتې په پنځمه نېټه کليوال ملګري ټولنې اونيزه څلورشپېتمه ناسته وکړه. د غونډې د نظامت چارې د جميل وقار په غاړه وې، غونډه د سپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره وکړ، ورپسې مجيد ژړاند ته بلنه ورکړل شوه، چې د سیاست او ادب په اړه خپل چمتو شوی لکچر د غونډې برخه والو ته وړاندې کړي. مجيد ژړاند په لومړي پيل کې د ادب او سياست په اړه خپل لکچر داسې پيل کړ«ادب او سياست دواړه داسې موضوعات دي، چې د بشري ټولنې د افرادو په ژوند کې خورا مهم رول لري، د يوې ټولنې په ورځنيو چارو او ژوندانه کې تاثير لري. اديب او سياست پوه دواړه د يوې ټولنې غړي دي او په يوه ټولنه کې ژوند کوي، خو داذ ددې مانا نه لري، چې د دوی د کار ساحه يوه ده.

12.12.2015 12:56    |   مجيد ژړاند غزني: افغاني سرې میاشتي په سردې سیمه کې کلینیک پرانیستل

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د بندې سردې سیمې شاوخوا ۵۱ کليو ته صحي کلینیک جوړ کړ. یاد کلینک چې تر دې وړاندې د غزني په مرکز کې فعالیت درلود د سیمې د خلکو په غوښتنه او د غزني د عامې روغتیا په موافقه سردې سیمې ته چې په روغتیايي برخه کې سپينه ساحه وه انتقال شو.

09.08.2015 18:17    |   مجيد ژړاند کليوال ملګري ويډيو کنفرانس اونيزه ناسته وکړه

کليوال ملګري ټولنې د روان کال دزمري دمياشتې په ۱۶مه نېټه خپله اونيزه پرله پسې څلور څلوېښمته او ويډيو کنفرانس درېيمه ناسته وکړه. غونډه د نور کله په څېر د سپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره پيل شوه، ورپسې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو مرستيال ښاغلي کمال سادات خپلې خبرې پيل کړې، داونيزې ناستې ( دښې حکومتولي په برخه کې د ځوانانو ونډه او مسووليتونه ) موضوع دغونډې برخه والو ته وړاندې شوه.

05.07.2015 17:07    |   مجيد ژړاند کليوال ملګري ټولنې نهه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه

دروان کال دچنګاښ دمياشتې په ۱۳مه نېټه کليوال ملګري خپله پرله پسې نهه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه. دغونډې پيل پيل دسپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وشو، چې عبدالباري حميدي تلاوت کړل، ورپسې دتېرې اونيزې ناستې بشپړ راپور دغونډې برخه والو ته وړاندې شو، په راپور بجث وشو او د ګډونوالو له لورې وستايل شو. وروسته ښاغلي قاضي حبیب الله حبيبي دروژې د احکامو، فضايلو او ګټو په اړه ښايسته لکچر دغونډې برخه والو ته وړاندې کړل.

28.06.2015 11:15    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري اونيزه اته دېرشمه ناسته وکړه

د روان کال د چنګاښ د مياشتې په شپږمه نېټه کليوال ادبي ملګري ټولنې اونيزه ناسته تر سره کړه. د نور کله په څېر لومړی دسپېڅلی کلام په مبارکو ايتونو سره غونډه پيل شوه، چې داجمل جلالزي له لورې تلاوت شول. ددريځ چارې مجيد ژړاند په غاړه وې، لومړی يې داونيزې ناستې مشر قدرت الله نرميوال دمشرتابه چوکۍ ته ور وبلل، ورپسې يې دتېرې ناستې بشپړ راپور دغونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ.

21.06.2015 10:57    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري ټولنې اووه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه

دروان کال دغبرګولي دمياشتې په دېرشمه نېټه؛ کليوال ادبي ملګري ټولنې داونيزو ناستو په دوام خپله پرله پسې اووه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه.

14.06.2015 10:58    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري ټولنې ويډيو کنفرانس اونيزه غونډه تر سره کړه

کليوال ادبي ملګري ټولنې پر له پسې شپږ دېرشمه اونيزه ويډيو کنفرانس غونډه تر سره کړه، دغونډې دنظامت چارې دجميل وقار په غاړه وې.

14.06.2015 10:58    |   مجيد ژړاند مورې!

زه درنه څنګه مننه وکړم؟ ستا سترګو ته څنګه وګورم؟ په کومو تورو دې ستاینه وکړم؟ مورې تا خو چې په غېږ کې اخيستلم دمينې درس دې راکول، له تا پرته به يوه شېبه راباندې کال هومره شوه، تا به راته دهمزولو سره دسیالۍ ويل، چې ښوونځي ته لاړشه!

07.06.2015 09:58    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري ټولنې خپله اونيزه ناسته وکړه

اونيزه پرله پسې پنځه دېر شمه اونيزه ناسته دمعمول په څېر دروان کال دغبرګولي په شپاړلسمه نېټه دقاضي محمدا مين له لورې دسپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره پيل شوه. دغونډې دنظامت چارې انعام الله ګوهر په غاړه وې، دغونډې دمېلمه په چوکۍ اسدالله ځير کېناست، ورپسې دتېرې اونيزې ناستې راپور واورول شو.

24.05.2015 11:46    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري اونيزه ويډيو کنفرانس غونډه وکړه

کليوال ادبي ملګري ټولنې داونيزو غونډو په درشل کې خپله درې دېرشمه اونيزه ناسته دلېنکن په ښوونيز مرکز کې تر سره کړه. کليوال ادبي ملګري ټولنې دغبرګولي په درېيمه نېټه خپله پرله پسې درې دېرشمه او ويډيو کنفرانس لومړۍ غونډه وکړه. په دغه غونډه کې چې دشعر او ادب مينه والو پکې ګډون کړی و، دماسپښين په دوه نيمو بجو پيل شوه، عبدالمتين افغانمل دريځ ته راغی دسپېڅلي کلام په ايتونو سره يې غونډه پيل کړه.

17.05.2015 10:40    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري ټولنې اونيزه دوه دېرشمه ناسته وکړه

دروان کال دغويي مياشتې پر اووه ويشتمه نېټه کليوال ادبي ملګري ټولنې خپله پرله پسې دوه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه.

14.05.2015 09:22    |   مجيد ژړاند ليک او ځواب يې

رښتيا ووايه اوس هم زما دوصال خوبونه وينې؟ اوس دې هم دبېلتانه سپاهيان دنيمې شپې له خواږه خوبه پاڅوي؟ اوس هم زما پر هغه انځور دې مينې تنده ماتوې؟ چې راته ويل دې دجدايۍ پرمهال به پرې د ديدن تنده ماتوم.

13.05.2015 08:38    |   مجيد ژړاند دکليوال ادبي ملګري ټولنې مشر وټاکل شو.

کليوال ادبي ملګري ټولنې دروان کال دغويي پر ۲۲مه خپله بېړنۍ ناسته دټولنې مشر ، مرستيال او منشي دټاکلو په موخه رابللې وه.

11.05.2015 20:00    |   مجيد ژړاند دښځو دنړيوالې ورځې په مناسبت

دا چې ښځې دهيواد په پېښليک کې داسې سټې دهيواد دچوپړ لپاره وړاندې کړي دي، چې ګران هيواد تاريخ يې ځلولی دی. که احمدشا بابا دهرهټيانو نه دپاني پت ميدان ونيو، نو ملالې هم کلونه وړاندې دميوند په دښته کې په خپلو سرو منګولو بيرغ اوچت کړ، دافغان ځلميانو جذبه يې راوپاروله، دفرنګ لښکر تيت وپرک شو، همدغه ډول دملي قايد او مشر مور نازو انا هم خپل زوی وروزل، ميرويس نيکه دګرګينيان مات او دملي حکومت اعلان يې وکړ.

07.04.2015 10:35    |   مجيد ژړاند ژوند

ژوند د هیلو نوم دی، ژوند دمینې چینه بللی شو، ژوند دښکلا ګانو نندارتون دی، ژوند دهوډ او ارادې نوم دی. ژوند دازموینې پاڼه ده، ژوند دانس او مینې نه اخیستل شوې کلیمه ده

05.04.2015 17:32    |   مجيد ژړاند داسلامي تمدن پلازمېنه

غزني په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې دایسسکو له لورې د۲۰۱۳ زېږديز کال لپاره داسلامي هيوادونو په کچه داسلامي تمدن پلازمېنه ونومول شوه. په (۱۳۹۲) ل کال دوري دمياشتې په څلورويشتمه نېټه غزني داسلامي هيوادونو دکوربتوب دمرکز وياړ ترلاسه او دغه مراسم په شانداره توګه ولمانځل شول، سږکال چې ددغه مراسمو نه دوه کاله تېرېږي، دغزني سیمه ايزه اداره او کليوال ادبي ملګري ټولنه ددغه مراسمو دوېيمه کليزه لمانځي.

27.03.2015 10:01    |   مجيد ژړاند ړوند تقليد

موږ دکومو پېړيو وګړي يو؟ موږ په کومه زمانه کې ژوند کوو؟ شعار مو مرګ ، غندنه مو مرګ او حتی دبل په نغوته په خپل نغري کې اور نه پرېږدو ، موږ داسې څوک یو چې ټوله نړۍ راته حيرانه ده، موږ داسې وګړي يو، چې په جوماتونو کې مو قرانکريمونه سوځي ، خو هيچا پرې چرط هم خراب نه کړ.

03.02.2015 17:36    |   مجيد ژړاند جوجو او لوستونکی

دمعمول په ډول هره شنبه دکليوال ادبي ملګري دټولنې اونيزو ناستو ته ورتلم، دکليوال ادبي ملګري دټولنې په دفتر کې مې پرجوجو سترګې ولګېدې،نوم يې راته عجيب ښکاره شو. کتاب مې راواخيست په خړ رنګه پښتۍ يې ديوې لویې برجورې کلا انځور وو، دجوجو په راز نه پوهېدم ، خو لاندې دليکوال نوم هم ليکل شوی وو.

23.01.2015 19:54    |   مجيد ژړاند ښځه دتاوتريخوالي قرباني

يوه ټولنه هغه مهال دتکامل پړاوونه وهلی شي چې نر اوښځه خوشاله، له مينې ډک ژوند ولري. زموږ وروسته پاتې ټولنه کې چې تر ډېره دسواد او زده کړې له خواږه نعمت څخه بې برخې يو، نو دښځو پروړاندې تاوتريخوالي پېښې هم زياتې تر سترګو کېږي.

23.01.2015 10:09    |   مجيد ژړاند غالب مې څنګه وپېژاند؟

دليکنې طرحه او خاکه جوړه کړم ، خو چې قلم راواخلم ، توري ورک شي ، پرځان ډاډه يم چې يو څه ليکم؟ خو بیا نو قلم دکاغذ پرمخ کېږدم ،هيڅ ونه شي.

21.01.2015 09:56    |   مجيد ژړاند کليوال دبيا په لور

دکليوال ادبي ملګري ټولني بسنټ په ۱۳۹۰ ل کال دغزني په ښارکې کېښودل شو. مشريې غني خان غالب وو چې دروان کال دوږي پردوولسمه نېټه پرشهادت ورسېدل . کلیوال ادبي ملګري ټولنې ترننه دقلموالو يو شمېر اثار چاپ کړي ، ګڼ علمي سمينارونه يې جوړ کړي دي.

21.01.2015 09:54    |   مجيد ژړاند دپوهنې په وړاندې پرتې ننګونې

لکه څنګه چې تاسو ته روښانه ده، پوهنه دټولو ستونزواو خنډونو دحل يواځينۍ لاره ده . له دې امله چې دپوهنې په برخه کې ډېر زيات پرمختګونه شوي،خو په لرې پرتو سیمو کې لااوس هم دپوهنې بهير له ستونروسره مخ دی