د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ادبي ملګري اونيزه اته دېرشمه ناسته وکړه

مجيد ژړاند 28.06.2015 13:15

د روان کال د چنګاښ د مياشتې په شپږمه نېټه کليوال ادبي ملګري ټولنې اونيزه ناسته تر سره کړه.
د نور کله په څېر لومړی دسپېڅلی کلام په مبارکو  ايتونو سره  غونډه پيل شوه، چې داجمل جلالزي له لورې تلاوت شول.  
ددريځ چارې مجيد ژړاند په غاړه وې، لومړی يې داونيزې ناستې مشر قدرت الله نرميوال دمشرتابه چوکۍ ته ور وبلل، ورپسې يې دتېرې ناستې بشپړ راپور دغونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ.
حبيب الرحمن د راپور په اړه وويل: ( د راپور په يوه برخه کې ويل شوي و، چې دغزني پوهنتون د استادانو بې حرمتي وغندل شوه، د بې حرمتي توری سپېڅلو شیانو ته کارول کېږي، دغه غونډله باید داسې ترتيب شوې وای، چې دغزنی پوهنتون استادانو ته شوی سپکاوی وغندل شو.)
انعام الله ګوهر هم د راپور په  اړه خپل نظر شريک کړ، دهغه په خبره زموږ د اونيزو ناستو د راپور چوکاټ باید مالوم وي او بل راپور باید  تر لوستلو مخکې پرنټ شي، دګډونوالو تر لاسونو ورسېږي، تر څو دراپورښکلا او نيمګړتيا په ګوته شي.
همدارنګه اجمل جلالزي وويل: راپور ليکونکی باید دغه نقد شويو تورو ته پام واوړي او په راتلونکي کې يې د راپور په ليکلو کې مراعات  کړي.
 تر راپور له بحث کولو وروسته  عبدالباري حميدي دريځ ته راغی او د ( روژې  باطلوونکي) موضوع يې دناستې برخه والو ته تشريح کړه.
حميدي د لکچر په پيل کې د روژې دتعريف په اړه وويل: ( روژه مطلق بندولو ته وايي، په اصطلاح کې خوراک، څښاک  او جماع نه پرهېز کول دي.)
د لکچر په دوام يې د روژې د فرضيت په اړه هم قراني ايت تلاوت کړ ( ژباړه: روژه په تاسو فرض کړل شوې ده، کوم چې تر تاسو وړاندې په نورو امتونو او پيغمبرانو علیه سلام باندې فرض ګڼل شوې وه.)
د روژې باطلوونکي يې يو په بل پسې داسې راوشمېرل:
خوراک، څښاک، جماع، استمنا ( چې انسان له ځان سره يو داسې کار وکړي، چې په پایله کې دمنيو انزال وشي)، درواغ تړل په خدای ج، پيغمبرع، او دپيغمبر ع په جاینشينانو پورې،  غليظ ډول دوړې حلق ته تېرول،  دلامبلو په وخت کې سر په اوبو کې ننه ايستل، دسهار تر اذان پورې په جنابت، حیض او نفاس کې پاتې کېدل،  په مايع شيانو اماله کول، قی کول.
دا هغه مسایل وو، چې عبدالباري حميدي دغونډې برخه والو ته وړاندې کړل، باید  يادونه  وکړم، چې  ددغه لکچر منځپانګه له نوراليضاح څخه را اخيستل شوې وه.
دموضوع په اړه دغونډې ګدونوالو پوښتنې وکړې او عبدالباري حميدي ورته ځوابونه وويل.
وروسته   اجمل جلالزي  د دعايې په ويلو سره  دناستې  لمن ورټوله کړه.
کليوال ادبي ملګري ټولنه د روژې د مبارکې مياشتې په اوږدو کې د روژې دفضايلو، ټولنيزو  او روغتيايي ګټو په اړه لکچرونه دغونډې برخه والو ته برابر وي.
 د یادې ټولنې غړي هره شنبه د مازيګر په څلورو بجو په مسلم پوهنتون کې راټولېږي او خپلې منظمې ناستې کوي، چې همدغه اونيزه ناسته يې پرله پسې اته دېرشمه اونيزه غونډه وه.