د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزني: افغاني سرې میاشتي په سردې سیمه کې کلینیک پرانیستل

مجيد ژړاند 12.12.2015 14:56

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د بندې سردې سیمې شاوخوا ۵۱ کليو ته صحي کلینیک جوړ کړ.
یاد کلینک چې تر دې وړاندې د غزني په مرکز کې فعالیت درلود د سیمې د خلکو په غوښتنه او د غزني د عامې روغتیا په موافقه  سردې سیمې ته چې په روغتیايي برخه کې سپينه ساحه وه انتقال شو.
په غزني کې د افغاني  سرې میاشتې رئیس سمیع الله صدیق د کلینک د انتقال په ساحه کې رسنیو سره خبرو کې وویل چې سره میاشت خپلواکه، بې پرې او مستقله اداره ده چې د فعالیت ساحه یې تر ډېره ناامنه  سیمې دي او همدارنګه د عامې روغتیا له وزارت سره په هغو سیمو کې چې یاد وزارت ستونزې لري سره میاشت یې همکاره اداره ده.
نوموړي زیاته کړه چې د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ يې  یاد کلینک سردې سیمې ته انتقال کړی، ځکه یاده سیمه چې ۵۱ کلي په بر کې نیسې، غرنۍ او نا امنه  سیمه ده او هیڅ روغتیايي مرکز په کې فعالیت نه لري.
د ښاغلي صدیق په وینا نوموړی کلینک تقریباً شل کاله وړاندې د کورنیو جګړو پر مهال د غزني په مرکز کې جوړ شوی و، ځکه هغه مهال د عامې روغتیا وزارت لازم امکانات په لاس کې نه درلودل، خو اوس نوموړی کلینیک د غزني د ولایتي روغتون په یو کیلومټرۍ او د سرې میاشتې د شمس العارفین کلینیک په دوه کیلومټرۍ کې موقعیت درلود. د یادولو وړ ده، چې له نیکه مرغه د غزني د مرکز په ډېری کلیو کې صحي کلینیکونه د تېرو دیارلسو کلونو په جریان کې جوړ شوي دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، چې سردې ته انتقال شوی کلینیک د سرې میاشتې او صحي مرکزونو د اصولو خلاف په رهایشي سیمه کې نه بلکې په نظامي او اداري ساحه کې موقعیت درلود.
د سردې د سیمې یو تن اوسېدونکي نظام الدین د کلینیک د پرانیستلو پر مهال د سرې میاشتي له ادارې څخه مننه وکړه، چې له کلونو وروسته یې د دوی غوښتنې ته  لبیک وویل.
نوموړي غږ سره خبرو کې وویل چې د دوی سیمه یوه غرنۍ سیمه ده او له مرکز څخه ۴۰ کیلومټره فاصله لري، چې د ژمي پر مهال غزني ته د ناروغانو د انتقال په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
د ښاغلي نظام الدین په خبره اکثره په ولادي ناروغيو ناروغې مېرمنې غزني ښار ته د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د سردې سیمې یوبل  تن قومي مشر محمد عیسی هم د سرې میاشتې له ادارې څخه مننه وکړه، چې   کلینیک دسردې سيمې ته ولېږداوه.
نوموړي وویل دیارلس کاله کېږي، چې په وار وار مو د عامې روغتیا څخه د کلینیک غوښتنه کړې، خو له نېکه مرغه له دیارلسو کلونو وروسته یاده پراخه سیمه د کلینیک له ستر نعمت څخه برخمنه شوه.
نوموړي له  غږ سره په  خبرو کې زیاته کړه، چې اوس مهال یې یاد کلینیک ته د ۵۱ کلیو په مرکزي سیمه کې موقت ځای ورکړی دی، خود راتلونکې لپاره د سيمې خلکو دوه جریبه ځمکه  د کلینیک  تعمير د  دايمې رغولو لپاره سرې میاشتي ادارې ته ورکړې ده.
د یادولو وړ ده، چې سرده د اندړو ولسوالۍ اړوند سهیل ته په څلوېښت کيلومټرۍ کې پرته پراخه سیمه ده چې تر دې وړاندې هیڅ روغتیايي مرکز په کې فعالیت نه درلود.