د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لغمان کې د ښې حکومتولۍ لپاره هڅې

مجيد ژړاند 13.03.2016 13:03

دا چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د هيواد په کچه خورا زيات بدلون راغلی دی،  په هر ډګر کې مرکزي دولت خورا د پام وړ لاسته راوړنې لري.

که څه هم په ډېری سيمو کې  لا اوس هم  نا امني شتون لري، خو ددې سره سره بیا هم په یو شمېر ولايتونو کې خورا زياتې پراختيايي پروژې او متوازن خدمتونه وړاندې شوي دي.

په دغه برخه کې يو هم د لغمان ولايت دی، چې د روان کال د غبرګولي د میاشتې په اتلسمه نېټه د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د  جمهوري رياست په  منظوري  عبدالجبار نعيمي د لغمان د والي په توګه وټاکل شو.

 په دې وروستيو کې مې د لغمان ولايت ته يو لنډ سفر درلود، چې د مارچ د مياشتې اوومې نېټې سره برابر وه، تصادف د ولايت  د غونډو په تالار کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې په علماوو، قومي مخورو، سربېره لسګونو ښځو هم پکې برخه اخيستې وه.

د قران پاک له تلاوت څخه وروسته  ملي سرود په وياړ ټول ګډونوال ودرېدل، ورپسې يو لنډ مستند فلم چې په هيواد کې د جنګ جګړو بدو پايلو په اړوند چمتو شوی و، ډېر خواشینوونکی و، ځکه تر ډېره د پوليسو او مخالفينو تر منځ  د تودو جګړو ژوندۍ ويډيو ګانې وې، چې د ولسي خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی و.

 مخالفينو ته  يې يو ښه پيغام همدا وو، چې بې له سولې  د هيچا ژوند هم خوندي کېدی نه شي، ددې لپاره چې پرمختګ وشي، ددې لپاره چې يوه ورېندار سرتوره نه شي، ددې لپاره چې يوه بوره مورکۍ د زوی چنازې ته اوښکې تويي نه کړي، ددې لپاره چې يوه خور د  خپل  ورور په وير غمجنه نه شي، نو باید خپل زامن، وروڼه او بچيان له جګړې څخه راوګرځوي.

 په دغه غونډه کې  تر ډېره هغه مېرمنو هم شتون درلود، چې د خپلې کورنۍ غړي يې ددغه جګړې بلا ورڅخه اخيستي و.

فلم ترپایه رسېدلی نه و، چې د ټولو له سترګو اوښکې بهېدلې،  ټولو همدغه هيله درلوده، چې ددغه بدمرغه جنګ په سپرغيو د سولې سړې اوبه تويي شي.

  مېرمنو  عاطفه چې د نارينه په نسبت زیاته ده او هره مېرمن مور ياديږي ، زیاتې ځورېدلې، ددې لپاره چې ددغه جګړې لوری بدل شي ، ټوپک  شپېلۍ یوبل په نښه نه کړي، نو رښتيا هم په ذهنيت جوړونه  باید زيات کار وشي، همدغې غونډې ددې څرګنده شاهدي ويله، چې  په لغمان ولايت کې د خلکو او ولس تر منځ اړيکې د خوا په پرتله غښتلې شوې دي.

همدغه ډول په لغمان کې  فرهنګيانو او ژورناليستانو سره  د ښاغلي نعيمي ښو اړيکو نور هم  د خلکو او  دولت تر منځ د اړيکو په پياوړتيا خپل څرګند اغېز شيندلی دی.
 انکشافي برخه کې هم عبدالجبار نعيمي خورا  زیات کار کړی دی، تر ډېره يې د متوازينو خدمتونو د پراختيا په برخه کې کار کړی او لا روان دی، چې نور هم پرمختګ وکړي.

روغتيا، پوهنه او نورو برخو کې هم يې کړنې خورا د زياتې ستاينې او قدرونې وړ دي.
سږکال د لغمان پوهنتون څخه د لومړۍ دورې زده کړیالانو هم د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
والي عبدالجبار نعيمي فارغينو ته ځانګړې غونډه نيولې وه، دوی ته يې سپارښتنه وکړه، چې همدا تاسو ياست چې د سبا راتلونکی مو په لاسونو کې دی، نو هيله ده، چې  خپل مسووليت په رڼا کې خلکو او هيواد ته  دخدمت جوګه وګرځئ.

 لغمان هم يو د ناامنه ولايتونو له ډلې څخه دی، چې تر ډېره بريده په کې امنيتي پېښې رامنځ ته کېږي، خو  سره ددغه امنيتي ننګونو بیا هم د ولس او دولت تر منځ اړيکې غښتلې دي او  تر ډېره  د لغمان اوسېدونکي  د ولايت له رهبري څخه زيات خوشاله دي.
په لغمان کې د لال پاچا ازمون په وياړ  جوړه شوې غونډه د لغمان د فرهنګيانو او ولايت مقام په ګډه همکارۍ جوړه شوې وه، چې ولسمشر محمد اشرف غني هم د تيلفون له لارې خپل پيغام تر  فرهنګيانو ورساوه.

تر دې پخوا عبدالجبار نعيمي د ميدان وردګو  والي هم تېر شوی دی، چې  د خپل  ولايت په دوران کې يې د ميدان وردګو ولایت د بیا رغونې په برخه کې خورا هلې ځلې کړې وې،  خوست ولايت کې  هم نژدې پنځه کاله   د والي په چوکۍ پاتې شوی دی، چې په ياد ولايت کې يې  د قومونو تر منځ د يووالي او يوموټيتوب لپاره زیاتې هلې ځلې کړې دي، چې تر ټولو ستره لاسته راوړنه يې بللی شو.

 کله چې په خوست کې د والي پرضد د ځينو مغرضو وکيلانو له لوري دسيسې جوړې شوې، نو  عبدالجبار نعيمي هم د خوست ولایت پرېښود او دمګړۍ په لغمان کې د خلکو په خدمت بوخت دی.
د  نوموړي په شتون کې به  دلغمان سیمه ايزه حکومتولي نوره هم پياوړې شي، ځکه وخت پروخت له علما کرامو، ځوانانو، فرهنګيانو او د ولس له فرد فرد سره په اړيکه کې دی.

رښتيا هم ټولنه هغه مهال پرمختګ کولی شي، چې مشران او چارواکي د خپل ولس له ستونزو خبر او پروخت يې ستونزو او مشکلاتو ته ځوابونه ووايي.