د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هـیرتیا متحد ایالتونه

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار 08.11.2014 14:13

زه ځیرکیار، په بلجیم کې « د افغانانو ملي یووالي ټولنې» ته کورودانی وایم ځکه  چې  په ژوند کې  د ژوندي  پوهاند مجاور احمد زیار د  زیارونو  درناوی کوي

  د فرهګیالۍ تر څنګ ، پوهاند مجاوراحمد زیار د پښتو نیولوجیزم(لغات سازۍ)  په سفـر برۍ کې هغه  لالهند او خپل سری جنګیالی سردار دی چې د هـیچا په ډزو او  سپورو ستوغـو سر نه ګروي او د «ضربا ضربو»  له ګردانونو  نه  کډوال شوی دی   

 پـوهاند زیار په ژبني پرځنګ کې هغه بله ډیوه  ده چې لا تر دې دمه  ورته  یو پتنګ هم نه دی  نږدې شوی.  زه ورته  په زړه کې دُعا کوم چې عُمر دې ډیر شه زیاره! خو په خوله یې  نه وایم ځکه چې  د امریکې «تور بي بي»  یې وا نه وري. زه چې هره شپه  د  ارام کرسۍ  له  ډډویـږدي (تکیې ) نه جګ شم او سر  په  سرویـږدي (بالښت) کښیـږدم ، دا هیله  مې  په  شـړشـوو  مغزو کې  ټوپونه  وهي  چې

څه ښـه به ژوند وای که ژوند د خَـر وای! خو چې خپل هـیواد  وای، خپلواکي وای، مـست اتڼ وای، انسانیت پکې برلاسی وای، ډیـر ځناور وای، خو انساني  ځناورتوب  پکې ورک وای

 عُمر دې ډیر شه زیاره!  په درناوي.  ستاسې خواخوږی ورور ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار د ارام سمندر له غاړې: کلیفورنیا، د هیرتیا متحد ایالتـونه