د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امریکې د اور پرتوګ اغـوستـلی دی

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار 04.06.2016 12:59

په افغانستان باندې د شورویانو د یرغل په ضد ، امریکا د افـغـانانو دجهاد سره پـه ملاتـړ کې ودریدله.  د ۲۰۰۱ د اکتوبر په ۷ واشنګټن په افغانستان بربــڼـډ یرغل وکړ او خپلې  خورا نوې وسلې یې خاصتاَ د پښتنو په غرونو،کورونواو څارویو وازمایلې. زوړ پاچا محّمد ظاهرشاه یې د املـوکو په تول کې  تیر کړ او په «بابای ملت» یې وغولاوه. د امریکې د ملي امنیت د جرګې په بحثونوکې پاچا محّمد  ظاهـر شاه «تش مشر»  (فیګر هیډ)، جلالت چپن حامد کرزی «کوچنی قبیلوي مشر»... او «دو سِتم» یوسړی ګڼل شوی و چې له هرچانه پیسې اخلي.  
د نیواک ګر شوروي اتحاد په ضد د جهاد په مهال (۱۹۹۲-۱۹۷۹)، ورته تاریخ بیا په اوسني (د امریکې له خوا په یرغل شوي) افغانستان کې وینې و زبیـښلې. امپراتورې امریکې «کوچنئ قبیلوي مشر» (ماینرترایبل لیډر) جلالت چپـن حامد کرزی د پخواني پاچا محّمد ظاهرشاه د ملي اعتبار د چترۍ لاندې کابل ته ننویست او بیایې پرې پاچا دیته اړ  کړ چې د «بابای ملت» په لقب بسنه وکړي او له نورو ارزوګانو نه تیـر شي. په دې ډول پاچا «تش مشر» (فیګـر هیډ) شو او په جلالت چپـن  د ولسمشر او  پیسه مشر پیرزوینه وشوه او په دې ‌ډول د افغانستان د خپلواکۍ په بـیـه د دیـن او دنیا څښتن شو! د «تش مشر» او  «کوچنی قبیلوي مشر» نومونه  د پخواني پا چا او حامد کرزي لپاره د امریکې د ملي امنیت په جرګه کې رامنځته شوي وو. دغه شان، هلته دو ستم یو سړی ګڼل شوی و چې له هر چا نه پیسې اخلي. ډاکتر زمان ستانیزي په سهیلي کلیفورنیا کې د افغانانو په یو غټ مجلس کې (چې استاد عبدالستار سیرت پکې د پخواني پاچا د استازي په څیر د ۱۹۹۰ کالونه د نیما یي په شاوخو کې وینا اوروله) رشید دوستم ته «دو» ستم ووایه
د جلالت چپـن مکیاویلي په دوره کې له غیـرت ګلانو نه پیسه ګلان جوړ شول! دا د معنوي امپـریالیزم لویه ښیګڼه وه چې د غیرت ګلانو د هیواد دوستې جذبه یې د پیسه ګلۍ له لارې پنچر کـړه او په دې ډول د پیسه ګلتوب له لارې ټول نظام په غلواکې واوښت. دیته تحولات وایي. د دغو تحولاتو یو کوچنئ دلال زلمی خلیل زاد و چې سترګې یې په باروتو تورې کړې وې او له  مخ بشرې نه یې غضب لمبې لمبې خوت! په یرغل شوي افغانستان کې، خلیل زاد د امریکې د غـلواک (جورج ډبلیوبوش ۲۰۰۹-۲۰۰۱) «کرنیل خود مختار» و. هغـسې کرنیل خودمختار چې غـټه اختراع یې «چـور آبـاد» و! یعنې چور یې کړه او د ځان لپار یې آباد کړه. دا د معنوي امپریالیزم بله ښیګڼـه ده! نور زه  دلته جلالت چپـن ته مکیاویلي نه وایم، ځکه هغه  د خپلې زمانې په شرایطو کې هیواد دوست و، خو حامد کرزی ټـنګه سری و. د خلیل زاد او جلالت چپـن د ګـډ کـار جنایتونه،خیانتونه او دسیسې به راتلونکې هیوواد دوست افغانان راوسپـړي.
 په افغانستان کې چې د ۲۰۰۱ له  اکتوبر راهیسې په غـلستان او فسادستان اوښتی دی او پخپله د نړۍ غټه یرغلګره امریکا پکې له پنځلس کالونو راهیسې د کابلۍ فارسي په اصطلاح «پَـکـو»او «درپچال» شوې ده،  همدغه امریکا د نړۍ «دوهـم مفکـر» اشرف غني ته اړ شوې ده. خلیلزاد، غني او انوارالحق احـدي درې واړه لومړی د بیروت له ښوونځي نه راوتلي دي. ځینې افغانان په ټوکو کې درې واړو ته «بیروت خیل نابغه ګان» وایي. یو چا راته وویل چې ګوندې امریکې  دا ځل فاروق اعظم په ولسمشرۍ ټاکلې وای ځکه هغه لومړئ زده کړې په بیروت کې کړې دي، د ټـول افغان ملت په کلتور او د دغه ملت په احساس او زجر پـوهیـږي او پرې کړیـږي! دوهم مفکر  له ویرې دوستـم د ځان  سره ټلوال کړ او خپل مرستیال یې وټاکه. په دې وروستیو کې دوستم امریکې ته د سفـر اراده لرله، خو هغه ته د راتګ ویزه ورنکړل  شـوه، په دې دلیل چې دوستم د جنګ په جنایاتو تورن شوی دی.لاندې د دوستم د پاسپورټ د عکس په څنګ کې وینئ چې ویزه یې « رد شوې» ده

  
Illustration on the Obama administrations denial of an entry visa to Afghani vice-president  Rashid Dostum by  Alexander HunterThe Washington Times  May 17, 2016

په دغه اړه په سهیلي کلیفورنیا کې د جمهوري ګوند غړی کانګرس میـن رورباکرغمجن شوی دي
Betrayal of an Afghan ally: Vice President Dostum is denied a U.S. visa
By Dana Rohrabacher [Rebublican Congressman]
Washington Times Tuesday, May 17, 2016[28/2/1395 Hijri Lmariz]
I was dismayed to learn Afghan Vice President  Rashid Dostum has been denied a visa. President Obama’s team has yet again done damage to a foreign leader who is struggling against radical Islamic terrorism…. Thus, we witness the spectacle of the U.S. government undermining efforts to defeat radical Islamic terrorism…. I have known  Gen. Dostum for two decades. It is clearly to America’s advantage to have this battle-tested leader on our side.... Then, after Sept. 11, 2001, those of us who knew   Gen. Dostum advocated that he and four other ethnic leaders of his Northern Alliance begin the task of driving the Taliban and its al Qaeda allies out of  Afghanistan…. Recently,  Gen. Dostum requested a visa to come to Washington. He was turned down. He’s been accused of war crimes over a prison incident that happened during the fighting, turmoil and bloodshed that was necessary to defeat the Taliban…. To be sure, there was brutality and mayhem, but that was only after those same prisoners broke a pledge not to resist or attack their captors. Instead, they rose up, murdered their guards, and killed CIA agent Michael Spann…. Ignoring that chaos and blaming the death of Taliban and al Qaeda prisoners on Gen.  Dostum is a travesty…. Not only did Mr. Karzai have no political base, but he was surrounded by corrupt, self-serving minions, some from his own family…. As some accuse   Gen. Dostum of war crimes, our government is displaying an astonishing ingratitude toward a man who deserves the appreciation of the American people. So we turn to  Gen. Dostum, clearly a tough leader who reflects the values of the people of   Afghanistan….
Dana Rohrabacher, a California Republican, is chairman of the House Foreign Affairs Subcommittee on Europe, Eurasia, and Emerging Threats.
کانګریسمین دانا رورباکر د ولسمشر دانالډ ریګن(۱۹۸۹-۱۹۸۱) د ویناو لیکوال و. رورباکر چې  د امریکې په کانګرس کې د کلیفورنیا ایالت د اته څلویښتمې انتخاباتي سیمې  وکیل و، د ۲۰۰۹ زییز د اکتوبر په ۱۵یې  ولسي جرګې ته په خپله وینا کې د افغانستان په اړه خپله ستراتیجي داسې څرګنده کړې وه: په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او او د نیواک  په اوږدو کې به د امریکې مرستې د پاکستان د استخباراتو(آې. ایس. آې.) له  لارې ورکول کیدلې چې « د افـراطي اسلام روزنتون» (هاټـبیـډ) و او دی.  « زموږ ډیر عسکري لوازم به د دغه ګروپ [پاکستاني استخباراتو] له لارې خورا افراطي اسلامیستانیانو ته رسیدل....اساساَ د امریکې مرکزي استخبارات په عراق او شام کې اسلامي دولت[آيـزیس] ته قدرت ورکوي چې اسلامي فـاشیزم پرې غښتلی کړي» او دغه شان « په افغانستان باندې د پاکستان تسلط خوندي کړي.»[ ښایي چې له «اسلامي فاشیزم» نه یې مطلب د امریکې د اسلامي ملګري (سعودی عربستان) وهابیزم وي؟].
Basically, the CIA is giving the ISIS leverage, which was then used to promote Islamic fascism. Fit was also used to secure the Pakistani dominance of Afghanistan, which has been one of the major reasons, dynamics, dynamics, that has kept Afghanistan in turmoil for decades.”
د  ولسمشرریګن  د لیکوال  او وروسته کانګریس مین دانا رورباکر له یاده وتلي دي چې ولسمشر ریګن د افغانستان د مجاهدینو په اکله څه ویلي وو! افغان سرتیرو په ۱۹۸۵ کې د ولسمشر رانالـډ ریګن سره په سپینه ماڼې کې ولیدل: ولسمشر ریګن وویل: «دا ښاغلي د امریکي د موسسو پلارونو معنوي معادل دي.» یعنې
“These gentlemen are the moral equivalent of America’s founding fathers.”
دانا رورباکر لیکي چې: «د کال ۲۰۰۰ زییز په پای کې[ د ولسمشر بیل کلینټن په مهال:  ۱۹۹۳تر ۲۰۰۱] له غټې هڅې وروسته،  یوه غوڼډه وشوه چې په غیر له طالبانو نورو ټولو [افغاني؟] ډلو پکې برخه  لرله.  له دغې غوڼډې وروسته پاچا ظاهرشاه موافقه  وکړه چې افغانستان ته بـه د ۲۰۰۱ زییز په جولای کې د لوې جرګې  د رابللو لپاره ستنـیـږي. لویه جرګه ... باید په هغه سیمه کې راوبلل شي چې  د کوماندان مسعود په ولکه کې وه. دغه توافق رامنځته شو ، سره له دې چې د کلینټـن اداره یې په  ضد وه.... موږ د  هغه [مسعود] سره د ریګن په مهال[۱۹۸۹-۱۹۸۱]په تماس کې وو، کله چې هغه [مسعود] خپل ورور راولیـږه چې ومې ویني.» [هغه مهال دانـا رورباکر  د  ولسمشر ریګن(۱۹۸۹-۱۹۸۱) د وینا لیکوال و].
“… the territory that was controlled by Commander Masood…. This agreement was forged despite the opposition of Clinton administration…. We[ Congressman Rohrbacher and  Masood] had been in contact ever since the time in the Reagan White House when he[Masood] sent his brother to see me.”
زما ځیرکیار لپاره د اریانتیا خبره داده چې که څه هم هغه مهال(۲۰۰۱) کې د افغانستان د خاورې  نږدې نوي سلنې (۹۰٪) د طالبانو په ولکه کې وې، د افغانستان پخوانی پاچا محّمد ظاهرشاه دې دیته چمتو وي چې د مسعـود په تقریبا لس سلنې (۱۰٪) خاوره کې دې لویه جرګه راوبلله شي او هغه دې هلته په  لویه جرګه کې ګډون وکړي!؟ دغه مهال به مسعود  د خپل امنیت له امله  ډیر وخت د تاجکستان په کولاب کې استوګن و، نه په پنجشیر کې. یو څوک چې په خپله محدوده سیمه کې له ځان نه دفاع نـشي کولی، څنګه به لویه جرګه او د چا په ګډون راوبلي؟!
زما ځیرکیار د معلوماتو له مخې،په ایران کې د شاهي نظام له ړنگید لو او په ځای یې د اسلامي جمهوریت له ټینګید لو نه وروسته، د امریکې  د مرکزي قواو تشکیلات ( سینټرال کمنانډ) رامنځته شول. په دې ډ ول منځنی ختیز دمرکزي قواو د پاملرنې اصلی ساحه شوه . اوس د مرکزي قواو د مسولیت په ساحه کې ( اَیریا آف ریسپا نزیبیلیټی ) لاند یني هیوادونه راځي : د مصر په شمول د ټـول منځني ختیز هــیوادونه، پاکستان،افغــانستان، او د شمال  خواته د مرکــزي اسیا هیوادونه د  کزاخستان په شمول. د زییز کال ٢٠٠١ د سپتمبر د یولسمې نیټې له بخولې نه د مخه، درې نورکمانډونه هم  موجود وو: د اروپا کمانډ، فَسیفیک کمانډ، او سهیلي کمانډ . رابرټ  ډي  کپلان چې په خپلو کتابونو کې عسکري او بهرني اړیکې  رانغاړي، دوه نور کمانډونو ته  هم گوته نیولې ده : یو یې شمالي کمانډ نومیـږي چې د  نورو څلور  کمانډ ونو  په شان  په دفاع وزارت پورې تړلی دی،او د وهم د  خاصو  عملیاتو  کمانډ  دی  چې بود جه یې له  کانگـرس  نه راځي . لـه ٩١١بخولې  نه   وړاندې، د  خاصو عملیاتو  کمانډ  په  کلني  ډ ول   په  یوسل اویا(١٧٠)  هیواد ونو  کې عملیات   کول  چې  « په  اوسط  ډول  به  پکې  نهه  تنـو ٫٫غلیو چارپوهانو ٬٬  برخه اخیستله» (کوایټ  پروفیشنلز ). د  رابرټ کپلان  د معلوماتو لپاره ولولئ : رحمت ر بی زیرکیار، د نوي سیاست الجبره : د امریکې د امپراتورۍ لپاره فکرونه، ستراتیجۍ، پلانونه او غولونې:۱۹۸۹تر ۲۰۰۵زییز. خپرند وی د پښتني کولتور د ودې او پراختیا   ټولنه - جرمنی. چاپځای د د انش خپرند وی ټولنه- پیښور ٢٠٠٦   
    امریکایي جنرال  دیـلانگ  د شما لي  ټلوالې  مشران  داسې  راپیژني  :« اوزبک »  جنرال عبدالرشید دوستم، «هزاره شیعه» جنرال  کریم خلیلي ، او « د وه  تاجک سني»  جنرالان   اسماعیل خان او فهیم خان. جنرال د وستم « د شمالي قصاب »  [ بوچر آف دي نورت ] لقب گټلی و [ښایي دا به د ٫٫ گیلم جَم ٬٬ ژباړه وي چې د وستم  پرې په ملت کې نوم وېستلی و]ځیرکیار. هغوی هر یو په تیرو  پنځه  ویشت  کلونو کې هره  ورځ  په جنگ  کې اخته وو. « جنگید ل او  بې له پښیمانۍ وژل د هغوی د ژوند طرز و .» [فایټـینگ ، اَنډ  کیلینگ وید اَوټ  رېمورز، واز اَ  وئ  آف  لایف فـور د ېم  ]. د دې لپاره چې  د شمالي  ټلوالې د  مشرانو د  کلکتیا  او  بې رحمۍ  اندازه  مجسمه  کړي،  امریکایي  جنرال  دیـلانگ  لیکي  چې هغوی «هر یو شخصاْ  نـږدې پنځوس سړي وژلي وو.» [ اِيچ هیوینگ  پِیرزونَلي کیلډ کلوز  ټو فیفټي مین ].  مزار شریف  د غونډ یو په   غیـږکې پروت و . د ېوې  غونډ ۍ  په    څوکه  کې  د وستم  د  امریکې د خاصو قواو سره په غونــډ ه کې ناست و. د د وستــم شاته په د رې کتارونو کې د هــغه زر تــنه سـواره  عسکرترتیب شوي وو. «په خپلو رواجي جاموکې هغوی د  چنگیز خان د پـوځ په شان  بر ېښیدل.   یوویشتمې پیـړۍ د یارلسمه  پیـړۍ لیدلې وه .» د جنرال دیلانګ مشر جنرال  فرانکس  اشاره وکړه اود سي.آې. اًئ.  ایجنټانو د  ډ الرو  له  «ډ یـرۍ  نه ټوکر لرې کړ » ، او د  شمالي   ټلوالې د مشرانو  سترگې په  پټه  خزانه   خـوږې شـوې.
د کتاب لیکوال جنرال  د یلانگ په افغانستان کې د ېرغل په مهال یو مهم عسکري ټکي ته گوته نیسي او هغه  د ا چې  په ګړبیـدلي افغانستان کې داسې هد فـونه  موجود نه وو چې  په ویشتلو او ویجاړولو وارزي . « حتماً، باید موږ د هد فونو یو لیست[ټارگیټ لیسټ] درلودلای.» د دغه لیست ترتیبول هغه څه وو چې «  موږ  ټولو  به  ورته  سرونه  گرول .». د د فـاع وزیـر د انالد  رمسفیلډ( ٢٠٠١ تر ٢٠٠٦) په « ډ ېرو هـدفـونو » پسې اړم و، خو « موږ هیڅ نلرل. » رمسفیلـډ به ویل چې «پیدا یې کړئ» (فاینډ د یم ). یعنې مات شوي او تښتیـد ونکي طالــبان  دې د بـرید ونو لاندې ونیول شي.[ د طابانو رژیم چې  یو څو گړبید لې وسلې او ورا سته پوځي سیبونه( ابادۍ ) لرل او په  دې ډ ول د   ویشتلو   لپاره د  واقعي  عسکري هد فونو د  کمښت  په  ناروغۍ  اخته و،  نو بیا  ولې  امریکې په کلک  ژوبل شوي افغانستان کې د یوویشتمې پیـړۍ  نوې ، د قیقې او خورا درنې وسلې وکارولې ؟!  د ا د ومره مستي او بـد ماشي د څه لپاره وې؟]- ځیرکیار
Lt. General Michael DeLong with Noah Lukeman, Inside the CentCom[Central Command]: The Unvarnished Truth about the Wars in Afghanistan and Iraq.  Washington, DC: Regnery Publishing, Inc. (September 25, 2004), xvii + 222 pages.   
   
د سي. آې. أی. د جگړې د ډ گر د  کوماند ان ( گیري بیرنتسن ) کتاب

Gary Berntsen, Jawbreaker, The Attack on Bin Laden and Al-Qaida: A Personal  Account By  the CIA’s Key Field Commander. New York: Crown Publishers(27 December, 2005), pp.xviii + 328
گیري بیرنتس د سي آې أئ په پټ اسخباراتي خدمت کې یې له شلو کلونو نه زیات وخت تیر کړی دی .د ده وظیفه دا وه چې بن لاد ن  مړ یا ژوندی لاسته راوړي . د امریکې د مرکزي قواو د ستر کوماندان جنرال ټامي فرانکس مخصوصه عسکری الوتکه  د تاجکسستان دوشنبه  ښار په هوایي ډګر کې کښیناستله(۳۰/۱۰/۲۰۰۱). په  مرسید ېس ګاړي کې جنرال محمد قسیم  خان  راورسید چې د احمد شاه مسعود  ناستن و  
ګیري بیرنتسن لیکي چې د فهیم څیره «یو لنډ ي او غټ مخي» افسانوي مخلوق ته ورته ده ( نوم- فـیسد). [«نوم» ته په پښتو کې  ښایي ګورګټۍ (مړی خوره) وویلی شو. « نوم » یو افسانوي، تصوري په تن  کوچنی او غټ سری مخلوق دی چې د زمکې لاندې ژوند کوي او خزانې ساتي. په فارسي کې ورته «جن زیر زمینی، دیو...گورزاد» ویل شوی دی .]ـ ځیرکیار. ولولئ: فرهنگ  معاصر انگلیسی- فارسی.محمد رضا باطنی با د ستیاری  فاطمه آزرمهر، تهران، چاپ هـفتم، پاییز ١٣٧٥
“Gnome-faced Fahim stated emphatically that the Taliban would not surrender.”
 غونډه د جنرال فرانکس په الوتکه کې پیل شوه ( ٣٠،اکتوبر/٢٠٠١) . په غونډ ه  کې فهیم  د خپلو  جنگي خد متونو  لپاره  له فرانکس نه د زیاتو ډالــرو د غوښتنې خبره راپــورته کــړه .  په دې موضوع کې د سي. آې. أئ.  عملیاتگر گیري بیرنتسن  د خپلې«  تجربې له  مخې»   د   شمالي   ټلوالې  د مشرانوپه  اکله داسې نظر  وړاندې  کوي : «ایرانیان او د  د وی  افغان  ترورز یان  ټول  د زړه  له کومي  غالۍ  خرڅوونکي  دي . د  د وی  په کلتور کې هر شی د  خپلې  ګټې لپاره  په لایتناهي هڅو  کې  د  معاملې [  چنه  وهلو]  لپاره چمتو دی ».[ د بیرنتسن وینا داسې بریـښي چې د شمالي ټلوالې مشران افغانستان د غالۍ په څیرپه اوږه  اچولی دی اوخرڅوي یې.]- ځیرکیار
“I know from experience that Persians and their Afghan cousins are all carpet salesman at heart. In their culture, everything is open to negotiation in an endless search for advantage.”
جنرال  فهیم چې  زیاتې ډ الرې وغوښتلې، جنرال فرانکس خپل عکس العمل په «بُـلشیت» (خوشان :چټیات، اپلتې،  خوشې  خبره ) وښود، جګ شو،په الوتکه  کې له  غونډې نه ووت،  او خپل  سیگرټ یې  ولګاوه . بیرنتس فهیم  ته په فارسي  وویل : «چانه نـزنید» .   

د مرکزي  قواو د   ستر کوما ند ان  جنرال  ټامي  فرانکس  کتاب

د  گیري  بیرنتسن  په شان،  جنرال   فرانکس  هم د  جنرال  فهیم  په څیره  بډ ېره(تبصره) کړې ده : که څه هم  فهیم « کشمیری پکول  » په   سر کړی  و او  خپله  ږیره  یې «  سمه  کړې »  وه ، هغه « د ما فیا کوماندان »( مافیا اِ ینفورسر) ته ورته برېښیده.
 General Tommy Franks, American  Soldier.  New York, NY:  Regan Books/Harper Collins,  August 3, 2004. 590+ pages

فهیم د خپل« مالیې وزیر» سره په یو « دوړو کې پټ» مرسید ېس گاړي کې راورسید . فهیم دلته غونډې ته راغلی و چې « بارګین» یانې معامله وکړي . د جنرال فرانکس اند ېښنه داسې وه :  که  چیرې  د  طالبانو  پاڅون   ناڅاپه  رانسکور  شی، او شمالی   ټلواله   چې «  تاجکانو،  اوزبکانو  اوهزاره گانو نه جوړه شوې ده د کابل تشې  ته ورود انگي» ،  افغانستان   به « د یوه بل  د اخلي  جنگ»   په لومو کې   ونښلي  چې « شمالي  اقـلیتونه*  به  پکې  د پښتون   اکثریت سره »  لاس  په گرېوان وي. یانې: نورترن فکـشنـز اَگینست مَجـوریـټي پشتونـز
*)په یوه انګریزي - فارسي ډیکـشنري کې فکـشن ته «اقلیت،دسته،باند » ویل کیـږي: فرهنګ انګلیسی-فارسی. محمد رضا باطنی. تهران،فرهنګ معاصر. چاپ هفتم: ۱۳۷۵.                                        
  د سي. آې. أئ. د فعالیتگر گیري  بیرنتسن  په شان، جنرال  فرانکس هم د شمالي ټلوالې په  تجارتي  خوی پوه شوی و.  پخپله د جنرال فرانکس په وینا،  « د  دې  وخت  را ورسید   چې د  غالیو  په  بیه  وغـږېـږو» (  ټاېم  ټـو  ډ یسکس  دي  پرایس  آف   رَګـز).  

د امریکایي بروس ګ. ریچاردسن معلومات
ریچارډسن چې یو دقیق ژورنالیسټ او تحلیلګر او د سولې پلوي و، لیکي چې د شوروي پوځ  یو افسرچې  پټ نوم یې ویکتور سووروف و لویدیزې نړۍ ته وتښتید او په کال ۱۹۸۴ کې یې  په یوه مرکه کې وویل: «دمجاهدینو یو تکړه کوماندان غوره شوی دی چې د شوروي اتحاد د ګـټو استازولي وکړي. هغه به د عسکري او اقتصادي مرستو له لارې حمایه کـیـږي او سر بیره په دې  د شوروي استخباراتو ټوله همکاري به ورته رسیـږي. د هغه رول به دا وي چې چې خپلو خلکـو ته بـه اتل وي، په داسې حال کې زموږ لـپاره بـه د دوه اړخیـز ایجنټ په څیر کارکوي.»سووروف زیاتوي چې  «دغه پلان دومره پټ دی» چې د شوروي اتحاد او د افغانستان د خلکي رژیم «ډیر لوړ رتبه مامورین به پرې هم خبر نشي.» د اقتباسونو لپاره ولولئ
Bruce G. Richardson, “Historical Briefs III”, Afghanistan Mirror, No. 30, February- March 1993, p. 7, published in Montclair, California . For more information on Massoud’s cooperation with Soviets see: Ibid., “The Myth of Massoud”, in :Larawbar.com(2013-07-30); Afghanistan: Ending the Reign of Terror(Bend, Oregon:Maverick publishers, 1996); “CIA: Global Drug Trafficking,Terrorist Affiliations,Political Assassination…Resolution by other (Unlawful, Unethical and Immoral) Means”, in: Tolafghanistan.com [published in Germany: 11 April 2015]. Also, consult former Soviet  General Alexander Antonovich Lyakhovsky, Tragediya Afgana, 1995 (Afghan Tragedy and Valor).

احمد شاه مسعود د ۱۹۸۰ په اپریل کې بازارک ته راځي چې د شوروي پوځ د استخباراتو د مسول کرنیل اناتولي تکاچیف سره لومړی ډزبند  امضا کړي

 بروس ریچاردسن د خپل لومړي کتاب په دوهم چاپ کې(۱۹۹۸)* لیکي چې له خلکي کودتا [۷ غویي ۱۳۵۷= ۲۷ اپریل ۱۹۷۸] نه نږدې لس میاشتې ورووسته د ۱۹۷۹ د فبرورۍ په ۱۴[۲۵ سلواغه/دلوه ۱۳۵۷ لمریز] ، په کابل هوټـل کې د امریکې سفیر ادولف دَبس ووژل شو. له دینه نږدې دوه میاشتې وروسته د ۱۹۷۹ په اپریل کې د کابل هوټل د پخواني مامور او شاهد عبدالکمال له خولې،  احمد شاه مسعود د شوروي پوځ  د غړو سره په کابل هـوټل کې وکتل. که څه هم د دغې لیدنې نتایج نه دي راسپـړل شوي، د مسعود او شوروي پوځیانو  تر منځ دا تماس بـه یو لوښی و چې د ۱۹۸۰ په لومړیو شیبو کې  د دواړو خواو تر منځ  د تړون سریـز  تفاهم ته لار پرانیزي – په ۶۳ مخ کې ۳ لمن لـیک
*) Bruce G. Richardson, Afghanistan: Ending the Reign of Soviet Terror. Bend, Oregon: Maverick Publications, 1996,second revised edition 1998

«امر صاحب» او پخوانی پاچا د پيـریانو په جنګونو کې؟؟
 
د کال ۲۰۰۴ په فبروری کې په امـریکا کې يـو په څیـړنه کـوټـلې کتاب راووت: سـټیـو کُـل، د پیـریانو جنګونه: له شوروي یرغل نه  د ۲۰۰۱ د سپتمر د لسمې نیټې پورې د امریکې د مرکزي استخباراتو، افغانستان، او بن لادن پټ تاریخ. نیویارک: پینګوین پریس، ۲۰۰۴. له امر صاحب نه مطلب احمد شاه مسعود دی - ځیرکیار
Steve Coll,  The Ghost Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan, and Bin Laden, from the Soviet Invasion to September 10, 2001 (New York: Penguin Press, 2004).
د کتاب په سرلیک کې «پیریان» د استخباراتو په مفهوم کارول شوی دی
ګیري شرون چې په کابل کې  د سي. آې. أې. د څانګې مشر ( ۱۹۹۰-۱۹۸۸) و، بیا په اسلام  اباد کې هم  د د دغه سازمان مشرشو(۱۹۹۹-۱۹۹۶). سربیره پر دې چې احود شاه مسعود په سي. آې. أې. کې دوه سوه زره(۲۰۰۰۰۰) ډالر« میاشتنی معاش» لاره، د کال ۱۹۸۹ د مې په میاشت کې «ګیري شرون پخپله» ۹۰۰۰۰۰(نهه سوه زره) ډالر « د مسعود ورور احمد ضیا ته ورسول.» شرون له مسعود نه هیله وکړه چې  د سالنګ سړک دې چې له شمال نه کابل ته ننوځي «غوڅ کړي[وتړي].» د خبرو اترو په لړ کې  مسعود ومنل چې سر بیره د هغه په میاشتني معاش به دغه کار د پنځه سوه زره(۵۰۰۰۰۰) ډالرو په مقابل کې اجراکړي. په اسلام اباد کې ګیري شرون پخپله دغه مبلغ «د مسعود یوه ورور ته» په پیښور کې د کال ۱۹۹۰  د جنورۍ په ۳۱ نیټه وروسپاره.[ کیدای شي چې د مسعود دغه ورور به یحیی یا احمد ضیا وي د سي. آې. أې. د معلوماتو له مخې ، مسعود د سالنګ لار ونه وتړله. ګیري شرون به ویل چې مسعود ورنه نیم میلیون ډالر« وشوکول»!
 “But Massoud’s forces never moved.
له ریچارد کلارک نه واورې چې شل کالونه یې د امریکې په دفاع وزارت کې او د بهرنیو چارو په وزارت کې، او لس کالونه یې په سپـینه ماڼۍ کې تیر کړي دي. کلارک له ۱۹۹۸ نه د اکتوبر د ۲۰۰۱ پورې په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت په جرګه کې د ټـروریزم په ضد چارو کې لوړ او پوخ مامور و، او په مسلکي کړیو کې «د تروریزم په ضد تزار» ګڼل کیـده. کلارک د بن لادن په مقابل کې د کلک سیاست په پلي کولو ټـینګار کاوه. خو د کال ۲۰۰۰په اوړي کې د دې پـه ضـد و چې د احمـد شاه مسعـود سـره دې «ژوره» عسکري ټلواله جوړه شي. دلیل یې دا و چې د احمد شاه  مسعـود ډله یانې شمالي ټلواله « د خلکو یوه ډیره ښه ډله نه» وه. هغوی «د نشه یي موادو ګـرځـنـده ســوداګـران[ډرګ رَنَـرز] دي. هغوی د بشر په حقوقـو تیري کوونکي دي. هغـوی یو قـومي اقـلیت جوړوي. دا یـو داسې شی نه دی چې تاسې به پرې  د ملي حکومت جوړول راوڅرخوئ.». وروسته له دې چې بن لادن له سوډان نه ووت او په ۱۹۹۶ کې یې[د مسعود- رباني په واکمنۍ کې] په افغانستان کې پناه ځای ومیند، ګري شرون د کال ۱۹۹۶ په سپتمبر کې په کابل کې د دفاع د وزیر احمد شاه مسعود سره وکتل. د دغې کتنې هـدف داو چې مسعود دې خپل او له نورو نه راټول شوي چیچونکي توغندي په امریکا خرڅ کړي او په بن لادن دامریکې لپاره مخبري وکړي
لـه افغانستان نه د شوروي پوځونو له وتـلـو نه وروسته، امریکې نه غوښتل چې په افغانستان کې دې د سیاسي اسلام پلویان (لکه حکمتیار) واکمنۍ ته ورسیـږي. د سعـودي عـربستان استخباراتو له ۱۹۹۰ راهیسې د امریکې د نوي پلان د لګښتونو په پوره کولو کې برخه لرله، خو د مسعـود په اړه یې پـه دوه دلـیلـونو ښه نظـر نـه لاره: یـو داچې ( که څه هـم مسعـود سنـي مـذهـبه و) پـه کـلتوري لـحـاظ د فـارسي ژبـې له لارې ایـران تـه نـږدې و. بـل داچې د مسعـود پـه شمالـي ټـلوالـه کې شـیـعه ګان شـامل وو چې د ایــران ســره یې مـذهـبي او ژبـنۍ اړیـکې لـرلې. امریکې د ولسمشر بیل کلینټن د لومړي پیر (۱۹۹۶) راهیسې، مسعـود د دې لپاره استعمالولو چې په بـن لادن بـانـدې ورته مخبـري وکړي او یا یې ووژني. مسعود هڅه کوله چې امریکه د طالـبانو په ضـد څرګند جنګ ته راوپاروي – خود امریکې حکومت په دې انـد و چې مسعود نه طالبان ماتـولی شي او نه له کابل نه افغانستان اداره کولی شي.
  ریچاډسن: مسعود د شوروي اتحاد/فدرالي روسیې په لوبه کې
 تکړه امریکایي ژورنالیست او سوله دوست محقق بروس ریچارډسن په لاندې دوه کتابونو کې د شوروي اتحاد/فدرالي روسیې او د احمد شاه مسعود ترمینځ همکارۍ را برسیره کړي دي
Brucde G. Richardson, Afghanistan: Ending the Reign of Soviet Terror. Bend, Oregon: Maverick Publications, 1996,second revised edition 1998; Bruce G. Richardson, Afghanistan: A Search forTruth. Fourth Revised Edition. Free Forum Publications/Canada, 2009

Source:  Bruce G. Richardson, Afghanistan: A Search for Truth, 2009
احمد شاه مسعود د ۱۹۸۰ په اپریل کې بازارک ته راځي چې د شوروي پوځ د استخباراتو د مسول کرنیل اناتولي تکاچیف سره لومړی ډزبند  امضا کړي
د امریکې په بـاستن ښار کې، بروس ریچارډسن د ۱۹۹۵ د اګست په ۱۴[۲۳ زمری ۱۳۷۴]، په پخواني شوروي اتحاد  [ ۱۹۹۱-۱۹۱۷] کې  د ماسکو په پوهنتون کې  د تاریخ پوهاند او د کی جی بی عملیاتګر اناتولی سـودوپلاتوف سره  مرکه وکړه. ریچارډسن ته یې وویل چې «مسعود زموږ[پخواني شوروی اتحاد] لپاره په افغانستان کې غیر رسمي [پټـه] لار وه. دغه شان هغه [د مسکو] په فرونـز عسکري اکاډیمي کې په پټ نوم د خپلو مهمو اشخاصو سره تحصیل وکړ. دا معلومات د ارتیوم  بوریک له خوا په «اوګونیوک» کې خپاره شوي وو. د نیټې په اړه ډاډه نه یم، کوم وخت په ۱۹۸۳ یا ۱۹۸۵کې» - مخ ۱۳، لمن لیک ۳
 

اینټر نیټ:۲۹ ۱ګیست ۲۰۱۵
پـه[ عکس کې کیڼ اړخ ته لکه چې کوم پرچمي پوځي وي او شاید مسعود ته به  د۱۹۹۲  د مارچ په وروستیو او د اپریل په لومړیو ورځو کې د کابل د نیولو مشوره ورکوي.] - ځیرکیار
ډاکتر عبدالرحمـن چې په فـضل احـمـد فـناه هم مشهـور و، د مسعـود سره  په قبـیله پالـنه (اِتنوسنتریزم) کې غبرګ شوی و. د دواړو همکاري په دې راچاپیره وه چې په شوروي پوځونو باندې د نورو مجاهدینو د بري مخې ته پاټک واچوي، په شمال کې میشت پښتانه وشـړي او ملکـیت یې ونیسي. عبد الرحمن چې پخوانی موئیستي تجسم  یې  فضل احمد پنـاه و، د پورتني تبعیضي سیاست اعلامیه (شورای نظار مانیـفـیستو) لیکلې وه. په دغه اعلامیه کې کارول شوې ژبه په ناراحت کوونکي ډول هغـې ژبـې ته ورتـه وه چې د هـیـټلـر په جرمني کې د یهـودانـو د ټـول وژنـې (پګـروم) لپاره کارول کیـدله. ۷۱ مـخ. د شورای نظار دغه پښتون – ضد اعلامیه د بغلان پخواني ښاروال او مجاهد سید باقي الحق حسیني په ډاګه  کړه. پیښور، ۱۹۹۰.سید حسیني دغه اعلامیه په غیـږ کې نیولې او د هغه سره یې عکس اخیستل شوی دی*. ولولئ:
Richardson, Afghanistan: A Search for Truth, 2009, between 215-217 pages
*)  د عکس لپاره د دې لیکنې وروستنی مخ  وګورئ
په پخواني شوروي اتحاد کې د شوروي یوکراین د کی. جی. بی. مشر ډاکتر الیکسانـدر فـیدوتوف له ۱۹۹۱ وروسته د خپلواک یوکراین د امنیتي خدماتو مشر شو. نوموړی په دې نظر و چې د احمد شاه مسعـود شورای نـظار له مسکو نه « الهام اخیستلی و ظاهراَ» د دې لپاره چې د مسعود «د سیاسي سلطې په مقابل» کې د نورو د عملیاتو مخه ونیسي. ۷۴مخ، ۶ لمـن لیک. ډاکتر فـیـدو تیـف زیـاتـوي: شوروي موظفـین ( چې ځینې یې «ما شخصاَ پیـژندل») پـه ټوله اشغالي دوره کې  د مـسعـود د حفاظت لپاره ټاکل شوي وو. ریچاډسن، دوهم چاپ ۱۹۹۸، ۷۸-۷۴مخونه
شوروي کوماندان بوریس ګروموف په «ماشـوفـسکی کـمسـومـول» کې کـاږي(۱۳ اپـریـل  ۱۹۹۴=۲۴ وری ۱۳۷۳هجری لمریز) چې «مسعود له ډیر وخت راهیسې زموږ سره اړیکې لرلې او زموږ د اغیـز استازی(ایجنټ) و. تقریباَ  د یوه کال لپاره زموږ مامورانو د هغه سره په خبرو کې وو او هغوی ګډې پریکړې وکړې. او د اوږده وخت لپاره مسعود هغه څه وکړل چې موږ ورته ویل.... په ۱۹۸۲ کې موږ خپل هدف ته ورسیدلو: موږ د احمد شاه مسعود سره داسې اړیکې ټینګې کړې چې له افغانستان نه د شوروي پوځونو د وتلو پورې  پاتی شوې.... په ۱۹۸۲ کې شخصاَ د احمد شاه مسعـود او د شوروي اتحاد د څلورم غـوڼـډ د اشخاصو تر منځ  تړون رامنځته شو. د دغه تړون له مخې مسعود د دې مخه ونیوله چې په سهیلي سالنګ کې د شوروي پوځ د کاروانونو په مقابل کې فعالیت[بریدونه] وشي.... مسعود خپل پلویان له دې نه منع کړل چې د کابل [د حکومتي قواو] په ضد وجنګیـږي، او [پر ځای یې] خپل ټول زور[ د حکمتیار د مشرۍ لاندې] د اسلامي ګوند د غوڼـډونو په ضد وکاروي.» ۸۴ مخ. [ګروموف د څلویښتم  پیاده غوڼـډ کومندان و او په افغانستان کې یې درې دورې ( ۱۹۸۳-۱۹۸۰، ۱۹۸۶-۱۹۸۵، او ۱۹۸۷ تر ۱۹۸۹) تیرې کړی وې، او نوموړی  وروستنی شوروی عسکر  و چې د ۱۹۸۹ د فبرورۍ په ۱۵(۲۶ سلواغه/دلوه ۱۳۶۷)  د امو سیند له «دوستۍ پـُل» نه تیر شو.]-ځیرکیا
احمد شاه مسعود د ډاکتر کوچي په کتاب کې
 ډاکتر عبـدالـقیو کوچی د  یرغل شوي افغانستان د اوسني ولسمشـر ډاکتر اشرف غني تـره  کیـږي، په کابل کې کـومه رسمي وظیفه هم لري او یو  کتاب یې هم خپور کړی دی:سیاسي ستونزې او زما دریځ. مهتمـم: تـوریالی ځاځـی. دوهـم چاپ ۱۳۸۹لـینـدۍ =۲۰۱۰زیـیـز. لـړ ۳۵. [د خـپـرنـدوی ټـولـنې نـوم  او چـاپ ځای نه دي چاپ شـوي.] – ځیـرکیار.
 د مسعود – رباني په واکمنۍ کې پرچمي پوځیان او استخبارت ځای په ځای شوي وو، او د روسانو لاسوهـنې هم  «بیا پیل شوې.». روسانو د مسعـود- رباني او رشید دوستم  د رژیمونو د تمویل  لپاره  پیسې چاپولې او په «کنټینرونو» کې  یې وررسولې.  روسانو به  د مسعود- رباني رژیم په وسلو او نورو پوځي مهماتو غـښتلی کاوه ،  تیل او لوژیستیکي اړتیاوې به یې ورپوره کولې، او په سیاسي ډګر کې هم د ذکر شوي رژیم په ملاتړ کې ولاړ وو. ولولئ ۲۸۶-۲۸۵ مخـونـه. په افغانستان کې د شوروي اتحاد د زمکنیو قواو(څلویښتم غوڼـډ) کوماندان جنرال بوریس ګروموف  د مسعود په اړه په خپل کتاب کې د ډاکتر کوچي په وینا داسې لیکلي دي چې:« ...احمـد شـاه مسعود د روسانو سره د سالنګ د لویې لارې په ساتلو کې ډیرې مرستې کړې دي.» دا شوروي/ روسي جنرال کاږي چې« که د احمد شاه مسعود مرستې  نه وای روسي لښکرو نشوای کولای  چې د افغانستان پښتني سیمو ته ځانونه ورسوي. دی (ګروموف] وایي چې د احمد شاه مسعـود ختمول روسانو ته ډیره اسانه خبـره وه مګـر روسانوو د ده څخه ډیرې ګټې تر لاسه کـړې.» ۲۹۴ مـخ . ډاکتر کوچی د شوروي جنرال لیاخوفسکي د کتاب په حواله کاږي چې جګرن اناتولی د روسانو «یـو ډیر تکـړه جاسوس و او په فـارسي ژبه یې روانې خبرې کولې [هغـه] د یـوې اوږدې مـودې دپـاره د مسعـود سره يـوځـای اوسـیـده او مسعـود تـه یې کـيـڼ  او کمونـیستي فـکـرونــه او بنـسټـونـه ورپـیـژنـدل.» ۳۳۷تر ۳۳۸ مخونه.  ډاکتر کوچی د لیاخوفسکي د کتاب په حواله کاږي: شـورویانـو/روسانـو  غـوښتل چې لومـړی دې مسعـود «د یـو ملي قهـرمان په تـوګه ومـنل شـي» او  «بـیـا» دې روسان «له ده سره نژدې  شي او په ګډه سره خپلې سیاسي ګټې تر سره کړي.» - ۳۳۸ مخ
 احمد شاه مسعـود د شوروي جنرال لیاخوفـسکي په کتاب کې
جنرال لیاخوفـسکي، د افغان میـړانه او غـمیـزه. ژباړن: محب الرحمن. خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني. د چاپ نیټه: ۱۳۷۸لمریز= ۲۰۰۰زیـیـز. جنرال الکساندر اناتولیویچ  لیاخوفـسکي  اوږده موده د شوروي اتحاد د وسله والو تورن پوځونو په ستر درستیز کې  دنـده لـرله او د شوروي پـوځونو په وروستني پـړاو کې یې ، په افغانستان کې د شوروي اتحاد د دفاع وزارت د اوپراتیفي ډلې د مشر ستر جنرال و.
احمدشاه مسعود اسلام او تاجکي ولوله غبرګ کړل، سوکه سوکه یې په پنجشیر کې خپل  اغیز زیات کړ، او د «ترهګري عملیاتو» په مټ یې په خپله سیمه کې  په دې بریالی شو چې «خپل ټول سیال ډلمشران چې د مشرۍ دعوه یې کوله ډیر ژر یو په بل پسې له منځه یوسي او خپله بشپـړه برلاسي ټـیـنګه کـړي»، او په پایله کې د ځان لپاره د «نـیکمـرغه» (مسعـود) تخلـص غوره کړي. [ډاکتر حسن شرق هم په خپل کتاب (کرباس پوشهای  بررهنه پا) کې د هغه مهال  د شوروي اتحاد د مشر ګورباچوف له خولې لیکلي وو چې مسعـود دې مسعـــودسستان  جوړکړي].  مسعود په دې اند و چې په افغانستان کې «هیڅ یو رژیم بری نشي کولی، خو دا چې د شوروي اتحاد «ملاتړ او دوستانه اړیکې» یې په بــرخه شــوي وي. شوروي څارګرۍ (استخباراتو) هم د مسعود سره اړیکې پاللې. د بیلګې په ډول، ډګرمن اناتولي ښایسته ډیر وخت د مسعود «په استوګنځي کې تیر کړ او  په دې ترڅ کې یې له هغه سره اړونده کار پر مخ بیوه.» دغه شان مسعود یې د شوروي «ژوند له بڼې او مارکسیزم د بنسټ ایښودونکو له لیکنو سره هم بـلداوه.» خو لیاخوفسکي په دې پوهیـږي چې  د دغه «کار د پایلو لپاره  لاڅه نا څه وخت ته اړتیا وه.» دغه شان «ژمنه  یې وکړه» چې په پنجشیر کې به د شوروي او[افغان]  حکومتي ځواکـونو پر ضد عملیات «هم نه  تر سره کوي. برسیره پر دې هغه [مسعود] لوز وکړ چې په خپله سیمه کې به د  نورو ګوندونو یاغیانو ته هم اجازه نه ورکوي چې ورته عملیات تر سره کړي او د خپل مسولیت له سیمې نه د هغو د وسله والو ډلو، وسلو او مهماتو د کاروانونو د تیریدو مخه به هم نیسي....» جنرال لیاخوفـسکي  زیاتوي چې :«که رښتیا ووایم نو مسعـود خپلې ټولې ژمنې په بشپـړه توګه پلې کولې....»۴۵۵-۴۵۴مخونه
جنرال لیاخوفـسکي  د مسعـود ځانګړتیاوې داسې راپیژني: مسعـود «یو تکړه، مړخړپـی، پټ کاری، محتاط او واک خوښوونکی سړی دی. د احمد شاه د نږدې چاپیـریال له څیړنې نه سړی دې پایلې ته رسیـږي چې هغه د خپلو کسانو په ډله کې په هیچا باور نه لري.... نوموړی همیشنی استوګنځی نه لري او تل یې بدلوي.» ۴۵۷-۴۵۶ مخونه
په ۱۹۸۸ کې چې د ژنیو توافقات لاسلیک شول، او له افغانستان نه د شوروي پوځونو د وتلو خبر خپور شو، مسعـود دغـه نـوې صحنه  د افغانستان په شمال او شمال ختـیـز کې «د اسلامي دولت» د جوړولو لپاره ګټوره و ګڼله، او له دې امله یې د شوروي پوځونو «پـر خلاف جګـړه ییـز عملیات په ټپه ودرول.» خو په مقابل کې یې په جولای – اګست کې د اسلامي ګوند(حکمتیار) د عملیاتو په ضد د کاپیسا او پروان په ولایتونو کې«غـوڅ او کارنـده جګړه یـیـز عملیات پیل کړل.»  ۴۶۱-۴۶۰مخونه. سره له دې چې په سیاسي ډګر کې د مسعـود «دریځ لا تر اوسه په بشپـړه توګه نه دی ټاکل شوی، خو پـښتـني ضـد کرکټر یې  بیخي په ډاګه دی. د شـورویـانو لپاره «معـقـوله ده» چې د مسعـود سـره د «مخامخ اړیکـو» پالـنه وغـځـوي. «پخپله د شوروي اتحاد د دفاع وزارت د اوپراتیفي ډلې مشرتابه او د څلویښتمې اردو کومندانۍ هم» په دې «ټـیـنګار» کاوه چې د مسعـود د ډلـو په ضـد لـه عـملـیاتـو نه دې ډډه وشـي. پـه یـو پټ لاسوند[سند] کې د شوروي اتحاد د دفاع وزیر ستـر جنرال یـازوف ته داسې لیکل شوي دي:«رپـوټ درکوم چې....احمد شاه [مسعود] په غوڅه توګه خپلو ډلو ته ویلي چې د شوروي پوځونو پر خلاف جګړه یـیـز عملیات ونکړي او ډلې یې هـم دغه خبره پـرته لـه ولـې او څـنـګه» منلې ده. ۴۶۳-۴۶۲ مخونه
په موجود افغانستا کې، د راتلونکي «کورواکي» تاجکستان او د پاتي افغانستان په اړه جنرال لیاخوفسکي د مسعـود سره «د څـیـړنې وړ پوښتنې» شریکې کړې دي: (۱) په [اوسني] واحد افغانستان کې د بدخشان،تخار او بغلان ولایتـونـو او د پـروان او کاپیـسا د ځینو برخو په ګډون د کورواکه (خودمختاره) تاجکستان د جوړولو موضوع او دغه شان د افغانستان په دولت کې د تاجکانو د استازیتوب او ځانګړو څوکیـو موضوع ګاني. (۲) [د پنجشیر] اسلامي جمعـیت په افغانستان کې د یـوه حق برابري (مساوي الحـقـوق)او خپلواک ګـوند په څیر په رسمیت پـیـژندل. (۳) د افغانستان په وسله وال پـوځ کې د کورواکـه تاجکستان د منـظمو ځواکونو رامنځته کول، او د حیـرنان – کابل د لارې ساتنه. (۴) د شمال ختیز ولایتونو(کورواکه تاجکستان) په اډانه کې د سـولې ټـینګـول او د خلکـو اقتصادي وضعې او پرمختګ ته پاملـرنه. (۵) د شوروي تاجکستان د جمهوریت او په افغانستان کې د کورواکه تاجکستان تر منځ د سرحدي سوداګرۍ او فـرهنګي اړیکو ټیـنګول.
«زما [لیاخوفسکي] له خوا د دغو درلیـږل شوو پوښتنو په باب په افغانستان کې د شوروي سفیر یو. م. ورنڅوف او ستر جنرال و.[ولانتین] اي.[ایوانویچ] وَرینیکوف سره هم خبرې شوي او هغوی... په دې اړه د هیواد له مشرتابه سره پوهاوي ته رسیدلي دي.» دغه مطرح شوې موضوعګانې، په سویلي سالنګ کې  د مسعـود د ډلو د یوه ډلمشر مُلا غـوث له لارې  مسعـود تـه استول شوې وې. د مسعود په غبرګون کې  څرګنده شوې وه چې نوموړی د دغو موضوعګانو د څیړنې لپاره خبرو اترو ته «چمتو دی او په دې اړه ځینې نور وړاندیزونه هم لري.» لیاخوفسکي کاږي چې «هـر کله به» د مسعـود سره د شورویـانـو د خبـرو اتـرو په اوږدو کې «لـږ څـه پـرمـخـتګ» رامنځته شو، [افغان حکومتي ځواکـونو] به یې پـر ضد «یـوناڅـاپه» عملیات پـیل کـړل. ۴۷۲-۴۷۱ مخونه. د شوروي جنرال لیاخـوفـسکي په کتاب کې دا پایـله پام وړ ده:« کیدای شي په راتلونکی کې لـه احمـدشاه [مسعـود] نه یو داسې ستر سیاسي شخصیت جوړ شي چې شوروي اتحاد ته به په کار وي له هغه سره د همکارۍ  اړیکې وپالي. له همدې امله زموږ لپاره په ګـټه ده چې هغه زمـوږ اڼـډیـوال (متحـد) وي نه غـلیـم.»۴۶۴تر ۴۶۵مخـونـه.
مسعود «جاسوس همه کس»

ډاکتر میر عبد الرحیم عـزیـز د  ۲۰۱۵ په سپتمبر کې«مسعـود جاسوس هـمه کس» ګڼلی دی  او په خپله لیکنه کې یې د یوناني مورخ ډاکتر دیمیتراکیس په لاندې کتاب اتکا کړې ده
 Panagiotis Dimitrakis, The Secret War in Afghanistan. B. Tauris,2013
د مسعود په اړه اړه د  ذکرشوي کتاب «غټ ټکي»، ډاکتر عـزیـز داسې را لڼډ کړي دي:«... این کـاذب تاریخ [احمد شاه مسعود] به تمام سازمانهای جاسوسی جهان ارتباط داشت. ارتباط مخفی وعـلنی وی با دستګـاه های استـخباراتی کشور های مختلف از او یک خاین بزرګ به میهـن سـاخت. من مطالعهٔ این کتاب را به کلیه مبارزان راه آزادی پیشنهاد می نمایم تا خود دریابند چطور افغانستان دستخوش طرحهای استعماری ګردیده و چطور متجاوزیـن شرق و غرب از احمدشاه مسعود حمایت کرده و سر انجام اورا منحیث یک ٫٫قهرمان٬٬ دروغین در کشور  و مردم ما تحمیل نموده اند. عمال مورد جمایت سازمان های استخباراتی کشور های مختلف در افغانستان موظف شده اند که از خیانت های احمد شاه مسعود به افغانستان به دفاع برخاسته و هر عمل ضد ملی او را یک نوع عملکرد استثنائی زادهٔ نبوغ این فرد خاین به مهین جلوه داده و آنرا یک پیروزی  در ٫٫ نبرد استخباراتی٬٬ معرفی بدارند.» د ذکر شوي کتاب په ۱۶۶ مخ کې راغلي دي چې: «در جنوری ۱۹۸۳، مسعود با کلونل اناتولی تاچف مربوط به جی آر یـو(استخبارات وزارت دفاع شوروی) ملاقات نمود و ګفت که او دشمن شوروی و مردم شوروی نـیست.» د ډاکتر عزیز لیکنه په لاندې ویب پاڼه کې لوستلی شئ