د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

05.11.2016 13:16    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار دغـلواکیستان اقـتصاد: د مسعـود او فـنود ډالرواله

یوڅو ورځې وړاندې مې د غلواکیستان په سیاست د یوې لیکنې له لارې رڼا واچوله(ګلمرجانیزم په افغانستان او امریکا کې: د ملال رڼا کشف). زما یو دوست دغه لیکنه د دوستانو سره په بحث کې ډاڼـډس کړې وه او بـیا یې ماته وویـل چـې هغوی زما له ذکر شوې لیکنې نه یوه غټه نتیجه راوویستله. یعنې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د آنکل سـام بچیان د اتحاد شمال له داړه مارانو نه د سیاسي درغـلۍ زده کړه کوي: عبدالله عبدالله په ۲۰۱۵ کې د ځان لپاره د «اداري رئیس» مقام په اشرف غني ورتا په! که په امریکا کې هیلري کلینټن د ۲۰۱۶ د نومبر په اتمه نیټه انتخابات وګـټي، نو ډانالډ تـرمپ به یې اداري رئیس وي!؟ زما ذکر شوی دوست چې لمونځ ادا کړي، نو بیا په ویکيـلـیـکس پسې سوړې لټوي. زما په اټکل، د جولـیان اسـانج ویکـي لیکـس د څــیـړنیـز ژورنالـیـزم تــوغ جــګ کـړ، یوویشــتمه پیـړۍ یې د شفافـیت په ممبر ودروله او د انـارشـیــزم په ماڼـۍ کې یې د معـلوماتو د آزادۍ چغـه لـوړه کــړه.

10.09.2016 10:04    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار د پـښتـون- ضـد احصایـو څـڼـډې

ما ځیرکیار یوه څیـړنه تقریبَا دوه نیم کالونه وړاندې د ۲۰۱۳د اپریل په ۶ (وری ۱۳۹۲= جماد لاولی ۱۴۳۴) په اِیـنـټـرنیټ کې په دې سرلیک خپره کړې وه:« د سي. آی. أې. د حـقایقـو د کتاب څیـړنه: د پښتون- دښمنې دسیسې څـڼــډې». بیا مې دغه څیـړنه د امریکې یو سناټـور ته ولیـږله چې له ډیر وخت راهیسې مې ورسره په امریکا کې د ټولنیزعدالت په اړه لیکلي تماسونه نیولي وو. دغه شان ما له دغه سناټور نه لیکلې هیله کړې وه چې د خپل دفتر له لارې زما د ۲۰۱۳ اپریل/وری ۱۳۹۲پورتنۍ څیـړنه د امریکې د ولسمشر بارک اوباما، د سي. آې. أې. او د امریکې د نورو استخباراتي سازمانونو سره شـریکـه کړي – د دې لپاره چې د ۲۰۰۱ له اکتوبر راهیسې د امریکې د حکومت له خوا د پښـتنو په ضـد بـې عدالتي او جمعي جزا په بل مخ واړوي. ما نـن (۳۱ اګیست۲۰۱۶= ۱۰ وږی ۱۳۹۵=۲۷ ذولقاعده۱۴۳۷) د سي. آې. أې. د احصائیو پاس ذکر شوی کتاب(سي. آې. أې. وَرلـډ فَـکـټ بُوک) بیا ولوست، او هلته مې په افغانستان کې د قـومي احصائیو په عـوض دا «یـــادښـت» ولوست: «نـوټ: په افـغانستان کې د قـومونو د احصائیـو د حساسې موضوع په اړه اوسني احصائـیوي اطلاعات نشته، او د نظر پلټنې لپاره د جواب ورکوونکو په کوچنیو سمپَـلونو(نمونو) اتکا د قومي احصائیو د معلـوماتو لپاره ډاډ وړ لار نه ده.» اوس نو بایـد زه ځیرکیار دا موضوع راوسپـړم

29.08.2016 09:41    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار د ځناورو واکمني او یرغـل خان

د دې لیکنې په مطلب هغه مهال سم پوهیدلی شئ چې بې له مخکني قضاوت نه یې په سړه سینه له پیل نه تر پای پـورې ولـولئ او بیا د تاریخ ساز (فکري او/یا عقیدوي) انـسان په څیرخپل ګریوان ته وګورئ چې څه مو لیدلي او اوریدلي دي. زه دلته په یو ناوَل غږیـږم چې واقیعیت یې انځورکړی دی

14.08.2016 10:18    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار سیاسي سایکالوجي: خَضـر خان سپک ژبي دانالـډ ترمپ ته درس ورکړ

د رحمان بـا بــا دا شعـر د ډانالډ ترمپ د ځانځانۍ د ښامار(اژدهـای خودی) سره اړخ لګـوي. زه د کابــل پوهنتون د پوهنې او روزنې د پوهنځي له پخواني رئیس استاد رڼا ګل اریوب زي نه د زړه لـه کومي منـنه کوم چې دغه شعر یې زما سره شریک کـړ. «د ځانـځـانۍ ښامار» د ســاه پـــوه او فلسه پــوه شهـیــد پوهــاند بهـالـدین مجــروح(۱۹۸۸-۱۹۲۸) وتــلی کـتاب دی چې په پـښتــو او فارسي ژبـو خـپـور شـوی و:کابل، نشرات افغان اکادمی/نمبر۱۸. ۱۳۵۲=۱۹۷۳ ما ځیرکیار د ډانالډ ترمپ په اړه په ټلویژن کې دا قضاوتونه اوریدلي وو: ژبه یې ډکون نلري؛ بې احساسه او شډل دی؛ د امریکې او جمهوري ګوند لپاره خطرناک دی؛ لانجه مار دی؛ ځان نشي کنټرولولی؛....په ډرامه او شورماشورکې خوښ دی!

31.07.2016 11:28    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار «د څــیــړن غــلا وبــا»: ۱۹۸۷ تر ۲۰۱۶

څـیړن غلا (ادبي غلا) د بل چا په وینا او/یـا مفکورې خیټه اچول دي. ما ځیرکیار د ۲۰۰۴زییز د مارچ په لومړۍ نیټه(اا حوت ۱۳۸۲) هغه مهال په جرمني کې استوګن منلي محمد اصف وردګ ته خپله په قلم لیکل شوې لیکنه د خپرولو لپاره په دې سرلیک ورليـږلې وه: «د څیـړن غلا سیاست او استخبارات» دغه لیکنه به په نـږدې راتلونکی کې په اینټرنیټ کې خپره کړم. خو اوس د څیړن غلا په «وبا» ګړیـږم. د څیړن غلا عمل، پخپله د څیړن غلا له لفظ نه زوړ دی: څیړن غلا د هـنر او لیکلې ژبې را هیسې شتون لري

17.07.2016 11:28    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار د ټیکنالوجۍ پرمخـتـګ او د انـقلاب راتـګ؟!

«له هغې ورځې ویریـږم چې ټکنالوجي به زموږ له بشري راشې درشې نه وړاندې لاړه شي. نړۍ به د احمقانو نسل وګرځي.» آلبرت آینشتاین(۱۹۵۵-۱۸۷۹زییز). «ټکنالوجي یو ګټور نوکر دی، خو یو خطرناک واکمن.» نارویګي مورخ او سیاست پوه (۱۹۳۸-۱۸۸۶زییز).

04.06.2016 12:59    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار امریکې د اور پرتوګ اغـوستـلی دی

په افغانستان باندې د شورویانو د یرغل په ضد ، امریکا د افـغـانانو دجهاد سره پـه ملاتـړ کې ودریدله. د ۲۰۰۱ د اکتوبر په ۷ واشنګټن په افغانستان بربــڼـډ یرغل وکړ او خپلې خورا نوې وسلې یې خاصتاَ د پښتنو په غرونو،کورونواو څارویو وازمایلې. زوړ پاچا محّمد ظاهرشاه یې د املـوکو په تول کې تیر کړ او په «بابای ملت» یې وغولاوه. د امریکې د ملي امنیت د جرګې په بحثونوکې پاچا محّمد ظاهـر شاه «تش مشر» (فیګر هیډ)، جلالت چپن حامد کرزی «کوچنی قبیلوي مشر»... او «دو سِتم» یوسړی ګڼل شوی و چې له هرچانه پیسې اخلي.

20.05.2016 09:35    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار د غلواکۍ (بچه سقاوۍ) جـوړښـت او معـنوي اِمپرریالیزم

اوبــه د ژونـد چینه ده. يعنې په ټولنه کې سـقاو یو ډیـر دروند او مشـروع خدمت کوي او حلاله ډوډۍ ګـټي. پـوهاند عبدالله بختانی خـدمـتـګـار د محّمد داود خان د ولسمشرۍ په مهال( ۱۹۷۳ تر ۱۹۷۸) دکابل په اِیـنـټـرکانـټــی نینـټـل هـوټـل کې په یـو علمي سمینار کې داسې ویلي وو: « که یـو سقاو په دې نه شـرمیـږي چې ځوی یې پاچا دی، نو یو پاچا باید قـطعا په دې ونه شـرمیـږي چې پـلار یــې سـقـاو دی.» زما په انـد، هغه څه چې پـخپله بچه سـقاو(« ســقاوځـــوی») امیر حبیب الله خان کلکاني کړي دي د ټـولنې وګړو ته اهـمیت لري، نه داچې پــلار یې یو محترم او زیـارکښ اوبـه وړونکی و یـا کوم خاین لـومړی وزیـر! د زیاتو معلوماتو لپاره ولولئ زما راتلونکی کتاب: د ناپوهۍ تیارې او د پرمختـګ ډیوې د افغاني کلتور په چوکاټ کې له عبدالرحمن خان نه تر اشرف غني احمـدزی ۱۸۸۰تـر ۲۰۱۵

06.03.2016 12:20    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار «لـوَړبـابـا»:د پښتون روڼ آندتیا او پښتو ژورنَلیزم پلار

لوَړ(دنګ،جګ) بابا د خپل وخت بایزید روښان پير و(۱۵۲۵ـ ۱۵۸۱=۹۰۳تر۹۶۰لمریز). روښان پيـر په دې پسې ملا تړلې وه چې د ولس په ذهـن کې دیـن روښان کړي. له دې امله یې خوځښت هم «روښاني» و ګڼل شو. لوړبابا د پښتون – افغان د ملت سازۍ په ډګر کې د سیاسي، کلتوري، اصلاحاتي او علمي غورځنګ په هسک (اسمان) کې هغه لمر و چې بې تاوه پاڅون(عدم تشدد) یې د خپل هیواد د لرغوني چوکاټ لپاره روغ ګڼلو. لوړ بابا غوښتل چې پښتون-افغان د روزلي ملت مقام ته جګ کړي، د خپل مشرتابه په غوره کولو کې یې سترګه ور کړي او د سیالانو په لـړ کې یې ودروي! مخکې له دې چې لوړبابا په شلمه پیـړۍ کې د پښتون روڼ آنـدتـیا او پښتـو ژورنالیـزم د مخکښ په څیر دروپـیـژنم ، روغه به وي چې د نولسمې پـیـړۍ په دوهمه نیمایي کې په لـر افغانستان کې په ژورنَـلیزم نوکې رڼا واچوم.

05.02.2016 11:28    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار د احمد شاه بابا بې کماله لمسیان په ارګ کې

ما ځیرکیار دا لیکنه نږدې شل کالونه وړاندې د ۱۹۹۶ په نومبر کې لیکلې وه او په ناروې کې د محّمد حسن ولسمل «مجاهد ولس» او د محّمد طارق بزګر «دعوت» ته مې د خپرولو لپاره لیـږلې وه. دغه شان په روم کې د پخواني پاچا محّمد ظاهر شاه دفتر ته مې د سردار عبدالولي په نوم هم ليـږلې وه. دوه ورځې وړاندې مې په «افغان- جرمن آنلاین» کې د منلي محّمد داود لیکنه ولوستله. هلته یې هیله څرګنده کړې ده چې که کاندید اکادمیسن اعظم سیستاني زما دا لیکنه په فارسي ژبه واړوي. زه د منلي مومند دغه وړاندیز ګټور کڼم. ما د غه لاسي لیکنه، وروسته له ۱۷ ګينټو په خپل ارشیف کې ومیندله، او نن مې ټایپ کړه. ډاډه یم چې ښوواند سیستاني به دغه دوه مخیزه لیکنه وژباړي ، او په دې ډول به دواړه منلی محّمد داود مومند او ښواند اعظم سیستاني زما هیره شوې لیکنه بیا د بحث لپاره راژوندۍ کړې. ۳ فبروري ۲۰۱۶. ځیرکیار

29.10.2015 19:50    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار ملي ګټې: د یـو ژور بـحـث لپاره

پخوا به ملي ګټـو ته د شهـزاده اراده ، سلطاني یا شاهي ګټې ویل کیدلې تر هغه مهاله چې ملي دولـتـونه رامنځته شول او سیاسي پولې حتمي شولې. یعنې ملي ګټې نشته، خو دا چې ملي دولتونه رامنځته شوي وي، او ملي دولتونه سیاسي پولو ته اړتیا لري. برتانوي حقوقپوه او فیلسوف جیرومي بـینتم (۱۷۴۸ تر ۱۸۳۲) ته د «بین المللي حقوقـو» پلاررویل کیـږي، په دې دلیل چې هغه د «بین المللي» (اینټـر نیشنل)او« ګـڼ کلتوري»(ملټایکـلچـرَل) ټکې راوویـستل. د ملي ګټـو موضوع د بین المللي چارو په څیـړنه کې لـه اوږدې مودې راهیسې غټ رول لوبـولی دی او اوس مهال هم په بین المللي سیاسي- اقتصادي نظام کې زیات اهمیت لري.

15.08.2015 11:15    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار جـواب دیـتـه وایي

لکه نور ډیر افغانان، زما یو افغان دوست د خپلې کورنۍ سره جرمني ته کډ وال شوی و. هـلته د رسیدلو په مهال یې لور ۸ کلنه وه. هغه یې په جرمني کې په ښوونځې کې داخله کړه. په ښونځې کې یوه ورځ د دې د ټولګي یو جرمن نژاد ښوونکي کډوالو زده کونکو ته نصیحت وکړ چـې جرمني ته کډوال شوي بهرنیان باید د جرمني دموکراسي او عیسوي- لویدیز تمدن خپل کړي. هغې افغانې پیغـلوټې همغه ښوونکي ته په جرمني ژبه کې داسې غبرګون وښود:«دموکراسي له یـونان نه راغلې ده او عـیسوي – لـویـدیز تمـدن د منځني ختیـزنه د یوه« یهـود» [عـیسی (ع)] له پیغام نه راوتلی دی!». دغې عالمې پیغلې تیر کال په حقوقـوکې ډاکتري لاسته راوړه او د جرمني په کومه فـدرال محکمه کې کارکوي. مایې په ۲۰۱۴ کې د ډاکترې تیـزس لوستلی و او له تحـلیـل نه یـې ما ډیـر خـونـد واخیـست. هغـه ډیرو کنفرانسونو ته میلمه شوې ده. ښای افغانستان ته هم د یـو کـنـفـرانس لپاره لاړه شي

13.06.2015 17:57    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار د پښتو ژبې د ژوند لپاره ژب پلان

هیله ده چې په کندهار پوهنتون کې ستاسې علمي غـوڼـډه (۱۵ جون ۲۰۱۵) کوټلې نتیجه ورکړي. زه د ملي ژبې پښتو د ژوند او مړیني په اړه علمي بحث ته ښه راغلاست وایم، او ستاسې د هـیلې له مخې خپل نظر یو ځل بیا وړاندې کوم، د یو څو نوو وړانـدیزونو سره .هیله ده چې زما لیکنه به د غوڼـډې ګـډون کوونکو ته واورول شي او په چارپوهانو به وویشل شي، او له ۳ تر ۴ نیمو بجو دې پرې چارپوهان د یو ګروپ په ډول بحث وکړي، او په څه کم پنځه بجو دې غـوڼډې ته د بحث نتیجه واورول شي

24.05.2015 12:03    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار ماته یې هـیواد دوستي مهمه ده، نه عـقـیـده لکه د موسوي

تاریخ د نن ورځې د ارزښتونو او واقعیتونو په تله کې تلل، د تاریخ سره ناځواني ده ، ذهـنګري ده، او بې انصافي ده. که په یـو چا باندې د مزدور سرتیري ټاپه وهـل روا وګڼـو ، نو باید دیته هـم چمتو وو چې لـږ تـر لږه ځانـونه مـزدور قـلم وا لان حس کړو

05.04.2015 17:39    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار سیاسي اټکل په کال ۲۰۰۰کې: امریکا، طالبان او پخوانی پاچا

ما ځـیرکیار په دغه سرلیک خپله لیکنه د ۱۹۹۹ د دسمبر په ۳ لیکلې وه او د سهیلی کلیفورنیا په میشن هـیلـزښار کې په«کیوان افغان» خپرونه کې خپره شوې وه: ګڼه ۱۴، دلو ۱۳۷۸ / فبروري ۲۰۰۰ زییز( د کیوان افغان چلوونکی فضل رحیم وحدت و). یعنې دغه لیکنه د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ نیټې له بخولې(۹۱۱) نه نږدې ۱۹میاشتې وړاندې خپره شوې وه. لوستونکی کولی شي چې د ۹۱۱ بخولې د مخلید په ډول یې و ارزوي. ټکي په ټکي د لیکنې ټول متن لاندې لوستلی شئ

08.11.2014 12:13    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار د هـیرتیا متحد ایالتونه

زه ځیرکیار، په بلجیم کې « د افغانانو ملي یووالي ټولنې» ته کورودانی وایم ځکه چې په ژوند کې د ژوندي پوهاند مجاور احمد زیار د زیارونو درناوی کوي

26.07.2014 11:43    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار استاد اریوب زی د خیرالبیان په سبک

زه او استاد رڼا ګل اریوب زی یوبل د ۱۹۶۰کلونو له نیمایي راهیسې پیـژنو. دا هغه مهال و چې مـوږ دواړه د هغه مهال په لویدیـز جرمني کې د فرانکـفورت\ماین د ښار په ګـویتې پوهـنتون کې په تحصـیل بوخت وو. زمـوږ دواړو دوستي په کابل پوهـنتون کې د استادانـو په څیـر هـم روانـه وه. په ۲۰۱۳ کې مو په فـرانکفـورت\ماین ښار کې بیا یـوبل ومیندل او پخوانئ او اوسنئ خـوالې مـو ډاڼـډس کړې. زه له پخوا را هیسې رڼاګل اریـوب زی د یوه خبرلوڅ او تکړه لیکوال په حیث پیـژنم. ما ورته وړاندیـز وکړ چې که کله ناکله لیکنې خپرې کړي. خو د کـډوالۍ په ژوند کې یې سـر د خیټې لاندې شوی و او د لیکلو حوصله او وخت یې نه لرل. زه ډیر خـوښ شـوم چې د ده په قربانۍ او لارښودنې سره، اولادونـو یې لـوړې عـلمي درجې لاسته راوړې دي. سـږ کال یې د شلمې پیـړۍ د دوه فـیلسوف پښتون شاعـرانو د مفکـورو تل ته کوز کـړم. د لیکلو سبک ته یې ما خیرالبیان ویلی دی. ده د باچاخان د مشر ځوی غني خان او ګل پاچا الـفـت شعـر تـه ژورې کــتنې کـړې دي. د اریوب زي تخصص په ښوونه او روزنه کې دی، خو هغه څه چې ده د غني خان او استاد الـفت په شعـر کې راسپـړلي دي، ما بل چیرې نه دي لوستلي.ما چې دغـه وتـلې بـډیـرې ولوستلی، استاد رڼا ګل اریوب زي ته مې ولیکل چې ګـوندې کمـپیـوټـر به یې لیـونی شوی وي او په خپل سر به یې څه لیکلي وي! ګوندې استاد اریـوب زی موږ د خوشحال بابا، رحمن بابا او استاد امیـر حمزه شـینواري د فـلسفې په څیـړنه هـم د خیرالبیان په سبک و نازوي. ځیـرکیار، ۲۵ جولای۲۰۱۴ ،کلیفورنیا

18.05.2014 10:29    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار یــوسترګــه ور لارښـود آلمکتوم

زه دلته په یو شاعـر، یـو لارښود، یو سترګه ور مسلمان او یو عـرب ملت دوست ګـړیـږم. دی غواړي چې نه یواځې خپل هیواد د ممتازو هیوادونو په ډله کې ودروي، بلکې ټوله عـرب نړۍ ممتازه کړي! له دې ملت دوست مسلمان نه باید د افغانستان مشران هـم زده کړه وکړي. ما او ډاکتر روستار تره کي د ۲۰۱۳ په نومبر کې کندهار ته د خپل علمي سفـر په اوږدو کې نږدې شل ګینټې په دوبۍ کې تیرې کړې، او د منلي الله نور سیلاب ساپـي ( د شهید امان الله سیلاب ساپـي ځوی)په پیرزوینه او زیار مو د دوبۍ مهم ځایونه وکتل . دغه شان د منلي سیلاب ساپـي په همکارۍ د ماښام په مهال زما ملت پال دوست او ملي پانګه وال منلي امام الدین ساپی هم زموږ لیدنې ته راغـئ. ما په امریکا کې د نیویارک، واشنګټـن ډی سي، لاس انجلیس او شیکاګو،په انګلستان کې د لندن، او په جرمني کې د برلین، فرانکفورت/ماین، مونشن او دوسیلدورف هواي ډګرونه لیدلی دي. خو هغه پاکي، خدمت او ښه خوراک چې د اماراتو په الوتکو او د دوبۍ په هـوایي ډګر کې مې لیدلي دي، نور ورسره نشي پـرتله کیدلی