د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د احمد شاه بابا بې کماله لمسیان په ارګ کې

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار 05.02.2016 12:28

ما ځیرکیار دا لیکنه نږدې شل کالونه وړاندې د ۱۹۹۶ په نومبر کې لیکلې وه او په ناروې کې  د محّمد حسن ولسمل «مجاهد ولس» او د محّمد طارق بزګر «دعوت» ته مې د خپرولو لپاره لیـږلې وه.  دغه شان په روم کې د پخواني پاچا محّمد ظاهر شاه دفتر ته مې د سردار عبدالولي په نوم هم ليـږلې وه.  دوه ورځې وړاندې مې په «افغان- جرمن آنلاین» کې د منلي محّمد داود لیکنه ولوستله. هلته یې هیله څرګنده کړې ده چې که کاندید اکادمیسن اعظم سیستاني زما دا لیکنه په فارسي ژبه واړوي. زه د منلي مومند دغه وړاندیز ګټور کڼم. ما د غه لاسي لیکنه، وروسته له ۱۷ ګينټو په خپل ارشیف کې ومیندله، او نن مې ټایپ کړه. ډاډه یم چې ښوواند سیستاني به  دغه دوه مخیزه لیکنه وژباړي ، او په دې ډول به دواړه منلی محّمد داود مومند او ښواند اعظم سیستاني زما هیره شوې لیکنه بیا  د بحث لپاره راژوندۍ کړې. ۳ فبروري ۲۰۱۶. ځیرکیار
مخکې له دې چې د یوې حساسې ملي موضوع په اکله خپل لیدلی خوب  راوسپـړم، سمه به وي چې د خوب لیدنې په اکله د ساه پوهنې څیـړنو ته یو ځغلند نظر واچوم، په درې دلـیلونو:(۱) د خپـل خوب د لیدلو مسولیت له خپلو اوږو نه لرې کړم؛ (۲) د لیدلي خوب په پوهیدلو کې نوکې اسانتیا راولم؛ او (۳) د رټې (جدي) موضوع سره د حساسیت غاښونه یو څه پڅ کړم.
د ساه څیـړنې پلار جرمن ژبی زیګموند فرویید وایي: « خوب لیدل مرَوَر شعور (اَنکانشس: ویده شعـور) ته شاهي سړک دی.» انسانانو له ډیر پخوا راهیسې خوب لیدلو ته پام کړی دی.  پخوانو انسانانو فکر کاوه چې په خوب لیدلو کې الهي الهام خوندي شوی دی او د دغه الهام په رڼا کې انسانان خپلې راتلونکې بدۍ سمولی شي. اټکل ۴۰۰۰ کالونه وړاندې، مصریانو د خوب لیدنې تعبیرونه په لیسټونو کې تنظیم کړي وو، چینایي فیلسوف ژوانګزي(چوانګتسي) اټکل دوه زره درې سوه (۲۳۰۰) کالونه وړاندې ویلي وو: «نه پوهیـږم زه هغه مهال یو سړی وم چې ځان مې په خوب کې پتنګ لیدلو، او که اوس یو پتنګ یم چې ځان په خپل خوب کې سړی وینم.» یو منلی انګریز لیکوال او نقاد ویلیم هازلیت(۱۷۷۸تر ۱۸۳۰) لیکي چې« موږ په خپل خوب کې دوه مخي نه یو.» اټکل سل (۱۰۰) کالونه وړاندې  د نولسمې پیـړۍ په پای کې ، زیګموند فرویید د لومړي ځل لپاره د خوب لیدلو منظمې او علمي څیـړنې پیل کړې. د نوموړي ساه پوه دغه څیـړنې په یو کتاب کې خوندي شوې چې ۹۶ کالونه وړاندې په جرمني ژبه کې* او ورپسې  ۱۳ کالونه وروسته په انګریزي ژبه کې** خپور شو
* Die Traumdeutung, 1900; ** The Interpretation  of  Dreams, 1913
د زیګموند فرویید په فکر، په خوب لیدلو کې د خوب لیدونکي هیلې پټې شوې وي (لاټینت کانټینټ). دغه هیلې عموماَ  په اوښتلې مونه یانې بدل شکل (ډیسګایز)، په خوب لیدنه کې منعکسې کیـږي چې «د خوب لیدنې ژبه» یې هم بولي.
د ساه پوهنې  څیـړنې ښئ چې د اویا کلنۍ پورې د انسان د ټول ژوند څه د پاسه شل (۲۰) کالونه په ویدېدلو (خوب کولو) کې تیـر‎ېـږي، او خوب لیدل د خوب کولو څلورومه برخه (۵ کالونه) جوړوي. خو ډېـر ځلې داسې پیـښـیـږي چې له خوب نه د راویښیدلو سره سم، لیدلی خوب د هیرتیا سمڅې ته غورځول کیـږي. په خوب لیدلو کې کله نا کله مرَوَر فکرونه د ویښ ژوند د واقعیتونو سره پوخلا کیـږي. د کمپیوټر د بڅرکي (چیپ) په شان، په خوب لیدلو کې د انسان د ویښ ژوند پټ معلومات خوندي کیـږي. د خوب لیدلو په حالت کې ډیـره پټه خو له الهامه ډکه خواله (ډیالوګ) د انسان د ویښ او مره ور فکر  په مینځ کې چلیـږي، یانې
conscious and unconscious mind [Charles McPhee, Stop Sleeping Through Your Dreams. New York, 1995].
خوب لیدل د انسان د فکري ژوند پټه خزانه ده. بیګا ( ۱۸ عقرب۱۳۷۵ لمریز= نوامبر۹، ۱۹۹۶زییز) مې یو خوب ولید چې غټې برخې یې رانه هیـرې شوې نه دي، او را سپـړل یې په ټول افغانستان کې د ملیګرتوب [ملتپـالـنې] د مباحثې د ژوروالي لپاره ارزښتناک برېښي. په ویده حالت کې د ویښ ژوند لیدلو ته خوب لیدل (ډریمینګ) ویل کیـږي. له دې امله زه د خپل خوب د لیدلو مسولیت نه شم منلی. اوس به راشم زما لیدلي خوب ته
د مزارشریف له (تروې غوڼډۍ) نه یو سترګه ور، زړه ور او غوریالی شخصیت چې د روغې پوهې[عـقل سلیم] خاوند و راروان و. دی په فکرونو کې ډوب و او ځان یې کابل ته رساوه چې د احمد شاه بابا سره وویني. په چاریکار کې د لمانځه لپاره تم شو.  له جومات نه چې راووت، نو د هغه ځای د مامورینو ګڼه ګوڼه  او ښه راغلاست پیل شول. یو ځوان چې په چاریکار کې زیـږیدلی او ستر شوی و، په هغه مجلس کې یواځینی افغان و چې د (پښتو بابا) سره په پښتو ګړیده، او نورو شیـړاګانو، بیـړاګانو او چاړا ګانو ته یې د بابا نغـوږې(نصیحتونه) ژباړلې. د خوالې په پای کې، پښتو بابا دغه ښاغلي ژباړن ته وویل: « رټ پښتو یئ، کور مو ودان!» ځوان ژباړن په ډیر درناوي ورغبرګه کړه چې: « بابا، ډیره مننه! زه رامـچـنـد یم، د کومارچند ځوی او د  چترامـچنـد لمسی یم. زما نیکه چې د کابل په چنداول بازار کې یې غوړوړه (حلوا) او ورپسې تودنۍ (بخارۍ) خرڅولې، ستاسې نوم یې په ډیـر درنښت یادولو.» پښتو بابا که له یوې خوا د رامچند په افغانیت خوښ شو، نو له بلې خوا به د ځان سره ګوریـدلو: چترام چند په ۱۹۴۷ کې په لـره خوا کې  (سیکوډیـرۍ) پرېـښودله او د برې خوا په کابل کې میشت شو. پخپله چترامچند، ځوی یې او لمسي یې پښتو ټینګه وساتله. خو سردارانو او همزادانو یې  چې له پیـړیو راهیسې یې په افغانستان کې خاپوړې کړې دي، د پښتو سره پښتو ونکړه!؟»
پښتو بابا کابل ته راننوت او په پښتونستان واټ کې یې دمه وکړه. ناڅاپه یې سترګې په سیدجمال الدین افغان ولګیدلې چې په ډیر تلوار سره راروان و. د یوبل سره یې روغبـړ وکړ او دواړه څنګ په څنګ د احمدشاه بابا د لیدنې لپاره د ارګ د کـیـږدۍ  په لوري ور روان شول. د ارګ له کـیـږدۍ نه یو تنکی ځوان راووت. پښتو بابا پرې غـږ وکړ« بابکه! نیکه مو چیـرې دی؟» دغه ځوان چې محّمدڅـرګند نومیده، په مڼـډه کې ځواب ورکړ: « قـتی قومای خود شـشته!»
احمدشاه بابا د خپل لمسي د ځواب په اوریدلو سره سم د ا رګ له خیمې نا راووت، د دواړو سره یې  په غاړه ستړي مشي وکړل او په ډیر تلوار سره د ارګ خیمې ته ورننوتـل، ځکه هلته د نورو سیمو مشران د خپل تاریخ سره جرګه شوي وو. علامه سید جمال الدین  افغان ډیر اندېـښمن معلومیده. هغه په ولاړه کې احمد شاه بابا ته وویل « زه چې ژوندی وم، نو ځان مې افغان ونوماوه. خو اوس چې مړ یم ایرانیان مې ایـرانی ګڼي! څه وکړم؟» احمد شاه بابا د سترپوه سید جمالالدین افـغان په حال ډیـر خواشينی شو، او سـم د لاسه یې پـښتو بابا ته نغــوَتـه (اشاره) وکړه چې څه نظـر لـري.
پښتو بابا لومړی د علامه سید جمال الدین افغان سره ډېـر زړه سواندی وښود او بیا یې احمد شاه بابا ته خپل نظر داسې جَـوَت کړ:« بابا! که ویداند (علامه) سید جمال الدین افغان یو څو ټکي پښتو لیکلې وای، نو ایرانیانو به یې هویت نه وای یـرغمل کړی. هسک څښتن دې موږ ټول په نیاو (انصاف) غښتلي کړي! د پښتو سره پښتو کول د هـر افغان ملي هویت ټـینګولی شي او د دین ښکلا یې خونـدي کولی شي.»
ویداند (علامه) سید جمال الدین افغان د خپل سر په خوځولو سره وښودل چې د خبـرلوڅ، غـوږن (باخبره)، سترګـوَر او باڼـډيسـي  څیـړاند پښتو بابا د بـډ ېـرې (تبصرې) سره انګټ (مخالفت) نـه لـري. پښتو بابا په درانه غـږ وویل:
نــورې ژبـې زده کـول کـه دی کـمـال ........................ خــپلـه ژبـه هـيـرول بــې کــمـالـــي ده
د پښتو بابا د شعر په اورېدلو سره سم، احمد شاه بابا د خپل بې کماله لمسي په لټه کې شـو  او زه له درانه خوبه راویښ شوم. ګورم چې په وړاندې مې د پښتو بابا (محّمدګل مومند) په اکله د ښاغلو اسماعیل یـون او همیش خلیل کتابونه غوړېـدلي دي. له بدې مرغې ویـنم چې لا تر اوسه پورې د میـروېـس نـیـکـه کودیان او د احمـد شاه بـا بـا کـړوسـیان له همدغې بـې کـمالـۍ  نه الهام اخلي او د ملي ژبې دغه سپکاوی په ډېـره سـپین سترګۍ سره د ژبنـي تبعیض د نشتوالي په نوم هم خرڅوي. هسک څښتن دې هیچا ته د دې وس ورنکړي چې د ټول افغانستان د ملي هویت د ټینګولو اغیزمن او پوخ مورچل ړنګ کړي!۱۹نومبر۱۹۹۶زییز