د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دغـلواکیستان اقـتصاد: د مسعـود او فـنود ډالرواله

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار 05.11.2016 14:16

  یوڅو ورځې وړاندې مې  د غلواکیستان په سیاست د یوې لیکنې له لارې رڼا واچوله(ګلمرجانیزم په افغانستان او امریکا کې: د ملال رڼا کشف). زما یو دوست  دغه لیکنه د دوستانو سره په بحث کې ډاڼـډس کړې وه او بـیا یې ماته وویـل چـې هغوی زما له ذکر شوې لیکنې نه یوه غټه نتیجه راوویستله.  یعنې په تاریخ  کې دا لومړی ځل   دی چې د آنکل سـام بچیان د اتحاد شمال له داړه مارانو نه د  سیاسي  درغـلۍ زده کړه کوي: عبدالله عبدالله په ۲۰۱۵ کې د ځان لپاره د «اداري رئیس» مقام په اشرف غني  ورتا په! که  په امریکا کې هیلري کلینټن د ۲۰۱۶ د نومبر په اتمه نیټه انتخابات وګـټي، نو ډانالډ تـرمپ به  یې اداري رئیس وي!؟ زما ذکر شوی دوست چې لمونځ ادا کړي، نو بیا په ویکيـلـیـکس پسې سوړې لټوي. زما  په اټکل، د جولـیان اسـانج ویکـي لیکـس د څــیـړنیـز ژورنالـیـزم تــوغ جــګ کـړ، یوویشــتمه پیـړۍ یې د شفافـیت په  ممبر ودروله او د انـارشـیــزم په ماڼـۍ کې  یې د معـلوماتو د  آزادۍ چغـه لـوړه کــړه.
په افغانستان کې روان فساد زبرځواکه امریکا په ګوڼـډو کړې ده ځکه چې مخنیوی یې نشي کولی. احمد ضیا مسعود  چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په لومړي پیر کې (دسمبر ۲۰۰۴تـر نومبر ۲۰۰۹) مرستیال ولسمشر و، او اوس د نړۍ د دوهـم مفکـر اشرف غني په ولسمشرۍ  کې د سمونونو او روغ حکومت استازی دی، د ۲۰۰۹ په اکـتوبـر کې د دوبـۍ ښار په هــوایي ډګـر کې  د امـریکا او د دوبــۍ د  مامورانو له خوا د څارنې لاندې ونیول شو او ۵۲ ملیون نغـدې ډالرې یې ورسره ومیندلې. خو احمد ضیا مسعود پـریښـودل شو او هیڅ پوښتنه  ورنه  ونشوه! ولــې  ورنه  پوښتنه و نشوه؟ زما ځیرکیار په نري اټکل، د دوبۍ او امریکا څارګرو کړیـو تـه د اتحـاد شـمال د مشـرانو خـیانتونه او فـسادونه څـرګـند  وو، خـو غــوښتل یــې و پـوهــیـږي چې دغه ډالـــرې په امریکا کې  چاپ شـوې وې که په پنجشیـر یا کوم بـل ځـای کــــې؟
په کابل  کې  د امریکې  سفیر  کارل آیکـنــبـیـري (اپریل ۲۰۰۹ تر جولای ۲۰۱۱) په تفصیل سره له افـغانستان  نه د پانګې په تــیښته ګړیـدلی دی: «غټ نغـد مبلغونه په اووه نیز، میاشتنیـز او کلنیز ډول  هـیـواد[افـغانستان] ته راځي او ورنه  وځي. د حــامـد کـرزي د دوهـمې دورې لــه انـتخاباتو[۲۰ اګـیست۲۰۰۹ = ۲۹ زمـری ۱۳۸۸لمریز] وړانـدې، له بانکي نـظام نه د ۶۰۰ میلیون ډالـرو د ویستلو راپـور  ورکړل شوی و، خو په وروستیو میاشتو کې  تقریباَ ۲۰۰ ملیون ډالرې.»  د پیسو وړونکي «معــمـولاَ» پـامیر اِیـرلاین استعـمالوي چې مالــکان یـې کابــل بـانک  او «اغیزمن» افغانان دي لکه محمود کرزی(د حامد کرزي کشر ورور) او محّمد فـهیم («تاجک جنګسالار») او د حامد کرزي د مرستیال ولسمشرۍ کانــدید.
کیبل(ټیلګرام) ثبتوي چې «د نشه یي توکمو تاجران فاسد  ماموران او په غټه کچه قانوني تاجران په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو له ساتنې نه ګټه اخلي» او له  دې  امله ورته په بهـر کې د ګټې امکان زیات  دی. په افغانستان کې یو بل افغان چې په دوبــۍ کې یــې  «فـوق العــاده شتـمني» خونـدي کـړې ده، شـیــر خـان فـرهـود نومیـږي[ فرهود  لکه چې د هزاره جات وي]. نوموړی د کابل بانک مشر دی. ویل کیـږي چې فـرهـود د دوبۍ د ښار په بحیره کې د خُـرما د مجمع الجزایر په مصنوعي او قیمتي سیمه  (پام  جمیرا) کې ۳۹ ابادۍ  لري. دغه شان د افغانستان والیان هـم له  چا کم نه دي. ولولئ
WikiLeaks: Afghan vice-president “landed in Dubai with $52m in cash”.