د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټیکنالوجۍ پرمخـتـګ او د انـقلاب راتـګ؟!

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار 17.07.2016 11:28

Dr. rer. pol. Rahmat R. Zirakyar,
The Advancement  of Technology and the Coming of Revolution?!

«له هغې ورځې ویریـږم چې ټکنالوجي به زموږ له بشري راشې درشې نه وړاندې لاړه شي. نړۍ به د احمقانو نسل وګرځي.» آلبرت آینشتاین(۱۹۵۵-۱۸۷۹زییز). «ټکنالوجي یو ګټور نوکر دی، خو یو خطرناک واکمن.» نارویګي مورخ او سیاست پوه (۱۹۳۸-۱۸۸۶زییز).
د ټـیکـنالوجۍ وظـیفــه داده چې په لـږ زور او لــږ وخت کې ډیـر تولــید وکــړي. هــر څومره چې ټیکنالوجي ګړندۍ کیـږي، هغومره بدلون ګړندی کیـږي. په جرمني کې یُـهانیس ګوتینبیرګ چې اصلي مسلک یې زرګري و، په ۱۴۳۶ز کې یې د چاپ د ماشین په جوړولو پسې ملا وتړله او جوړ یې کړ. دغه اختراع انقلابي وه: هم یې د کتابونو زیات تولید ته لار هواره کړه، هم  یې په اروپا کې د زده کړې او اطلاعاتو تیتولو ته لار پرانیستله، او په پایله کې  یې اروپا د معلوماتو پـیـړۍ (رینسانسس) ته سیخه کړه. د چاپ د ماشین اختراع د ډیرو او مهمو لیکوالانو او د جرمن عیسوي مولوي مارتین لوتر(۱۴۸۳تر۱۵۴۶) د شهرت لپاره لار هواره کړه. د چاپ د ماشین له برکته، د الهـیاتو(تیولوجي) د پوهاند مارتین لوتر خپرې شوې دیني(پروټـیسټانټ:اعـتراضي) ښـوونې د ۱۵۱۹زیـیز پـورې فـرانس ،انګلستان او ایټالیې ته ورسیدلې. مارتین لوتر په ۱۵۲۰م کالونو کې د جرمني بیلابیلو سیمو ته لاړ او د جرمني ژبې بیلابیلې ګړنې (لهجې) یې راټولې کړلې او په خپل «لوتر بایـبل»(لوتر انجیل) کې  یې د یوې ژبې په څیر متحدې کړې، او په دې ډول یې خپله جرمني ژبه  د لهجو له کومي راوویستله او په ۱۵۳۱م کې یې معـیاري کړه. د چاپ ماشین د مولوي مارتین لوتر سره مرسته وکړه چې د هغه «نوی» انجیل په اروپا  او نوره نړۍ کې ښانګور شي. چاپي ماشین د ژبنیو(تقریري) تبلیغاتو اهمیت راټیټ کړ. ټلیګراف واټن (فاصله) له مینځه ویوړله. د بُخاراینجن د انسان د مټ ځای ونیولو، او له صنعتي انقلاب راهیسې ټیکنالوجي د اقـتصاد د پرمختګ مهم لوښی (وسیله) وګرځیدله.
 انګریز ادم سمیت(۱۷۹۰-۱۷۲۳) په نړۍ کې د  ازاد بازار لومړی اقتصاد  پوه و. د هغه مشهـور کتاب (د ملتونو شـتمني) د امریکې د خپلواکۍ  په کال(۱۷۷۶زییز) کې خپور شو. هغه د خپل مهال تاجرانو او تولیدوونکوته په درنه سترګه کتل او«د بشر د نوعې اربابان»(ماسټرز آف مینکایڼـډ) یې ګڼل. خو اوس مهال کمپنۍ د یو ګروپ یا ډلې په شکل یوځای کیـږي چې «کونګلومیرات» ورته ویل کیـږي: لکه « ټاټا ګروپ»  په هند کې؛«فوسن اینـټرنیشل» په چین کې؛«سیمسانګ» په سهیلي کوریاکې؛ «الفابیټ»،«ګوګل»، «والټ ډیزني»...او «ټایم وارنر» په امریکا کې. جرمن سیاسي  فیلسوف اواقـتصاد پوه کارل مارکس (۱۸۸۳-۱۸۱۸) ویلي  وو چې: « د ګټورو شیانو له حد نه زیات تولید  په نتیجه کې له حد نه زیات بې حاصله خلک رامینځته کیـږي.» زه ځیرکیار په دې بریـالی نــه شوم چې د دغـه اقــتباس چــینه میــنـده کـړم.
The production of too many useful   things results in too many useless people.- Karl Marx
 واریـن ګ. بینـیس( ۱۹۲۵تر۲۰۱۴) د تجارتي ادارې پوهاند او د امریکې د ولسمشرانو (کـینیډې، جانـسن، فـورډ او ریګن) مشاور ویلي دي چې:« د  راتلونکي وخت کارخانه به یواځې دوه کارګران لري، یو سړی او یو سپی. سړی به سپی تغـذیه کوي. سپی به هلته سړی له دې نه ساتي چې سامان لمس کړي.

The factory of the future will have only two employees, a man and a dog. The man will be there to feed the dog. The dog will be there to keep the man from touching the equipment. - Warren G. Bennis
 د کارل مارکس په آنـد،  په پانګه واله ټولنه کې چې د صنعتي  انقلاب سره یې غبرګ تحول وکړ، کارګران یواځې د خـپل کار قـدرت لـري، خـو د خپل کار میـوه (د تولید نتیجه) یې نه پـه برخه کیـږي. د خپـل تولید دومره برخه په لاس ورځي چې ګوزاره  پـرې وکړلی شي.
 
په انګلستان کې (۱۸۱۶-۱۸۱۱زییز) د ماشینونو په ضد کارګرانو[لودیتانو] پاڅون وښود چې که  د تولید په نوي پـړاو کې بـرخه ولـرلی شي

انګـریـز چارلي چـاپلیـن (۱۸۸۹تر ۱۹۷۷) په خپل بې وینا او تور– سپین فلم ( نوي وختونه/ماډرن ټایـمز )کې  د ټکـنالـوجۍ او ټولنې استـبداد ته د تماشا چیانو  فکر راګرځوي. چاپلین بې له وینا ، په ډیر مهارت سره  په دغسې کرغیـړنه وضعه کې ښئ چې انسانان د موډرنې ټولنې د ماشین او موسسو په مینځ کې یرغمل شوي دي. ټـول ټـال دغه  فیلم له  ساینس فیکشن نه پـه بشري ډرامه اوړي او د غټ اقتصادي رکود په مهال (۱۹۳۷) د  امریکې کلتور او ټولنه تر کـتنې لاندې نیسي.


 


چارلي چاپلین په۱۹۳۷ کې په خپل بې غـږه فـلم (نوي وخــتـونه/ماډرن ټایـمـز) کې د کار شـدت تمـثیلوي

چـارلي چاپلـیـن د کارل مارکس پـیـچلی  اومهم اثر «کپـیـټال»(پانـګه) په خپله بې غـږه ډرامه کې تـمـثیل کړ: (۱) د کپیټلیسټ په واسـطه د کارګر د وخت کنټرولـول. (۲) د ماشـین سـره د کارګــر اړیـکې. (۳) کارګر ته پانګه وال هغومره پیسې ورکوي چې شـپه پرې  سـباکړی.(۴) هر څومره لـږ معاش چې کارګر ته ورکول کیـږي، هغومره باید  ډیرکار وکړي.
په ۱۹۸۳ کې  په امریکا کې د «اپجان د استخدام د څیړنې موسسې» په خپل مخلید کې ویلي وو چې  امریکا به  تر ۱۹۹۰پورې  پنځوس زره تر سل زره صنعتي خپلکاري ماشینونه(روباتـز)  ولري. په ۱۹۸۶کې په امریکا کې  د  سیاسي اقتصاد نامتو  پوهاند  بیري بلوسټون هم  د راتلونکې په اړه اندیښمن و. د هغه په فکر د پانګې افراطي تحرک(هایـپر مُبیلیټي) لازموي چې امریکه دې   د ټولنیزاطمنان جال ته پاملرنه وکړي  او اداره  کوونکی جال دې ارت کړي. رابرت رایښ چې هغه مهال په هاروارډ پوهنتون کې د  ټولنیز او اقتصادي سیاست پوهاند و، په ډاګه کړه چې د امریکې صنعـتي سیاست د فردي کورپوریشنونو د ستراتیجیو فرعي محصول دی او د خلکو د ژوند د ښه کیـدنې  سره اړخ نه لګوي. رابرت رایښ دیته هم ګوته ونیوله چې په هیواد کې روان صنعتي سیاست  ټیټ مهارت او معمولي کارونه رامنځته کوي چې «بلاخره به  د روبـاتـونـو او کمپـیوټرونو په واسطه عوض کیـږي.» روسي-امریکایي واسیلي لیونتیف(۱۹۹۹-۱۹۰۶) چې اقتصاد پوه و او په ۱۹۷۳ کې یې د اقتصاد په  علم کې د نوبل  جایزه ګټلې وه، لـس  کالونه وروسته یې پـه  زیـیـز ۱۹۸۳کې د انجنیری دملي اکاډمی په مهم مجلس کې («په استخـدام او بیکارۍ  بانـدې د ټکنالوجۍ  اوږدمهاله اغـیز») خپله اندیښنه ښودلې وه: ټیکـنالوجیک پرمخـتـګ  د درآمد په ګروپونو باندې نامطلوب ویشونکی اغـیـز لري. ولولئ د تمویل د پوهاند مابري او د ادارې د پوهاند شارپـلـیـن  لاندې لیکنه
R.H. Mabry and A.D. Sharplin, Does More Technology Create Unemployment? March 18, 1986.
که له یوې خوا ټکنالوجي د تولید لپاره اغیزمنه ده، نو له بلې خوا په ګړندي ډول د کارونو او کارګرانو ځای نیسي او له دې امله ټولنه د خطر (غټې بیکارۍ) سره مخامخ کوي. پـوهان په دې   پوهـیـږي، خو په دې نه پـوهیـږي چې په څه نه پـوهیـږي. زه ځیرکیار به دومره ووایـم چې په تـش لاس بازار نه چـلـیـږي!
په ۲۰۰۳ کې د تمویلي اقـتصاد (فاینـنشل اِکنامیکس) دوه چارپوهانو(راجان او زینګالِیس) یو کتاب راوویست:«کپـیټـلیزم له کپـیټلیستانو نه ساتل». زینګالیس «کروني کاپـیټلیزم» ته ګوته نیسي چې د پانګه والانو او د دولت په مینځ کې په نږدې روابطو چلیـږي. زینګالیس  د ۲۰۱۲په  انتخاباتو کې دیته سترګې غړولې چې د میت رامني په ولسمشرۍ کې به د هغه مشاور شي. خو رامني د بارک اوباما په مقابل کې انتخابات وبایلل. زینګالیس ایټالوي-امریکایي دی او  په شیکاګو پوهنتون کې د اقتصاد پوهاند دی او د بیلابیلو اقتصادي موسسو سره همکاري لري
Raghuram  G.  Rajan and Luigi Zingales, Saving Capitalism from Capitalists. How Open Financial Markets Challenge the Establishment and Spread Prosperity to Rich and Poor Alike. Random House, April 2003.
رابرت رایښ چې اوس په  کلیفورنیا برکلې پوهنتون کې د عامه سیاست پوهاند دی، د ولسمشر بیل کلینـټن په مهال د کار وزیر و(۱۹۹۳تر ۱۹۹۷).  رایښ نږدې لس میاشې وړاندې یو مهم کتاب خپور کړ: د  ډیـرولپاره، نه د یو څو لپاره د کپـیټلیزم ساتل. سپتمبر ۲۰۱۵
Robert Reich,  Saving Capitalism: For the Many, Not the Few. Knopf, September 2015
رابرت رایښ چې د اقـتصاد او سیاست په پیچومو کې ګرځیدلی دی، په خپل کتاب کې  ښئ چې نوې امریکایي اولیګارشي[د متنـفـذینو واکمني]، د منځنۍ طبقې سولیدل، د عایدو نابرابري، او د شتمنۍ توپـیر په تیرو اتیاکالونو کې نااڼــډولي رامنځته کړې ده. یعني اقتصادي نظام اوس خلک ناکاموي او دغې عملیې په امریکا کې اقـتصاد او ولسواکۍ ته پاټک اچولی دی. واشنګټن او والسـټریټ د ازاد بازار افسانه د پردې  شاته ړنګه کړې  ده، او اوسنی سیاسي او اقـتصادي څـپـرځی  د امـریـکې د ولس  په ګټه نه دی. د ولس لپاره د فرصت او پرمختګ ژمنه یرغمل شوې ده. پوهاند رابرت رایښ د اندي شتیرن د تازه چاپ شوي  کتاب په اړه لیکي: «امریکا انتخاب نـلــري. بلاخره باید اقل حد معاش[مینیمَم ویج] جګ کړو او عمومي اقـلي درامد منظور کړو.ټکنالوجي به دومره ډیر  ښه کارونه عوض کړي چې  امریکایان به د رانیـولو کافـي قـدرت ونـلري چې اقــتصاد چالان  وسـاتي....» را به شو د اندي شتیرن کتاب ته چې اوس چاپ شوی دی
Andy Stern, Raising the Floor: How a Universal Basic Income Can Renew Our Economy and Rebuilding American Dream. Public Affairs, June 2016
که له  یوې خوا ټکنالوجي د تولید لپاره اغیزمنه ده، نو له بلې خوا په ګړندي ډول د کارونو او کارګرانو ځای نیسي او له دې امله ټولنه د خطر(غـټې بیکارۍ)  سره  مخامخ کوي.  
اندي سټیرن(د ۱۵ کالونو  لپاره د خدماتي کارمندانو د بین المللي اتحادیې رئیس)، دې نتیجې ته رســیدلی دی چې پـه امریکا کې دې هـرچـا ته په مشخصه انـدازه(یوزر ډالـر)معاش ورکړل شي.
 د نن سبا نږدې۴۵٪ کارونه به په شل(۲۰) کالونو کې  د خپلکار(اټومیټیک) ماشین له لارې اجرا کیـږي. د اکسـفورډ پوهـنـتون  دوه پوهـانو د ۷۰۲ امریکایي مصـروفـیتونو  او نـوو خـودکـار تخنیکونو ارته څیـړنه وکړه. پایله  یې  دا شوه چې ۴۷٪ مصروفیتونه په  امریکا کې د دې خطر سره مخامخ دي چې له مینځه لاړشي، ځکه چې د سُوفـټ ویر(د کمپیوټر سا) خودکاره ماشینونه او مصنوعي عـقل پرمختـګ کوي.  امکان لري چې په را تـلونکو څولسیزو کې د خپل ځغاسـته باروړونکو لا ریو لـه امله درې نیم میلیون ډریـوران کار له لا سه  و رکړي.
د امریکې د تمویلي خدمتونو بین المللي کمپنۍ(مورګن سټینلي) په احتیاط سره  تخمینوي چی د خودمخـتارې ټکنالوجۍ له لارې باروړونکي صنایع هر کال د ۱۶۸ بيليون ډالرو په شاوخواکې سپمولی شي  ـ اویـا (۷۰) بیلیون ډالر د کارمنـدانو د کمولو لـه لارې. په نیویـارک  ښارک  کې د «سلون کیترینګ سرطان مرکز» د آی. بي. اِم. کمپـیوټـر (واټـسن) پـه واسطه په خورا ستر دقـت سره سرطان  تشخیصولی شي. د دغې عملیی عواقب ډیر غټ دي.  هر څومره  چې  مسلکي او اداري  وظیفې د نوې ټکنالوجۍ  د استعمال له امله کمیـږي، هغه امتیاز او ګټه  چې د کالج د بري لیک سره تړلی  وي، خپل ارزښت بایلي  او په دې ډول د  کالج فـارغان به د  قـــرض څپـیـړې خـوري.
دلته  وینو چې د ټکنالوجۍ پرمختګ هـمـمهال د اقـتصادي  سـونامي (غټ بحري توپان) زړی کـري. په بله  وینا،  په داسې حال کې چې  مولـدیت زیاتیـږي او تخنیکي پرمختګ خورا غښتلی وي، ګټه یې د ټولنې پا سنۍ  یـوې سلـنې (۱٪) ته رسیـږي. په دې ډول د سـتر  اکـثریت ژونــد کرغیـړن کیـږي او هیلې یې وچیـږي. د ټکنالوجۍ  بله کرغیـړنتیا ډیره زورونکې ده: دلته نه یواځې داچې ټکنا لوجي  د کارګرانو ځای نیسي، بلکې پخپله کارونه ټـوټـه ټـوټـه کیـږي  او ازاد کارانو(فـري لينسرز*)اوموقـتیانو ته ســـپارل کیـږي. ګـیـګ اقـتصاد په یو چاپـیریال ولاړ دی چې  لـڼډمهاله (موقت) کارونه پکې معمول وي او سازمانونه د خپلواکو کارګرانو  سره د  لڼـډ مهال لپاره تړون کوي. دلته کار له وظیفی نه جلا کیـږي او په نور هیوادونو کې سرته رسول کيـږي. دغه ډول اجیر کارګران لږ یا هیڅ ډول قدرت یا ډاډ نلري، او د سهار له نهه بجو  تر  مازیګر  ۵  بجو کارکوي خو د معاملې وس نـلـري.
*) Freelancers
د اندي شتیرن  په  آند،  یو  سخت او اوږد مهاله حل  دا دی چې د امریکې اقـتصادي نظام په  «عـمـومـي  اساسي  معاش» (یونیورسل  بیسیک اِیــنکم) ودریـږي.  په امریکا کې د تور پوټکو د مـدني حقـوقـو د مبارزې مشر او د بې تاوه پاڅون پلوي ډاکترمارتین لوتر کینګ(۱۹۲۹تر ۱۹۶۸) له خپلې وژنې نه لـږ وړانـدې «د بې وزله ولس دمبارزې» یو مارش تنظیم کړ. د کینګ اقتصادي خوب دا و چې حکـومـت دې  غـربت په  دې ډول پای ته ورسوي چې هـر امریکایي ته  د مینځنئ طبقې په سویه تضمین شوی معاش ورکړي!
په امریکا کې د ولسمشرۍ د نوماند (کاندید) په څیر د سیناټور برني سیـندرس تګـلاره هم  د پام  وړ ده  چې د امریکې په پخواني شخصي «جورج ټاون پوهنتون» کې یې د ۲۰۱۵ په نومبر کې اورولې وه. په امریکا کې د  سمسمکۍ (مساوات طلبه) ټولنې د رامینځته کولـو لپاره سیناټور سیـندرس د «ولسـواک سوشلیزم»(دموکراتیک سوشلیزم) مفکوره غوره ګڼلی ده چې د «سیاسي انقلاب» له لارې یې پالي.  په خپل هیواد کې د دموکرات سوشلیسـت بارني سیـندرس د سمسمکۍ ټولنې په رامنځته کولو باندې د شلمې او یوویشتمې پیـړۍ د څلور شخصیتونو پریکړو او دریځونو وزرې غـوړولې دي: د امریکې ولسمشرانو فرانکلین دیلانو روزویلټ (۱۹۳۳تر۱۹۴۵) او لیندن جانسن (۱۹۶۳تر ۱۹۶۹)، په امریکا کې د افریقايي-امریکایانو د مدني حقوقو د خوځښت مشر او د بې تاوه پاڅون ستر دیني شخصیت ډاکتر مارتین لوتر کینګ(۱۹۲۹ تر ۱۹۶۸)، او د رومَن کاتـولیک عیسویانو لار ښود پاپ فرانسیس (۱۹۳۶تــر اوســه)!
زما ځیـرکیار په آنـد، موږ په یوه داسې وږې او بې احساسه نړۍ کې ګـډ ژوند کوو چې د قـدرت او شتمنۍ په نااڼـډولۍ ویاړي، د بې وزلو کړاو نشي درک کولی او بل فکرانو ته  د غلـیـمانو په سترګه کسي. د ظـلم او بې عـدالـتۍ رغــاوی د انسان انـسانـیت ښـئ. هـو، مرسته ډیرنیک کار دی، خو د عـدالـت ځای  نـشي نـیـولی!! ټولنیز او سیاسي پاڅـونونه اوانقـلابونه د ولسونو اړتیاوې منعکـسوي.
د امریکې له پينځه دیرشم ولسمشر جان ف. کینډی (۱۹۶۳-۱۹۶۱) نه واورئ: «هغه څوک چې سوله یـیـز انــقــلاب نامـمـکـنوي،  تُـنـد انـــقـلاب به حتمي  کړي.»
Those who make peaceful revolution impossible will make violent revolution inevitable.
پـاپ   پـاول شـپـږم (۱۹۷۸-۱۹۶۳) ویلي وو  چې: «کـه سـولـه غـواړې، بـا یــد د  عـدالـت لـپاره کـار  وکـړې.». پای