د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د موسکا لار

پوهنمل محمدوارث 08.01.2014 11:58

څومره چی خپل زړه ډاډه کومه خندا نه راځي
کله خپل احساس بيا تښنومه خندا نه راځي
ګوره دسپوږمۍ سترګو موسکا ته لار نیولی ده
زه ئی پخپل خیال انځورومه خندا نه راځي
دوی خو کرۍ شپه په پاڼو د ګل تیره کړه
زه هم ژوند په څانګو تېرومه خندا نه راځي
کرښی د لاسو او د تندي مي سمی پاکی کړې
څلي د ژړ ا چی ورانومه خندا نه راځي
کله د ساقي په خوم کی ولامبم خمار شمه
ټولې انديښنې ليرې کومه خندا نه راځي