د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بیانزي اوتې بوتې!

خالد افغان 02.01.2014 16:34

بیا نزی وایې(په زړروتیا سره اعلانوم چې افغان ملت به لدوی ( افغان مجاهدواسلامی ګوند ونو) څخه ترروسانواوامریکایانو زیاته کرکه ولري).
بینازي ته وایو نه پوهیږو چې ته خپله یولیکوال یې او که کوم رهبراو زعیم چې خلکو ته په زړورتیا سره اعلان کو ي اوجهادي ګوندونوته اخطار ورکوي .
دې جناب ته وایو چې ته ښا یې د خپلو لیکنو ځواب هم ونه ویل شی کومې چې تا یواځي د مجا هد ینو او اسلامي ګوندونو پرخلاف کړي که حالات نورمال شول پدې باید پوه او متیقن وي چې افغان اسلامی ګوندونه د حزب اسلامي په شمول حق لري لتا نه شرعاً او عرفاً وپوښتي او ته باید هغه وخت هم معقول ځوابونه ولري ځکه وایو چې له خپلې بړستنې سره سم پښې غځوه .
بل داچې نه ته د یوه اد نی شخص په توګه اونه بل څوک کولای شي چې اسلامي ګوندونه بالخصوص حزب اسلامي چې یو غټ ګوند او تنظیم دی دافغانستان او نړۍ له سیاسي ساحې نه حذ ف کړلی شي ، یواځي دومره به وکړل شي چې خپلمنځي جګړې د وام وکړي او د ښمن ورڅخه ګته پورته کړي او دا نا سم خوب باید هیڅوک ونه ویني.
دوهم:
د صحا بوو ترمنځ ځکه اختلاف حل اوفصل کیده چې دهغوی ترمنځ د بشریت سترلارښود موجود وو او دهغه په رهبریت او زعامت کې احادیت او یواځي والی ځکه موجه او قانونی دی ، وه او وي به چې هغه صلی الله علیه وسلم په الهی وحي نازول اوتا ئید شوی وه، ته څنګه اوس راباندی د صحابوو د دورپه شان زعماء چې ډ یرعادي او عام خلک دي او اتباع ترهغه واجب نده چې داسلامی امت او افغان ملت ټولو پرګنو پرې امنا نه وي کړي راباندی پرته له انتخاباتو په انتسابي شکل مني اوس ۱۴۳۵ هـ ق کال دی د زعامت او رهبریت لپاره دانتخاباتو لاره اړینه ده او انتخابات په خپل ذات کې د بیعت دوهم شکل دی، دې پروسې ته غربي ویل او د کفرټاپه پرې لګول د ملت له خوښې د تیښتې معنی لري که رښتیا هم بل څوک یا مونږ خلک غواړي نو باید رایه راکړي او باید ځان پرې ورتحمیل نکړو که د لمانځه په امامت کې د مقتد یا نو رضا شرط ده نو د حکومت او زعامت په اړه خودمسلمان امت او افغان ملت خوښه بیخي زیا ته شرط ځکه ده چې حکومت د ژوند د ټولو عبا د ا تو اومعا ملا تو سره سروکارلري.
په زعامت ،رهبریت،امامت کې علم ، تقوی، سیاسي بصیرت او نور بلا ممیزات اوځانګړنې شرط دي، داسبب دی د لته د ټولو موا ضیعو تفصیل راوړل ممکن ندي خو د جمعې لنډه طریقه ضرب ده راځئ دافغان مسلمانو اوملي زعماوو ترمنځ یوه پراخه منا ظره ترسره کړو او بیا یې ترمنځ هغه څوک دامامت،رهبریت اومشرتوب لپاره وټاکو چې ددین دنیا او قیادت ټول شرطونه پوره کړي.
دریم:
ددین عملي کول داسي نه کیږی چې ته به د یوه توپک لپاره ترهغه بل په کیبل وهي چې ساه یې ووځي او شهید شي، ددې مرګونو ځواب به اخرت کې څوک وایې او بیا ټول ملت خلع سلاح او دمسلمانانو لخوا(ډي ډي ارکول) او هغه وسلې بیا په ډ یره ارزانه بیه د همسایه ملکونوپه تورو بازارونو کې خرڅو ل ، پداسي حال کې چې نن زمونږ هر مجاهد یوټوپک په یولک اوپنځوس زره روپۍ هم نشی رانیولی ، هغه ملکیان چې نن وژل کیږی او هیڅ ډول په جنګ کې برخه نلری ګناه اومسئولیت یې د چا په غاړه دی او دا د کوم اسلامي قانون او شریعت له مخې وژل کیږي؟!
بیانزی صاحب ته به د کومې غلطې توجیه او منا فقانه تحلیل ځواب الله جل جلاله ته وایې؟!
داراته ووایه ملا داد الله اختر عثمانی ولی ووژل شول؟!!
پاته شوه د بې نظیرې خبره داخو ډ یردافسوس خبره ده چې ستا غوندی یولیکوال یې دځان یا د نورو لپاره مورکړي هغه خو یو غربې د یموکراته او سیکولره ښځه وه.
بله داردو خبره افغان اردو هم نن تاسو وژنئ بل څوک نه هغه عسکرچې تراوسه خط نشي لیکلي او پد ې پوه نه ده چې د خیرپه لاره روان دی که د شر هغه هم تاسو پوهیږئ چې څوک یې ترامریکایانو دمخه په نشه کوي اووژني نو د بل چا یا نوازشریف نه څه ګیله کوي که خبره سمه نه وي نو بیا یې رد کړه او که سمه وی خپل عورات مه رالوڅوه .
بیانزیه! درقص مرده قیصه چې تا په مجاهدینو پورې تړلي داد شرم خبره ده نه پوهیږو ته د تیرجهاد پروخت چیري اوڅو کلن وي چې پدې اړه سم معلومات نلري بس د حجرو له قیصیو مضمون جوړوي اوپه عام اولس بالخصوص لیکوالان او سیاست پوهانو دناپوهانو ګومان کوي.
درقص مرده اصلي کس شفیع د یوانه وو چې د شیعه حزب وحد ت سره یې تړاو درلود هغه به له هرمخالف اومجاهد نه سرپریکاوه اوبیا به یې په سرو(ګرمو) غوړیو کې داغ ورکاوه وینه به یې بنده شوه او مړي بیچاره به د ساه ویستلو لپاره ټوپونه وهل.
بله اړ ینه پوښتنه داده دهغه چا د قتل په اړه به ته او ستا ځینی ملګری څه وايې چې په دغه او هغه نامه یا د جاسوس په نامه به دځینو له دین ناخبره خلکو لخوا په پڅو او تیرو چړو ددې لپاره حلالیدل چې هغوی ددوی په ګوند کې نه ول، یواځي دسیاسي مخالفت پربنا په دغه وحشیانه ډول وژل کیدل، ددې بې ګناه قتلونو ځواب به الله سبحانه وتعالی ته څوک وایې؟!
ایا په اسلامي شریعت کې پخوا او یا داوخت د جا سوسانو یا مخالفینو لپاره بله مهذ به او له شریعت سره سمه سزا نه ترسترګو کیده ، داجهالت او داسلام اومجاهد په نامه بند نا مي څوک کوي؟!
د کابل ښار په اړه سیاف نه بلکي ټول پدې باوردي چې کابل رښتیا هم نه په اخلاقی لحاظ او نه هم په تعمیراتی لحاظ اونه هم د افغاني اواسلامي نظام داصولو سره سم جوړ دی هیچا هم پکې داسي تغیرات او بد لون رانه ووست چې کابل، کابل شي هرسړی چې کابل ته لاړشي که هغه حاکم وي یا محکوم نو باد یې ووځي بیا نه اسلامی نظام ته ګوري، نه اصولیت او نه هم جهاد ته بلکې په بې احساسۍ او عیاشیو اخته شي څوک پکې لا دوه دوه نکا حګانې هم وکړي چې له ما سره یې ژوندۍ بیلګې شته خو نه غواړم چې اشخاص په نامه تجریح او رسوا کړم داسي خلک به څه اسلامي نظام او بیا خلافت راولي چې د خلافت په لاره ورغلی هم ندي او نه یې ابجدیات لوستلي دي ځکه وایو د خلکو د تیرایستلو نا کامه هڅه مه کوئ که تا دمسلمانانو دعوراتو لوڅولو هوډ نه وای کړی باور وکړه مونږ به دې څو کرښو لیکلو ته نه مجبوریدو بلکي داډول لیکنې به مو داسلام،جهاد اووطن خد مت ته تخصیص کړي وای خو اړ یو ترڅو دمنا فقینو پرخلاف لیکل وکړو او افغان ځوریدلي اولس ته یې اصلي څیري کما حقه وروپیژنو مطئمن اوسه مونږ پدې لاره کې تا یواځي نه پریږدو ستا دهرې لیکنې ځواب د خپلې وسعې سره سم ان شاء الله وایو.
څلورم:
تادروسانو سره د جهاد اوجنګ پرمهال د یوه ګوند او یوه رهبرخبره کړې وه خو ونه دې نه ویل چې دافغان مجاهد ینو یو ګوند څه وه او چا یې مشري کوله؟
هغه حزب اسلامي وه چې رهبري یې د ښاغلي حکمتیارپرغاړه وه او ټول مجا هدین او ملت یې ترشا ولاړ وه او بیا غربي هیوادونو خپل لاسپوڅي لکه مجددي، ګیلاني او بیا عربانو سیاف او نورو هیوادونو رباني او نوررامینځ ته کړل چې د حزب اسلامي د واحد ګوند اوواحد زعیم او رهبر سره چې د ټول افغان ملت او جهادی مقاومت مؤسس رهبراو مؤسس ګوند وو مزاحمت وکړي دوی یواځي په امتیازاتو کې مزاحمت کاوه نه په قربانیو کې تاته معلومه ده چې ښاغلی حکمتیار دهغه وخت د جهاد مؤسس وه او جهاد یې شروع کړچې ترقوماندې لاندی یې تقریبا نیم میلیون مجاهدین دروسانو پرخالف جنګیدل مولوي صاحب خالص د حکمتیارصاحب د ننګرهار یوه برجسته قوماندان وه چې ده هم داسلامی حزب پرنوم یوحزب جوړکړاوبیل شو همدارنګه مولو ی صاحب جلال الدین حقاني هم د حزب اسلامي غړی قوماندان وه وروسته مولو ی صاحب خالص ته او بیا طالبانو ته ورغی داډول مولوي نصرالله(منصور) هم د حزب اسلامی غړی وه چې وروسته دمولوي محمد نبي محمدي دحرکت ترڅنګ یوبل او دوهم حرکت رامینځ ته کړلکه څنګه چې وروسته مولوي رفیع الله(مؤذن) هم یو دریم حرکت رامینځ ته کړچې حرکت په دري برخو وویشل شو.
رباني یووخت د حکمتیارصاحب مرستیال وه وروسته ورڅخه بیل شه او دپښتون اوتاجک مسئله یې رامینځ ته کړه او مسعود یې له ځانه سره بیل کړ اوتا ولیدل چې دغه تول د حکمتیار مخالفین پرته له ځینو څخه د چا په غیږ کې ولویدل؟
په هرصورت حکمتیار صاحب له اولې ورځې نه دافغانستان دروان اوتیربحران لپاره انتخابات دیوه معقول حل په توګه معرفي کول او وخت ثا بته کړه چط دغه فارموله چې حکمتیارصاحب وړاندي کړی وه نورو ورڅخه ګته بورته کړه او حکومتونه یې رامینځ ته کړل، داوخت هم دحزب ، طالبانواو نورو ګوندونو ترمنځ انتخابات مشکل حلولی شي ځکه باید مجاهد قوتونه پرته له بهانو له یوه بل سره په دې او نورو اړونده مسئلو یوې ګډې فیصلې ته ورسیږي چې په راتلونکي افغان ملي اسلامی حکومت کې خپله ونډه وټاکي او د اختلاف په صورت کې به ګټه د بل چا لاس ته ورځي.