د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزي ته دښاغلي حکمتیار ډاډ ینه!

خالد افغان 02.12.2013 11:15

کرزي ته د ښاغلي حکمتیار ډا ډ ینه!
خالد( افغان).
له کومه وخته چې کرزي په لویه مشورتی جرګه کې ددې خبرې هود وکړ چې دی به له امریکایانو سره ترهغه وخته امنیتي سند نه امضاء کوی ترهغه چې په افغانستان کې پوره امن او صلحه نه وی راغلی او هم دافغانانږ پرضد ددوی لخوا ټول واړه اوغټ عملیات او د کورونو تا لا شیانې نه وي بند ی شوي او هم راتلونکی انتخابات نه وی ترسره شوي.
کرزی داهم وویل چې خدای او راستی که د سړی ضمیرداوومني چې پرد یو ته دې په خپل هیواد کې نظامي اډې ورکړي، کرزی همسایه هیوادونو ته په اشارې سره وویل چې ددوی د شرڅخه د هیواد د ژغورلو لنډه طریقه امریکایانو یا غربیانو ته د راتلونکو لسو کلونو لپاره نظامي اډې ورکول دي خو وی یې ویل چې دا اډې به محدودي او دافغانستان د ننه به هیڅ ډول عملیات نه کوي حتی که پردوی باندی د مسلحو مجاهدینو لخوا حمله هم وه شي مونږ پوه شه او د وی تاسو حق نلری چې متقا بله حمله وکړئ کرزی داهم وویل چې دغه سند د د و نیم زره افغانانو لخوا نه تصویب شو تاسو سرله نن څخه نشئ کولای هیڅ ډ ول عملیات وکړئ او دا هوشد اریې هم امریکایانوته ورکړ که ددې سند له امضاء او ضمنی تصویب څخه وروسته یو عسکري عمل هم وه شو داسند منسوخ او فسخه دی هیڅ ارزښت به ونلري.
بل خواته امریکا یانو دخپلې امنیتي سلاکارې به رالیږلو سره کرزی تو بیخ او تهدید هم کړ اوورته یې وویل که امنیتي سند لامضاء نکړي ته به د مرګ له ګواښ سره مخ شي ځینو افغانو شنونکو داهم وویل چې کیدای شی دارګ د ننه د کرزي خلاف یو ه سپینه کود تا رامینځ ته شی اوځینو له د فاع وزیرڅخه و غوښتل چې د کرزی پرځای د ي سند امضاء کړي.
په عین و خت کې د ا فغانستان د حزب اسلامي مشر ښاغلی حکمتیار هغه پیغام اوخاص خط هم رسنیو نشرکړ چې کرزي ته یې پکې ډ ا ډ ګیرنه ورکړی وه او ورته ویلي یې ول که پد غه ټینګا رکې ووژل هم دا به ستا لپاره غوره وي خو پام چې د غه د ذ لت نه ‌ډ ک دا فغانستان د پلورلو سند ا مضاء نکړي او خپل ماضي خراب نکړي ته با ید داسي څه وکړي چې ستا نیژدي ما ضي پرې جبیره شي، د حکمتیارصاحب د ا ډول ډاډ ګیرنه څه عا دی خبره ند ه ځکه نومو ړی په افغانستان کې په عسکري او سیا سي لحا ظ پوره نفوذ او تا ثیرلري او کولای شی د هیواد په برخلیک کې اسا سي رول ادا کړي.
دې کې هم شک نشته چې کرزی د هیواد د د ننه د ا سي ملي پشتوانه نلري چې وربا ندي حساب وکړي ځکه دده حکومت د ا قلیتي ډ لګیو له ایتلاف نه جوړ او ترشا یې غربیان ولاړدي، کرزی هم پوه دی او پوه به وي چې ددغه لږکیو په ملګرتیا کې ده ډ یرڅه د لاسه ورکړل هم یې ملي تشخص زیانمن شو او هم یې افغانان د یوه بل تریخ واقعیت چې د لږکیو راج اوباج دی ود رول نن ګورو چې په بریښنا یې تذ کرو کې د ا سلام او افغان نوم نه لیکل کیږی ددې معنی داده چې افغانان په قصدې او عمدی ډول د پرد یو او د هغوی د ځینو څا لیڅټو لخوا له د ین او ملی هویت او تشخص څخه بې برخې کیږي خو افغان اولس به دې ډ ول کرکجنو حرکاتو او کړنو ته اجازه ورنکړی ، اوس په کرزی ده چې دې اونورو حالاتوته په پام سره خپل د ریځ د ملت لوری ته راوګرځوی او افغانستان له دغه مؤامرې او سازش نه وژغوری او د حکمتیارصاحب په ډاډ ینه مطمئن اوسي او د ټول افغان اولس د یواولی کوښښ وشي.
اوس دخپل لیک به اخرکې دښاغلی حکمتیارصاحب لیک چې رسنیو خپورکړی هوبهو درته راوړم چې که کومو ملګرو نه یې لوستلی یوځل بیا یې ولولي.
د حکمتیارصاحب کرزي ته لیږل شوی خط!
سلام او الهي رحمت پر هغو چي له الله تعالى پرته بل ته سر نه ټيټوي او عزت په اسلام او خپلواكۍ كي لټوي.
ښاغليه!
دا راته مناسبه وبرېښیده چي د مشورتي جرگې په پاى كي او له امريكا سره د امنيتي تړون تر لاسليك وړاندي ځيني ضروري مطالب ستاسو مخي ته كښیږدم، دا مطالب مي د يوه پيغام له لاري ستاسو دفتر ته ولیږل، دا دئ د يوه ليك له لاري ئې هم تاسو ته لیږم:
ښه به وي چي د خپلي واكمنۍ په دې وروستيو شیبو كي داسي څه وكړې چي ماضي جبران كړي او په تاريخ كي تا ته نیك نوم پرېږدي، معلومه نه ده چي ژوند به څومره نور درسره ياري وكړي، د امنيتي تړون تر نامه لاندي د هیواد د پلورلو وثيقه مه لاسليك كوه، باور وكړه چي د غلامۍ د دې شرمناكي وثيقې ترلاسليك مرگ ډېر ډېر شرف لري، پر خپلو شرائطو ټينگار وكړه، له دې هيڅ وېره او اندېښنه مه لره چي امريكا خپل فوځونه وباسي او خپلي مرستي بندي كړي، د هغو ذليلو وطن پلورو مشوره مه منه چي وايي: كه بهرني ځواكونه ووځي نو پر افغانانو به تندر راپرېوځي، كه دا اندېښنه سمه هم وي چي هيڅكله نه ده؛ نو غوره دا ده چي ته ئې راتلونكي حكومت ته پرېږدې.
يوازي هغه ذليل او سپك انسان به د دې ننگين سند د لاسليك حمايت كوي چي يا كمونيستان دي يا هغه چي نه دين او مذهب لري او نه شرف او غيرت، هيڅ باشعور او له حقائقو خبر انسان به دا ادعاء ونه كړي او له هيچا به ئې ونه ومني چي ناټو افغانانو ته صلح او امنيت راوستى يا به ئې راولي، او د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسیږي، د تیرو دولسو كلونو جگړو وښوده چي دا ادعاء دروغجنه او بې بنسټه ده. دا هم خوشې او پوچه وينا ده چي د اته څلوېښتو هېوادو ځواكونه موږ د دوه وو گاونډيو له شره ژغوري، گواكي لوى او پراخ شر د وړوكي احتمالي شر مخه نيسي!!
دا مسخره وينا همغه د كمونيستانو پرونۍ پوچه وينا ده چي نن ئې د دوى تر څنگ نور وطن پلوري هم زمرزمه كوي، حقيقت دا دئ چي گاونډيانو هغه مهال موږ ته زيات تاوان رسولى چي د اشغالگرانو ملگرتيا ئې كړې، د اشغالگرانو له ملتيا پرته هغوى موږ ته د تاوان رسولو توان نه لري.