د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قطب الدین هلال په اړه د بیان زی څرګندونې!

خالد افغان 24.12.2013 10:59

د تاریخ په هرپړاو کې به د ا سي کسان ګورو چې د مسلما نا نو ترمنځ د نفا ق او شقاق سعیه کوي، د کلا سیکو منا فقینو د تاریخ یا د ونې سره مجبوریو دعصري او ما ډرن منا فقینو ذک ر هم وکړو بلکي اوسنی منا فقین ترپخوانیو زیات خطرناک او زهرجن دی ، بیان زی هم یوه له دغه معاصرو او نوښتګرو منا فقینو څخه دی چې د طالب په جامه کې ننوتلی او له هغه ځا یه د حزب ا سلامی چې یو سترملي او اسلامي ګوند دی او پوره ۴۵ کاله کاري او مبارزاتې تجربه لري او د د غه تنظیم قدرمن مشرښاغلی حکمتیار چې دافغانستان داسلامي نهضت یو له هغه بنسټ ایښودونکو څخه دی چې ټول یې په شهادت رسیدلي او یواځي دی دالله جل جلاله به فضل سره ژوندی پاته دی په اړه ناسمي څرګند ونی کوي.
دبیان زي په دیارلسو سوالونو مشتمل لیک چې له حده پورته اوږد او او هرسوال یې په خپل ذات کې یوه اوږده بې مفهومه مقاله ده ورته ټکي په ټکی ځواب ورکول ګران نه بلکې دوخت ضیاع ده دې شخص غوښتي چې دده لیک او سوالونو ته دې خپل حکمتیارصاحب ځواب ورکړی خو زما هیله داده چې دادول دکوڅو اوبازارتش په نامه بیسواده لیکولانوته حکمتیارصاحب ځواب ورنکړی اوخپل قیمتی وخت پرې ضایع نکړي اونه هم پّه ځواب ارزي مونږ افراد باید ده ته ځواب ورکړو بلکي حاضریو چې ورسره مناظره وکړو ، زه نه پوهیږم چې بیان زی د کوم باغ ملۍ ده چې له حکمتیارصاحب نه ځواب غواړي، ده ته پکاروه چې داډول جسارت اوبې اد بي یې نه وای کړي هغه پدې چې دده شخصیت او د حکمتیارصاحب شخصیت په علمي ،کاري، مبارزاتي،میړانې، غیرت او ډ یرو لحاظونو سره سترتوپیرلري فلهذا بیان زی ددې وړندی چې له خپلې سویې پورته سوالونه مطرح کړی او داهم معلومه نده چې بیان زی دده اصلی نوم دی اوکه د منا فقت او شیطانت نوم.
ښایې بیانزی صاحب له لیکولو پرته بله دنده هم وه نلري هغه دعربي متل دلته ښه صدقیت کوي چې وایې ( اللي هو فاضي یعمل قاضي) څوک چې بې کاره وی هغه په قضا وتونه کوي، داوخت بیانزی صاحب د خیرپه غونډي ناست او د ملت د سرنوښت په هکله قضاوت کوي او مشرانو ته مشورې ورکوی ، داچې دی د پخواني حرکت (دمولوی محمد نبي محمدي او یا هم مولوی نصرالله(منصور) او یا هم دمولوي رفیع الله (مؤذن) د حرکتونو غړی دی او که د سرخوړلی کمونیست ګوند (خلق) غړی او یا داوسنی سیکولاریزم پلوي او دډالرو غلام دی معلومه نده خو ددغه مواصفاتو لرونکی حتما له غیرمسلمینو سره په عقیدو او فکری لحاظ ملګري وي بلکی هغوي پرې پا نګونه کوي او دغه ډول لوډ سپیکرونه ساتي خو دی دې پوه شي چې دوی دمال او طاغوت په خدمت کې دي او طالبان هم باید پوه شي چې ځیني ددوی کاذب مداحان دوی له بیخه ویستل غواړی او په داسي جګړو او مشکلاتو کې یې راګیرول غواړی چې طالبان ورته اړتیا نلري بلکی د طالبانو په زیان ده.
په ادبي لحاظ هم بیانزی ډ یرمشکلات لري او په سیاسي او تحلیلي اړخ کې بیچاره او مسکین دی او ترځان لوړه خبره کوي او دغربي راډیو ګانو تبصري تکراروي چې یوه متعهد مسلمان ته ندي پکار،
داچې دالحاج لقب یې ځانته ورکړی داهم دتعجب خبره او یوه منا فقانه تخفي او د شیعه ګانو تقیه ده ځکه دی پوهیږی که د حاجي نه اخواته کوم اسم او لقب وکاروي ښایې دده په اړه پوښتنی راولاړې شي ، که فرض کړو چې دی حاجي دی خو معلومه نده چې دده علمي سویه او دده په تیرااو اوسنی جهاد کې عملي ونډه او دده ماضي او سیاسي تړاو باید روښانه شي بیا دده په اړه سم قضاوت هم ممکن وي.
لکه چې مو وویل دده نوم شیراقا(بیان زی) دی خو دابیان زی ماته د کوم قوم نوم نه ښکاري او ښایې د کوم قوم نوم وی خوپدې اړه معلومات نلرم.
په فیس بوک دغه جناب پاڼه لري او هلته یې د یوه ماشوم انځوراچولي او دی وایې چې هغه یې لمسی دی، دده انځورنه اچونه ددې معنی لري چې نوموړي چپ لاسي شخصیت دی او دغه ناوړه اوغیراسلامی د نده چې د مسلمانانو ترمنځ تربګنۍ راپارول دی پرمخ بیایې حزب اسلامی یو مسلمان ملي اسلامی تنظیم دی او په ټول هیواد کې یې ریښې خپري دی نه بیانزی او نه بل څوک ددې توان لری چې د حزب دغه اسلامي ملي وجود نفی کړی ځکه ددغه تنظیم ریښي د ملت بیخ ته رسیدلي نو له بې ځا یه جسارت او منا فقت نه باید د حزب مخالفین لاس واخلي ترڅو افغانستان نورداختلافاتو کورنه وي حکمتیار فرد نه بلکي ترشا په میلیونونو متعهد افراد لري لري او هغه دحزب هرم او رمز دی حکمتیارته بد ویل هرحزبي او ټول حزب اسلامي ته بد ویل دي چې بشپړ مخنیوی به یې ان شاء الله کیږی ، ځکه حزب زمونږ داسلامي او ملي روزنی کوردی هرغل او درغل به ورته نیژدی هم پرې نږدو .
بیانزي دهلال صاحب په اړه چې پخوا د حزب غړی وه او اوس په مستقلانه ډول او خپل سرکابل ته تللی او د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې چې لا معلومی ندي برخه اخستل غواړي پرحزب نیوکه کړی چې داخو داجرایه شوری غړی وه ولي کابل ته ولاړو ،ځواب یې دادی چې هغه د حزب په خوښه ندی تللی او حزب پدې برخه کې څو اعلامیې خپري کړي چې ښا یې بیانزي او دده په شکل ځینی نورو نه یې لوستلي خو ده د شک او ګومان په لیکه لیکنې ته دوام ورکړی او په یوه سوال کې یې سل نور سوالونه کړی او بیا یې ځینی پخپله په نا خبري او نا پوهۍ کې ځواب کړي چې دده نا پوهې ورڅخه جوتیږي.
خو! زه بیانزی ته وایم چې په شرعي، اد بي لحاظ داسمه نده چې ته په سوال کې سوال کوي او د یوه سوال له ځوابه د مخه بل سوال مطرحوي لکه بني اسرائیلو چې دغوا په اړه بیل بیل سوالونه کول او یا هغه د چا خبره د شیعه ګانو غوندی اړې اچوی او حق منلو ته نه یې تیاردا ډول بیانزي سوالونه مطرح کړي بلکی ډ یري یې بخپله ځواب کړي هم دي خو سوالونه یې ددې لپاره لاینحل پرې ایښي چې دی له حزب او بیا ښاغلي حکمتیار سره سخته د ښمنې او کرکه لري، چې حتی ده د حکمتیار صاحب پرزامنو هم نیوکه کړي چې ګویا په دغه او هغه پوهنتون کې درس وایې، بیانزی که څومره هم د تقد س خبره وکړي بیا هم دده لیک له حقد د فین او حسد څخه ډ ک دی.
داد حکمتیارصاحب کمال او ترهرڅه دمخه دالله جل جلاله فضل دی چې پرحزبیانو ګران دی او داڅو لسیزي کیږی د ټولو لوړو ژورو سره حزبیانو خپل قاید پرې نښود ځینی خلک له حزبه ووتل خو حزب په هماغه شماخت اواصالت سره سرلوړی او پیاوړی پاته شي چې دبیانزی په شان خلکو یې تبه راوستی .
هو! بیانزی ندی ملامت چې دافغانستان په سطحه د حزب په شان اصولي منظم ، قوي سیاسي ، فکري، تنظیم نشته او که وی هم د حزب نه به یې لمبروروسته وي دایوازی بیانزی نه بلکي دکمونست ګوند مربوطه غړی ځینی چپ لاسی په اصطلاح اسلامپالوته منسوب جیبونه او دغرب ځینی لنډغر دحزب دې ريښو او جذوروته حیران دی چې څنګه کولای شی له هرډول حالاتو سره ژوندی پاته شی او په یوه نوی بڼه ژوند ته دوام ورکوي دادیوه تنظیم لپاره ضروري دي چې د ژوند کولو او بالخصوص اوږدې مودې لپاره دژوندي پاته کیدلو صلاحیت ولري،
دالیک دبیانزي دلیک ځواب ندی بلکې دده دلیک دځواب لپاره یوه مقدمه ده فلهذا بیانزی او یا بل زي ته اطمئنان ورکوو چې ان شاء الله تردې وروسته به تاسو سره په قلمی ساحه کې موجود یو سره لدې چې بلا نورډ یرمصروفیتونه لرو خو تاسو ته به لږ وخت ځانګړی کوو او د مؤمنانو سینوته به الله جل جلاله شفا پیداکوي ځکه دمنا فقینو خلاف پورته کیدل هم جهاد دی اوټولومشکوکو لیکنوته به ان شاء الله څه ناڅه ځواب ویل کیږي.
(ویشف صدورقوم مؤمنین).