د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايران د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا گواښي

خالد افغان 16.09.2011 18:22

افغان دولت دعوه کړې چې ايراني سرحدي قواوو تېره ورځ د هيواد په غربي ساحو کې کوښښ کاوه ځمکنى پرمختگ وکړي خو د افغان ملي اردو او سرحدي پوليسو له پراخ غبرگون سره مخ شول او ايراني قواوې پر شا تګ ته مجبورې شولې د نيمروز د ولايت د امنيې قومندان عبدالجبار (پردلي) رسنيو ته وويل ايراني پوځيان د سه شنبې په ورځ د نيمروز ولايت مرکز (زرنج) ښار په لويديځ کې د خواجه عبدالرحمان گودر او عبدالرحمان لاله سرحدي سيمو ته داخل شوي وو، چې د افغان پوليسو د مقاومت په نتيجه کې شاتګ ته مجبوره شول،
دا وي د نيمروز ولايت د امنيې قومندان څرګندونې: حقيقت دا دى چې دا لومړي ځل ندى چې ايراني حکام د افغانستان ځمکني بشپړتيا ننگوي او وخت نا وخته دغه ډول سياسي او عسکري مناوري اجرا کوي، ايران چې دا وخت د عربي اماراتو سره هم سرحدي سمندري شخړې لري، د ابو موسى، طنب صغرى، طنب کبرى جزيرې يې اشغال کړى او عربي متحده امارات يې غوښتنه کوي، دا دى د گران هيواد افغانستان ځمکني حريم ته په سپکه گوري او په ډېر ناځوانمردانه ډول د هيواد په غربي سيمو کې وخت نا وخت تېرى کوي خو له نېکه مرغه چې د افغانانو له کلک غبرگون سره مخ شوي.
افغانان بايد د ايران دې تشبث ته په عادي سترگه و نه گوري بلکې دا کار بايد د ايران د اطماعو او اشغال يوه برخه وبولي، افغانانو پخوله ايران سره ډېرې جگړې کړي او دغه هيواد يې څو ځله اشغال کړى.
تاسو ته به په ياد وي چې احمدشاه بابا، ميرويس نيکه، اميرعبدالرحمان او نورو افغان امراوو پر ايران تاړاکونه کړي، ايران تېر تاريخ ته په کتنې سره غواړي له مونږ (افغانانو) سره زاړه حسابونه تصفيه کړي او د دې کار لپاره ايران اوسنى وخت کې چې افغانستان اشغال دى او يا دا چې امريکايي اشغالگرانو هم شايدايران ته او ځينو نورو هيوادونو ته د افغانستان د ځمکني بشپړتيا د ننگونى شين څراغ ورکړى وي.
افغانان چې د دوو خونړيو انقلابونو ترخې تجربې لري بايد پدې پوهه شي چې امريکا د خپلو دايمي اډو د رامنځ ته کولو پخاطر غواړي داسې جوته کړي چې گويا له همسايه ملکونه لکه ايران او نورو د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته خطر متوجه دي، تر څو افغانان قانع شي او لکه څنگه چې ځينې قانع شوي د مثال په ډول د دغه ستراتيژيک تړون د امضاء کولو او مطالعې لپاره د افغانستان پخواني د خارجه چارو وزير او د کرزي مشاور او په اوسني وخت کې د ملي امنيت ستر سلاکار او مشاور رنگين دا د فرسپنتا ټاکل شوى چې په ملي لحاظ معلوم ندى چې له ايران سره خواخوږي لري او که افغانستان سره، هسې هم ښاغلي سپنتا دوه تابعيته لري، ډېر شنونکي د ايران وروستي تحرکات او تحرشات د امريکايي استخباراتي اجنډې جزء گڼي او دغه د هيواد پر سرحدي سيمو د همسايه ملکونو وخت ناوخت تيرى (کراوفر) امريکا ته د شنه څراخ معنى لري، دې کې شک نشته چې د افغانستان په همسايه ملکونو ... کې د امريکا گوډاگيانو ته دنده ورکړل شوې چې د امريکا د بقا او دايمي پوځي شتون لپاره داسې صورتحال رامينځ ته کړي چې پر مټ يې امريکا وتوانيږي په سيمه او گران هيواد افغانستان کې دايمي پوځي اډې ولري او د دې ښکاره دليل دا دى چې امريکايان د همسايه گانو دغه ځمکنيو تېريو په مقابل کې د بشپړې چوپتيا نه کار اخلي، پداسې حال کې چې امريکا د خپلو مخالفينو يا القاعدې او مجاهدينو د شک پر بنياد له سرحدونو اوړي او عسکري عمليات تر سره کوي، خو کله چې د افغانستان د سرحدي ننګوني خبره رامينځ ته کيږي امريکا له چوپتيا او تجاهل نه کار اخلي.
فلهذا افغان اولس دا وخت له يوې هر اړخيزې نړيوالې او سيمه ايزې خطرناکې مؤامرې سره مخ دي چې د دغه مؤامرو د مخنيوي لپاره او د هيواد د ځمکني بشپړتيا د ساتنې لپاره اړ يو چې هر ډول سياسي، قومي، لساني، تنظيمي اختلافات يوې خوا ته کړو او د هيواد او خلکو دښمنانو ته کلک ځواب ووايو، نن چې ايران زمونږ سرحدي سپکاوى کوي، ځينې وجوهات شته چې ايران يې پر مټ غواړي زمونږ په پاکه خاوره کې د ځان لپاره د پښو ايښودلو ځاى پيدا کړي او دا هڅې له پخوا څخه روانې دي کله چې په پاکستان کې د مجاهدينو وه گوندونه جوړ شول، ايران دانډول برابرولو پخاطر ايران کې اته شيعه گوندونه جوړ کړل چې بيا د ښاغلي قاضي صاحب محمدامين وقاد گوند هم ورعلاوه شو، دا ډول د مولوي صاحب نصرالله منصور گوند هم پدغه ايتلاف کې شامل شو، چې مجموعاً ورڅخه لس تنظيمونه دوه سني او اته شيعه گوندونه جوړ شو.
خو هغه وخت سره لدې چې پر افغان شيعه گوندونو ايران بشپړ اغيز درلود خو بيا هم ايران و نه توانيد چې د شيعه اقليت لپاره په زړه پورې څوکۍ تر لاسه کړي او هغه پدې چې مجاهد گوندونه تر خولې پورې په وسلو او رجالو سمبال وو که دغه گوندونو خپلمنځي جگړې نه واى کړي، د دې امکان وه چې يو قوي افغان، غښتلى، حکومت رامينځ ته کړي او د سيمې هيڅ هيواد د ايران په شمول و نه توانيږي چې افغانستان ته کوم سرحدي يا سياسي او يا هم عسکري گواښ ورپېښ کړى ، ځکه مجاهدين تازه کاميابۍ ته رسېدلي وو، ستر شوروي اتحاد يې راپرځولو وو او په نړيواله سطحه مجاهدينو ته سياسي زمينه مساعده وه چې د بين المللي موافقې سره سم يو قوي ازاد، خپلواک، اسلامي حکومت رامينځ ته کړي، او په ډېرو کمو کلونو کې افغانستان د جاپان سيال شي ځکه د نړۍ ټول هيوادونه د امريکا، جاپان، چين، جرمني، بريتانيان، فرانسې، استرليا، کانادا، عربي هيوادونو په شمول له مجاهدينو سره يې کوم خاص اختلاف ندرلود، بلکې نړيواله وضعه د مجاهدينو په نفعه او گټه وه، خو افسوس چې د مجاهدينو ځينو مشرانو دا خبرې درک نکړلې او د تعصب، انانيت، په نيلي سواره شول، هم يې ځان غرق کړو او هم افغانستان او هم يې تلپاتې بدنامي په برخه شوه.
زه د دغه بوږنونکي دورې تاريخ تکرارول نه غواړم ځکه زه هم د همدغې دورې زيږنده شخص يم او هر څه مې له نژدې ليدلي، بل پدې باب ډېر څه ليکل شوي او ويل شوي چې مزيد ويل يې گټه نکوي.
په هر صورت دا چې ايرانيانو يو ځل بيا خپلو استعماري هڅو ته شروع کړي دا هڅې بايد باييزه او عادي و نه گڼو بلکې دا د ايران د بهرنۍ پاليسۍ يو مهم جزء دي، ايران غواړي په سيمه کې د يوه ابر قدرت په شکل کې راښکاره شي او د سيمې هيوادونه تر کلک کلتوري، سياسي، عسکري، اقتصادي اغيز لاندې راولې.
د ايران دې هڅو غربي دولتونه، سعودي عربستان، کويت، امارات، قطر، سلطنة، عمان، بحرين ټول دې ته اړ کړي وو چې له غرب (امريکا) سره ستراتيژيک عسکري تړونونه امضاء کړي.
اوس وخت د قطر هيواد د امريکا په لويې عسکري ډپو (وسلتون) بدل شوى په کويټ او سعودي عربستان کې امريکايي پوځي اډې جوړې شوي په بحرين کې د ايران لاسوهنو سعودي عربستان مجبور کړ چې خپلې قواوې هلته ولېږي او په بحرين کې روان شيعه پاڅون وځپي، ايران په عربي نړۍ کې د عربي ملي پاڅونونو ه په ګټې اخيستلو سره خپلې مذهبي ډلې او ډلګۍ په يمن، بحرين، کويټ او سعودي عربستان کې په حرکت راوستي، مونږ دا نه وايو چې ايران د سياسي او فرهنگي فعاليتونو حق نلري، بلکې دا د ټولو انسانانو حق دى خو ايران کله هم دا حق نه لري چې په اسلامي هيوادو کې اقليتونه پر اکثريت مسلط کړي، اوس اوس ايران پر ځاى د دې چې د سوريې د اکثريت سني اولس ملاتړ وکړي، د دې پر ځاى د بشار الاسد د نصيري اقليتي بعثي ډلګۍ حمايت کوي، دغه ډول سياستونه ايران ته ستر گواښ پېښولى شي، ځکه ايران تر شوروي اتحاد او امريکا څخه ډېر کمزورى او کوچنى هيواد دى، زمونږ د دې خبرې ثبوت ښه بېلگه يې د عراق رژيم چې د ايران رژيم دى چې په اتيايمه لسيزه کې بالخصوص په ١٩٨٨ کې ايران له پښو وغورځوو اوس چې په ايران کې بيا څه نا څه په اصطلاح شيمه (انرژي) پيدا شوي ايران غواړي چې د يوې بلې تېروتنې مرتکب شي او هغه د افغان ميړني، زخمي، زخمي اولس سره ډغرې وهل دي، ايران پوهيږي چې افغانان به په يوه بل جنگ مصروف او مشغول کړي لکه څنگه چې امريکايانو مشغول کړي خو پدې پوهيږي چې دا جنگ به هيڅکله هم و نه گټي، د ايران ځمکني تيري د جنگ د اعلان په معنى دى چې هم افغان حکومت او مجاهدين بايد ورته تيارى ولري.
افغانان لکه د تل پشان پدغه او هغه ډول د سيمې او نړيوالو هيوادونو لخوا په ناروا جنگونو کې ښکيليږي خو ټول پدې پوهيږي چې افغانستان يوه زهرجنه قاتله او اغزنه نوړۍ ده چې تېرول يې د مرگ سبب گرځي، سوال را پيدا کيږي چې ولې زمونږ خلک او هيواد ارام نه پرېښودل کيږي؟!
اساسي وجه شايد دا وي چې د دې قوم (افغان) پخوانى تاريخ لري او نژدې هيوادونو ته څرګند دي او هغه دا چې افغانانو د تاريخ په بيلابيلو موړونو کې د سيمې ډېر هيوادونه فتحه کړي وو د غرب لخوا يې اصفحان نيولي وو او د شمال لخوا يې تاشقند، بخارى، پنجده، او نور د جنوب او شرق لخوا برصغير (هندوستان) يې څو څو ځله نيولې، دې تاريخ ته په نظر سره د سيمې هيوادونه يو ځل بيا دا وېره لري چې هسې نه په افغانانوکې يو بل احمدشاه (ابدالي) محمودغزنوي او ميرويس خان هوتکي پيدا شي او د سيمې هيوادونه فتحه او د خپلې خاورې حصه يې وگرځوي، خو بل طرف زمونږ ډېر افغان ورونه له خپل تېر مجد او عظمت نه نا خبره بلکې ځينې يې نه غواړي چې پدغه اتلوالو کارنامو او عظيم تاريخ ځان خبر کړي خو دا د دې معنى نلري چې زمونږ غليمان به مونږ ارام پرېږدي بلکې هغوى (غليمان) به د تېر تاريخ او تېر مجد او عظمت د انتقام په موخه مونږ خواه مخوا ځوروي پس. د دې ټولو ناخوالو او تېريو د حل يواځينۍ لاره دا ده چې افغانان بلاتميز له يو بل سره ملي تفاهم ته ورسيږي تر څو د لريو او نژدې تيري کوونکو لپاره ملي او متفق عليه ځواب وويلى شو او بهرنيان مو سره پدغه او هغه نامه و نه ويشي، پدې سره به وتوانيږو چې خپل حقيقي حريفان او غليمان تشخيص او خپل مظلوم افغان ملت ورڅخه وژغورو، ايران او نور به عسکري تحرش او تحرک کوي، خو زمونږ ځواب بايد پرېکنده او صارم وي ځکه دا زمونږ د وجود او بقا خبره ده، په هر صورت په نيمروز کې د افغان پوليسو او اردو ايراني ضد کردار ستايلو دى، په همدې هيله