د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دامنیتي تړون په اړه یوڅواړینې خبرې!

خالد افغان 23.11.2013 15:23

دامنیتي تړون پښتو اودرې ژباړه نه وه شوي هرسړي کوښښ کاوه دخپل اند مطابق پرې تبصره وکړي اوس دادی ټولو ته دامنیتي سند ژباړې په لاس ورغلي، د حزب اسلامي افغا نستان وروڼو ځکه د دغه تړون مخالفت کاوه چې دغه تړون په مجموع کې دافغانانو د ملی مصلحت پرخلاف یو تړون ده، لکه دامریکایانو لخوانه په افغانستان کې د ننه دایمي نهه عسکري اډې غوښتل، چې ځیني خطرونه یې په مختصرډ ول داسي په ګوته کولای شو.
لومړی:
امریکایان به د د غه اډ و پرمټ دافغانستان له خاورې څخه د تجسس او جاسوسۍ یوه داسي اډه جوړه کړي چې د همسایه ملکونو لا لاسوهنو ته به لاره پرانیزي او په افغا نستان کې به یو نا اعلان شوي جګړه روانه وي.
دوهم:
دافغانستان له لارې به بهرته د مخدره مواد تجارت د بهرنیانو په اشاره او مشوره د ځینوکورنیو غلو په مرسته ښه په درز کې روان وی چې ډ یري شواهد پخوا ترلا سه شوي چې دافغانستان د مخدره موادو په نړۍ وال تجارت کې بهرنیان بشپړ لاس لري او ددوی د طیارو پرمټ له افغانستان څخه بهرته خام او تصفیه شوي مخدره مواد وړل کیږي دا اوډ یرپټ او ښکاره لاملونه دي چې بهرنیان غواړي دهغې لپاره افغا نستان کې ترنا معلومې مودې پاته شی.
دریم:
له افغانستان څخه به دد غه اډو پرمټ خام مهم مواد بهرته ایستل کیږي لکه یورانیم، سره زراو نورځکه لس کاله ډ یرزیات وخت دی چې امریکایان د خپلې پرمختللۍ ټیکنالوژۍ په مرسته کولای شی داکارپه اسانۍ او پرته له هیڅ ډول ستونزې ترسره کړي.
څلورم:
دوی به هدفي وژنی بالخصوص د هغه کسانو اومشرانو چې په مجموع کې دامریکا ددایمې شتون سره په افغانستان کې مخالفت کوي په یوه نه یوه شکل سره دهغوی وژنو ته دوام ورکړي.
پنځم:
امریکا یان به افغانستان او نورو ځا یونو کې دافغانانو او نورو مسلمانانو د ځورولو او شکنجه کولو لپاره پټ زندا نونه ولری چې د ټولو ملی او بین المللي قوانینیوبه خلاف وي لکه همدا اوس یې چې هم لري.
شپږم:
دافغانستان له خاورې او پرته دافغان دولت له موافقې نه به نا قانونه او مشبوه پروازونه ترسره کیږي څوک به حق نلری چې څه له افغانستان څخه یوړل شول اوڅه ورته له بهرنه راوړل شول ؟
اووم:
افغانستان کې به د فحشاء او غربې خوسا ډ یموکراسۍ لپاره یو داسی اساس کیښودل شی چې نړول به یې بیا دهیڅ افغان په وس کې نه وی ځکه پوره درې لسیزېو کې به داسی نسلونه روزل شوي وي چې پرته له فشاره به د کفرپه لمن کې غورځیږي.

حزب اسلامی او ددغه حزب مشرتابه او غړي دې او ورته خطرناکو پیښو اومسئلوته په پام سره ددغه امریکا خوښي تړون سره جملة وتفصیلا مخالفت کوي او ترټولو مهمه ،لومړۍ او وروستنۍ غو ښتنه یې داده چې بهرنیان دي پرته له قید او شرطه دافغا نستان له خاورې ووځي افغانان دې په یوه ملی محوراغونډ او په ګډه دې داسي یومؤقت حکومت رامینځ ته کړي چې دراتلونکی منتخب ولسمشرد ټاکلو لپاره ازاد او شفاف انتخابات پلي اوترسره کړي اقتداردې منتخب رهبراو زعیم ته وسپارل شي داکاربه د پرد یو لا سوهنې بندې او یو ازاد حکومت او نا پیلی افغانستان به رامینځ ته شی.
پخو انیو تجربو ښود لي چې که یوا ځي د ما د ي امتیازاتو دلاسته راوړلو خبره په مینځ کې مطرح وای حزب اسلامي کولای شول له شوروی اتحاد سره چې د وخت لویه امپراطورې وه یو تړون لاسلیک کړي او جنګ ودوري کمونستانو او روسانو به واروارد حزب اسلامي له مشرتابه ښاغلی حکمتیارڅخه داغوښتنه کوله چې تاسو له مونږ سره یوه موافقه لاسلیک کړي او هرڅه چې تاسو غواړئ دهغه درکولو ته مونږ تیاریو خو د حزب اسلامی د مشرتابه او ورسره مجاهدیونو يواځنۍ خبره او غوښتنه داوه چې تاسو(روسان) به له افغانستان څخه پرته له قید او شرط څخه وځي بیا به کتلی شی چې لتاسو خبرې وه شی اوکه نه؟ حتی ما ته په یاد چې روسانو په ټول توان سره ونه شوای کړاي چې څو سوه روسی اسیران د حزب اسلامی له ګوتو ازاد کړي بالاخره مجبوره شول دا سیرا نو میندې یې حکمتیارصا حب ته ورولیږلي او هغه هم ددغه روسي پوځیانو میندو ته درناوی وکړ او ځینی اسیران یې دحسن نیت، ضیافت او اسلا میت له مخې ورایله کړل او ډ یرې نوروروسي پوځیانو اسلام راوړ او افغانستان کې د تل لپاره میشت شول اوځینی خپلو هیوادونو ته ولاړل.
داډول دامریکا یې یرغل پرمهال حزب اسلامي بالخصوص حکمتیارصاحب ترټولو ښه چانس درلود چې له امریکایانو سره معامله وکړی او د نورو په شان او هم هم ترټولو زیات مادی امتیازات ترلاسه کړي خو حزب او د حزب امیرداعارخپل راتلونکی نسل ته پرینښود سره لدې چې طالبانو ډ یرې جفاګاني له حزب او د حزب له امیر سره کړي وی خو حزب د طالبانو پرخلاف له امریکایانو سره لاس یو نکړ بلکې ترټولو دمخه یې دامریکایان پرخلاف د جنګ اوجهاد اعلان وکړ، طالبانو تقریبا یونیم کال وروسته د لته او هلته په ځینو ځایونو کې سرونه راپورته کړل، افغان ملت عموما او طالبان خصوصا باید دغه مردانګی او احسان هیرنکړي او پخپل ناسم د ریځ ډ یرټینګارونکړي طالبان او دولت دواړه پوهیږی چې حزب یو اصیل اووطنپال ملي او اسلامي تنظیم دی چې دافغانستان په ګوډ ګوډ کې ژورې ریښې لري فلهذا نه دولت او نه هم بل څوک پرته د حزب اسلامي له ګډونه کولای شی چې د یوه اینچ په اندازه هم په سیاسي او نوروبرخو کې پرمختګ وکړي.
ځکه وایو چې له حزب اسلامي سره باید بشپړ تفاهم وه شی،کومې نیوکې چې حزب اسلامي پرامنیتی تړون لري هغې ته پام وه شی ترڅو افغانان د تپلی جنګ څخه نجات ومومي ، افغان دولت باید ددغه تړون پرسر له حزب سره خبرې وکړي او هم طالبان چې د قضیې بل لوری دی په اعتماد کې واخلي او په ګډه حزب ، دولت، طالبان او په افغا نستان کې نور مطرح لوري یوې ملي فیصلي ته ورسیږي ترڅو روان جنګ ودریږي او افغانان د یوه خپلواک هیواد او حکومت خاوندان شي.