د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغان میرمنې د هو یت دله مینځه وړلو ناولي هڅې؟!

خالد افغان 08.03.2014 19:10

متاسفانه دافغان میرمنې دتیرویستنې او غولونې لپاره په افغانستان کې تش په نامه رسنیو داسي پروګرامونه او خپرونې په لاره اچولي چې هیڅ با ضمیرافغان اومسلمان ته دمنلو ندي، له طلوع تلویزیون نیولي تربي بي سي راډیو اوتلویزیون پوري ټول دافغانیت او اسلامیت دمحوه کولو او د له مینځه وړلو لپاره شپه او ورځ کوښښ کوي بي بي سي د میرمنو حجاب ته توره خیمه وایې او طلوع تلویزیون ډول ډول داسي بې غیرته پروګرامونه پرمخ وړي چې هراصیل افغان له غوصي څخه پرځان خوله لګوي ولي افغان دولت بیا داکاردرسنیو ازادي او ددیموکراسۍ پرمختګ بولی چې الله مکړه په نتیجه کې به ډ یري خلک له ایمان او افغانیت څخه خلاص شي،
زمونږ او د نورو ترمنځ تو پیردادی چې نورښځه یا میرمنه یواځي اويواځي تجارتي صلعه یا توکی بولي چې په بازارګانۍ او بزنس کې ورنه ګټه پورته شي.
هو!:داخبره په دعوې سره کولای شو چې په غربي او شرقي سیکولروهیواد ونوکې ښځه همد غه ډول ټیټ حیثیت لري ، دازاد ۍ په نوم له حقیقي ازادۍ نه محرومیږي ، دوی ښځو ته د وررسید لو په موخه د ښځو بلا قید وشرط داسي ازادي او حقوق غواړي چې هیڅ ډول اخلاقي ، سلوکي قیود پکې وجود ونلري، دا هغه اهداف دي چې غرب اوشرق کې سیکولرستان ورڅخه ډ یرزیاته ناوړه سیاسي او نوره ګټه پورته کوي، متاسفانه دهیواد او نړۍ په کچه ډ یري بلکې ا کثریت میرمنې پدغه پوچو اوبې ما هیته شعارونو غو لید لي او تیروتلي، خو بالعکس اسلام،انسانیت او افغانۍ ټولنې اصیلو غوښتنو میرمنې ته عزت اووقاروربخښلي ، ښځه یې یوه داسې نا ئبه او سفیره معرفي کړي چې د نارینه په کوچني مملکت (کور) کې بشپړ اختیاراو واک ورکړای شوای دی، نارینه یې مکلف کړای چې ددغه ملیکې(شهزادګۍ) لپاره شپه اوورځ یوه کړي ټول تکلیفونه وګالي، او د هغې ټول دژوند او معیشت ضروریات پوره کړي ، په عین وخت کې ښځې باندي د کورد خد مت ترڅنګ د کورد تربیت اوکوچنیانو د روزنې سترمسئولیت هم په غاړه اچولای ، ښځه د هرډول بهرني تهد ید څخه سا تل شوي، د کورپه بهرکې ټول مشکلات دنارینه پرغاړه اچول شوي، د میرمنې تربهرنیو د ند و کورنۍ د ندې لا مهمې او زیا تي دي هغه د بهرکار کو لو لپاره هیڅ وخت او ګنجا یش نلري، خو ځیني خلک با لخصوص سیکولرستان په نړۍ واله کچه او د ګران هیواد افغانستان په سطحه په لوی لاس کوښښ کوي چې مسلمان او افغانه ښځه له خپل اصلي طوره وباسي او دهغه چا په جامو یې ملبسه کړي چې ددې لباس نه بلکې د بیګا نګا نو لباس دی چې دافغان میرمني له ملي او د یني تشخص سره ټکرکې واقع کیږي ، دوی غواړي په هره وړه او غټه خبره کې چې اصلا د ښځې له طبیعت سره برابرنه وي ښځه پکې ورشامله کړي او داسي یې وپوهوي چې ګویا همدا ډول کړنې د ښځي د حقوقو اساسي برخه تشکیلوي،حقیقت دادی چې دافغان اومسلمانې ښځې لپاره یواځي او يوځي اسلام کافي اوشافي دین دی چې بشپړ حقوق یې ورکړي هغه اسلام چې نارینه یې د ښځې د خدمت اوچوپړ لپاره او ښځه یې دنردچوپړ لپاره ګومارلي .
راځو اصلي موضوع ته چې ددې مقالې عمق تشکیلوي هغه داچې څنګه کولای شو چې دافغان میرمنې عفت وساتو؟!.
د ا فغان میرمني حقوق دا ډول ساتل کیږي چې ترهر څه د مخه د هغې مشکلات ، ستونزي، حقوق او وجا یب د ا سلام په رڼاکې حل اومعلوم کړو،له اسلام پرته نه د نړۍ د ښځو د مشکلاتولپاره حل موندلی شو او نه هم افغانه مسلمانه میرمن اوښځه له مشکلاتو خلاصیدای شي، دلایلو او براهینو ثا بته کړي چې نورسیسټمونه که هغه دیموکراتیک دي اویا هم نوردښځي دحقوقو په برخه کې خصوصاً پاته راغلي بلکې دښځي لپاره اساسي ستونزي هم دغه وضعي او غیراسلامي او غیرانساني نظامونو چې دانسان لخوا وضعه شوي پیداکړي ، لکه چې ګورو غربي میرمنه نن د ډول ډول ستونزو سره مخ ده چې عمده ستونزه یې دهغې پرابرو او حیثیت داوباشانو لخوا نه تیری دی، دژوندپه ټولو برخو کې پرغربي میرمنې تیری کیږي حتی هغه میرمنې چې په مسلحو افواجو کې ژوند تیروي له دغه وحشیانه تهد ید نه خوندي ندي، نو افغان بیچاره اومسکینه ښځه به له هغه نظام او سیسټم نه څه ګټه پورته کړي چې نورورڅخه ستړي شوي او تاریخ یې تیرشوای بلکي غرب دې حد ته رسید لی چې ورو ورو بیرته د خپل اصل او د ین خواته راو ګرځي چې هغه ا سماني ادیان دي کوم چې د سیکولریزم ( لاد ینیت ) اوعلما نیت پرمټ له سیاسي ، اجتماعي حا کمیت څخه لیري سا تل شوای ، داسبب دی چې و یلا ی شو نړۍ بالخصوص افغانان اسلام ته له صا د قا نه رجوع او بیرته را تګ څخه ا خواته بله د نجات لاره نلري، نو تاخیرته اړتیا نه لید ل کیږي، دافغان میرمنې عفت هله ساتلای شو چې هغه له هرډول تلوث او ککړتیا نه د الله جل جلاله په مرسته پاکه وساتو او داوومنو چې دافغان میرمن عزت اوعفت یواځي اويواځي په اسلام کې دی اوبس.