د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان سفر او پایلې

حمیدالله فیضي 27.08.2013 14:31

پاکستان سفر له پایلو سره
افغان ولسمشر حامد کرزي سره له یوه لوړ پوري پلاوي پاکستان ته سفر وکړ له ښاغلي کرزي سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول؛ د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انوار الحق احدي، د امنیت د انتقال د کمیسیون رییس ډاکټر اشرف غني احمدزی، د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رییس عبدالکریم خرم ملګري دي. ولسمشر کرزي مخکې لدې سفر څخه رسنیو ته وویل : هیڅ ډاډ نه لرم چې د پاکستان سفر به لاسته راوړڼې ولري خو هیله لرم چې څه ترلاسه شي.
ولسمشر کرزی د دوشنبې په ورځ د یوه ورځني سفر په موخه پاکستان ته ولاړ خو کله یې چې د پاکستان له موړي وزیر نواز شریف سره وکتل نوازشریف ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به له سولې اوثبات سره ریښتینې همکاري کوي .دافغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال او دپاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار ترمنځ په داسې حال کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړچې ولسمشر کرزي او لومړي وزیر نواز شریف هم شتون درلود. ددغو پرمختګونو له امله ولسمشر کرزی هم دیوې شپې لپاره پاتې شو. ددې هوکړه لیک له مخې د کونړ پر سیند د برېښنا د بند جوړول، له چمن څخه کندهار او له پېښور څخه جلال اباد ته د اورګاډي د پټلۍ غزول، د تورخم – جلال اباد د لارې د دویم سړک جوړول او له پېښور څخه کابل ته د موټروی غزول په برخو کې به پاکستان پوره پوره همکاري کوي. خو افغانانو ته تر ټولو مهم امنیت دی هغه امنیت چی لاملونه یې په پاکستان کې دي اوپاکستان له همکارې پرته ټینګول یې ستونزمن دي. ټینګار پردې دی چي د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف خپلې ژمنې ته چې وې ویل په افغانستان کې به له سولې اوثبات سره ریښتینې همکاري کوي د عمل جامه ور واغوندي اوکه څنګه ؟ پاکستان مجبوره دی ځکه پاکستان د ویشلو لور ته روان دی . .ددې ترڅنګ اوس بلوچان له پاکستان څخه ازادي غواړي . د بلوچستان صوبه د غرب له خوا له ایرن سره پوله لري، شمال کې یې افغانستان واقع دی، د شرق له خوا د پنجاب او سند صوبې سره وصل دی او جنوب خوا ته یې بحر هند دی. د دې صوبې مرکز د کویټې ښار دی.مروجه ژبې په کې بلوڅي، پښتو، دري او اردو دي بلوچستان د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده. په دې صوبه کې ګاز، تیل، سره زر او خورا زیات نور معادن شته دي چې بلوچستان ته یې ډیر زیات اهمیت ورکړی.، خو په بلوچستان کې داسې ځایونه ډیر زیات دي چې ګاز نه لري. بلوڅان وايي چې له پاکستان نه ازادي غواړي. دغه اوازې کله نا کله ډیرې ګرمیږي چې اوس یې بیا سر کړی دی . امریکایانو د لومړي ځل لپاره د بلوڅانو د ازادۍ خبرې وکړې، پنجاب وار خطا دی او د پنجاب ګورنر په ډیره ترخه لهجه وایي چې د پنجاب په ضد سازشونه روان دي. پاکستان کې هم نا امنئ انفجار انتحار اوج ته رسیدلی ، په افغانستان کې د ناامنئ په صورت کې په پاکستان کې هم سوله ناشونې ده ،پرپاکستان نړیوال فشارونه په ځانګړي توګه په نړئ کې د ترهګرو د ځالو د پټن ځایونو او ملاتړو نوم ګتل او ددې ترڅنګ د هندوستان او افغانستان اړیکو نږدې کیدل :د افغانستان ، هند ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی او ددغه ستراتيژیک تړون په رڼا کې به هند له افغانستان سره په سیاسي ، امنیتي ، تجارتي ،اقتصادي او فرهنګي چارو کې همکاري کوي .
دهند له نا مه سره په کابل کې دخلکو په ذهن کې دهند مرستې ، د سلما بند جوړول ، د اندرګانی روغتون ، د پارلمان ودانئ ،په هند کې هرکال د ۵۰۰ محصلینو زده کړې. خو د پاکستان په نامه سره چاودنه ځانمرګي بریدونه او طراحان یې په پاکستان کې، نا امنئ ،وژنه ،پر کنړ او نورستان توغندویې بریدونه، د ښونځیو سوځول ،له اسلام څخه بده ګټه ،افغانئ غالئ دپاکستان په نامه صادرول ،د کراچئ له بندر څخه سیاسي وسیلې په توګه ګټه اخیستل بې شمیره نورې غمیزې د افغانانو په ذهن کې انګازه کوي چې دا په خپله واټن زیاتیدل دي.
دپاکستان په حکومتي چارواکو کې بدلون به پاکستان اړ کړي چې په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي. افغان حکومت په وار وار له پاکستان څخه غوښتي ول چې لدغه هیواد څخه افغانستان ته د راتلونکو ترهګرو مخه ونیسي او په دې هیواد کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي. خو دغه غوښتنه ځکه تر ډیره نه ده منل شوې چې جدي نه وه او نړیوال ملاتړ یې له ځان سره نه درلود . اوس داسې ښکاري چې پاکستان اړتیا حس کړې چې په افغانستان کې نامني په پاکستان کې نا امني ده نو ځکه په دریځ کې باید بدلون راشي.