د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستراتیژیک تړون دافغانستان دستونزو حل لاره

حمیدالله فیضي 11.03.2012 13:24

د واشنګټن او کابل ترمنځ د ستراتیژيک سند حل لاره
له ډیرې مودې راپدې خوا د افغان ولسمشر او نړیوالو په ځانګړي توګه امریکا ترمنځ د زندانونو د سپارلو په اړه ناندرۍ روانې دي. چې ولسمشر کرزی یې له امریکا سره د ستراتيژیک تړون د لاسلیک لپاره یو شرط بولي. په همدې لړ کې د بهرنیو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال آلن له دفاع وزیر سره دجمعې په ورځ یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. ددې تفاهم لیک پراساس هغه درې زره افغان بندیان چې په بګرام کې شپې ورځې تیروي دشپږو میاشتو په ترڅ کې افغان دولت ته سپارل کیږي.
په دې تفاهم لیک کې د بهرنیانو له خوا هم یو نازکه شرط هم ايښودل شوی د هغه داچې د بګرام زندان باید یوه افغان ډګر جنرال ته چې د زندان د ساتلو د وړتیا وړ پرسونل له ځان سره ولري تسلیم شي. اما داچې افغان امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې وکولای شي لدغو زندانیانو نه د نړیواول معیارونو او قانوني چوکاټونو په ترڅ کې ساتنه وکړي کنه؟ دا هغه پوښتنه ده چې راتونکې به یې ځواب کړي .
خو شنونکې په دې اند دي چې افغان ځواکونو ددې وړتیا نه لري چې وکولای شي لدې زندان څخه ښه ساتنه وکړي ددې لپاره هغه زندانیان چې د کندهار له زندان څخه وتښتیدل . دایې ثابته کړه چې د دولت مخالفین په افغان امنیتي ځواکونو کې نفوذ کړی او له همدې امله کیدای شي دافغان دولت ځینې پروګرامونه ناکام او وسله وال مخالفین یې خپلو موخو ته و رسیږي.
خو ځینې نور بیا وایې چې له یوې خوا دبهرنیانو دزندان شتون ملي حاکمیت ته زیان خو بلې خوا دابه ددې چانس برابر کړي چې یوځل بیا وسله وال مخالفین وتوانیږي خپل بانفوذه کسان لدې زندان څخه خوشې کړي .
دغه شنونکي وایې په افغان حکومت فساد هم ددې لامل کیدای شي چې دبګرام زندانیانو ته ددې لارې چارې برابرې کړي چې له زندان څخه په تیښتې بریالي شي.
که څه هم د بهرنیو د زندانونو سپارل او دشپې عملیاتو پای ته رسول دافغان ولسمشر هغه دوه شرطونه دي چې له واشنګټن سره یې د ستراتیژیک تړون لاسلیکولو په موخه وړاندې کړي د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال الن په وینا دا له امریکا سره د ستراتيژیک تړون د لاسلیکولو او د امنیت د انتقال یوه ښه بیلګه وبلله . په همدې ترڅ کې د ملي دفاع وزیر عبدالرحیم وردک هم وویل چې اوس کار روان دی څو دشپني عملیاتو د افغاني کولو لپاره هم له نړیوالو سره یو سند لاسلیک شي.خو شنونکي وایې ددې شرطونو په لاسلیک کیدو سره به افغان دولت له امریکامتحده ایالتونو سره د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي.
دغه شنونکي زیاتوي دا یوښه ګام دی .د ستراتیژیک سند لپاره او په شته سیمه ایزو دښمنانو کې له امریکا سره د ستراتيژیک سند لاسلیکول یوه اړتیا ده چې باید ترسره شي.
دشنونکو په اند په اوسنیو شرایطو کې د ستراتيژيک سند لاسلیک دافغان دولت په ګټه دی خو په دې شرط چې دافغانستان ملي حاکمیت خوندي ، دافغانانو له خاورې د بهرنیو پروړاندې ګټه وانه خیستل شي او د افغانستان ملي ګټو ته درناوی وشي. دغه شنونکي وایې چې د زندانونو سپارل او یا هم دشپې عملیاتو بندول نشي کولای دغه روان کړکیچ ته د حل لاره پیدا کړي . اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه هغه تجهیزات او هغه مسلکي وړتیا نه لري چې وکولای شي له زندانونو په بشپړه توګه ساتنه وکړي او همداراز د امریکا ځانګړو ځواکونو لپاره تر ټولو مهم شپني عملیات دي چې پرته له هغې نشي کولای دښمن تعقیب کړي . دغه شنونکي زیاتوی د ورځې عملیات هم مرګ ژوبله لري اما دغه عملیات باید د افغان ځواکونو سره په هوکړه په کره توګه ترسره شي او هڅه وشي څو د ملکي بې ګناه کسانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي .
ددې لپاره چې په دې ناندریو خبرې وشي باید په دې سند کې امریکا څخه غوښتنه وشي یا ورته شرط کيښودل شي چې په څومره وخت کې دافغانستان ملي اردو ملي پولیس او ملي امنیت ځواکونه ددې جوګه کړي چې د افغانستان له ملي حاکمیت څخه په بشپړه توګه دفاع وکړي .همداراز په هغو تجهیزاتو یې سمبال کړي چې وکولای شي د سیمې دهیوادونو له اردو او استخباراتو سره پرتله شي . ددې ترڅنګ افغان دولت وړتیا باید لوړه کړي چې وکولای شي په راتلونکو کلونو کې خپله لګښتي بودیجه له خپلو عوایدو ترلاسه شي.څو افغان دولت د معادنو استخراج نړیوالو ته په رقابت کې کیږدي او ترې ګټه پورته کړي .