د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه

حمیدالله فیضي 03.08.2013 17:28

د روژې مازدیګر ( )
د روژي مازدیگر وو ګرمي ډیره تنده هه خپل سیوری زما پروجود غوړولی وو له دندې نوی کورته تللم دریشي مې ویستله او جامې مې واغوستې ساعت ته مې وکتل پینځه بجې دي لا خو وخت شته بهر به ولاړ شم او د روزې پاتې وخت به تیر کړم
په همدې سوچ له کوره ووتلم
روان شوم ښکته څه ځمکه ده هغه مو دیوال کړې څه ونې هم په کې شته هلې لاړم او د اوبو ماشین مې چالان کړ ورو ورو مې اودس وکړ لږ لږ مې ځان ته هم اوبه شیندلې ګرمي ډیره وه ورو ورو د څا خواته روان شوم چې ماشین ګل کړم نا څاپه غږ مې واورید نه دې پریږدم ولاکه دې پریږدم .
د پلا خبر را یاده شوه چې عملي ( معتادو ) کسانو سره به د روژې په مازدیګر خبرې نه کوې کنه بیا جګړه درسره کوي .
قدمونه مې تیز کړل او له باغ څخه را ووتلم چې دکلې دوو کسانو د اوبو پر سر جنګ کړی. یو بل ته وایې : ورخ مه خلاصوه زما د اوبو وار دی .
ستا پلار به یې هم له ما بونه ځي تاسو هیڅ په اوبو نه مړیږئ هره ورځ ستاسو وار وي که دا نور خلک هم وار لري.
یو کس چې نوم یې عمردی چرس نشه کوي رحمت ته وایې ته زما په مخ کې لوی شوې اوس زما په مخ کې خبرې کوې .
په همدې همدې کې زه ور ورسیدم او خلک هم ډیر شول د عمر ورور له پاسه راغی او ډیر تیز را روان وو ورته وایې څه خبره ده خو تر هغه چې خلک یې پوه کړي په رحمت یې سمد لاله وارونه شروع کړل .
یو بل سره وهې او ورته وایې زه دې مړ کووم نه دې پریږدم ولاکه دې پریږدم
رحمت هلکانو یو وړ هغې خواته او منان مونږ څو هلکانو هخوا یووړ تنده دومره تیزه وه چا زما هم خونده نه وه .
په ولاړ ولاړ نفس په ډیر ټیټ اواز مې ورته وویل جګړه مه کوئ بیا به خلک وایې چې روژه نشي نیولای .
په همدې خبرو کې وو چې رحمت ورور راغی رحمت تیګې ته لاس کړ او بیا یې پرعمراو منان ور منډې کړې
عمرچې اعتیاد ترې ټول قدرت او توان اخیستی او روژې هم داسې تږی کړی وو چې شونډې سپینې تا ویل چې
اوړه یې پرې موښلي زه مونږ له منځه ورو ورو روان شو .
په همدې همدې کې رحمت تيګه غور ځاره کړه او عمریې په پښه وویشت
عمر: نه دې پریږدم خرابوم دې . عمر لاړ کورته او هلکان د دیواله کنج ته کیناستل .
له رحمت سره مې خبرې شروع کړې او ورته ویل مې چې جنګ مه کوه جنګ ښه نه وي
خدای مې دې غاړه نه بندوي شل دقیقو به تیرې وې په همدې خبرو کې نور هلکان هم ولاړ ول
زمونږ په کلې کې یو شتمن سړی سردار نومیږي ډیر شتمن خو له بدو لرې سړی دښمني نه ډیره ویره لري .
دی هم په لاره را روان دی دلې چې را ورسیدل زوی ته یې وویل ولاړ شه کورته دا سودا هم درسره یوسه زه به دلې دمه وکړم بیا درځم
زوی : هو ځم حاجی پدره
خو دی هم ستړی مالومیده روژې ستړی کړی وو ډډه یې دیوال ته ورکړه او په دوو پښو کیناست
په مونږ تر ټولو خبریال شیر باز ورنږدې شو حاجی صاحب - - رحمت او عمرجنګ وکړ
څو ځله مې تاسې ځوانانو ته ویلي چې دې مازدیګر کې دلې مه کینئ
کورته ولاړ شئ جنګ مه کوئ
زه هر مازدیګر تلاوت د قران کووم تاسو هم کولای شئ
د جنګ جګړې له لاسه خو مو داحال دی ټوله نړئ پر مونږ پرته ده .
ددې خبرو په جریان کې عمرراغی ټوپک په لاس
کوږ تیر شو
ما رحمت ته ویل ګوره څه ونه وایې زه ولاړ شه نه نه ځم دی ما ویشتلی شي .
عمرراغی له مونږ د تیریدو په حال کې وو د حاجی زوی ورته ویل چیرې ځې عمره
خبرې مه کوه په دې خبرې سره د حاجی زوی ودرید
د عمررنګ ګرځیدلای وو تا ویل لکه له کومې سیارې چې را ښکته شوي انسان وي یعنې بد څیره
مخ یې ناستو خلکو ته کړ د حاجی زوی پاڅیده او ورو ورو ور روان شو
عمر : نا څاپه غږ نږدې مه راځه چې ولم دې نږدې مه راځه ،
حاجی زوی ورنږدې شو دومره ورنږدې شو ښایې ټوپک ته یې لاس ور ورسیږي په همدې کې عمرپه ماشه ګوته کيکاږله
د حاجی زوی یې یې وویشت هغه یې مخ ته ولوید او لاس یې ور واچوه څو مرمې نورې هم ووتلې او د حاجی زوی په ځمکه غور ځار شو
دا نور کسان حیران ولاړ دي ! لکه چې ټول مړه شوي وي
شیر باز ماته لاس را واچا ووه کش یې کړم ددې پیتاوي ترڅنګ د کور دروازې ته ننوتلو
دومره غږ مې واورید زما یو زوی یې وویشت بیا ډزې شوې
عمر کور ته را ننوت مخامخ یې په کوټو ډزې وکړې
مونږ د ګوټو ترشا پټ یو .
په زړه کې دا خبرې تیرږي چې سترګې وینو اخیستي او ښایې ټول وولي .
عمرووت او ولاړ
مونږ په کور کې دننه یو هیڅ خبرې نه کوو چې غال مغال شو .
بهر را ووتلو چې حاجې دیوال ته تکیه کړې ورو ورو یوې خواته نزول کوي
له غاړې ښکته سپینې جامې سرې شوي دي .
لاس یې مخ ته نیولای ته به وایې خپل زوی ژغوري .