د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له پاکستان سره ستراتيژیک تړن د پښتونخوا پلورنه

حمیدالله فیضي 01.10.2012 13:21

پاکستان او افغانستان په خپلو کې د ستراتیژکو اړیکو سند لاسلیک کوي د ولسمشر حامد کرزى، د انګلستان لومړى وزير ډېوېډ کمېرون او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په نيويارک کې سره ټول شوي وو.کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي غونډې په سيمه کې د سولې، ثبات او روان وضعيت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په اړه او د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وکړې.افغان چارواکي وايي حامد کرزي د پاکستان له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پياوړتيا په خاطر د ۲۰۱۳ کال تر پايه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون د مسودې پر بشپړاوي هوکړه وکړه. په دې درې اړخیزه ناسته کې انګلستان لومړي وزیر هم ژمنه کړې چې لدې روانو هڅو ملاتړ کوي .
خو ځینې کارپوهان وایې چې افغانستان او پاکستان اړیکې په دې حد کې نه دي چې اوس افغانستان له پاکستان سره ستراتيژيکې اړیکې ولري . لومړی باید پاکستان او افغانستان ترمنځ د فضا اعتماد رامنځته شي هغه په دې معنی چې پاکستان باید د ترهګرو له تمویل تجهیز او رالیږلو څخه افغانستان ته لاس واخلي دویم پر افغانستان راکټی بریدونه بند کړي دریم له افغانستان سره هغه تړونونه چې په ترانزیت او نورو برخو کې لري هغه به بشپړه توګه عملي کړي ،څلورم دافغانستان سره خپله سرحدي ستونزې حل کړي وروسته له هغه کیدلای شي د ستراتيژیکو اړیکو په اړه ورسره بحث وشي . دغه کارپوهان زیاتوي چې تردې مهاله پاکستان یوه ژمنه چې له افغانستان سره کړې عملي کړې نه ده نو څه ضمانت شتون لري چې دغه ستراتيژیک تړون بیا عملي شي .
پاکستان سره په هغه صورت کې د ستراتيژیکو همکاریو لرل اړین دي چې په دې ستراتیژیک تړون کې ټولې هغه ستونزې راونغاړل شي چې اوس د پاکستان له پلوه افغانستان ته متوجه دي ، د ترهګرو نه رالیږل ، د طالبانو نه سمبالول او تجهیزولو او افغانستان ته یې نه رالیږل همداراز دافغانستان سولې او ثبات لپاره په ریښتینې کار کول چې دا هم د ملګرو ملتونو او دواړو هیوادونو په شمول یو کمیسیون رامنځته شي او ددې تړون په عملي کیدو کې کار وکړي . کنه پاکستان به داسې یو سند ترلاسه کړي چې په افغانستان کې به یې ټول فعالیتونه قانوني بڼه پیدا کړي . خو ځینی کسان بیا وایې چې پاکستان اصلا نه غواړي چې له افغانستان سره ستراتيژیک تړون ولري پاکستان غواړي ددې تړون له لارې پر افغان حکومت د ډیورند کرښه په رسمیت وپيژني یو رسوي کارپوه هم لیکلي چې چین له پاکستان سره ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۴ کال به هڅه وکړي چې افغان حکومت د ډیورند کرښه په رسمیت وپيژني په افغانستان کې د ډیورند د موافقه لیک د مطرح کیدو څخه 114 کاله تیریږی. پدغه موده کې 18 حکومتونو په کابل کې قدرت قبضه کړی دی.
د هغی جملی نه 4 لمړنیو حکومتونو د ګواښ او فشار لاندی د ډیورند کرښه منلې او 14 نورو حکومتونو د هغې په وړاندې په رسمی یا غیر رسمی توګه اعتراض او احتجاج ښودلی دی. ان تر دی چه د ډیورند قضیه د افغانستان په بهرنی سیاست کې ستر ځای موندلی دی .اوس پاکستان غواړي چې دهغه امتیاز په بدل کې چې دوی به نور پر افغانستان برید نه کوي او افغانستان سره د سولې او ثبات په برخه کې مرسته کوي افغان حکومت یې په غبرګون کې د ډیورند کرښه رسمیت وپيژني .
افغان کارپوهان وایې چې پاکستان هیڅ کله په خپل ژمنو او وعدو کې ریښتینی نه دي پاتی شوی او بیا ځلي به هم خپل دوه مخي سیاست ته دوام ورکړي . داچې افغان حکومت ولې غواړي اوس له پاکستان سره ستراتيژيکې اړیکې ولري کارپوهان دوه نظره وړاندې کوي یو داچې افغان حکومت په راس کې د هغو ډلو شتون چې مخکې لدې د پاکستان له خوا تمویل او تجهیز شوي او ورته ځای ورکړل شوی دویم داچې د بریټانیا نفوذ پر افغان چارواکو او دافغانستان د کمزورې دیپلماسۍ شتون ددې لامل شوی چې ونشي کړای په دغو اړیکو کې چې له هیوادونو سره یې لري خپل توازن وساتي. دغه کارپوهان زیاتوي چې له متخاصمو هیوادونو سره د ستراتيژیکو همکاریو شتون ددې لامل کیږي چې د شویو تړونونو ارزښت له منځه یوسي . له یوې خوا له هند سره ستراتيژیک تړون بیا یې په مقابل کې له پاکستان او همداراز له لویدیځۍ نړۍ په ځانګړي توګه له امریکا سره ستراتيژيک تړون او په مقابل کې دهغه له اقتصادي سیال چین سره ستراتيژیک تړون دا ددې ښودنه کوي چې افغان حکومت تردې مهاله خپل دوست او دښمن نه دی پيژندلی او یا په بله معنی خپل لوری یې لا نه دی معلوم کړي همدا ددې لامل شوي چې په افغانستان کې کړکیچ روان وي . داپه داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان ولسي جرګې هم لدې تړون سره مخالفت اعلان کړ او وې ویل چې پاکستان اوسمهال په هغې سطحه کې نه دي چې مونږ وغواړو ورسره تړون ولرو .خو هیله داده چې ولسي جرګه لکه څنګه چې مخالفت اعلان کړ د ددغو ستراتيژیکو همکاریو تړونونه ددوی تاییدي ته اړتیا لري په کلي ډول یې رد کړي .