د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان په افغانستان کې د واک د ویش په هڅه

حمیدالله فیضي 23.02.2012 11:47

پاکستان په افغانستان کې د واک د ویش په هیله

افغانستان له کلونو له کلونو راپدې خوا د ګاونډیو هیوادونواو د نړۍ د سترو قدرتونو دسیالۍ میدان ګرځیدلای په همدې لړ کې زمونږ ګاونډیو هیوادونو کوښښ ګړی په افغانستان کې لاس پوڅي نظامونه حاکم کړي او په دې سیمه کې د خپلې خوښ دولتونه ولري. دشناندو په اند په سیمه او افغانستان کې د تیرې لس کلنې جګړې موخه هم همدا وه . اوس پاکستان غواړي ازمایل شوې سناریو یو وار بیا وازمایې او پرافغانستان د خپلې خوښې ايتلافي حکومت تحمیل کړي.پاکستان دا ځل دسولې دپروسې تر نامه لاندې داسې لوبه پیل کړې چې غواړي له افغان ولسمشر سره سلا ته ورسیږي او په افغانستان کې قدرت وویشي.داچې پاکستان دا نارې سورې هم وهي چې افغانستان کې دسولې د مذاکراتو مشري پرغاړه واخلي موخه یې همدا ده .یوې بهرنۍ ورځپاڼې ډي نشنل انټرست لیکلي چې پاکستان لیواله دی چې په افغانستان کې قدرت وویشل شي او یو ايتلافي حکومت رامنځته شي.پاکستانیان په دې اند دي چې د افغانستان په حکومت کې د طالبانو نسبي رول کیدلای شي دهندوستان له نفوذ څخه مخنیوی وکړي او ددې ترڅنګ په پاکستان کې د وړو جګړو دپای لامل هم وګرځي.
د ډی نشنل انټرست په لیکنه پاکستان له ډيرې مودې را پدې خوا ډاډمن دی چې په افغانستان کې کې دامریکا متحده ایالات او متحدین یې بریالي نه دي او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره دامریکا جګړه ددې لامل شوې چې پاکستان له کورنیو سخت دریځو سره مخامخ شي .خو ویره داده که چیرې په افغانستان کې د پاکستان د خوښې ايتلافي حکومت رامنځته کیږي بیا ځلي به په افغانستان کې کورنیو جګړو ته لاره هواره او همدا راز یوځل بیا به ګاونډیو هیوادونو سیمې او نړۍ ترمنځ سیالۍ پیل چې میدان به یې افغانستان وي.ددغو سیالیو یو اړخ به پاکستان او بل اړخ به یې ایران ، روسیه او هند وي چې دوی نه غواړي په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ نښې نښانې ولیدل شي.خو پوښتنه داده چې په افغانستان کې دايتلافي حکومت رامنځته کیدل به وکولای شي په افغانستان کې سوله اوثبات خوندي کړي دا هغه پوښتنه ده چې خلک یې په اندیښنه کړي او وایې هیڅ کله دپاکستان دخوښې حکومت نشي کولای په افغانستان کې سوله او ثبات ټینک کړي.پاکستان پوځ هم اورپکۍ سره د نا ټو د ستراتیژۍ د ناکامۍ په درشل کې په افغانستان کې د طالبانو د بشپړ واک ته رسیدو ته لیواله نه دي.دا ځکه چې پاکستاني جنرالان په دې اند دي که چیرې طالبان واک ته ورسیږي دهغوی له غوښتنو سره به مخالفت وکړي.داپه داسې حال کې ده چې دمګړۍ طالبان د پاکستان له حکومت سره هم په جګړه کې ښکیل دي او ځینې ډلې خو یې لا ددوی له کنټرول څخه بهرشوې دي. خو داچې طالبان څومره د پاکستان ګټو ته ژمن دي شنونکي وایې چې طالبان هم بله لار نه لري ددې لپاره چې د دوی ټول قدرت دپاکستان د څارګرې ادارې په لاس کې ده دپاکستان بند کې د طالبان دیوه مشر ملا عبیدالله وژنه ددې ښکارندویه ده چې پاکستان حکومت پرطالبانو کنټرول لري او هر هغه څوک چې د دوې تګلارې خلاف عمل وکړي بیا لدې لوبغاړي لرې کوي. نو پردې بنسټ د طالبانو قیضه دپاکستان له استخباراتو سره ده تر هغه چې پاکستان تر دباو لاندې رانشي او پاکستان په افغانستان اوسیمه کې سولې ته غاړه کې نږدي . ناشونې ده چې طالبان دې سولې ته غاړه کیږدي او له القاعدې سره دې خپلې اړیکې وشلوي.