د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه سره حکومت ګټې

حمیدالله فیضي 15.12.2014 12:11

افغانستان کې دولسمشر ټاکنې لومړی ځل د حمل په شپاړسمه ترسره شوې چې له اتو کاندیدانو څخه یو یې هم ونه توانید چې پنځوس جمع یو رایې ترلاسه کړي او د دوو مخکښو کاندیدانو له لوري دا ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې . دویم پړاو ټاکنې د دوو مخکښو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د غبرګولي په ۲۶ ترسره شوې چې بلاخره لومړنیو پایلو اعلان وښوده چې ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزی مخکې دی ، خو ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې ونه منلې ، ټاکنې په تقلب او درغلئ تورنې شوې ، دغې ټاکنیزې لانجې دومره دوام پیدا کړ چې بلاخره دوه ځله له ځان سره دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ملګری کړ او بلاخره جان کیري پریکړه وکړه چې د دواړو ترمنځ دې د ملي وحدت حکومت رامنځته شي .
که څه هم دا ډول حکومت دافغانستان له اساسي قانون سره خلاف خبره وه خو بیا هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون ددې پرځای چې د ټاکنو پایلې اعلان کړي د ملي وحدت حکومت تشکیل یې اعلان کړ او ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزی یې ولسمشر او ښاغلی عبدالله عبدالله یې دملي وحدت حکومت اجرایوي مشر وباله .
ملي وحدت حکومت ولسمشر اشرف غني احمدزي اعلان وکړ چې په ۴۵ څلویښت ورځو کې به کابینه ولسي جرګې ته معرفي کوي خوبلاخره دا جوته شوه چې د ملي وحدت حکومت مشرانو ترمنځ د چوکیو په ویش لانجه اوږده شوه او ونه توانیدل چې په دې موده کې کابینه ولسي جرګې ته وپیژني.هغه قانون چې ولسي جرګې پاس کړی او د سرپرست وزیرانو لپاره یې ۲ میاشتې وخت ټاکلی وو هغه نقض او په دوو میاشتو په تیریدو دملي یوالي حکومت سرپرست وزیران ګوښه او پرځای یې د وزارتو مرستیال وزیران سرپرست وزیران وټاکل.
د ولسمشر او اجرایه چارو مشر ترمنځ لانجه پردې وه چې کوم وزارت دې زما او کوم وزارت دې ستا وي، خو دواړو نوماندانو په کمپاینونو کې ولس ته ژمنه ورکړې وه چې د ۱۳ کلن حکومت (چې د نشه یې توکو په تولید ، اداري فساد او دزیږون پرمهال دمیندو په مړینه کې کې لومړی دویم او دریم ځای خپل کړی ) پر پل پل نږدي .وحدت حکومت اعلان وکړ چې نوې کابینه به نوې څیرې وي داچې دنوو څیرو موندل به څو میاشتې وخت ونیسي دا هغه پوښتنه ده چې راتلونکې به ځواب کړي؟
داچې ولسمشر او اجرایوي مشر نشي کولی د افغانستان په دیرش میلیوني نفوس کې ۲۴ کسان پیدا کړي چې افغان ملي ګټو ته ژمن تخصص ، وړتیا او ژمنتیا ولري دهغې مقولې ته ورته ده (چې آبئ وغواړي اوږرې ته تبی کوی ) نو اوس دواړه مشران د کورنیو ستونزو حل لاره نشي پیدا کولی بهرني سفرونه یې ډیر کړي چې لاسته راوړنې ولري.
د ټاکنو کمیسیون په کمپاینونو کې د لګښت لپاره ۱۰ میلیونه افغانئ معیار ټاکلی وو خو اوس داسې تبصرې کیږي چې ځینو نوماندانو په کمپاینونو کې تر څلویښت او پنځوس میلیونه ډالرو یا لدې هم ډیرې پیسې لګولي نو ددې د بیرته ستنیدا یا ترلاسه کولو لپاره باید داسې وزیران او والیان وټاکل شي چې لږ ترلږه په لومړي یوکال کې دا پیسې ترلاسه او په دویم کال کې خپلې شتمنئ ډیرې او په دریم کال کې د بیا ټاکل کیدو لګښت بشپړکړي . نو واقعا داسې کسانو پیدا کول ستونزمن دي ځکه اوس نړیوالو مرستې مشروطې کړې دي او وایې چې داځل به افغان حکومت د پیسو په ترلاسه کولو کې نړیوالو ته حساب ورکوي . دملي وحدت حکومت مشران داسې کسانو ته اړتیا لري چې په نړیواله کچه د غلا مهارت ولري هم حساب کتاب ورکړي او هم نا امنئ جوړه کړي چې له رغانیزو پروژو څخه څارنه ونشي او هم ولسمشر او اجرایوي رییس ته د شتمنیو په راټولو کې ریښتینې او ژمن کسان وي .
دهغې موافقی له مخې چې ملي وحدت حکومت یې رامنځته کړی دواړه ټیمونه هڅه کوي چې پنځوس پنځوس ترلاسه شي که څه هم په لومړیو کې د ولسمشر اشرف غني ټیم غوښتل چې دحکومت اکثریت له ځان سره ولري او ښودنه وکړي چې دا حکومت د رایو پربنسټ رامنځته شوی دی. خو بیا د اجرایوي چارو مشر دوهم مرستیال وویل چې هرڅه پنځوس پنځوس موافقه شوې ده .
ښاغلي محمد محقق وویل چې د موافقې له مخې وزیران پنځوس پنځوس ، معینان پنځوس پنځوس ، والیان پنځوس پنځوس ، سفیران پنځوس پنځوس او آن انتصابي وکیلان هم باید پنځوس پنځوس وي . اوس ملي وحدت حکومت معلومه کړه چې هرڅه پنځوس پنځوس دي کله چې د ملي وحدت حکومت په کابل کې دامریکا سفیر جیمز ګننګهم هم ته دخدای پامانئ پرمهال مډال ورکاوه ښاغلي اشرف غني ورته مډال نصب کړ او ښاغلي عبدالله یې کورتئ ورته نیولې وه . لدې ورهاخوا کله چې دواړه مشران د ناټو په غونډه کې د ګډون په موخه بروکسل ته ولاړل هلې بیا یوه د بل خبرې بشپړولې او پنځوس پنځوس یې وخت اخیستلو. دواړه د ناټو د سرمنشي ینز سټولنبرګ ښي او کيڼ لوري ته ولاړ ول او خبرې کولې . ښاغلي اشرف غني ویل چې افغانستان او ناټو ګډې ګټې لري او دافغانستان پرړواندې ناټو ژمنه ده چې د ترهګرئ له ګواښونو څخه اروپا او امریکا وژغوري، او هیله کوم داځل د ناټو دهوډمن ملاتړ په نوم ماموریت افغانستان او نړئ ته ثبات ور په برخه کړي.
د ملي یووالي حکومت د اجراییه چارو مشر ډاکټر عبدالله عبدالله بیا وویل چې القاعده اوس په هغه کچه کې نه ده چې د ۱۱ د سپټمبر پرشان پیښې رامنځته کړي خو افغانستان د نړئ دوامداره مرستې ته اړتیا لري . بلاخره دا کار یوڅه جوتوي هغه داچې نړئ ته افغانان دوه دوه مشران استوي او په دې سره به نړیوال هم تر خپل اغیز لاندې راولي دیو تن پرځای د دوو تنو لاسته راوړنې هم زیاتې وي او مرستو لړئ به هم کړندی شي. یواځینئ ستونزه یې داده چې نړیوال به د کوم یوه خبرې ته لومړیتوب ورکوي د ولسمشر محمد اشرف غني او که د اجراییه چارو مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ستراتیژي به دافغانستان لپاره مهمه وبولي .
دلندن کنفرانس کې هم دې ورته څیره لرله او دواړو مشرانو پکې ګډون کړی دی .
اوس خلک دا هیله لري چې لومړی باید دملي وحدت حکومت کابینه جوړه کړي او ددې پرځای چې بیا دخپلو شخصي موخو د ترسره کولو په هیله وي ژر ترژره دې ددغه ملت دې ناخوالو ته (چې هره ورځ په لسګونو کسان یې خپل ژوند له لاسه ورکوي او په لسګونو نور کسان یې د ۱ نیم میلیونو معلولو معیوبو له ډلې سره یوځای کیږي )د پای ټکی کیږدي. سرپرست وزیرانو د موجودیت له کبله نا امنئ زیاتې شوې دي .
افغانان هیله لري چې نور دې وزیران معرفي شي او دا د واک تشه دې چې د مشروع کابینې نشتوالی دی بشپړه شي د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان وایې چې که د ملي یوالي دحکومت مشران د واک په ویش سره جوړ نه راځي لکه څنګه چې نړیوالو ته وښوده چې په هره غونډه کې دوه دوه مشران خبرې کوي ، افغان حکومت له دوو محورو له نړیوالو سره معامله کوي .دوه دوه وزیران، دوه دوه والیان او دوه دوه معینان دې معرفي کړي څو دواړه کسان په حکومت کې خپل چارواکي ولري او هڅوک به هم خفه نه وي چې په کابینه وزیر نه لري.