د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پردۍ مرستې فولادي غاښونه او اوسپنیزه ګېډه غواړي

ابو دانیال 01.09.2012 17:14

په نوره نړۍ کې خلکو د خپل ذاتي احساس له مخې په خپلو ټولنوکې د ملي احساس ، ملي یو والي ، ملي ګټو، ملي خپلواکۍ او ملي بډاینې ته د خپلو خلکو پام ور واړاوه . د غفلت له خوبه یې را ویښ کړل . پر ښېګڼو، خوندونو او ارزښتونویې پوه کړل . او د لاسته راوړنو لارې چارې یې ور په ګوته کړې . انساني کدرونه یې د استعدادونو او وړتیاوو له مخې پرته له تبعیضه داسې و روزل چې لومړی یې پر خپلو ځانونو جوړولو کاروکړ، او وروسته یې د ټولنې پرجوړولو لاس پورې کړ . د پرمختګ اوپرمختللې نړۍ پرخوا یې ګامونه اوچت کړل . د زمري په څېر یې داسې احساس ورکړ چې تل یې د ښکار پرغوښو نور ور سره ماړه وو ، نه چې پرپاتې شونو او هډوکو یې د نورو ځناورو غوندې یو پربل کې خولې خښې کړې وي . هغوی خپل ملتونه ځواکمن او خود کفأ کړل . مشرانو ته یې خپله شړۍ تر پردي حریراو ورېښمو نرمه او پسته ښکارېدله . په سختو شرایْطو کې د قربانیو ورکولو پر مهال به یې د اولیت حق ځان او خپلو خپلوانو ته ور کاوه او د مرګ ژوبلو په لومړۍ کرښه کې به ولاړ وو . ولې ددې پرخلاف به یې د امتیازاتو پروخت د لومړیتوب حق بېوزله ، غریب ، یتیم مساعد او مستعد صادق وطنوال ته ورکاوه . داسې کار یې هېڅکله هم نه کاوه چې پلار یا کوم بل خپل خپلوان به یې د قدرت پرګدۍ پرته د ملت له خوښې او استازیتوبه د پردیو له خوا ور کېنول شوی وي ، او له واک څخه پرناوړه ګټې اخیستنې سره ددوی د کورنیو اړوندو بې بندو باره اوباشانو ته د لوړو زده کړو زمینې برابروي ، او د ملت نورو بې واسطې اولادونو ته یې د هرډول بندیزونو فلترونه په هره اداره کې نصب کړي وي ، ترڅو اصیل وطنپال بچیان د سواد او زده کړې له خدای ور کړي نعمت څخه محروم او په لوی لاس یې ورانکاریو او ملېشه کېدو ته اړکړي . زه یقین لرم چې که د تعلیمي پروژو شمېر ددغه ډول کینه کښو او حسودو چارواکو پرخپلو خپلوانو پوره کېدی شوی ، نو بل هېڅ افغان به د تعلیم څکه هم نه وی ترې کړې . په نړۍ کې چې کوم خلک د نظام او قانون څښتن شوي . هغوی خپل نظام ، خپلوخلکو ، خپل قانون او خپلې خاورې ته د زړه له اخلاصه درناوی درلود . خو په دوی کې ځینو داسې نظام ، داسې قانون ، داسې ستراتیژۍ او داسې پلانونه هم ورته جوړکړي چې د رعیت اوملت ترمنځ یې په پرسخولیرې د بې باوریو واټنونه او فاصلې د اعتماد او یو پربل د ویسا په کچه سره را لنډې کړې او تړلې دي .مرکزي واک او سرحدي لیرې پرتې سیمې یې د متوازن عدالت او انصاف په قانوني عمل یو له بله سره تړلې . او د انساني ریښتیني ملاتړ په نتیجه کې یې د خواخوږو رهبرانو او مشرانو په څېرپه پراخه انساني هستۍ باندې هم فرمانونه چلېدلي دي .  مګرد ځینو د واک اوځواک لمنې بیا د ټولې نړۍ پرمخ داسې غوړېدلې چې آن دنازاوکرېشموله سلاطینواوشهزاده ګانوڅخه هم باجونه خراجونه اوجزیې په کې را ټولوي . او په حکمتي علم حاصلولو سره یې داسې تکنالوجیکي پښې او وزرې پیدا کړې چې پرمټ یې نن د فلک په کهکشانونو کې د انساني او نباتي ژوند ، او د ځمکې په ژورو کې د خورا بډایو زېرمو څرک لګوي . وچه ،  بحر او هوا یې ټول تسخیر کړي . چې چېرته یې انساني تمدن ، علم او پرمختګ تر شا په کې پرې اېښی ، او چېرته هم ورانې ویجاړې د ژوند کولو ضد اتومي کنډوالې .
خو د افغانستان د برخلیک او پېښلیک په هېندارو کې بیا پورتنی ټول تصویرونه سرچپه ښکاري . ځکه چې کله د تمدن د کاروانونو قافلې له غرب نه شرق ته ، او له شرق نه غرب ته پر دې خاوره تېرې شوې ، او د نا آشنا تمدنونو د تړاو او پُل په څېر یې له پېړیو را هیسې کار ترې اخیستی . ښکار یې په کې کړی . د کوه نور د الماسو په څېریې ډېرلرغوني توکي او ځمکنۍ زېرمې ترې غلا کړې . ګټې یې هغوی له ځانه سره  یو وړې . خو په بدل کې یې افغاني او اسلامي اصیل تهذیب او ثقافت په خپلو مردودواوغیرانساني دودونو رواجونو په قصدي ډول په کې وځپل . وارداتي کلچرونوته یې وده په کې ورکړې . ملي خوځښتونه اوملي قیادتونه یې  د ملي نما او دین نما کاذبو ، مزدورو او مصنوعي عوام غولوونکو معامله ګرو قیادتونو د را منځته کولو په پلمه له منځه په کې وړي . او د مرګ ژوبلو، خواریو ، درپه دریو ، بې نظمیو، ځان ځانیو ، او له عامه انساني متمدن کاروانه د شاته پاته کېدو میراثي تقدیر او برخلیک  ته یې تل افغانان او افغاني جغرافیه یواځې پرې اېښې ده . چې موږ ددې خبرې د ثبوت له پاره لاندې بېلګې په ګوته کولی شو :
له سکندرمقدوني را نیولې ترامریکا یی یرغلګراو نیواک ګر ځواک  پورې افغانستان ته چې هر زبر ځواک را غلی پرته له ورانیو، ویجاړیو، ظلمونو او چورتالان څخه یې نورهېڅ شی افغانانو ته په میراث نه دي پرې اېښي .
ما د باګرام ؤلسوالۍ اړوند د سیادو سیمې د پله پرسرد سکندر مقدوني د جنګي پلان جوړولو قرارګاه په خپلو سترګو لیدلې چې د یرغل د قو ماندې ځای یې د حال په ژبه د بېوزلو او بې دفاع افغانانو د مقاومت او له خپلې خاورې څخه ددفاع په وړاندې شاهدي ورکوي .
د صوف درې مغارې مې لیدلې اوهلته چنګېزخان د هلاکو د کسات او بدلې اخیستو بې شمېره نمونې ترشا پرې اېښې چې د خپلوکالبوتونو د مظلومیت کیسه په تاریخي مشهوده ژبه راتلونکونسلونو ته تېروي . هغه کیسه چې د چنګېز د قهر اوغُصّې په بدل کې آن څارویو هم خپل سرونه په کې خوړلي او د افغانانو ټولې انساني رغونې پرته د رستم له تخت څخه په کې د اور خوراک شوې دي .
غزنویان چې په اصل کې د خپلو دیني او ملي اعتقاداتو پر مټ  پرزابلستان ، ټول افغانستان او بر صغیرباندې واکمن شول . د خپلې بُت شکنۍ بخت یې پرسومنات و آزمایه ، خو بُت پرستانو د غزنويانو له توحیدي سلطې څخه د خلاصدو په تمه د استکبار لمن نیولې وه . کله چې د غزنویانو د واک لمن نوره ور ټوله او د غزنوي امپراتورۍ  د زوال وخت را ورسېد ، هغه مهال هم پرته د سلطان محمود غزنوي او سلطان مسعود غزنوي له روضو څخه د نورو ټولوغزنوي شاهانو هدیرې او قبرونه د استعمار په دستور د جهان سوزانو په لاس له هډوکو او ټولو تاریخي افتخاراتو او لاسته راوړنو سره وسوځول شول .
ګورګین هم پرخپل وخت د ظلمونو ټولې بېلګې پرافغانانو باندې تحمیل کړې وې . هره ورځ به یې د افغانانو( دوه سېره ) پزې ، غوږونه او شونډې پرې کولې او سترګې به یې ترې ایستلې ، چې آخرد یوه افغان سوداګر( حاجي میرویس خان) په لاس ګورګین او د هغه ( شل زره ) پوځ یو ځای ټول تباه او برباد او د اصفهان د شاهانوتاج د مظلومو افغانانو پر سر کېښودل شو . ولې متأ سفانه چې په (۲۳) کالو کې د هغه ملي قایْد پرقلمرو باندې هم د ایراني استعمار د دسیسو او توطیْو خپسه ورکېناسته ، او د میرویس نیکه ملي افتخاراتو ، د ملت له متن او بطن څخه را ټوکېدلي خود جوشه ملي قیادت  او لاسته راوړنو ته یې د پای ټکی کېښود .
احمد شاه بابا هم په لومړي سر کې د نادر افشار له اړخه را وؤت ، خو ډېر ژر یې ملي قیادت خپل او دې خاورې ته یې ډېر ستر خدمتونه وکړل . ډېر افتخارات یې افغانانو ته په میراث پرې اېښي . که څه هم په ظاهره د ایران اړیکې له سدوزي کهول سره هغه وخت ښې برېښېدې ، خو په پټه کې یې د ملي او افغاني روحیې ضد لمسونې هم کولې . هغه مهال ایرانیانو له انګرېزانو سره پټ روابط ددې د پاره  لرل چې انګرېزانو د اېرانیانو په مرسته په برطانوي هند کې د احمد شاه بابا واکمني ختمول غوښتل ، او ایرانیانو د انګرېزانو په مرسته د ګورګین کسات او بدله د ځینو افغاني جاسوسانو په لاس له افغانانو اخیستله ، پیسې د انګرېزانو وې ، او دستور د ایرانیانو . ځکه خو ایرانیانو ځینې افغانان د شاه زمان په وړاندې را پورته او په هرات کې یې لانجې ورته جوړې کړې ، د احمد شاه بابا د امپراتورۍ زوال له همغه ځایه پیل او ترننه پورې یې افغانان د غم په ټغر کېنولي . د افغان خاورې د ناروا تجزیې ناروا سندونه یې پردیو ته په پټه په لاس ورکړي ، ناروا معاملې یې ورسره کړې او د افغانستان ملي قیادتونه یې د ډول ډول توطیْو په نتیجه کې په نطفو کې د پردیو پرمټ خنثی کړي . صرف افغان ټبر یې د کرښې دواړوغاړو ته په پردیو باندې ځپلی ، او د خپل قراردادي واک موده یې په میراثي ډول په دې خاوره کې پرې اوږده کړې ، عیاشۍ ، غلاګانې او قتلونه یې کړي دي . د غیر منقولوملکیتونو شرعي او قانوني وثیقې یې د خپلو خپلوانو په نومونو په کې جوړې کړې . ځکه دوی له پېله د خپل واک ، ځواک ، غلاګانو، اوعیاشیو د دوام  له پاره تل د استعمار لمن نیولې اود افغانستان اوافغانانو برخلیک یې له اړودوړ، خپلمنځي اختلافاتو.هجرتونو، بندونو، مرګونو، ژوبلو، درپه دریو ، بېسوادیو او له واکه  لیرې ساتلو سره تړلی .
انګرېزانو لومړی په (۱۷۹۳) میلادي کال کې د شاه زمان د حکومت پرخلاف پروژه پیل او هغه یې ړنګ کړ . ځکه چې شاه زمان د تیمورشاه په زامنو کې یوه مخلصه او ملي څېره وه ، خو د ایرانیانو او انګرېزانو نه خوښېده .
بیا یې په (۱۸۹۳) میلادي کال کې د دېورنډ معامله وکړه . او پښتون ټبر یې د خپلو شومو اهدافو له پاره پرسینه باندې نیم کړ .
وروسته یې په (۱۹۹۳) میلادي کال کې د نجیب او مجاهدینو حکومتونه ړنګ کړل .
په (۲۰۹۳) کال کې به بیا بله خطر ناکه پروژه پیل شي .
 لنډه داچې پس له هرو سلو کالوغرب په افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې داسې ګامونه پورته کوي چې هېڅوک یې د مخه تصورهم نه شي کولی .
لنډه داچې اېرانیانو، انګرېزي ښکېلاک او د وزیر فتېح خان ځینو زامنو په ګډه افغانستان او افغانانو ته په دغه تاریخي جنایتونو او ملي خیانتونو کې ونډه لرله . ځکه که د ګندومک معاهده له انګرېزانو سره شاه شجاع امضأ کړه ، خو عبدالرحمن خان هم په شاه غاصي کلا کې د ډېودنډ معاهده ورسره لاسلیک کړه . امیردوست محمد د خپل دروازه بند  واک  له پاره د خپل زوی وزیرمحمد اکبرخان پرخلاف له انګرېزانو سره معامله وکړه . حبیب الله کلکاني او نادرخان دواړو د امان الله خان پرضد له انګېزانو سره داسې معامله وکړه چې حبیب الله کلکانی یې کټ مټ لکه د طالبانوغوندې استعمال کړ، او په پای کې یې نادر خان له فرانسې څخه پوخ پرتخت ورکېناوه . خو انګرېزانو له امان الله خان او افغانانو څخه خپل کسات له دې لارې واخیست ، ځکه دا هېواد یې د پیرانو او حکومت په ګډ ایتلاف او یو د بل په ملاتړ کې پوره (۴۹) کاله وږی ، احتیاج ، بې تعلیمه ، له هرڅه محروم ، بیده  او له نورې نړۍ څخه لیرې پرې وساته .
کله چې دروسانو د مداخلو له امله پرظاهر شاهي میراثي حکومت باندې فشار زیات شو . نو په کورني واک کې یې داسې خلکو ته هم لږ برخه ورکړه چې هغوی له پخوا نه له انګرېزانو سره ښې دوستانه اړیکې لرلې . اود داؤد خان پرځای ډاکټر ظاهر لغمانی صدراعظم وټاکل شو . د دیموکراسۍ په همدغه لسیزه کې د ښي اړخو اوکیڼ اړخوګوندونو ترمنځ د عقیدو او مادیګریو په نامه توپانونه پیل ، اود ګوندي مسابقو په دغه اتلولیو کې ظاهرشاهي پرداؤد شاهي باندې واوښتله . ماده پرستانو ځالې په کې وکړې ، خو ملت ورسره نه ؤ ، او په پاې کې د یحیی د کورنۍ وروستي واکمن هم خپل سرپه کې وخوړ . روسانو نظامي او سیاسي مداخله وکړه ، او مسلمان ملت پرته له جهاده بله لار ونه لیدله . خو خبر نه وو چې دوی د صلیب هغو پخوانیو سنګرونو ته مهاجر شوي او پناه یې ور وړې ده چې ډېر له وړاندې یې د کسات او بدلې په زړه کې ور ته ساتلې وو . خودغه زړو دښمنو ته هېڅکله داسې پلمه په لاس نه وه ورغلې لکه د تېرو درې نیمو لسیزورا هیسې یې چې افغانان د کفر، اسلام ، ملحد ، اخواني ، ملا ، پاټکي ، ټوپکسالار، جنګسالار، طالب ، تکنوکرات ، القاعده ، مافیا ، ترهګر، قاچاقچي ، پښتون ، تاجیک ، ازبېک ، هزاره او ترکمن  په نومونوپه خپلو کې سره وجنګول . په داسې حال کې چې دغه ټولې برنامې غربیانو د افغانانو د پاره په خپل ستراتیژیک پلان کې دمخه ځای پرځای کړې وې او افغانستان یې آګاهانه اشغال کړ، نه په اتفاقي ډول . داسې اداره یې په کې را منځته کړه چې له سره په افغانستان کې تردې ناولې ، ناکاره ، بدمرغه ، مافیایي ، غله ، رشوت خوره ، اختلاس ګره او د افغاني کلتور ضد داسې اداره او حکومت د ځمکې پرمخ چا نه لیدلی او نه اورېدلی ؤ . . داسې اداره چې دا لس کاله غټ پُستونه په اجاره او قرار دادي شکل په کې پلورل کېږي ، د وړ او سپېشلېست په نومونو کلیدي پُستونه پرجعلي اسنادو هغو دوه تابعیته افغاني جواریګرو ته ورسپاري چې هغوی د چور او غلاګانو خپل خپل ټېمونه په کې جوړ کړي ، او داسې کسان په کې پردندو ګومارل شوي چې پر یو وخت له (۴۹ ) استخباراتي اېجنسیو او چینیلونو سره ملي ضد کارونه تر سره کوي . ترڅو په کارپوه ، تجربه کار، تعلیم یافته ، او له ټولو ملي او بین المللي نورمونو آګاه اوخبیرمسلکي پردین او وطن مین افغانان له دندو او واکه پرې لیرې کړي . چې تراوسه پورې یې د اصلاحات اداري له لارې همدغه ډول کارونه تر سره کړي هم دي . استعمار پر همدغه ډول خلکو باندې په افغانستان او سیمه کې جنګ جګړې جاري ساتي ، هغه قومونه چې استعماراو استکباریې له تېربرم اوعظمته په تاریخي لحاظ خبردﺉ ، پر استعماري ځواکونو په مرګ ځپي ، لږه کي معامله ګر تقویه کړي . ادارې ، فرهنګ ، جوماتونه ، مدرسې ، مکتبونه ، زراعت ، صنعت ، تجارت ، مارکېټ ، تولید ، ملي پولیس ، ملي اردو ، بیا رغونه ، اخلاق او افغاني معاشره یې ټول مسخ کړي . د راتلونکې له پاره پر افغان دولت داسې درانه قراردادونه لاسلیک کوي چې ملا د ملت او راتلونکو نسلونو پرې ماته شي ، او ګته یې مسلکي اومعامله ګرغله چارواکي اواشغالګر قووتونه یوسي . اشغالګرو زبرځواکونو په افغانستان او ټوله سیمه کې همدغه ډول پروژې پرلاره اچولې دي . چې د خپل هر پوځي او سیاسي ګام له پورته کېدو سره سم داسې قراردادي حکومتونه منځته پرې راولي چې هغوی له ټاکلي وخت سره سم یوازې د چپاولګرو ځواکونو ګټې خوندي وساتي ، ځکه اشغالګرو ته خپلې ګټې اوخپلې غلاګانې مطرح دي ، نه د افغانستان او سیمې خلک ، او د هغوی نظام او معاشره او ښه راتلونکې . هرڅوک چې ددوی ګټو ته کارکوي همغه خلک په څنګ کې ور سره ساتي ، او نور په مختلفو نومونو ور ته وهي او ټکوي یې .
اشغالګرځواکونه افغانستان او سیمې ته د طبیعي زېرمو لوټولو له پاره راغلي ، او دا زېرمې سل یو نیم سل کاله وخت غواړي . دغه ځواکونه به په افغانستان او سیمه کې ترهغو پورې پاتې وي ترڅو دا زېرمې ټولې لوټ اوغلا کړې . نو په افغانستان او سیمه کې به هم ترهغو پورې هغه استعماراو استثمار ضد فکرونه او حرکتونه په نطفو کې ور وژني چې محض د اشغالګرو کاروان ته په چپ ور وګوري . ځکه دوی له بل هېڅ شي وېره نه لري ، وېره یې یوازې له ملي اوعقیدتي پاڅونونو ده . چې اوس مهال پرهمدغه دواړو اړخونو استعمار او استکبار ګونډې ور وهلې دي . نن د ملي اوعقیدتي شعارونو خولې په ډالرو ورډکې دي . چې په بدل کې یې د عقیدې ارادتمندانو ته انتحاري واسکټونه ، او ملي ګرایۍ ته یې د فحاشت ، غلا ، اداري فساد ، اختلاس ، قاچاق ، مافیایي لباس او لنګوټې ور تړلې دي . چې په دغه مزدورانه واک کې یې کورني عایدات او بهرنۍ مرستې ټولې وخوړلې .
خو زه وایم چې دغه پردۍ مرستې هم داسې خوشې په خوشې نه دي . ځکه پردۍ مرستې روغ فولادي غاښونه او د زنګونو ضد اوسپنیزه ګېډه غواړي . ځکه موږ ولیدل چې د لېبیا ، مصر ، یمن ، سوریې ، عراق ، فلسطین ، لېبنان ، افغانستان او پاکستان پخوانیو او اوسنیو مشرانو هم دغه ډول مرستې خوړلې دي او خوري یې ، خو د چا ژامې په کې ماتې شوې ، څوک په خپله په کې پای نېغ او و چاودل ، او د چا نکاح شوې ښځې په کې ولاړې . څوک په محاکمو کې توقیف دي ، د چا کورنۍ او اولادونه همدا اوس ګرو ګان کېنول شوي او ور ته وایي چې یابه زموږ پرګټه زموږ په قو مانده جنګېږې ، او یا به دې پر ناموس باندې تېری درکوو او بهرنیو ځواکونو ته به دې سپارو . چې په دوی کې څوک د بمونو او چاودنو خوراک شول . د چا یې د لسګونو کلونو ملګرتیا ورختمه کړه ، خپل ؤلسونه یې پرې را پورته کړل ، پرې ویې وژل او محاکمه یې کړل . چاته په خپله د چاړه په لاس قصاب په څېر ولاړ دي او ور ته وایي چې نصب او عزل دې زما په لاس دي ، یا به مې امر منې ، او یابه لرې کېږې  وژل کېږې . ځکه ستا په وژلو کې زما ټول پټ رازونه خوندي کېږي .
که موږ ریښتیا افغانان او ددې خاورې وارثین ځانونه بولو ، نو څه چاره په کار ده چې له دې خود کرده ملي او نړیوال ناورین څخه ځانونه په ګنډلي ګرېوان خلاص کړو ؟
زما په آند خو باید داسې ملي یووالي چې په هغه کې د زړه اخلاص ، یو پربل پېرزوینه ، فکري ، سیاسي ، فزیکي ریښتینی حضور، پخه اداره ، خود جوشه سالم بشپړافغاني قیادت او مدیریت ، اوغښتلی ملي ملاتړموجود وي چې آن د مور له رحم څخه تر زانګو ، محیط ، مدرسې ، جومات ، پوهنتونونو او دفترونو پورې سالمه فکري روزنه خپلو اولادونو او راتلونکو نسلونو ته په کې ورکړو ، تر څو پر مټ یې سالمه افغاني ټولنه جوړه او په خپله اراده خپله خاوره ، خپله هوا ، خپله شتمني ، او خپل ملي او بین المللي حقوق پرې ژوندي او خوندي وساتواو وده ورکړو . هلته به د سیالانو په کتار کې ځانونه شمارو چې د چپي او انحرافي پوچو مفکورو او خیالونو پردي فرمایشي فرمانونه عملي کېدل له خپلو کوپړیو وباسو . یوازې افغانستان اوافغانانو ته کاروکړو . ترڅوافغانستان او ټول بشریت ته د خدمت کولو جوګه شو . همدغه د حل یوازینۍ لاره ده او بس . ځکه که په توطیْو، معاملو، زدو بندونو ، اجاره داریو او نورو مافیایي انډیوالیو دا چاره ترسره کېدی شوی ، اوس به دا وړۍ لا دمخه شړۍ شوې وای . ځکه سیمه ییزو او نړیوالو استعماري ، استکباري ، استثماري او استخباراتي ځواکونو پرهمدغو ملي ضد کړیو کې له پخوا را هیسې ډېر ژور کارکړی ، پرهغوی باندې یې مصرفونه کړي ، او خورا ژورې اړیکې او رېښې یې په کې غځولې دي . چې موخه او دنده یې یوازې د ملي نظامونو منحرفول ، مسخ کول ، تخریبول ، ملي یوالی له منځه وړل او ړنګول دي ، ترڅو په افغانستان او سیمه کې  ښکېلاکګرو او ځبېښاکګرو ته د پاته کېدو او دوام پلمې پرې برابرې کړي . نه دا چې دا هېواد پرخپلو پښو ودروي ، پر مخ ولاړشي او سیمه او نړۍ ورسره آرامه شي . ځکه که د ځمکنۍ خاورینې کرې دغه حریص عناصرپرټوله شمسي منظمه او ټوله هستۍ باندې هم د تسلط او تسخیر واک ومومي ، بیا به هم  دوی ترهغو پورې وږي ، نا آرامه او د نورو نظامونو د تسخیر په لټه کې وي تر څو چې خولې یې له خاورو ډکې شي .