د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د استخباراتي اېجنسیو جال پرکومو سیموغوړېد لی ؟

ابو دانیال 12.05.2012 15:54

په ټوله نړۍ کې په تصویري ، غږیزو او چاپي بڼوسره  د د وو مختلف الجهته فکتورونو ( په هراړخیزه پرمختللی تېکنالوجۍ سمبال تمد ن ، او پرمختللې اتومي وسلو سمبالې تباه کوونکې جګړې ) ګنګوسې او خطرهره ورځ د خلکوترغوږو او سترګو ور رسېږي ، چې دې د واړو خپلسرو فکتورونو د انساني هستۍ د تفکراند ېښنې  له امید ونو ، او نه هیلیو سره  تړلې دي . په امید ونو کې یې هم خلکو خپل سرونه او مالونه  وخوړل ، او په  نه هیلیو کې هم . او دا یو داسې حالت دﺉ چې سړی هغه نه منلی شي ، او نه یې رد ولی شي . ځکه  د تمدن او جګړې د واړو مراندې ( واګې ) د ګوتو په شمار د څو داسې هېواد ونو په لاس کې دي چې د نړۍ د متنازع فیه سیمو جغرافیوي او سیاسي برخلیک د خپلو ملاتړو جاسوسانو پر مټ  په خپله خوښه ور ته ټاکي .
کله چې نړۍ له د وهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته  د وه قطبي ا و یو د بل په وړاندې سره ښکرپه ښکرشوه ، او په مېلیونونو خلک د نړیوالې امپراتورۍ جوړولو په تمه په کې ووژل شول . او په دغه جګړه کې آن د اتومي اتلولۍ په کچه د ځینوختیځواسیایي سیموفزیکي جوړښت په کېمیاوي نېستۍ بد ل شو . خو سړه ( لفظي ، کتبي ، فرهنګي او رواني ) جګړه یې یو د بل په وړاندې په  ټوله اسلامي نړۍ او ځینو نورو داسې هېواد ونو کې پیل کړه چې هرې سیالې خوا به د خپلو سترا تېژیکو ګټو خوبونه  په کې لید ل . دغې جګړې (۵۰) کاله د وام وکړ چې د نړیوالو استخباراتي کړیو د کارګاه وو تانستې او جالونه هم د د وی د خپلو جوړو کړیو استخباراتي ، اقتصادي او پوځي ستراتیژیو له مخې په کې  وغوړېد ل .
 د افریقې په ځینوشمالي او شرقي هېواد ونولکه تونس ، مراکش ، الجزایر، لېبیا ، سوډان او مصرکې روسانو، فرانسویانو ، انګرېزانو ، اوامریکایانو ګډ ه تخم ګزاري کړې وه . خو په جنوبي افریقا ، سعودي عربستان ، یمن ، عراق ، منځني ختیځ او جنوبي کوریا کې امریکې ، او په ایتوپیا (حبشه ) ، سوریې ، منځنۍ آسیا هېوادونو، افغانستان او شمالي کوریا کې روسانو خاصې فکري اډې جوړې کړې وې . ولې په پاکستان او ایران کې امریکا ټولټال (۵۰) کاله بوخته وه .
خو کله چې روسانو په افغانستان کې ځینې روسي پلوه مشران د خپلې مستقیمې پوځي مداخلې له پاره یو پربل پسې ووژل . روسانو افغانستان ته هم د منځنۍ آسیا په څېر کتل . خو په افغانستان کې یې داسې ماتې وخوړه چې د منځنۍ آسیا هېوادونو هم له افغانستانه په الهام اخیستو سره د امریکایي او انګرېزي استخباراتو په لارښوونه او ملاتړ له روسیې څخه خپله آزادي وغوښتله ، او ور سره جوخت امریکې په منځنۍ آسیا هېواد و کې  د یو نیکال په څېر د خپلو (۷) استخباراتي لویو کمپنیو په واسطه سترې پانګونې وکړې ، اوهلته یې داسې لوی ارتباطي اواقتصادي سنټربولټ تشکیل کړ چې  له دې لارې یې په ټوله عربي نړۍ او خلیجي هېوادونو کې دعربو پسرلي په نوم له اټکل نه هم ورآخوا داسې خوځښتونه را وپارول چې په هغو کې امریکا پلوه زاړو نظامونو هم خپل عمرونه په کې وخوړل  او ونړېد ل . له غربي استخباراتي کړیو سره بند و کورنیو پاڅونونو د اړوند و نظامونو کړۍ سره وشلولې . د عامو خلکو له خولواو ستر ګو یې د څوکالو د سکوت وهل وشوې ټاپې لېرې کړې . د سیمه ییزو میراثي ملوک الطوافیو د اقتد ار طلسم یې د زر ، زور او تزویر په څټک ور مات کړ . ځینې واکمن یې د زندان د تورو تمبو تر شا په ناڅرګند حالت کې پرته له برخلیک مالومېد و ولوېد ل ، ځینې یې په دار وځړېد ل ، ځینو نورو بیا هماغه د کمون اولیه  د مغارو ډ برین ژوند خوښ کړ، او ځینې نور یې بیا په جنګ مغلوبه کې له منځه ولاړل . خو دا ، او د ېته ورته نورې ټولې هغه کړۍ چې له بهره پرخپلو ملتونو باندې د اړوند و ملتونو له خوښې پرته  د پرد و په لاس ور تپل شوې ، او نصب اوعزل یې له بل پلوه دﺉ ، هغه ټول د اړوند و پروژو له خلاصېد و سره سم په مختلفو طریقو او پلمو له منځه وړل شوي دي .خو دغه ډ ول کارونه استکباري قووتونه ځکه کوي چې په اړوند و سیمو کې د د وی د پټو استخباراتي جالونو نور پټ دامونه او لومې  تر وخت مخکې نړۍ ته افشأ نه شي .   
اوس چې د اسلامي نړۍ په سترا تیژیکو هېواد و کې دغه د مخه پلان شوې نوبتي جګړې  روانې دي ، د راغلو پرد یوغد یو موخه په کې داده چې له یوې خوا ددغو هېوادونو د ځمکنیو طبیعي زېرمو خام مواد د غربي پانګوالوپر مټ غلا ، او اسلامي نړۍ د تل له پاره له اقتصادي پلوه فقیره او نورو ته اړکړي . له بل لوري پر دې وتوانېږي چې د آسیایي بانک او شانګهای سرمشریزه د فقر له لارې سره تیت پرک کړي ، ترڅو د غربي نړۍ سترو صنعتي هېواد ونو د خامو مواد و سرچینې ، او د د وی د پخو مواد و مصرفوونکي مارکېټونه ورک نه شي .
خودا یوه داسې نړیواله خونړۍ پروژه ده چې د نړۍ د سترو صنعتي هېواد و اجرأ یي او جبري مد یریت همدا اوس د متحد ه ایالاتو په لاس کې دﺉ . د امریکا متحد ه ایالات  د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته په دې تکل کې دﺉ چې تر خپل واک لاندې یو قطبي نړیوال نظام جوړکړي . خو د روسیې اوسني ؤلسمشر پوتین دا څو کاله لګیا دﺉ  د امریکا په مشرۍ د ناټو په وړاندې پر چین ، هند ،  ایران ، سوریې ، شمالي کوریا او د افغانستان پرد وو شمالي ګاونډ یانو (تاجیکستان او ازبکستان ) سر بېره د اروپایي اتحا د یې ځینې هېواد ونه لکه فرانسه ، ایټالیه اوجرمنی هم له ځانه سره ملګري کړي . چې دا د امریکا اوسنۍ سر مشرېزې ته خپله یوغټ ګواښ دﺉ .
کله چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان او امریکې د متحده ایالاتو د ؤلسمشرانو ( حامد کرزي او آوباما ) تر منځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند مسوده په کابل کې لاسلیک شوه ، زیات غبرګونونه یې په وړاندې د ایران د سفیر په شمول را وټوکېد ل . کورنۍ سیاسي مخالفې کړۍ هم ترې واوښتې . او ښاغلي پوتین خو آن د شانګهای پرغړو هېوادونو غږ کړی چې ددې تړون په غبرګون کې به  یوه ستره غونډه په خپلو کې راغواړي .
امریکا په سیمه کې له خپلو کمپنیو پرته له بل چا سره پرقراردا د ونو خوښه نه ده . ځکه  د د وی قرارداد ونه به یاخو خوشې وي او یا د خاورو په بیه . له همدې امله ځینې هېواد و نه چې پخوا له امریکې سره ملګري وو ، اوس یې ځکه مخ ترې اړولی چې متحد ه ایالاتو په نړیواله ملګرتیا کې د رغلي ور سره کړې . ( ډ ېره ګټه یې ځانته  وړې ، اود ډ ېر تا وا ن حق یې خپلو کلیدي متحد ینو ته ور ایستلی دﺉ . ) که موږ لږ د عراق او افغانستان جګړو ته ځیر شو ، د یاد و هېواد و د ناحقه مرګ ژوبلو په بد ل کې ټوله ګټه یواځې امریکې او انګلیس وړې . د افغانستان او عراق  هېواد ونه یې لوټ او وځپل . د خونړيو ځناورو او پړانګانو په څېر یې د سیمې له خلکو یواځې ژوند اخیستې ، وینې یې ځبېښلې ، پستوغوښنو زېرمو ته یې پراته دي ، او د مرګ ژوبلو تاوانونه او د سبا ورځې ملامتۍ یې ورسره را غلي اروپایي حشرګړي ګالي . دا څنګه اروپا د ه  چې په پردۍ نامالومه استخباراتي  جګړه کې یې ځانونه ور ګډ کړي ، او خپل اولادونه په کې په لوی لاس وژني ؟ افغانان اوعراقیان خو مجبوردي . ځکه هېوادونه یې اشغال شوي . جګړه ور باندې تپل شوې . او د خپلې آزادۍ تر لاسه کولو له پاره له اشغالګرو سره جنګېږي . آیا اروپا یان د عراقیانو، افغانانو او نورو اسلامي هېوادونو تلپاتې کرکو، نفرتونو ، دښمنیو او د خپلو زامنو تابوتونو ته په انتظار دي که څه ؟  اروپا یان خو ځانونو ته د (۲۱مې ) پېړۍ ترټولو ځیرک ، متمدن ، هوښیار او پرمختللي خلک هم وایي . نو بیا ولې د پرد یو ګټو له پاره په پرد یو نامالومو استخباراتي جګړو کې ځانونه ښکېلوي ؟ په داسې حال کې چې پخوا اروپا په افغانستان کې د دیپلو ماتیکو او سوداګریزو اړیکو ډېر ښه ریکارډ درلود . خو متأ سفانه د اروپا اوسنیو نسلونو د داسې چا په خوله د خپل منل شوي ریکارډ تارونه په لوی لاس له افغانستان ، او ټولې اسلامي نړۍ سره وشول چې هغوی له پخوا څخه د خلکو په زړونو کې مرد ود پېژند ل شوي دي .
اروپایانو ته خو په کار دا وه چې له افغانانو سره یې پخوانۍ د وستي په د ښمنۍ نه وای بد له کړې .
امریکایانو او انګلیسانو له عراق څخه پربېلې شوې ټوټې (کویټ ) اواتومي پروګرام باندې د حملې له پاره پلمه جوړه کړه . لرغونی عراق یې ړنګ کړ. ټولې شتنمۍ یې ترې یووړې . بیا یې د شیعه ، سني او کردانو فرقه یي فتنه په کې را پورته کړه . او لوی عراق یې د دری توکړې کېد و له  خطر سره داسې مخ کړی چې سوریه ، ترکیه او ایران به هم خپلې کردي مېشتې ، سني مېشتې او شیعه مېشتې سیمې د اړوند و فومونو پر بنسټ په کې له لاسه ورکوي .
همداسې کټ مټ دوی په افغانستان کې هم همدغه د سمت پرستیو ، توکم پالنې ، ژپ پالنې او مذهب پالنې فتنې په لاره اچولې دي . او ددې کارترسره کولو له پاره یې خپل داسې کسان په افغانستان او عراق کې پرد ند وګومارلي چې د بوسینیا هرزه ګو وینا په ټوټه کېد و کې پخې تجربې او پاخه مهارتونه له ځانه سره لري . چې دغه امریکایي او اروپایي استخباراتي کړۍ کله نا کله د شمالي ټلوالې مشران هم ورغواړي ، او کله امریکایي سناتوران د لته افغانستان ته ور پسې راځي ، شمالي ټلوالې ته د فد رالي کېد و یا تجزیې پلانونه او د ستورونه ور کوي ، سیاسي او مالي ملاتړ یې کوي . او پر ؤلسمشرکرزي باندې د فشارد آلې په توګه کار ترې اخلي ، ترڅوکرزی د د وی ناروا او ملي ضد غوښتنو منلو ته پرته له څه افغاني قید او شرطه غاړه کېږدي . ولې پردې سترګې پټوي چې شمالي تلواله همدا اوس هم له روسانو سره خپله زړه د وستي پالي ، او د روسانو په مشورو پرمخ روان دي .
امریکا اوانګلیس په افغانستان کې داسې لوبه پیل کړې چې د پیسو په بد ل کې پاکستان ته وایي پر افغانستان باندې برید ونه کوه ، ترانزیتي لارې پرې وتړه ، زما اکمالاتي کتارونه هم د شک لرې کېد و په خاطرکله ناکله ورسره وهه ، د افغانانوترمنځ د سولې مخه ډ پ کړه ، د مخالفینو او پښتنومشرا ن ونیسه ، څه په بند کې واچوه ، څه امریکې ته ورحواله کړه ، اوڅه مړه کړه ، چې په تېرو څو کالو کې یواځې په پښتونستان خوا کې (۵۰۰۰ ) قبایْلي مشران پاکستان وژلي دي . اوځینوته یې وسلې ، مهمات او پیسې له همدغوامریکایي همیانیوڅخه ورکړې دي ، ترڅوهغوی په افغانستان کې هد في حملې ترسره اوجګړه د تعاد ل په حال کې همداسې د وا مد اره پرې وساتي . پاکستان په خپله د غه ډ بل بازۍ کې پرهمدې کارترسره کولو سربېره د افغانستان مکتبونه ، کلینیکونه او سړکونه هم ورونړول ، اوهمدا اوس په کراچې بند رکې د افغانستان د معارف وزارت په اند ونېزیا کې په لسګونو مېلیونه چاپ شوي د رسي کتابونه  په قصدي توګه بند پراته دي ، د د رسي کال نږدې د وې میاشتې تېرېږي ، خو زد ه کوونکي د رسي کتابونه ، د ښوونځۍ تعمیراو معلمین د پاکستان د تخریبي کارونوترسره کولو له امله نه لري . په ځینو هغو سیمو کې خو ښوونځي هم تړل شوي چې طالبان ورته په لوی لاس را اړول شوي دي . ځکه هغوی امنیت خراب کړی .  
خو د لته په افغانستان کې له هغه خواوو سره تړونونه کېږي چې خپله یې له وسلو او مهماتو ډ ک افغانستان اشغال ، بې ثباته او بې وسلې کړی دﺉ . روسي  زرهې دار او زرهي پوش ټانکونه ، بېرد م ، محاربوي ماشینونه ، رادار او مدافع هوا سیستمونه ، ( بي پس لګد ) ، ( ډي سي ټوپونه ) ، جنګي چورلکې او جیټ الوتکې ، او نور جنګي سامان آلات یې ترې ټول ، او له منځه یووړل . خو پرځای یې  افغان عسکرو ته همغه روسی کلاشینکوف او امریکایي پپشې  ورکړې چې هېڅکله به هم د اتوم لرونکو ګا ونډ یانو د پوځي یرغلونو مخه پرې ونه شي نیولی . له بل پلوه یې افغان روزل شوې مسلکي اردو ړنګه کړه ، حربي  او هوایي پوهنتونونه اصلاً د رک نه لري . او پرځای یې  د څو میاشتو او څو اوونیو روزل شوي عسکر د رولي دي ، چې  په هېڅ پوځي کیفیت  برابر نه دي .
له بلې خوا سالمه ، له رشوتونو او اختلاسونو پاکه اداره هم په تېرو لسو کالو کې منځته را نه غله . په هر وزارت کې مافیایي کړیو لاسونه بند کړي . ټول اداري واحد ونه په خپلو منځو کې سره وېشل شوي  . اوحکومتي تشکیلات ټول پرته له وړتیا ، صداقت اوقانون څخه په معاملو، خپلولیو، انډ یوالیو، مشارکتونو او ایجاره داریو ولاړ دي . په ټولو حکومتي ادارو کې باید د سر لومړی نمبر کس د امریکې ، او دوهم او درېیم نمبر کسان یې د انګلیسانو او کاناډا په خوښه  ځای پرځای وي . خو په دوی کې د ګاونډ یانواود سیمې د نورو هېواد ونو لاسونه هم  ترشا نه دي تړلي ، هغوی هم خپل خپل کسان په افغان  ادارو کې لري ، چې د اړتیا پر وخت د حکومت د مهمو ملي پرېکړو پرضد کارترې اخلي .
د افغانستان  ګاونډیان او د سیمې  نور هېوادونه هم داسې  خود جوشه حکومتونه نه لري چې چارواکي یې د خپلو ملتونو له متن او بطن څخه د خپلو ملتونو په خوښه ټاکل شوي وي . د هغوی عزل او نصب هم د پردیو اېجنسیو له خوا تر سره کېږي ، او په خپلو ادارو کې هم داسې کسان پر دندوګوماري چې پر یو وخت له (۱۶) استخباراتي اېجنسیانو سره تودې اړیکې لري .
همدلته ده چې کله پرهغوی باندې له کومې خوا د نېستۍ زلزله را شي ، خپل ملتونه یې د ژغورلو له پاره تر څنګ نه ورسره د رېږي ، او په واک کې له پاتې کېد و څخه یې پردې خوشحاله وي چې هسې ژرلرې شي .همد لته ده چې د قد رت له خلأ څخه پراستفادې زبرځواکونه په کا وا که بې مد یریته زېرمه لرونکو سیمو کې  استخباراتي جالونه غوړوي ، د خپلو ګټو له پاره په کې په خپل زړه تو طیْې ورته جوړوي او رژیمونه په کې د خپل ځبېښاک له پاره سره اړوي را اړوي . اسلامي نړۍ په تېره افغانستان نه پرېږدي چې په خپله خوښه د خپلو خلکو په آزاده اراده خود جوشه حکومتونه جوړکړي . ځکه چې د اسلامي نړۍ د حکومتونو واک  د بل په لاس کې دﺉ .