د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوی افغانستان د اشغالګروقبرستان

ابو دانیال 15.05.2012 00:02

په دې خو د ټولې د نیا واړه او زاړه ، نر او ښځې ، خبر دي چې لوی افغانستان  د نړۍ یو تر ټولو لرغونی هېواد دﺉ . دا هېواد که څه هم د آسیا په زړه کې پر وچه پروت دﺉ ، خو سمندري لاره د وخت نړیوالو اشغالګرو ځواکونو داسې ور باندې تړلې چې ځینې برخې یې د خپلو موخو تر سره کېد و له پاره د زد و بند ونو او ناروا نا قانونه معاملو په صورت کې پېړۍ مخکې ترې بېلې کړې دي . خپل شوم هد فونه یې په کې تر سره کړي . د وی په خپله مخه ترې ایستل شوي او سیمه ییزې لا ینحلې لانجې یې په کې تراوسه  پورې د لوی افغانستان او لوی هند وستان ، لوی افغانستان او ایران ، لوی افغانستان او تاجکستان ـ ازبکستان ـ ترکمنستان ، هند او پاکستان ، ایران او پاکستان ، ایران او کرد ستان ، ایران او آذربایجان ، پاکستان او بلوچستان ، سند او پنجاب ، پاکستان او پښتونستان ، کشمیر او پاکستان ، کشمیراو هند وستان ، بنګله د ېش او پاکستان ترمنځ همداسې ککړې ترشا پرې اېښې دي .
افغانستان چې له یوې خوا دغربي نړۍ او لیرې ختیځ  ترمنځ په اقتصادي او سیاسي لحاظ تر ټولو ښه سترا تیژیک  موقعیت  اوجیو پولیټیک  حیثیت  لري . له  بله اړخه  د ډ ول ډ ول طبیعي ځمکنیو زېرمـو ډ ک یو بډ ای هېواد هم  دﺉ ، چې تل یې د  زبر ځواکونو پام ځا نته  ور اړولی ، او دا هېواد یې اشغال کړی ، د خپلو ګټو له پاره یې د ملي ارادې خلاف د خپلې خوښې داسې نظامونه  د پرد یو ملېشو په زور په کې جوړکړي تمویل کړي چې په افغانستان کې یې نفاق اچولی ، په سیمه کې یې متنازع فیه کړکېچنې سیمې  را منځته کړې ، بد مرغۍ او خپلمنځي د ښمنۍ یې ترمنځ زیږولې ، چې د پرد یو ګټوخوندي ساتلو له پاره یې په کې یواځې د افغانانو د د وو لویو قبیلو ( غلجیو او د رانیو ) د سر سړي ور وژلي ، پرد و ته یې لارې خلاصې کړې ، او د افغانستان خاوره یې پرد یو ته د خپل واک پاتې کېد و په بد ل کې په شخصي نا قانونه معاملو کې ورکړې د ه . خو کله چې د افغانانو له جهاد او ملي مقاومت سره مخ شوي ، مالي او ځاني تلفات ور اوښتي ، مړي یې په افغانستان کې ترې پاتې شوي ، او د افغانستان هره دره ، غرونه ، او د ښتې ورته قبرستان جوړشوي .
د سکندریانو ، چنګېزیانو ، مغلیانو ، ګورګین یانو ، انګرېزانو او روسانو هریرغلګرځواک په خپل نوبت سره په افغانستان کې لومړی د خپلو یرغلونواواشغال له پاره په سیمه کې د خپلې ډ رامې سناریو ورته  جوړه کړې ، بیا یې د تمثیل له پاره افغاني او سیمه ییزکرېکټرونه او لوبغاړي ورته  موند لي ، پر ډ رامه باندې یې نوم اېښی ، ورپسې یې ډ رامه پیل کړې ده . سیمه  او افغانستان یې پرې اشغال کړی ، افغان نظامونه او رژیمونه یې ړنګ کړي ، او پر ځای یې په اداري فساد ککړې داسې (ان جي او) ډ وله ادارې ورته جوړې کړې دي چې سرونه به یې آن د اشغالګرو له استخباراتي بڼکو او وزرو را وتلي ، او خپل خود اراد یته شریف خلک به یې د پرد یو ګټو له پاره په نورو باندې ترهغو پورې ټکول ، رټل ، او وژل  چې د نیواکګرو غد یو له پاره به د ملي شتمنیو د غلا او تالا کولو زمینې پرې برابرې شوې . خو کله یې چې د ملي پاڅونونو په وړاندې  ماتې خوړلې . نو بیا له دې خاورې سرماتي ارماني ایستل شوي هم دي .
اوس چې د امرېکې په مشرۍ د ناټو ځواکونه د ترورېزم تر نامه لاندې سناریو سره افغانستان ته را غلي ، لس کاله کېږي چې دا هېواد یې د ترورېزم او القاعده د ټکولو په پلمه ترخپلو تېکنالوجیکي پوځي وزرو او ګونډو لاندې کړی ، خوددې پرځای چې ترورېزم او القاعده د افغانستان او نړۍ خلکو ته تعریف او تخریب شي . یا د و شوو ډ لو نوره وده هم ددوی په شتون کې ور سره وکړه ، او تر دې د مه  پرمختللې اوخورا خطر ناکه آزمایشي استخباراتي جګړه په افغانستان او سیمه کې همداسې روانه ساتل شوې د ه .
ملي او بین المللي کرېکټرونه او لوبغاړي د خپلو پټو ذمه واریو پوره کولو او انتخاباتو ګټلو له پاره د ترورېستي لوبې تمثیل ته را وړاندې کړی شوي . تر دې مهاله ډ ېرکورني او نړیوال کرېکټرونه سره رد او بد ل شول ، او ځینې یې د بد لېد و په حال کې دي .
که څه هم اصلي جګړه تر وسه پورې نه ده پیل شوې . خو جګړه ییز پړسوب ورځ تر بلې د سیمې نورو هېوا د و ته هم سرایت کړی . چې د خپرېد و او تیتېد و د دغه وایرس لامل اوعامل په ټوله سیمه په تېره پاکستان او ایران کې هغه چارواکي دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات پرځای نا امنیو او بې ثباته کولو ته پر لمن وهلو سر بېره  د قیامونو پر وخت نورو ته پرسجده پړمخې لوېد لي ، خو د سجدې پر مهال بې پروا همداسې د رېد لي پاتې شوي دي . ددې مانا دا د ه چې پاکستاني چارواکي نه خو په سیمه  او نړۍ کې آرامي ، او ثبات غواړي ،او نه هم داسې نظام چې په هغه کې ملي ، سیمه ییزو او نړیوالو قوانینو او بشریت ته درناوی خوندي وي .
اوس چې پاکستان او ایران د واړه هېواد ونه د خپلې نابودۍ د پاڼ پرڅنډ ه ولاړ دي ، او د خپل ګاونډي افغانستان او نړۍ د با ور لکړه یې هم پرخپلو ذاتي وینه وو باندې خوړلې د ه ، د علاج او بیا رغېد و چانس یې هم له لاسه ورکړی ، او د خپل سیاسي واکمن ژوند وروستۍ شېبې د ملک الموت د راتلو په انتظار کې تېروي ، نو څنګه کېدی شي چې د ځنکند ن پر وخت پر د وی او ټوله سیمه باندې د حتمي قیامت راتلو مخه ډپ کړي ؟ داسې برېښي چې دا ځل به په پړسېد لو سیموکې د ترورېستي تابلېتو ترڅنګ  اتومي پېچکارۍ هم د سیاسي معالجو ډاکټرانو په پوځي لاسونو وکارول شي .افغانستان ، پاکستان ، ایران ، د منځنۍ آسیا هېواد ونه او نوره اسلامي نړۍ او ور سره ټوله مافیها به د پرمختللي اتوم په لمبو او تود وخه کې لولپه شي .
خو د نړۍ دغه پرمختللی پوځي تخنیک او مېخا نیک به هم ترې روغ پاتې نه شي . د د وی جسد ونه ،  هډ وکي او خاورې ایرې به هم د افغانستان او سیمې په ستره تاریخي کنده کې خورې  ورې پرتې وي . ځکه چې د جګړې مات شوي سوټي خپله د جګړې د بل شوي اورخوراک وي .
نړۍ او د افغانستان ګاونډ یان دې د افغانستان تېر تاریخ وګوري ، د افغانانو له تېر تاریخ څخه دې پند او عبرت واخلي ، چې یرغلګرو ته په افغانستان کې څه ور پېښ شوي ؟ او زبر ځواکونه دې له لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې درسونه زده کړي ، او د خپل تاریخ تېر یا د ونه دې نور د انتقام او بد لې په وینو نه مینځي . ځکه تمدن په بشپړ انساني زیست کې نغښتی ، نه په بیا نړولو او ورانولو کې .
که په ریښتیا د امریکا په مشرۍ نړیوال غواړي چې یوه هوسا ، بسیا او آرامه نړۍ دې ولرو . نو ور باندې لازمه ده چې افغانستان په اداري ، سیاسي ، پوځي ، تخنیکي ، سوداګریز ، کرنیز ، ټولنیزاو علمي توګه ورغوي . هغه پیسې او تېکنالوجي چې  په افغانستان کې د تخریب پرلارو چارو کې لګېږي ، باید په بیا رغونه باندې یې ولګوي . ځکه چې افغانستان د ټولې آسیا زړه دﺉ ، که چېرې دا زړه جوړ وي ، ټوله آسیا او ټوله نړۍ به ور سره جوړه وي ، او که دا زړه ناروغ وي ، ټوله آسیا او ټوله نړۍ به ور سره ناروغه ، او د ورکېد و او بربادۍ په حال کې وي . پر نړیواله سر مشریزه باندې واجبه ده چې ړنګ افغانستان روغ وساتي ، ترڅو نړۍ ور سره روغه پاتې شي .