د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د الظواهري په پېچلي سیاست کې د القاعده لرلید

ابو دانیال 06.06.2012 23:09

القاعده څنګه منځته راغله ؟
آیا د القاعده نړیوال سازمان په ریښتیا د حجازي کوچیانو ، قبطي مېشتو او نورې عربي نړۍ د شېخانو د مرستو خود جوشه ذاتي مولود دﺉ  چې پایلې یې له صلاح الدین ایوبي او عثماني امپراتورۍ سره تړا و ولري ،  اوکه نه د یا د و سیمو د چارواکو د د ستوري زور زیاتي ، او یا نېغ په نېغه د نړیوالو پټو سازمانونو د پروژې یوه برخه ده چې پر مټ یې درېیمه نړیواله اتومي جګړه د نړۍ تر ټولو ضعیفې سیمې ( افغانستان) او ور سره تړلې سیمې ته راوړي ؟
که چېرته القاعده له عثماني امپراتورۍ سره تړاو ولري ، نو بیا د سلطان زنګي ، صلاح الدین ایوبي او  ابو سفیان په خلیجي هېوادونو کې د عبدالعزیز کورنۍ  څنګه را وټوکېده ، چې پوره څه د پاسه سل کاله یې له حجازه نیولې ـ بیا تر ټولو خلیجي هېوادونو پورې عربان د ځبېښاک او نیواک  په  استبدادي موټي کې تر ننه پورې بیده ساتلي ؟  او که د لېبیا مېشتي عمر مختار له فکري موسیلیني ضد مد رسې څخه را ټوکېد لي وي ، نو بیا د قذافي غوندې مجهولو څېرو څنګه څلوېښت کاله تر خپل پوځي منتر لاندې بې هوښه کړي وو؟
پر یتیم فلسطین باندې خو له نیمې پېړۍ را هیسې جګړې روانې دي . په لسګونو هېوادونو دعرب لیګ اتحادیه جوړه کړې ، په مېلیونونو عرب سره له ټولو سرشارو نفتي ذخیرو د دری میلیونه اسرایْیلو په وړاندې له پزې سوڼ نه شي ایستلی . دا ولې ؟ صدام حسین پر کویټ باندې حمله وکړه ، او ویل یې چې دا زما د خارې جزدﺉ  ، او نړیوال ایتلاف د کویټ په طرفدارۍ پر صدام باندې حمله وکړه ، په لومړۍ حمله کې یې د صدام د رژیم پر ړنګولو زور ونه رسېد ، خو په دوهم ځل یې د صدام رژیم هم د شیعه ګانو او کردانو په ملاتړ له منځه وېوړ .
په مصر کې نږدې یوه پېړۍ پوځي رژیمونه حاکم وو . په یمن کې دری لسیزې یوه سړي د زور حکومت چلولی .  په سوریه کې خو حکومت د بعث ګوند خپل کورنی میراث ګڼل کېږي ، هلته ولې د القاعده مشر تابه خپل سیاسي او پوځي فعالیتونه نه تر سره کول چې ټوله عربي نړۍ یې په وړاندې چوپه خوله ده ؟ القاعده اوس ولې په پاکستان کې خپل پوځي حضور موندلی  ،  چې د فعالیت له امله یې په اصطلاح  پېنتاګون او د نیویارک  نړیوال تحارتي مرکز او افغانستان ټول ونړېد ل ؟ !!! .......    
دا ، او د ېته ورته ټولې پوښتنې داسې دي چې د دغه سازمان د منځته راتلو په اړه  سړي ته  شک پیدا کېږي . ځکه القاعده سازمان د افغانستان تر جګړې د  مخه  نه ؤ . خو کله چې روسانو افغانستان اشغال کړ ، د جګړې څو کاله تېر شوي وو د الازهر پوهنتون او د مکې مکرمې د ام القراء پخواني استاد  محمد قطب ، د مصرکمال سنانوري ، د فلسطین مصطفی مشهور ، د ترکیې نجم الدین اربکان ، د سعودي پاچا فهد بن عبدالعزیز ، د تګاب میا ګل جان آغا  او د نورې اسلامي نړۍ نورو مذهبي مشرانو د افغان جهاد او افغان جهادي مشرانو د یو والي هڅې وکړې ، خو پر یو والي یې ځکه بر یالي نه شول چې د نفاق مېکروبونو آن د مخه په افغان جهادي مشر تابه کې بېخپوره ځای نیولی ؤ . تخم ګذاري یې په کړې ، او بچي یې په کې ایستلي وو . وروسته القاعدې په پاکستان کې د عبدالله عزام تر مشرۍ لاندې سر را اوچت کړ. داسې ویل کېد ل چې د اسامه بن لادن په نوم یو یمني الاصله د سعودي تابعیت لرونکی داسې شتمن سړی یې مالي آمر دﺉ چې د اقتصاد فاکولته یې د امریکې په متحده ایالاتو کې لوستې ده !  کله چې عبدالله عزام د مجاهدینو د یو والي هڅه  او د انجینیر احمدشاه مسعود او انجینیر ګلبدین حکمتیار تر منځ یې د جوړ جاړي خبرې پیل کړې ، ور سره جوخت د مجاهدینو د خپلمنځي اختلافاتو دود او لمبې نورې هم جګې شوې ، له دې وروسته عبدالله عزام د پېښور په آبدره روډ کې سره له خپل زوی پر ریموټ کنټرول بم د نامعلومو کړیو له خوا ووژل شو . ډېر نور ور سره تړلي عربان هم و نیول شول . خو ځای ناستی یې اسامه بن لادن اعلان شو . بن لاد ن د پاکستان له لوري په مجاهدینو کې دومره نفوذ وکړ چې کله د استاد برهان الدین رباني د حکومت لومړی پلا را ورسېده ، اسامه بن لادن او ورسره (۱۱) تنو ته یې د افغانستان د تابعیت تذ کرې ور کړې ، چې  دا خبره خپله استاد برهان الدین رباني هم د یوې پوښتنې په ځواب کې رسنیو ته کړې ده . خو کله چې د طالبانو وار راغۍ ، بن لادن خپلې پو ځي اډې افغانستان ته را انتقال کړې . لومړی د سپتمبر په نهمه د دوو عربانو له خوا د تخار په علاؤالدین سیمه کې په د فتر کې د ننه انجنیر احمد شاه مسعود په کمره کې د ځای پرځای شوي ماین له امله په ځانمرګي برید کې ووژل شو . وروسته بیا د سپتمبر په (۱۱مه ) د بېنتاګون او د نیویارک د نړیوالو تجارتي برجونو د خونړي برید پیښه تر سره شوه . امریکې او شمالي ټلوالې ددغو دواړو پېښو پړه پر بن لادن ور واچوله ، خو دا چې دغه دواړه پېښې همزمان څنګه تنظیم شوې وې ، او طالبانو ولې د پاکستان د حکومت ، استخباراتو او مذهبي مشرانو په خوله وکړل چې اسامه یې امریکایانو ته په لاس نه ور کاوه ، دا یوه بله پوښتنه ده ؟ خوڅه وخت چې د امریکې په مشرۍ د نړیوال ایتلاف پوځ  پر اسامه بن لادن پسې افغانستان ته راغۍ ، د طالبانو رژیم یې په څه باندې (۴۰) ورځو کې ټول را نسکورکړ. طالبان او القاعده پاکستان ته ولاړل . خو تر هغوی د مخه  هغه پاکستاني پوځیان چې د افغانستان په شمال کې جنګېدل ، پر طالبانو باندې د امریکې او ایتلاف له خوا تر برید مخکې په چورلکو کې ټول وتښتېد ل . چې دا بله پوښتنه ده ؟ ځکه پاکستاني پوځ د القاعده تر څنګ په افغانستان کې د افغانانو په وړاندې ولې جګړه کوله ؟ آیا موخه یې په افغانستان کې د سترا تیژیک عمق لټول وو ، او که نه پاکستان ته ویل شوي وو چې د افغانستان د اشغال تر وخته دې افغانان پرجګړه مصروف وساتي ؟ ځکه کله چې نړیوال ایتلاف افغانستان ته د راتلو هڅه کوله ، نو لومړی امریکې له پاکستاني سیاسي ، پوځي او استخباراتي لوړ پوړو چارواکو سره په امریکا کې پټې خبرې پرې وکړې ، او رسنیو افشا کړې .خو د جګړې په پیل کې پاکستان امریکې او ناټو ته په بلو چستان او پېښور کې  د پیسو په بدل کې دوې پوځي اډې ، او د اکمالاتي کتارونو لاره ورکړه . ددې تر څنګ یې په افغانستان کې ترورېستي برید ونه او ځنځیري قتلونه وکړل . استاد برهان الدین رباني هم ددغو ځنځیري قتلونو قرباني دﺉ . ځکه نوموړي په ایران کې د اسلامي خلافت بیان ور کړی ؤ ، چې افشا ګیري یې د سیمې استخباراتي کانالونو وکړه .  خو د قتل پلان یې د قرینو او شواهد و له مخې د کوېټې په شوراکې تر تیب شوی ؤ . آن تر دې چې افغانستان یې د خپلمنځي شخړو او ډېرو وژنو له امله د استکبار پر ( B  ـ  پلان ) یا په بله ژبه ؛ ( د تجزیې پر پلان ) ور برابر کړ . چې اوس په افغانستان کې نننۍ قدرت طلبه روانه سیاسي لوبه کټ مټ هماغه د تېمورشاه د اولادې کاپي ده او بس . د تیمور شاه اولادې هم د ابدالي احمد شاه بابا امپراتوري د ځان غوښتنو په قمار کې بایلوله ، او د یوې څرمنې په شکل افغانستان ور پاته شو . خو د مجاهدینو کرامو په شمول تېکنوکراتو واکمنانو هم د پسه پر دغه څرمن (۴۹) هېوادونه  له ځانه سره یواځې د ځان ساتلو او خپلو شخصي ګټو په خاطر کښېنول . نه د افغانستان د آبادۍ ، ښېرازه کېد و ، ماشیني کېد و ، زراعتي کېد و ، خود کفا کېد و ،  د خاورې د تمامیت او خپلواکۍ  له پاره .
بل لورته پاکستان او ایران هم خپل هېوادونه په دغه ډول ډ بل بازۍ کې  را نغاړلي دي ، ځکه چې پاکستان تل په خپل هېواد کې د اسامه بن لادن پر موجودیت سترګې پټولې ، او ویل به یې چې اسامه بن لادن په افغانستان کې دﺉ .  پاکستان ځکه دا خبره کوله چې له یوې خوا پر نړیوالو باندې افغانان وځپي ، او له بله اړخه د جګړې په دوام کې پیسې پرې را ټولې کړي  . او بلخوا عربان ور باندې تېر باسي . خو کله چې امریکایانو خپلې استخباراتي پلټنې پیل کړې ، افغانستان یې د اسامه پر موندلو پسې غلبېل ، اوآخر یې اسلام آباد ته نږدې په اېبټ آباد نومي ځای کې د پوځي چوڼۍ تر څنګ په نښه کړ ، چې کېدی شي له دې سره د القاعده د مشرانو له خوا پر پاکستا ن فشار راوړل شوی وي  تر څو د ناټو په وړاندې غبرګون وښیي ، نو پاکستان پر افغان سر حدي سیمو درانه بریدونه پیل ، او خپل پوځیان یې د افغانستان خاورې ته را واړول ، افغان پوځیانو یې د امریکایي پو ځیانو په ملاتړ پرضد مقابله پیل کړه ، چې  په ترڅ کې یې (۲۴) پاکستاني پو ځیان ووژل شول . بل لور ته امریایي بې پیلوټه الوتکو په پرله پسې بمباریو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې ډېر طلبان او د القاعده نور غړي ووژل . پاکستان د ناټو په وړاندې بې وسه شو ، او القاعده او پاکستاني طالبانو په ګډه پر پاکستان هم حملې پیل کړې . اوس چې د القاعده دوهم لمبر مشر اللېبي هم په وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو په بمباریو کې ووژل شو ، نو دا د امریکې بل ثبوت شو پر پاکستان باندې . اللېبي د ټولو جګړو پوځي مشر او طراح ؤ . چې اوس یې پر وژل کېدو هم القاعده ، هم عربي  نړۍ ، او هم نړیواله ټولنه ټول پر پاکستان بې باوره شول . خو دا چې د القاعده مشران ولې په پاکستان کې یو پر بل پسې ووژل شول ، نو ددې پو ښتنې دری اخونه دي :
 لومړی احتمال دادﺉ چې د القاعدې هر یوه وروستي مشر به په ترتیب سره له (سي آی اې ) مشرانو سره سر ښورولی وي ، او هر یوه وروستي مشر به خپل لومړی مشر ، یا د خپل څنګ دوهم لمبر کس د خپلې رهبرۍ له پاره په جوړ جاړي کې امریکې ته ور ښوولی او له منځه وړی وي .
دوهم احتمال یې دادﺉ چې پاکستان به د پیسو په بدل کې غربیانو  ته ور ښوولی او له منځه به یې وړی وي .
درېیم احتمال یې دادﺉ چې نور به د مخکیني القاعده مشرانو په موجودیت کې د سیمو دا پروژې ختمې وې ، او ددوی شتون ته به نور ضرورت نه ؤ ، خو ددې د پاره چې د (سي آی اې ) رازونه پټ وي ، دوی یې له منځه یووړل . او نور به هم له منځه وړي .
ایران هم د اسامه بن لادن لور او دهغه د کورنۍ څو تنه غړي له ځان سره ساتلي وو .
دا چې الظواهري څنګه دې مقام ته رسېدلی ، دا هم څو علتونه لري :
لومړی دا چې څو کاله وړاندې الظواهري په یوه وېدیو یي کسېټ کې وویل چې : (( که امریکا په خپلو سیاستونو کې تغیر راولي ، موږ به هم په خپلو سیاستونو کې تغیر راولو . )) وروسته له دېنه  لومړی د ایران د سبز پوشانو او ور پسې  د غربو پسرلی پیل شو . په عربي نړۍ کې غټ پاڅو نونه د کودتایي رژیمونو پر ضد پیل . ځینې حکومتي سر چارواکي په کې ووژل شول ، ځینې روغتونونو ته یووړل شول ، او ځینې بندیخانو ته ولوېد ل ، او پر ځینو باندې اوس هم چپه کېدونکي پاڅونونه روان دي . خو د ډېرې حیرانتیا خبره په کې داده چې کله دغه سر تاسري پاڅو نونه د خپلو مستبدو کودتایي رژیمونو پر ضد پیل شول ، هېلړي کلېنټن له خو شاحالۍ نه عربي نړۍ ته ورغله ، او ویل یې چې (( دا پا څو نونه زما له تصوره آخوا خبره ده . ))
بلخوا چې ګورو ددې پاڅونونو مخالفت په عربي نړۍ کې روسیې وکړ . او په لېبیا سوریې او یمن کې قذافي ، بشارالاسد او یمني چارواکو ادعأ وکړه چې لېبیا ، سوریې  او یمن ته القاعده راغلي ، او دا پاڅونونه  هغوی په لاره اچولی دﺉ .  
اوس چې ګورو په لېبیا کې امریکې د تېلو پر زېرمو د کنټرول ناکامه هڅه وکړه ، او په ټس کې یې د قذافي زوی سیف الاسلام ورته د کورنۍ جګړې اوږدولو له پاره درولی . په سوریه کې ایران او روسیه غبرګ د ناټو ټلوالې په وړاندې ودرېدل ، په مصر او یمن کې د پاڅون  پر انحراف کار روان دﺉ . د سعودي عربستان  پر نوې نقشه د واتیکان په څېر د مقدسه اماکنو(مکې او مدینې) پر جدا کولو کار روان دﺉ . له دې ټولو اړخونو داسې ښکاري چې د عربو د پسرلي په نوم پاڅونونه له القاعده مشرانو سره د جوړ جاړي په نتیجه کې د امریکې د پټو استخباراتو کار ؤ . چې افغانستان ته په راتلو سره د اسامه بن لادن مأموریت ختم شوی ؤ ، خو دا مهال په عربي نړۍ ، افغانستان او پاکستان کې د اللیبي پوځي مأموریت نور پای ته ورسېد ، اوس چې د جګړې لمن پاکستان او منځنۍ آسیا ته مخ پر پراخېدو ده ، نو کېدی شي چې دغه اوسنی مأموریت او ذمه واري به د الظواهري وي . ځکه د القاعده ټول هغه مشران چې د نورو عربي هېوادونو تبعه وو ، له منځه ولاړل .  خو الظواهري چې په خټه مصری ، او تر نورو لږ څه په پېچلي سیاست کې معلومېږي ، پر ځای پاته دي .  او هغه مهال دده د مرګ تصمیمونه نه نیول کېدل چې کله به له اسامه بن لادن او اللېبي سره یو ځای په غرونو کې ګرځېده  ، خو هغوی ووژل شول  او الظواهري لا هم د القاعده پوخ مشر پر ځای پاته دﺉ . شک دﺉ چې امریکې ته  د اسامه بن لادن او اللېبي په ور ښوولو کې به د الظواهري او پاکستان د واړو لاس وي . ځکه دغه د ترورېزم او القاعده په نوم اوسنۍ جګړه یوه استخباراتي جګړه ده ، چې موخه یې یواځې د سیمه ییزو زېرمو لوټل ، وړل او د روس او چین د اقتصادي مخ پر ودې حالت مخه ډپ کول او له منځه وړل دي او بس .له همدې امله  ازبېک تباره القاعده مهموغړو او مشرانو ته  څه نه وایي . ځکه چې د منځنۍ آسیا د زېرمو د تسخیرله پاره تر ټولو غوره عاملین او کرېکټرونه همدغه عناصر، او په چین کې ( د لیلاما )  د ﺉ .  تر څو نړۍ په یکه تازۍ کې پرې یو قطبي کړي . زما په آند د القاعده سیاسي او پوځي تصویرپه سیمه او نړۍ کې همدغه دﺉ چې القاعده سازمان د عربي چارواکو د زور زیاتي مولود ، او نېغ په نېغه د نړیوالو استخباراتي پروژو یوه برخه ده  چې پر مټ به یې درېیمه نړیواله اتومي نړۍ تباه کوونکې جګړه د نړۍ تر ټولو ضعیفې سیمې (افغانستان ) او ورسره تړلې سیمې ته راوړي